diff --git "a/Bhopal da Hindustan Pukhtana.pdf.txt" "b/Bhopal da Hindustan Pukhtana.pdf.txt" new file mode 100644--- /dev/null +++ "b/Bhopal da Hindustan Pukhtana.pdf.txt" @@ -0,0 +1,4997 @@ + + +00011953 ۲ 9٧ + + + +00011953 ۲ 9٧ + +کاب خبروونکی ۸ + +ووعمی اص منم 6 +کندهار. انصاري واټ. ملا زمان جومات ته څېرمه. +کور نومره ‎۷۸٧‏ +‏پوست بکس ‎.۵۱٢۳‏ کابل.افغانستان +ټلیفون ۹۳۷۰۳۰۳۰۵۴ . يا ۹۳۷۷۷۳۰۳۰۵۴ + +٧. + +آی ایس بی اېن 0-078-0936-406-00-1 1581 + +بهویال - د هندوستان پښتانه +ٍ. لیکواله: صفيه حلیم +خپروونکی: سالنګ کتاب خپروونکي +د خپرولو لړ: یو +د خپرېدو نېټه. وری ١۳۸٢/مارج ‎٠۰٠۰۸‏ +‏د خپرېدو ځای کابل - افغانستان +شمېر: ۵۰۰۰ ټوکه +د چاپ نوبت: لومړی +ټایپ قاسم خان مندوخپبل +کمپوز کتاب خپرولو صندوق-هېنداره +د پښتۍ طرح: میرویس مياخپل + +د چاپ ټول حقوق له خپروونکي سره خوندي دي + + + +00011953 ۲ 9٧ + +اع امُولَمْمَن الب + +لر 8 : - - بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د قدسیې بېګم واکمني . + +د سکندر بېګم نوابي. ه--ههظظهظھ--- - ه111 ‎٢٢‏ + +د سکندربېګم مشکلات ... +شاه جهان بېګم...... اا ا 7 7ظ 001 لا ا7ظا ظثظ ثظآظ ه۴۶۴ + +مور لور او سیاست... + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + +۸١١٢ " + +٠ ٩ + +۳٧ +۴ + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال-د هندوستان پښتانه » په هندوستان کې د پښتنو په اړه د تکړه لیکوالې او +خبريالې صفیې حلیم په زړه پورې څېړنه ده چې تر دې وړاندې په هندوستان. په +ځانګړي ډول د بهوپال د پښتنو په اړه نه وه شوې. سره له دې چې په هندوستان کې د +پښتنو په اړه یو شمېر څېړنې شوي خو دغسې څېړنه لکه صفیې حلیم چې کړې پخوا نه +ده لیدل شوې . دغه کتاب لوستونکیو ته په هندوستان کې د پښتنو په| ړه بېبلاببل غنی +معلومات ورکوي. کتاب دا سې انځوریز لیکل شوی چې په لوستلو یې سړی داسې فکر +کوي لکه د بهوپال د پښتنو په اړه دا کیسې پخپلو سترګو ګوري + +سالنګ کتاب خپروونکي وياړي چې د تکړه لیکوالې او خبريالې صفيې حلیم دغه +ارزښتمن او په زړه پورې اثر لوستونکو ته وړاندې کوي. او د وياړ ځای دی چې په +پښتنو مېرمنو کې موږ د صفيې حليم په څبر يو ه هستي لرو چې وخت پر وخت يې د +پښتو ژبې مینه والو ته د خپل قلم او پوهې له لارې ملغلرې وړاندې کړې دي. + +هيله ده پښتنې د صفیې حلیم پر پله- پل واخلي او د ژوندد دورو له بدلېدو سره قلم +پرېنږدي. اغلې حليم له بهوپال-د هندوستان پښتانه کتاب څخه مخکې ۷ ځانګړي +اثار مینه والو ته وړاندې کړي چې هر یو یې د لوستونکيو په تاود« هرکلي لمانځل شوی +دی صفیې حليم نه یوازې د خپلو کتابونو له لارې د پښتنو د بېدارۍ هڅه کړې. بلکې +ددې تر څنګ يې د ځوان او نوي کول په روزلو او هڅولو کې هم خورا ډېرې ستړیاوې +ګاللې دي + +د یادونې وړه ده چې بهوپال -دهندوستا ن پښتانه هغه کتاب دی چې په افغانستان +کې د لومړي ځل لپاره ورباندې د کتاب خپرونې نړیواله شمېره لدممن هه :1 (58ز) +کی حاصعه ټڅ عاه ه1 لهخه 5 کارول کېږي تر دې مخکې پر افغاني کتابونو پر نړیوال معيار +برابر دغه شمېره نه وه. په داسې حال کې چې (151#4) له تېرو څه باندې دېرشو کلونو +راهيسې د نړۍ په نورو هېوادونو کې کارول کېږي دغه معياري شمېره د دې کتاب +خپرندویې ټولنې پر لومړي خپرېدونکي کتاب راځي. + +سالنګ کتاپ خپروونکی وياړي چې د يوې داسې تکړه لیکوالې او خبريالې اثر +خپروي چې د پښتنو په زړونو کې یې ځپل کور اباد کړی دی. + +په درناوي + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بېژندنه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د ۱۹۴۷م کال د اګست ديارلسمه نېټه وه د بهوپال په سرکاري +دفتر کې نواب حمید الله ځان له خپل مېز سره ولاړ دی د هغه توپنچه +ډکه پر مېز پرته ده. د هغه تندی تريو او لاسونه يې يو پر بل کلک +نیولي دي. لږه شېبه وروسته د هغه مشره لور دفتر ته ننوزي. دواړه یو +بل ته سلام اچوي او سمدلاسه نواب خپلې لور ته وايي + +'زه پاکستان ته ځم غواړم چې د بهوپال چارې ته پر مخ یوسې +کېدای شي ما د پاکستان مشر وټاکي ما ته جناح ویلي دي چې +راشه. خو زه غواړم چې ته ما ته د یوې خبرې ډاډ راکړې او هغه دا چې +ما ته به د بهوپال له خزانې پنځه لکه روپۍ دکال رالېږې ته دا خبره +متې؟' + +لور یوه شېبه د پلار په سترګو کې سترګې واچولې. خو خپل قهر +يې نشو څرګندولی. پلار ته یې بې ادبي نشوی کولای پر مېز اېښې +توپنچې ته یې اشاره وکړه او ویې ويل + +"ته ولې په ما د دې توپنچې ډز نه کوې؟ زه بې وسلې يم دا نوابي +تا پورې اړه لري. دا سيمه که له هند سره یو ځای کېده نو په دې +فیصله زه خپله ګوته نشم لګولی او سبا به خلک وايي ښځه وه ځکه +خو یې د دې خاورې له هند سره د يو ځای کېدو مخه ونه نیوله. او +هغه وطن چې زموږ مشرانو په تېرو دوه نیم سوو کلونو کې د خپلو +سرونو په بدل ساتلی و . یوې ښځې هند ته تسلیم کړ." + +د نواب حميدالله خان دا لور عابده سلطان وه. چې د بهوپال د +وروستۍ نوابې په توګه په دیارلس کلنۍ کې نومول شوې وه او په +‎٢‏ د مې پر ‎١١‏ نېټه د ٨۸کلونو‏ په عمر په کراچۍ کې په حق +ري : ٍ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتاله بس سن + + + +00011953 ۲ 9٧ + +-٣ ‏پېژندنه‎ + +دا د اورکزیو د هغې کورنۍ مېرمن وه چې د هند په مدهيه پردېش +ایالت کې یې د اتلسمې پېړۍ په سر کې د بهوپال د خپلواکې نوابۍ +بنا کېښوده. + +د هندوستان په پراخه ځاوره کې له لرغونو وختونو څخه هرې +سيمې د انتظامي چارو لپاره يو واکمن لرلو د پښتنو. عربانو. +ترکانو او مغولو له خوا چې هرکله دا سیمه نيول شوې او د دوی +سلطنت پرې جوړ شوی. نو دغو سیمه يیزه واکمنو ته يې درناوی +کړی دی. او که جګړه یې ورسره نه کوله. نو د باج او خراج په بدل کې +یې ورته القاب | و خطابونه ورکړي دي. هغه صوبې يا ایالتونه چې +لکه د پاچاهانو په کې راجه ګان او نوابان واکمن وو .د خپلې سیمې +د خلکو لپاره هم مهم وو .د ځمکو د شخړو 71717171-417 +وبا او دغسې نورې ورځنۍ چارې د نوابانو له خوا ټاکل شوي +پولیس. پوځ. قاضیانو او وزیرانو اداره کولې. د يو پاچا د يوه +کامیابه حکومت تر شا هم دغه نوابان او راجه ګان وو. د بهرني یرغل +پرضد د پوځ برابرولو لپاره به هم دې نوابیو ډېر لوی رول ترسره کاوه. + +په ‎٠٠۰۰‏ عيسوي کال کې چې انګرېزان د هند په لویه وچه واکمن +وو . د دې نوابیو او راجواړو په اړه یې یوه تذکره لیکلې چې د هغې له +مخې د هند او اوسني پاکستان او بنګله دېش په ګډون دلته تر شپږو +سوو ډېر نوابان او راجه ګان وو. په نولسمه پېړۍ کې ځينې ریاستونه +او ایالتونه لکه اسام مرهټه او پنجاب په انتظامی توګه خپل +حیثیت له لاسه ورکړی و. + +په ۱۹۴۷م کال کې د انګرېزانو په حساب ۵۲۵ ریاستونه موجود +وو په دې کې زمیندارۍ او ټیکانې هم شاملې وې. زمینداري يوازې +په یو څو کليو مشتمله وه. دوی ته به يې تعلق دار يا جاګيردار هم + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏م۴ پېژندنه‎ + +ویلو. یوه زمیندار یا جاګيردار به له خلکو د ماليو راټولولو کار هم +کاوه په دې کې زیاتره مورثئي وې. خو کله کله پاچا د انعام په توګه +هم داسې جاګیردارۍ ورکولې + +جون پور داسې یوه زمینداري وه له زمیندارۍ پرته د "وصل"' په +نوم هم یو انتظامي یونټ و چې واړه او کوچني کلي به له ګاونډي +نوابۍ یا راجه سره وصل وو. خو دوی به کله کله خپلواکه اختيارات +هم لرل. شورپور او ګړوال د دې ښې بېلګې دي په راجواړو او نوابیو +کې هم دوه ډوله امتیازات ورکړی شوي وو. د نورو لویو ریاستونو په +شان بهوپال او حیدراباد هم داسې امتيازات لرل + +دې ته به یې ګن سیليوټ یانې هغه چې د توپو سلامي لري. دا دود +د انګرېزانو په وخت کې پيل شو او هغه نواب يا راجه چې دوی به +ډېر درناوی ورته کاوه هغه ته به يې د يوویشت توپو سلامي امتياز +ورکاوه. چې تر ټولو لوړ اعزاز و. تر ټولو وړوکی د دريو توپونو +سلامۍ واله و + +دويم هغه ځينې وو چې د توپو سلامي امتیاز یې نه لرلو. په دې کې +بسوده «چې د پښتنو ریاست و). نواب ګنج او ځیرګړ غوندې ځايونه +شامل وو. د يوویشت توپو د اعزاز ریاستونه يوازې پنځه وو. چې د +حيدرآباد نظام. ميسور مهاراجه. جمو او کشمیر په کې شامل وو +مهاراجه او د بړوده ګایک مهاراجه او د ګواليار مهاراجه سندهیا +وو + +د نولس توپو سلامي به د بهوپال ,د پښتنو نواب. د اندوراو +اودې پور راجه ګانو ته ورکول کېدې. په دې کې هم فرق دا و چې +ځینې موروثي او ځينې موقتي وو هغه وخت د مځکې او شمېر له +حسابه د مسلمانانو تر ټوله لویه نوابي د حيدر راباد دکن وه چې واکمن + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ٍ تت + + + +00011953 ۲ 9٧ + +پېژندنه ۵۰ +به "نظام"" بلل کېده له دې وروسته د مځکې له پلوه د مسلمانانو +لویه نوابي د بهوپال هغه وه. چې بنسټ يې د اورکزیو یو تن دوست +محمدخان اېښی و دلته څلورو ښځُو پرله پسې دوه سوه کاله +حکومت کړی دی. ددې وړوکي سلطنت د پوځ لپاره به زیاتره د صوبه +سرحد او په تېره د قبايلي سیمو خلک روزل کېدل د خلکو لپاره به +دا هم نوې خبره وي چې په بهوپال کې اوس هم اپرېدي. يوسفزي او +میرازي خېل پښتانه نه یوازې دا چې ژوند کوي ځینې په کې اوس هم +پښتو وايي. ما ددې سیمې له ځینو کورنيو سره ليدلي او د هغوی د +ژوند ژواک حال مې له نژدې اخيستی دی. دا کتاب د بهوپال مکمل +تاریخ نه دی يوازې د تېرو دریو سوو کلونو حال دی چې په کې دوه +نیم سوه کاله د پښتنو مېرمنو او د دوی حالات بيان شوي دي. په +وروستۍ برخه کې مې د بهوپال د اوسنیو پښتنو حال لیکلی دی. په +دې لاره کې ما سره ډېرو خلکو مرسته کړې ده. په تېره ييا د وروستۍ +واکمنې عابده سلطان زوی شهریارخان چې د خپلې کورنۍ په اړه یې +ډېر معلومات راکړل. + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +لومړی څپ رکی +دوست محمد خان + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001963 ۲ 9٧ + +انځورونه + +دوست محمد خان اورکزی + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001165 6 + +انځورونه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏دوست محمد خان‎ -۸ - + +د صوبه سرحد په لوېدیځ کې د تیرا غرونه دي. چې په کې د اپریدو +ته قامونه ملک دین خېل: سپاه. کوکي خېل. اکا خبل. زکا خېل؛ +کمبرخېل. حسن خېل او ادم خېل اباد دي. په ‎۱٧۷١‏ م کال کې د +اورکزیو د یوه سردار نورمحمد ځخان په کور کې یو ماشوم وزیږېد چې +په دوست محمدخان ونومول شو. مور پلار يې ډېر خوشاله وو. د +پېنځو کالونو په عمر کې د قران د لوست او دیني زده کړو لپاره ورته +يو استاد وساتل شو. دا استاد ملا جمالي نومېده چې د بدخشان +اوسېدونکی و. دوست محمد خان چې د اس د وک داو +ورله یو اس ورکړ. له دې سره سره یې د تورې او غشي ویشتلو تربيه +هم ترلاسه کړله. ‎٧١‏ مه پېړۍ چې په ختمېدو وه. نو دوست +محمدخان يو تکړه او غښتلی ځوان و. هغه وخت د هندوستان پر +تخت د مغولو پاچا اورنګزېب ناست و او د خپل سلطنت ساتلو لپاره +له مرهټه وو سره په جنګ وو. د مغول دربار د شان او د هند د شتمن�� +کیسې هر چا اورېدلې وې. له تیرا نه هم ځوانانو ډیلي ته د تللو ارمان +درلودلو. ځینې ځوانان د دوست محمدخان له سیمې هم هندوستان ته +ورغلي وو او د مغولو په پوځ کې به شامل شول. نو ډېره ښه تنخوا به +ورته ورکول کېده. هندوستان ډېره لویه مځکه لري او د هر یو ریاست +والي ته به د پوځ لپاره مېړني ځوانان پکار وو. د پوځ لپاره تکړه +ځوانان او ښه اسونه د پښتنو له سیمو هم ور تلل. په تيرا کې ځینو +کورنیو د دې جنګيالو لخوا په رالېږلو پيسو خپل ژوند ته وده +ورکوله. په ‎٧٧٢١‏ کال کې دوست محمدخان له ‎٠٢‏ کالونو اوښتی و +او تل به ناکراره و. مور و پلار ورله د یوې بلې اورکزۍ کورنۍ نجلۍ + +غوښتې وه چې معراج بي بي نومېده. خو دوست محمدخان لکه د + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +دوست محمد خان -۵۰- +کاواکه اس ژوند کاوه. په نه څه خبره به يې توره رااېستله او وینه به +يې تل په جوش کې وه. د معراج بي بي مور و پلار چې دا حال ولید . +نو ويې پتېيله چې خپله لور د دوست محمد خان يوه بل تربره ته +ورکړي. دا خبره د دوست محمدخان لپاره د منلو وړ نه وه خو څرګنده +نه ده چې ايا دی پخپل سپکاوي ناراضه و او که معراج بي بي +ورباندې ډېره ګرانه وه. خو د ځوانۍ جوش او د دوست محمد خان +کاواکه طبعیت اخر دې ته ورساوه چې خپل تربور یې ووژلو + +په دې کړنه نه يوازې د هغه د قام خلک پر ده په قهر شول. بلکې د +هغه خپله کورنۍ مور و پلار هم ناراضه شول او دوست محمد له قامه +وایستل شو. د ده لپاره بې له دې بله هېڅ چاره نه وه چې له خپل اخوره +طبيلې یو ښه اس واخلي او خپل ټاټوبی پرېږدي ده ختیز لوري ته +مخه کړه او جلال اباد ته ولاړ دا د ننګرهار جلال آباد نه بلکې د +ډیلي په شمال لوېدېځ کې سل ميله لرې یو ښار دی» : + +دی له تیرا نه د جلال أباد په لاره د پېښور. لاهور امرتسر او پنجاب +له ټولې ښېرازې مځکې تېر شو د لارې په هر یو سرای کې به یې +پښتانه لیدل.او له د دود سره سم به هغوی ورته غېږه خلاصه کړه د +ډوډۍ. |ستوګنې او د وخت د حالاتو د خبرېدو لپاره څه مشکل نه و +څو میاشتې وروسته له جلال آباد سره نژدې د لوهاري په سیمه کې د +سردارجلال خان مېلمه شو. دی هم اپرېدی و او د دوست محمد په +لیدو ډېر خوشاله شو. په خپل مېلمستون کې يې د هغه د استوګنې +بندوبست وکړ. سردارجلال خان په لوهاري کې د مغولو منصب دار و +او د ده نیکونو ته هلته ځمکې ورکړل شوې وې چې ورباندې د ده خپل +ټبر ژوند کاوه دوست محمد د سردارجلال خان د کورنۍ له ځوانانو + +سره د اس ځغلولو. د غشي ويشتلو او غېږي اېستلو سیالۍ کولې + +--- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏رو دوست محمد خان‎ + +په‌همدې وخت کې د هغه د سردارجلال خان په کور کې يوه ځوانه +خدمتګاره خوښه شوه. یوه ورځ چې سردارجلال خان په کور کې لويه +مبلمستیا کړې وه. د هغه د زوی او د دوست محمد ځان تر منځ د +دغې نجلۍ پر سر خبرې ورانې شوې. د جلال خان زوی ورباندې د +غشي ګوزار وکړ. دوست محمد خځان هم سمدلاسه خپل خنجر +راواخیست او د هغه پر وجود یې ومنډلو. د ځوان له مړيني سره هغه +ته اندازه وشوه چې د دی له لوی خطر سره مخامخ شوی دی د خپل +مربي زوی يې په لوی لاس وواژه. دا ډېره د شرم خبره وه او په پښتنو +کې د مرګ بدل مرګ وي. مخکې له دې چې د جلال خان خلک یې +ونیسي. ده هم هغه وخت راټوپ کړل. پر خپل اس سپور شو او له هغه +ځایه یې پښې سپکې کړې + +خو په دې تېښته کې هغه ټول وخت په دې وېره کې و چې د جلال +خان خلک ورپسې دي. دا سیمه د هغوی لپاره نوې نه وه په هرکلي +کې هغوی خلک ��ېژندل د دې سیمې د لوړو او ژورو نه هغوی خبر +وواو د دوست محمد ځخا ن لپاره د پټېدو ځای نه و ده ته لاره هم +معلومه نه وه. خو دومره خبر و چې د ډیلي په جنوب ختیز کې ‎٠۰‏ +‏میله لرې و 7هت 1 +وګرځوي. دی تر شپرٍ ساعته پورې په منډه و او اس يې د يوې شېبې +لپاره هم د دمې ته نه اېله کاوه نتیجه یې دا شوه چې په يوه ځای کې د +ده وفاداره اس راپرېوتو او ساه یې ور رکړه د دوست محمد لپاره دا +یو لوی ګوزار و. ده ۀ فکر وکړ چې خدای پاک ورته سزا ور رکوي. خو +اوس دی بېرته نشو ګرځېدای. همدا و چې ده په پښو مزل پيل کړی +ډیلي ته ۰ مېله لا پاتې وو چې دی د کرنال سیمې ته ور سېد. بیر سر +او لوږې تندې وهلی و. وچې شونډې او په بدحال دوست محمد په + +بهویال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +6666 0 090165 +دوست محمد خان - ‎-١١‏ +‏دې سیمه کې یو نامعلومه شخص و پلي مزل یوه ګټه دا ورته وکړه +چې دی له خپلو پلټونکیو یو څه پټ شو چې په اس سپور د يوه لوړ +دنګ پښتون په اړه یې له خلکو پوښتنې کولې دوست محمدخان د +خپل ژوند ځینې حالات په یوه کتابچه کې ليکلي دي چې روزنامچه +نومېږي. دوست محمد په دې کې ليکي؛ له خپلو نالیدلیو دښمنانو +نه په تېښته ما داسې فکر کاوه چې دوی راپسې دي. تر ډېرو ورځو +مې هېڅ نه وو خوړلي. جېب مې تش و او د ژوند هېڅ هيله مې نه +لرله... زه د یوه نانبايي تنور مخې ته ودرېدم. زړه کې مې راګرځېدل +چې يو څو ډوډۍ او هګۍ وتښتوم. ځکه نور مې د لوږې توان نه +درلود. «پههندوستان کې اوس هم د لارې پر سر ډوډۍ او هګۍ د +مساپرانو لپاره ارزانه خواړه دي.. .په دې حال کې يو زوړ سړی چې +لویه سپینه ږیره یې لرله د دوست محمد څنګ ته ودرېد. .ده ته ځیر +شو او بيا يې ترې په ادبي فارسي پوښتنه وکړه "ته د تیرا دوست +محمد نه یې؟"" +دوست محمد ساه نيولی ودرېد. فکر يې وکړ چې اخر دښمن +ورپسې راورسېد. په يوه شېبه کې د هغه د ژوند ښايسته ماڼۍ +راونړېده... بله چاره یې نه لرله. دې سپین ږیري ته يې وویل: "هو زه +دوست محمد يم" : : : +سپين ږيري ورته وویل: ته ما نه پېژنې زويه. زه د کاشغر ملا +جمالي يم او په تیرا کې مې درته د قران کریم درس درکاوه. هغه وخت +ته وړوکی هلک وې. د دوست محمد د خپل استاد په لیدو بېرته د +ژوند هيله راوټوکېده. . له هغه سره يې روغبړ وکړ . او کله چې +ملاجمالي پوښتنه ترې وکړه چې له تيرا څنګه راووتلې نو دوست +محمد خان په لنډو خپله کيسه ورته وکړه ه. ملا جمالي هغه وخت له + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏دوست محمد خان‎ ٧۳۲ + +غوښتنو سره سم له خپلې سیمې هندوستان ته ورغلی و او په ډيلي +کې يې یوه اسلامي مدرسه پرانستې وه دی يې له ځانه سره خپل +کورته بوتلو ډوډۍ یې ورله ورکړه ها و کله چې د هغه ساه صورت پر +ځای شو . نو دوست محمد ورته خپل مشکل وویلو دی نږدې یو کال +د ملا جمالي په کور کې پاتې شو + +ملا جمالي د بدخشان اوسېدونکی و او په ډیلي کې د ده د مدرسې +او دینی تعليم له کبله ډېرو خلکو پېژندلو هغه وخت مغول پاچا +اورنګزېب د اتيا کالو و او زیاتره به د ملک په جنوب کې په جنګونو +بوخت و. په جنوب کې د ده زامنو پخپلو کې ناندرۍ اېرۍ وهلې چې +د پلار ر تر مړينې وروسته به یې څوک پر تخت کښېني اورنګزېب ته +وفاداره د ده واليان چې افغان. ترک. هند او د مرکزي اسيا +اوسېدونکي وو د خپل قدرت د ساتلو لپاره ځان - ځان ته لګيا وو +مغول سلطنت په ټوټې کېدو و او هر چا غوښتل چې په راتلونکي کې +د واکدارۍ لپاره سمه لاره غوره کړي. په دې وخت کې اروپايي +ملکونو هم اندازه لګولې وه چې هند یو مهم ځای دی او د ��و له خوا +هم تجارتي او سفارتې ډلې پرله پسې راروانې وې چې خپلې اغېزې +قوي کړي. انګرېز خو د ايسټ انډیا کمپنۍ دفترونه په مدراس او +بنګال کې ښه پاخه جوړکړي وو. د حيد رآباد او اودهه غوندې نوابيو +کې يې پوځ هم ساتلی و په دې وخت کې دوست محمد خان چې د +تیرا غرونو کې يې ژوند کړی و. د هند د هغه وخت کلتور ته سترګې +وازې نیولې وې دغه وخت ډیلی د بېلا بېلو قامونو او کلتورونو په +ورګډېدو ډېر پرمختللی ښار و. هر ډول هنرمندان. لیکوال. شاعران +او عالمان دلته راټول وو. خو دوست محمد خان ددغه يوه کال په +موده کې له ملا جمالي نه ډېره زده کړه وکړه له ژبې پرته يې د + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +دوست محمد خان ‎۳٣‏ +‏بېلابېلو مذهبونو کلتورونو او د دو د اخلاقو مطالعه او مشاهده +کوله او ځان به یې ورته برابرولو. دی به مشاعرو ته ورتللو . د لوبو او +س ځغاستې په سیالیو کې به یې ونډه اخیستله او د نظام الدین په +درګاه کې به یې قوالي اورېدله . + +خو له دي هرڅه سره له هغه خپل هدف هېر نه وو... د مغول په پوځ +کې نوکري اوس هم دده ارمان وو. ملا جمالي هڅه وکړه چې دوست +محمدخان دینی زده کړو ته پام وکړي او د ده غوندي عالم شي. خو +دوست محمد خان دا نه غوښتل. نو اخر ملا جمالي ورته يو اس او +پېنځه اشرفۍ ورکړې چې ځان په مغول پوځ کې ورګډ کړي. هغه +وخت د اورنګزېب د وسله تون مشر میر فضل الله و + +په ۱۷۰۴ کې دوست محمد ځان خپل لومړي مسلکي جنګ ته +حاضر شو. دا جنګ په ګواليار کې د بندیل کنډ سیمه کې و. ددې +ځای والي تردي بېګ له پاچا بغاوت کړی و او هم د ده د مخنيوي +لپاره د مغول پوځ ورواستول شو. دوست محمد په لومړۍ دسته کې +شامل و. خو ډېر ژر مغول پوځ په ګونډو شو. د تردي بېګ قومندان +کاشکوخان نومېده او سخت جنګیالی سړی و... دوست محمدخان د +تورې ګوزا رونه وخوړل او ټپي هم شو. چې ویې لیدل د ده پوځ په +بدحال کې دی. . نو فیصله یې وکړه قومندان ته ځان ورسوي ده خپله +نېزه راواخیسته او په هغه هاتي يې یرغل وکړ چې کاشکوخان پرې +سپورو. خو د هغه ساتونکيو | وهاتیوان ورباندې ګوزارونه وکړل +دوست محمدخان په دې هم بې حوصلې نه شو او ځپلې حملې يې + +جاري وساتلې. دی په ځپلې روزنامچې کې کاړي + +یو وخت هاتي دی په خپل خړتم کې ونیولو خو ده ترې ځان ن خلاص کړ + +او د خړتم په مټ لوړ وروخوت او په یو ګوزار یې کاشکوخان ووژ + +بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +‎-٢٣۴٣۰-‏ دوست محمد خان + +‏د قومندان په وژنه د تردي بېګ پوځ وارخطا شو او د مغول پوځ +ماتې په بري واوښته. اورنګزېب ته خبر ورکړی شو او ورسره د دوست +محمدخان د مېړانې کيسه هم ډیلي ته ورسېده. میرفضل الله هغه +خپل دربار ته وروغوښت او تابيا یې وکړه چې اورنګزېب یې وویني + +‏په ‎٧۷۰۵‏ کې اورنګزېب ‎١٢‏ کاله د مرهټه وو سره له جنګونو +وروسته بېرته ډیلي ته راغلۍ دوست محمدخان اوس د ‎۳٣‏ کالو و +دی په خپله روزنامچه کې کاږي + +‏يوه ورڅ دده لښکر د مغول باچا د معاینې لپاره اورنګ آباد ته +وروغوښتل شو. دی ليکي که څه هم اورنګزېب پاچا ډېر زوړ او +ستړی ښکارېده ولې دده شخصیت داسې و . چې دی پرې اغېزمن + +‏شو. اورنګزېب پر ټولو عسکرو | و د دوی پر قومندانانو یو ځغلنده + +‏نظر واچاوه| و بيا یې سترګې پر دوست محمدخان ابسار رې شوې. پر +ده يې غر وکړ: "ې ځوان روهيله راوړاندې شه | وماته ځان حاضر +که" + +‏بيا ده فضل الله ته مځ ورواړاوه او ورته ويې ويل چې دا ځوان +ښکلی. قوي او د اوچتې کور رنۍ ښکاري. د دې خبرې تابيا يې وکړه +چې دی ونازوي او د یوه ستر لښکر قومنداني ورته وسپاري. بیا پاچا +دوه موټي اشرفۍ راواخیستې او د دوست محمدخان په لاس کې یې +ورکړې. دوست محمدلیکي چې د پاچا په مهربانۍ دی ډېر تر اغېز +لاندې راغی او ورته څرګنده يې کړه چې دی به ورته پتمن وي +اورنګزېب پاچا له دې پېښې څه موده وروسته مړ شو او داورنګزبب +زامنو اعظم شاه او بهادرشاه ترمنځ د تخت پر شر جګړه پل شوه +دواړو دوست محمدخان ته پیغامونه ورواستول چې د دوی په ملاتړ +دې ودرېږي. خو دوست محمدخان ورته ځواب ورکړ چې ما ستاسوله + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +090165 0 6666 + +دوست محمد خان -۰- +پلار سره د پت قسم خوړلی و او نشم کولای چې د هغه د یوه زوی +پرضد ودرېږم. دی هغه مهال په مالوه کې د پوځ قومندان و. هرې خوا +ته راجواړې جوړې شوې او د حکومت پوځ په څو برخو وېشل شوی +و په داسې حال کې له دوست محمدخان سره يوازې ۵۰ تنه پښتانه +پاتې شول : ځان ځانۍ په دې دور کې دوست محمدخان له خپلو +ملګریو سره کله د يوه راجه او کله د بل نواب د واک ساتنې لپاره د +هغوی په بلنه جنګ کاوه. دوی لکه د کرايې د ساتندويانو ډېرې +جګړې وکړې او په بدل کې به دې نوابانو او راجه ګانو ښې ډېرې +پیسې ورکولې + +د اورنګزېب له مړینې یو کال وروسته دوست محمد خان په مالوه +کې ټولو خلکو پېژندلو. په دې وخت کې منګل ګړ راجپوت راجه انند +سنګ چې د خپلو ګاونډیو راجه ګانو نه په وېره کې و دوست محمد +ته یې د ساتندوی په توګه نوکري ورکړه. لږه موده تېره شوه چې راجه +مړ شو. خو د هغه مور دوست محمدخان ته خواست وکړ چې د دوی د +ساتنې لپاره دې ایسار شي. + +په ١۱۷۰م‏ کال کې راڼۍ دوست محمدخان د ټولې راجواړې +مختار وټاکلو چې دی به د راڼۍ او د منګل ګړ د ریاست ساتنه کوي +په دې وخت کې دوست محمدخان د راجه د کورنۍ له يوې راجپوتې +نجلۍ سره واده وکړ. هغه مسلمانه شوه او نوم يې فتح بي بي شو +دوست محمد نور ودونه هم کړي وو. خو فتح بي بي ورته ډېره ګرانه +وه. دې مېرمنې له خپل ځان سره ډېره شتمني د دوست محمد خان کور +ته يووړه. فتح بي بي د بهوپال د مسلمان نوابۍ لومړۍ مېرمنه وه چې +د حکومت په چارو کې یې مهم رول درلود. خو عجیبه خبره دا ده چې +د نوابۍ تاریخ لیکونکيو د فتح بې بې په اړه هیڅ نه دي ليکلي + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏دوست محمد خان‎ -٧٨١ - + +نور هغه خلک چې مسلمانان نه وو او د نوابې کورنۍ سره وو د +هغوی په اړه هم څه نه دي لیکل شوي. په تېره هغه ځینې چې د ودونو +له لارې یې کورنۍ ته ورداخل شوي وو له پامه غورزول شوي دي. په +داسې تاریخونو کې د میراث او د وارثانو ذگر ښه په تفصیل شوی +دی + +فتح بې بې یو عامه ښځه نه وه. دا هوښياره په ز پورې او له +ژونده ډکه وه. له دوست محمد سره به هر ځای پر اس سوره وه. هغه که +به جګړه وه او یا هم په سیل وتل او ښکار کول وو + +دوست محمد به پرې ډېر باور او اعتماد کاوه په راتلونکو څو +کلونو کې له ده نه منګل ګړ پاتې شو او له هغه ځايه یې شاوخوا +سیمو ته پوځ کشي کوله. خو ډېر ژر یې فیصله وکړه چې د ځان ځانۍ +په دې دوره کې به دی د نورو لپاره تل جګړه نه کوي او ده ته د پښو +لګولو یو ځای پکا ر وو. ده له بهوپاله ‎٢٢‏ کلومیټره لرې شمال لور +ته د بیراسیه نومي ځای د مغولو له يوه نوابه په اجاره واخيست. چې +کلنۍ اجاره یې ۰ زره روپۍ وه : + +دوست محمد دلته یوه وړوکې غوندې نوابي جوړه کړه. یو جومات +او یوه کلا یې په کې جوړه کړه او د انتظا ۹-7-4147 +افغانان په کې مقرر کړل. خو د ګجرات په یوه معرکه کې دی +پوځيانو له خوا ��رهټه سردار ته وسپارل شو او هغه بندي کړ فتح بي +بي د هغه د راخوشي کولو لپاره ډېرې روپۍ مرهټه سردار ته ورکړې +او دی يې ر راخوشی کړ . چې د سازشونو په دې دوره کې هغه په هېچا +هم باور نه کاوه او غوښتل یې چې خپل خپلوان له تیرا راوغواړي + +په ‎٧۷١١‏ م کې دوست محمد ځان د خپل ټبر پنځوس کسا 1-۰ +نه راوبلل په دې ډله کې دده پلار پنځه وروڼه او معراج بي بي چې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه مس 7٢م‏ + + + +00011953 ۲ 9٧ + +دوست محمد خان - ‎-٧١‏ +‏اوس دده مېرمنه وه شامل وو دا څرګنده نه ده چې هغه څنګه او څه +وخت دوست محمد ته واده شوې وه دا د بهوپال لومړي مېشت +پښتانه وو. او په بېراسيه کې یې ځانونو ته استوګن ځایونه جوړ کړل +د دوی کورونه د خټو وو او په نږدې ځنګل کې د یو بوټي چې 'برو'" +نومېدو څانګې به يې پرېکولې او د چت لپاره به یې کارول ځايي +خلکو به ورته بروکټ پټهان ویل. دوست محمد تر دې دمه له فتح بي +بي سره په منګل ګړ کې اوسېدو خو د هغه لومړۍ مېرمنه معراج بي +بی د دوست محمد له نور ټبر سره په بېراسیه کې اوسېدله. د منګل +راڼۍ چې دوست محمد يې خپل زوی کړی و. د هغې څوک وارث +پاتې نه و. . نو د منګل ګړ ټوله خزانه او شتمنی د دوست محمد لاس +ته ولوېده دوست محمد نه يوازې په جنګونو کې د مېړنتوب له امله +بلکې پخپلې بې ر رحمۍ د شاوخوا زمیندارانو او د وړو پرګنو +مشرانو په زړونو کې ويره اچولې وه او هغه څوک چې د دوی په +مقابله کې به یې ځان کمزوری ګڼو . ده ته یې سر ټیټ کړ. په دې وخت +کې دوراها. سي هور. اچاور. اشتا او د شجال پور سیمې دده په +کنټرول کې راغلې د ځینو سیمو د رانیولو لپاره په جنګونو کې د ده +دوه وروڼه هم ووژل شول. + +په ۱۷۱۵ کې د ده پلار نورمحمدخان مړ شو. دوست محمد د +سیمې د هندوانو او په تېره بیا د راجپوت قام سره خپل اړیکي هوار +ساتل او له ځینو سره یې ملګرتیا هم کوله. د اوسني بهوپال حیثيت +هغه وخت د یوه کلی وو او دا د ګېنور يوه برخه وه. د ګېنور شاوخوا +هغه وخت د هندوانو دوه قامونه اوسېدل یو ګونډ او بل بهیل نومېده +دوی قبيلوي ژوند کاوه. په وړو وړو ډلو ويشلي او خپل مشر یې +لرلو. په دوی کې تر ټولو زورور د نظام شاه په نوم واکمن و. ده ډېرې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎١ -٨٨۸‏ ملت محمد خان +ښځې لرلې خو کملاپتي یې د خپل وخت يوه ډېره ښايسته. هوښياره +او ځیرکه ښځه وه. ځايي خلکو به په سندر رو او متلونو کې ستایله. د +عالم شاه په نوم د نظام شاه یو تربور د چین پور بارا د سیمې راجه وو +یا خو په کملاپتي مین وو او یا یې د ګېنور واکمني غوښتله نو یوه +ورځ يې نظا م شاه ته په ډوډۍ کې زهر ورکړو د هغه له مړینې وروسته +ده پر کملایتي زور راوړ چې ورسره واده وکړي د هغې لپاره یوازينۍ +لاره چې د خپل خاوند د مړینې بدل هم واخلي او د عالم شاه له خطره +ځان هم خلاص کړي. یو زورور سړی پيدا کول و او په دې سیمه کې +له وړاندې د دوست محمد د مېړانې او د هغه د چلند نغاره غږېده. د +راکهي د لمانځلو پر وخت کملاپتي د سر د +راکهي وتړله او دی يې ورور رکړ. د هندوانو د راجپوت قام په دې +لمانځلو کې خویندې د خپلو وروڼو پر ښي مړوند یو زرین تار تړي. +خواړه ورله ورکوي. ورور پر دې موقع پیسې يا تحفه د هغې په لاس +اېږدي. دا رسم د ورور او ځور د يوه ابدي تړون نښه ګڼلی شي. کله +کله به مېرمنو د خپل ناموس د ساتنې لپاره پردي سړي ته هم راکهي +تړله + +‏کونډې کملاپتي په ډېره هوښیارۍ له دوست محمد ځان دا ژمنه +واخيسته چې د ورور په حثيت به د هغې د ناموس ساتنه کوي او د +هغې د خاوند ق��تل به هم وژني. ددې په بدل کې راڼۍ ورله د یو لکو +روپیو د ورکولو لوظ وکړ. دوست محمدخان له ژمنې سره سم عالم شاه +ووژلو خو کملاپتي يو لک روپۍ نه لرلې هغې ورله پنځوس زره +روپۍ پوره کړې او د نورو په بدل کې يې د بهوپال کلی وروسپارلو + +‏دا د دوست محمد د نوابۍ د پلازمېنې لومړی بنسټ و کملاپتي +‎٠‏ کاله ښه په ارام ژوند وکړ. کله چې هغه په ۱۷۷۳م کال کې مړه + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه تت + + + +00065١ 661٨ + +دوست محمد خان -. ‎-۱٩٩‏ +‏شوه. نو دوست محمدخان دا کلا او د دې ټوله شتمني تر ځخپل لاس +لاندې راوستله په دې وخت کې د کملاپتي زوی نوال شاه وسله +پورته کړه | 4 خو د دوست محمد د +ځواکونو له خوا ووژل شو + +اوس چې دوست محمد ته پراخه سیمه پيدا شوه نو هغه خپلې پښې +ټینګې کړې او د یوه خپلواک حکمران په توګه د بهوپال او شاوخوا +سیمو واکمن شو. په دغو شپو ورځو کې د مغول دربار او مرهټه وو +تر منځ د واک پر سر جنګ روان و نو دوست محمدخان په داسې حال +کې یو خوا مغول دربار ته سوغاتونه‌و استول او هغوی ته يې خپله +وفاداري څرګنده کړه. نو بل لور یې د مرهټه واکدار ته ماليه دچوت؛ +چې د حاصل څلورمه برخه کېده ورکوله. خو مرهټه وو ته یې ماليه په +دې شر ط ورکوله چې هغوی به دده چارو کې لاسوهنه نه کوي + +اسلام نګر + +په ۱۷۲۰ م کې بهوپال د یوه کلي غوندي و او دې کې تقریبا زرو +کسانو ژوند کاوه. خو دوست محمد په اسلام نګر کې اوسېده ددې +له لرغونې ماڼۍ سره جوخت هغه ځان له یوه ماڼۍ جوړه کړې وه. چې +تر اوسه پاتې ده بهوپال له دې ځايه ۱۵ ميله جنوب ته دی + +د مرهټو او راجپوت سره په جنګ کې دوست محمدخان هېڅ ډول +اصول نه منل.د اتلسمې پېړۍ په سر کې د هندوانو پر ځاوره داىېې +ځان ځاني وه چې مسلمانان تر خپلو مینځو او هندوان تر خپلو مینځو +په جنګ اخته وو له ١۱۷۱م‏ کال نه تر ۵١۱۷م‏ پورې دوست محمد +د بهوپال شاوخوا څو ځلې د راجپوتو سره وجنګېدو. په پراسون +نومي ځای کې دا جنګ څو ورځې روان و. په دې کې د هولي ورځې + +‎08:٨‏ : بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎-٢۰٢-‏ ی٢‏ کا خان + +‏شوې. دا هغه لمانځنې دي چې راجپوت هندوان پر یوه بل رنګ پاشي +او د یوه بل کورونو ته ورځي. د راجپوتو مشر دوست محمد ته پیغام +ورواستوو چې د دوی د مذهبي لمانځنو په وياړ دې څو ورځې جنګ +بندي وکړي دوست محمد ورسره دا خبره ومنله خو دی پوهېدو چې +د هولي په ورځو کې راجپوت نه يوازې لمانځنې کوي دوی بنګ هم +څښې او خپله وسله یې| ېښي وي. يوه شپه دوست محمد خپل يو +جاسوس د ګداګر په لباس کې د راجپوت پوځي کېمپ ته ورواستوو. +چې حال راوړي هغه خبر راوړو چې ر راجپوت نشه دي. دوست محمد +هم نور انتظار ونه باسلو او هم هغه شپه يې ورباندې چپاو وکړ او +جنګ یې وګټلو د بېراسيه نه شل کیلو میټره لرې د جګدېش پور کلی +و او د یو بل راجپوت ډلې مشر ناراسنګ راوچوهان دوست ته د خبرو +اترو پيغام ورواستوو چې د سولې تړون ورسره وکړي. دوست دا +وړاندیز ومنلو او له دواړو غاړو د ‎٢١‏ کسانو په بدرګه دوست او +چوهان په جګدېش پور کې د تهال سیند په غاړه له یوه بل سره د ليدو +فیصله وکړه د روغې جوړې لپاره ددې غونډې کوربه دوست محمد و +او په خپلې خېمې کې يې د ډوډۍ بندوبست ورته کړی و له ډوډۍ +وروسته دوی له کېږديو بهر راوتل او د هغه وخت له دود سره سم یې +خپلو مېلمنو ته پان او عطر وړاندې کړل دوست محمد خپل عسکر +نژدې د ونو شا ته پټ درولي وو او د هغه په اشاره ي يې د تمبوانو مراندې +پرې کړې او د راجپوت ټول کسان يې ووژل. دا وژنې دومره په وحشت +شوې وې چې د نږدې وړوکي سیند اوبه د راجپوتو په وینو سرې شوې +او وروسته د تهال پر ځای دا سیند د هلالی په نامه ونومول شو + +‏دوست محمدځان وروسته جګد ېش پور د اسلام نګر په نامه +واړولو او ډېر ژر یې پکې يوه قلعه جوړه کړه دا دبهوپال سلطنت + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - - + + + +6666 0 090165 +دوست محمد ځانٍ ‎-٢٢‏ +‏لومړۍ پلازمېنه وه او دغسې په ‎٧۷۲۳‏ م کې دوست محمدشپاړلس +کاله وروسته د یوه ایله جاري او جنګيالي پرځای د یوه حکمران په +توګه رااوچت شو + +په دې وخت کې د ده وفاداره فتح بي بي ور کي ددې نوابۍ د +انتظام کار پیل شو. د وخت رواج سره سم ټولې لیکنې به په فارسي +ژبه کي کېدلې | و له مغول درباره یې ځان ته د نواب نوم «خطاب هم +واخيست په ‎٧۷۱۷‏ م کال کې هغه د نواب دلېر جنګ نوم ځان ته +ګټلی و خو لکه چې د پښتنو دود و دوست محمد چېرې هم د پلار او +د مشر ورو په موجودګۍ کې دا نوم ځان ته کله هم نه کارولو. خو اخر +د وروڼو په ټینګار یې دا خطاب ځان ته غوره کړ. + +یو ه ورځ فتح بي بي او دوست محمد خان د ښکار لپاره ځنګله ته +ورغلي وو. څو ساعته په ګرمۍ کې د اس له حځغاستې ستړي شول او +د بهوپال له سیند سره نږدې يې د ونو سیوری وموند او د دمې لپاره +هلته ايسار شول. د دې ځای خاموشي کې دواړو ارام کاوه او د +دوست محمد سترګې سره ورغلې. په خوب کې ګوري یو بزرګ ورته +وايي په دې ځای به یوه کلا جوړوي. دی چې راپاڅېدو نوفتح بي بي +ته یې خپل خوب بيان کړ. هغې سوګند ترې واخیست چې هرومرو به +پر دې ځای کل جوړوې + +دا د فتح ګړ د کلا بنا وه.د دې کلا لومړۍ تيره د رای سين قاضي +محمد معظم کېښوده چې وروسته د بهوپال مشر قاضي هم شو +دوست محمد . فتح بي بي او د بروکټ پښتنو پخپلو لاسونو دا کلا +جوړه کړه او د بهوپال پخوانۍ کلایې ورسره یو ځای کړه . په دې کې +شپِر دروازې وې چې د شپږٍو ورځو په نومونو وې. او هم په دې كلا +کې د بهوپال لومړی جومات چې د دوه نیمو پوړو جومات يې ورته + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎۳٢ ٢٢‏ 7 وعاومک محمد خان + +‏وایه جوړکړل شو ,اوس د دوست محمداو فتح بي بي قبرونه څنګ په +څنګ د بهوپال په فتح ګړ کلا کې جوړ دي. + +‏د دوست محمد لومړی ديوان يانې مشر وزیر بیجې رام- د شجال +پوریوهندو مشرو په داسې وخت کې چې نظام د حيدرآباد او +مرهټه یوې خوا ته او مغول بلې خوا ته په خپلو کې سره په جنګ وو. +نو دوست محمد ته د خپلې نوابۍ ساتل ګران کار وو له عسکري +پلوه مغول کمزوري وو. نظام او مرهټه دواړو د هند جنوب نیولی و او +د مغول واک يې نه منلو. خو دوست محمد د کمزوري مغول +واکدارانو مله کوله. په ۱۷۲۰ کې د نظام او مرهټه ګډ ځواکونه د +بهوپال له لارې دکن ته تېرېده چې د دوست محمد ورور میراحمد له +خپل ځواک سره په دې لښکر حمله وکړه .خو ماتې يې وخوړله او خپله +هم ووژل شو. په داسې حال کې نظام د دوست محمد سخت مخالف +شو. .په ۱۷۲۳ م کال کې له دوست محمد سره لس زره عسکر وو او د +مرکزي هند يوه لويه برخه دده په نوابۍ کې شامله وه. خو له دې وخته +بيا د هغه تر مرګه يانې تر ۱۷۲۸ م کال پورې دده مشکلات هم مخ په +زیاتېدوشول. په ۱۷۲۴ م کې نظام مغول ځواک ته سخت ګوزار +ورکړلو. وروسته يې بهوپال ته مخه کړه چې له دوست محمد سره +حساب برابر کړي دوست محمد ورسره جنګ ونه کړ او د لنډې +محاصرې نه وروسته يي ېوه لوظنامه ورسره وکړه. ددې لوزنامې +ترمخه ده خپل ۱۴ کلن زوی یارمحمدخان نظام ته د یرغمل په توګه +وسپارلو او دوست محمد د نظام له خوا د اسلام نګر کلا دار وټاکل + +‏1 +‏د�� هر څه ښایی دوست محمد ډېر ځیرک شو یو او د نظام له ځواک +سره د ډغرې وهلو پر ځای یې چې نتیجه به یې د دواړو کمزوري او د + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +090165 0 6666 + +دوست محمد خان ‎-۲٣۳‏ +‏مرهټه پياوړتوب و. ده د سولې لاره غوره کړه. د ده ترواک لاندې +اوس اوه زره کیلومیټره مربع ځمکه وه چې د اوسني اسرایل هومره +ملک ترې جوړېړي + +په دې وروستیو څو کلونو کې دوست محمد زيات شمېر روڼ +اندي. استادان. ارټسټان او عالمان بهوپال ته وربلل. د برو کټ +پښتنو پرته دلته یوسفزي فېروزځېل او روهيله پښتانه په زيات +شمېر کې مېشته شول چې خپل پښتني کلتور یې له ځانه سره راوړو. +د هند د نورو مسلمانانو لپاره هم هغه وخت بهوپال يو د امن ځای و. +هم په دې وروستیو کلونو کې د فتح بي بي له مرګه وروسته دوست +محمد صوفي لاره خپله کړه. + +دی په ۱۷۲۸م کې د ۵۲ کلونو په عمر کې مړ شو. ده له بېلا بېلو +ښځو شپ. زامن یارمحمد . سلطان محمد . صدرمحمد . فاضل +محمد. واصل محمد . خان بهادر او پنځه لوڼه درلودې + +د هغه پر وجود تر ۰ ډېر ټپونه وو چې دده د جنګونو د مېړنتوب +د معراج بي بي څلور اولادونه وو. خو یارمحمد د هغې زوی نه و +فتح بي بي اولاد نه درلود. او هغې يو ماشوم په غږ اخیستی و چې +ابراهيم نومېده. دوست محمد د کنور سردار بايي سره هم واده کړی و +چې د راجپوت انند سنګ لور وه او یو څو اولادونه يې لرل. + +يو ه هندواڼۍ ښځه تر يوه برياليتوب وروسته په انعام کې ورله +ورکړل شوې وه چې نوم یې جای کنور و او د مسلمانېدو وروسته یې +ورته تاج بي بي وویل. ددې درې اولادونه وو + +دا څرګنده نه ده چې د هغه ځای ناستي یارمحمد چې وروسته د +بهوپال دویم نواب شو. د دوست محمد د کومې ښځې زوی و. ځینې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +۲ 000119653 +‎-٢۴ ۰‏ دوست محمد خا ن + +اندازې داسې دي چې کېدای شي دی د یوې مسلمانې ښځې زوی وي +چې له معراج بي بي نه وروسته دوست محمد کړې وه. + +په دې کې شک نشته چې دوست محمد د پخې ارادې خاوند و. +ګنې په داسې یوه سیمه کې چې ‎٠‏ فیصده هندوان وي او خواو شا له +هر لوري په دښمنانو کې راګېر وي د يوې مسلمانې نوابۍ جوړول +اسان کار نه وو. هغه له فتح بي بي سره دومره مینه لرله چې د بهوپال +سرکاري بېرغ تر اوسه فتح نشان نومېږي. + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +دويم څېرکنی +بهوپال په اتلسمه پېړۍ کې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +‎٧۷۰‏ بهوپال په اتلسمه پېړۍ + +‏کله چې دوست محمدخان د مالوی په پراخه سیمه کې ځان ته د یو +ملک د جوړولو هلې ځلې کولې. د ډیلي د تخت لپاره د مغول پاچا +اورنګزېب د لمسو تر مینځ د واک لپاره سازشونه روان وو. یو پسې +به بل شهزاده پر شاهي تخت کښېناستو. | و بيا به يا په جنګ کې او +یا د سازش له لارې ووژل شو. په حيد رآباد کې د مسلمانانو تر ټولو +لوی ریاست مشر نظا م له مرهټو سره په جنګ و او یو وخت د دوی +لښکرې د دوست محمد لپاره هم خطر راودروو دوست محمد په دې +حال کې له هوښیارۍ کار واخیستو او له نظام سره يې د سولې تړون +وکړو ددې تړون له مخې ده نظام ته لس لکه روپۍ باج يو فيل او +خپل ۱۴ کلن زوی یارمحمد د یرغمل په توګه وروسپارل. یارمحمد +په حیدراباد کې څلورکاله تېر کړل. له ده سره د بهوپال درې عالمان +ورلېږل شوي وو. خو د حيدرآباد په دربار کې د یارمحمد ښه روزنه +وشوه. هغه اردو او فارسي ژبې زده کړې. د نورو شهزادګانو غوندې + +‏يې د اس سپرلي. د تورې| وسياست تعليم وکړو.د دوست محمد د +مړینې پر وخت حيدرآباد بهوپال د خپلو وزرو ل��ندې نیولی وو.او دې +ریاست ته يې د ملګري په سترګه کتل. نظام سمدلاسه د ۴۰۰ +پوځیانو په بدرګه یارمحمد لکه د یوځای ناستي نواب بېرته بهوپال +ته ورولېږلو. ده ته یې د نواب او امیر خطاب ورکړو اوله شاهي بېرغ +او پوځي درناوي سره د یارمحمد فیل د بهوپال خاورې ته ورداخل +شو. خو دلته له وړاندې د دوست محمدخان ژوندی ورور عاقل +محمدخان د یارمحمد اته کلن مېرنۍ ورور د سلطان محمدخان نوابي +اعلان کړې وه. ددې فیصلې تر شا د بروکټ پښتنو د ځنيو مشرانو غْرٍ +هم ورګډ وو + +‏#هوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-٢٧٢‏ +‏د دوست محمد دیوان «مشر وزی بیجي رام د یارمحمد په پلوي د +سلطان محمد د نوابۍ دعوا ردکړه. ځکه یو خو دی ماشوم وو او بل د +سیاست تجربه يې نه لرله. د سلطان محمد مور ته د جاګیر پېشکش +وشو.او هغې د خپل زوی له حق نه لاس واخیستو دغسې په ۱۷۲۸ م +د اګست پر ‎۳٣‏ نېټه یارمحمد د بهوپال د دويم نواب په توګه خپله +دنده په غاړه واخیسته. + +په کور دننه پښتنو هغه د دوست محمد د مشر زوی په حيثنواب +ومنلو ځو د مرهټو خطر هم هغسې موجود وو چې اوس د مالوی د +کنټرول لپاره يې چريکي حملې کولې یارمحمد له مرهټو سره +همدغسې په یوه جنګ کې له نورو بندیانو سره یوه ښکلې راجپوت +نجلۍ هم شامله وه چې ماموله بايي نومېده یارمحمد له وړاندې +نورې ښځې لرلې خو د خپل پلار په پل يې پل کېښود او له ماموله +بايي سره يې واده وکړو. په راتلونکو کلونو کې دې مېرمنې د بهوپال +سیاست کې لوی اغېز وکړو خو دا په خپله بي اولاده مړه شوه د +یارمحمد مشر زوی فیض محمد په ۱۷۳۱م کې وزیږېد دده څلور +نور زامن حيات محمد . سعیدمحمد . حسين محمد او یاسين محمد +له بېلا بېلو مېرمنو نه وزېږېدل + +خو ماموله بايي د بهوپال په سیاسي چارو کې يو فعاله رول پيدا +کړ. دې خپل نوم نه و اړولی خو مسلمانه شوې وه او په بهوپال کې +يې درې جوماتونه جوړکړل. + +د حيدراباد د نظام او د مرهټو ترمینځ روانې شخړې نه یارمحمد هم +ګټه واخيسته او ځینې هغه کلي چې مرهټو نيولي وو بېرته یې ترې +واخيستل. + +بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +000195 6 + +انځورونه اووه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00019653 6 + +اته انځورونه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00۳15١ 6 + +‎۸٨۰‏ هيل به اتلسمه پېړۍ +د حیدرآباد نظام بهوپال خپله طرفداره سیمه ګڼله او له مرهټو سره +چې يې جنګ وبایيللو ددې سیمې اختيار يې د دوی مشر پېشوا +باجي راو ته وسپارلو یارمحمد اوس مجبوره شو چې مرهټو ته باج +ورکړي. د بروکټ پښتانه په دې حالت خوشاله نه وو. او نږدې وه چې +مرهټو بهوپال نیولی وای. چې په ‎۱۷٧١‏ کې د ايران نادرشاه افشار +پر هند حمله وکړه.او په یوه ورځ کې يې د ډيلي ‎٠٢‏ زره کسان ووژل +مرهټۀ په دې حالت وېرېدل او فکر يې وکړو چې که نادرشا جنوب +لوري ته خپلې حملې جاري وساتلې نو ډېر ژر به د دوی سیمه هم +ونيسي.د یارمحمد لپاره د دوی حمله يوه خدايي مرسته وه په +۰م کال پېشوا باجي راو مړ شو او دده زوی دويم بالاجي د +جنګ پر ځای د سیاست لاره غوره کړه.او د یوه تړون له لارې او د باج +په بدل کې يې په بهوپال کې د یارمحمد نوابي په رسمي توګه +ومنله خو لږٍه موده وروسته د مرهټو نوي مشران يو واري بيا د خپلو +مځکو او کلیو د بېرته نیولو په هڅه کې شول + +‏د یارمحمد د ۴ کالو په نوابۍ بهوپال يوڅه آرامي وليده خو د +مځکې ډېره برخه او پيسې يې ورو ورو مرهټو ته ور رکول. دی د ‎۳٣‏ +‏کالو په عمر مړ شواو د اورکزیو په کور رنۍ کې د نوابۍ دعوې داران +بيا راپورته شول. د یارمحمد مېرني ورور سلطان محمد خان دويم +واري هڅه وکړه. ده له خپل ورور صدرمحمد سره يو ځای د فتح ګړ +کلا ونیوله او د نورو پر ضد يې له مرهټو مرسته وغوښته او ورته یې +د بهوپال له پنځو کلاګانو نه د یوې د ورکولو لوظ وکړ + +‏په دې موقع د یارمحمد کونډې ماموله بايي د اسلام نګر په کلا +کې ددې بغاوت مخه ونیوله او ټولو ته يې دروغې جوړې لاره +وښودله د یارمحمد مشر زوی فیض محمد د ‎١١‏ کالو و دی يې د + +‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه تب ست شت + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-۲٢‏ +‏یارمحمد ځای ناستی اعلان کړ او د دوست محمد د وفاداره بیجي +رام په مرسته یې د بهوپال عام ولس ځان سره کړو چې فیض محمد د +نواب په توګه ومني. بیجي رام پنځه زره پوځيان راټول کړل او د +عیدګاه په غونډۍ یې د سلطان محمد خان پر ضد مور چې ونیولې +په دې وخت کې مرهټو هم له سلطان سره غداري وکړه او دی يې په +ميدان پرېښود سلطان ماتې وخوړه او له ماموله بايي نه د بښنې +غوښتونکی شو + +۷ کلنې ماموله بايي له دوی سره په دې شرط روغه وکړ ه چې +دوی به تر عمره د نوابۍ د عوا نه کوي او پاتې ژوند به په کوروايي +کې تېروي فیض محمدخان د ماموله بايي تر څارنې لاندې لوېدو +دی د یو مذهبي او صوفي ځوان په حیث رالوی شو. او څومره چې +وخت تېرېدو له قدر رت او د نیاوي کارونو نه یې زړه تورېدو ډېر ژر د +شاوخوا سیمو خلک دده د ديني زده کړو او د نرم طبعیت له کبله دده +زيارت ته راتلل + +په بهوپال کې اوس هم د فیض محمد عرس هندوان او مسلمانان +دواړه لمانځي په دې وخت کې عملا ماموله بايي د بهوپال واکمنه +وه. او د مرهټو او راجپوتو علاوه ګاونډیو ریاستونو سره ټول +سیاست ددې په لاس کې و. خو په دې وخت کې د یارمحمد ورور +فاضل محمدخان له مرهټو سره پټې معاملې کولې او دا هله يې وه +چې دوی به يې د بهوپال نواب وټاکي. خوداسې ونشوه. ماموله بايي +د مرهټه وو په مرسته د رای سين هغه مشهور ره کلا محاصره کړه. چې 1 +يو وارې دوست محمد نیولې وه. د 0007 +مغولو په لاس کې وه په ۰م کې په ډیلي کې مغول واکمن دويم +عالمګیر وو. خو د هندوستان په پراخه خاوره اوس مغول. نظام او د + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎٧ َ‏ )6 بهويال په انلسمه - +راجپوت واکمني مخ په ختمېدو وه هغه مهال په هندوستان کې دوه +نور قوتونه ډېر په چټکۍ ددې خاورې په پوځي او سیاسي ډګر کې په +برلاسي کېدو وو . یو انګرېز او دويم مرهټه. خو هم په دې وخت کې د +هند شمالي برخه د يوه بل قدرت د حملو لاندې وه. دا قدرت د +احمدشاه ابدالی و انګرېز تر دا دمه د هند ټول ساحلي ښارونه لکه +کلکته او سورت کې ځان ته چاوڼۍ جوړې کړې وې خو مرهټه لکه د +سیلۍ هرې خوا ته ورتلل او د مسلمانانو ښارونه يې ورانول. په دې +وخت کې دوی ته احمدشاه ابدالی د خدای له طرفه یوه مرسته ښکاره +شوه. د جنورۍ په میاشت ۷۲۱٧م‏ کې د پنجاب د پاني پت په ميدان +کې چې د احمدشاه ځواکونو مرهټه وو ته ماتې ورکړه. نو د بهوپال +خلکو دا د فیض محمد د نېکۍ او د هغه د دعاګانو ثمر وګڼلو د هغه +لپاره د بهوپال د عام ولس په زړونو کې نور هم قدر زیات شو + +‏په راتلونکو ۳۵ کالو کې فیض محمد د بهوپال واکمن و. خو عملا +حکومت د ماموله بايي او بیجي رام په لاس کې و + +‏په ۱۷۲۲ م کې د وفاداره بیجي رام د مړينې سره د پښتنو لخوا یو +واري بيا د سازش ورونه پرانستل شول.د بیجي رام زوی ګهانسي رام +دیوان مقرر شو. خودی د خپل پلار په شان ايمانداره نه وو او د هندو +او مسلمان ترمنځ د کرکې او بې اعتبارۍ خبره يې په ډاګه کوله په +دې چلن هغه د یو پښتون له خوا ووژل شو. دده پر ځای يو مسلمان +پښتون عزت خان ديوان وګومارل شو. خو ده له زهر ورکړی شو +درېیم ديوان کيساري لال وو چې دده کور يو پښتون په بارودو +والوزو بهوپال اوس یو ډېر سخت دور کې ورداخل شو. اخر د شخړې +دختمولو لپاره ماموله بايي د فیض محمد کشر ورور یاسین ته د +دیوان دنده ورکړه. چې د ریاست انتظام دې په کورنۍ کې دننه پاتې + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +090165 0 6666 + +بهوپال په اتلسمه پېړۍ - ‎-۳٣‏ +‏شي د مرهټو نوميالي مشران څه د پاني پت په ميدان کې او څه +وروسته مړه شوی وو د بهوپال په ګاونډ کې د هولکر راجه ملهار راو +چې مړ شو نو د هغه کونډې اهليه بايي له دې مېرمنې سره ښه اړيکي +وساتل او څه موده د بهوپال شاوخوا سیمې آرامې شوې + +په ۱۷۷۵ م کال کې مرهټه ریاستونه د ډیلي د واک د نیولو پر ځای +خپلو ریاستونو ته پام وګرځوو. ګواليار. ایندور. بړوده او ناګ پور +خپلې واکمنۍ ټینګې کړې خو په دوی کې د هر چا نظر په مالوه و +په ١۱۷۷م‏ کال کې مهاجي راو سیندهیا د مالوی د نیولو لپاره +بهوپال ته لښکر يووړ + +ماموله بايي په دې وخت کې د جنګ پر ځای ورسره روغه وکړه او د +پنځو ولسوالیو سره یې د مالوی د هوشنګ آباد لرغوني کلا ورته +وسپارله + +په ۷۷۷٧م‏ کې د ډسمبر پردولسمه نېټه د بهوپال صوفي نواب +فیض محمدخان د ۷ کالو په عمر کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې +کړې + +دی د خپلې ۳۵ کلنې نوابۍ دور کې یو واري د بهوپال نه بهر تللی +وو. ده اولاد نه لرلو او دده کونډې صالحه بېګم چې د بهو بېګم په نوم +پېژندل کېده د ماموله بايي سره د واک پر سر شخړه راپورته کړه + +د فیض محمد څلوېښتي لا نه وه شوې چې ماموله بايي د پارمحمد +بل زوی د څلورم نواب په توګه اعلان کړو دی هغه وخت د ۳ کالو +وو او زیات وخت یې په ښکار او میلو کې تېروو. خو صالحه بېګم په +دې فیصله خوشاله نه وه او د دوست محمد د کورنۍ نور غړي يې +راولمسول چې د د ماموله باي مخه ونیسي اصلي کسه داسې وه چې +ماموله بايي کله د يارمحمد سره ژوند پیل کړو | و څه موده د ددې اولاد + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +‎٣٣۰‏ بھوبال په اتلسمه پېړۍ +ونشونوهغې څلورهندو هلکان په فرزندۍ واخيستل دوی يې +مسلمانان کړل او د خپلو اولادونو په شان یې د دوی روز زنه وکړه. په +دوی کې یو ماشوم د هندوانو د لوړې طبقې برهمن و او چهوټې خان +په نوم وپېژندل شول نوماموله بايي چهوټې ځان هم د دیوان په توګه +وروړاندې کړو صالحه بېګم په دې خبره خوشاله نه وه او ماموله +بېګم يې تورنه کړه چې د خپلو هندوانو لپاره د نوابۍ لاره پرانېزي +صالحه بېګم د فاضل محمد خان لور وه چې د خپل وراره فیض محمد +پرضد يې د مرهټو پېشوا سره په بهوپال د حملې سازش کړی و +وروسته چې مرهټو دی پر ميدان پرېښودو نوزړه ماتی مړ شو. ماموله +بايي د فاضل محمد کونډه عزت بېګم د خپلې اته کلنې لور صالحه +بېګم سره بېرته بهوپال ته راوستله. او د خپل سیوري لاندې يې +وساتل. داسې ښايي چې د صالحه بېګم په دې وخت کې د ماموله +بايي سره کینه پيدا شوه. + +‏چهوټې ځان د دیوان په حيث ډېر ژر د بهوپال چارې په سمه لاره +روانې کړې. پوځ يې منظم کړو. د پولیسو محکمه يې جوړه کړه. د +تجارت او کاروبار لپاره ‏ يې اسانتیاوې برابرې کړې د ښار لاری +کوڅې یې جوړې کړې او په بهوپال کې 77-777 +يې د پلونو د جوړولو پرته په بن ګنګا سیند يو بند هم جوړ کړو چې +اوبه د کر مځٌکو ته ور سېږي ده په ۱۴ کالو کې بهوپال د یوه کلي نه +په یوه ښکلي ښار واړاوه + +‏صالحه بېګم د خپل خاوند له مړينې وروسته لیدل چې ماموله بايي +اوس زيات اختيارات چهوټې ځان ته سپارلي وو. يوه ورځ يې د +دوست محمد ان لمسي شریف محمدخان ته پېغور ور و چې که زه +سړی وای نو یوه برهمن غلام ته به مې دومره اختيار نه وای ورکړی + +‏بهویال ‏ د هندوستان پښتانه ---- سښ للللللنلژټنن8 مث" 7هھظآ۴ + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎٣٣‏ +‏چې د د دوست محد ځان پر کورنۍ حکومت وکړي کله چې ماموله +بايي د فیض محمد ځای ناستی حيات محمدخان وټاکلو. نو صالحه +بېګم ددې څرګند مخالفت ته ملا وتړله دې د فتح ګړه نه پنځه میله +لرې په اسلام نګر کې د فیض محمد له قَ قبر قبر سره څنګ کې ديوه +خپلواکه حکومت اعلان وکړو او سرکاري دربار به يې جوړاوه +بهوپال اوس عملا په دوو برځو ويشل شوىیو. صالحه بېګم +همدغسې درې کاله یو مساوي حکومت چلوو + +ماموله بايي ورته پېغامونه ولېږل چې که دا د یارمحمد هر یو ورور +غواړي د هغه نوم دې د د واکمنۍ لپاره وړاندې کړي حيات +محمدخان هم دې ته رضا شو چې د صالحه بېګم د خوښې واکمن ته +به سر ټيټ کړي. خو هغې شریف محمد ته د جنګ د تياري لپاره +وویل. شریف محمد د پنځه زره عسکرو د برابرولو لپاره له صالحه +بېګم نه د پیسو غوښتنه وکړه. خو صالحه بېګم پیسې نه لرلې شریف +محمد چې خبر شو نو هغې ته يې وويل "په تشه خېټه جنګ نه + +چهوټې ځان د بهوپال چارې هم هغسې پر مخ بوولې خو هغه اندازه +ولګوله چې صالحه بېګم دومره زور نه لري څومره چې شریف محمد +ورته خطر جوړېدای شي ده دوه وروڼه لرل او دده ځلمی او تکړه زوی +وزیرمحمد لکه د دوست محمد د تورې مېړنی و + +د صالحه بېګم سره د لاس یوځای کولو لپاره دی دبغاوت په تور +تورن او له بهوپاله وشړل شو. شريف محمدخان د راجپوت يو +ګاونډي ریاست ته پناه يوړه ده سره د ده د ټبر خلک هم وو راجپو +هندوانو د دوی تود هرکلی وکړو او د ګینور د لا د نیولو لپاره په +جنګ کې ورسره ودرېدل. + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +من بهوپال په اتلسمه پېړۍ + +دا د حيات محمدخان واک ته لومړی لوی ګواښ و چې په خپله +پښتنو ورته ودرولی و : + +په ‎٧۷۸١‏ کې د بهوپال نه اته میله لویدیځ کې د پهندا په کلي کې +د دواړو غاړو پوځونه جنګ ته راووتل ددې جنګ پر وخت حيات +محمدخان په بهوپال کې پاتې وو دده د پوځ مشري چهوټې رام کوله +او ورسره راجپوت. سیکان او د بهوپال سرکاري پوځو. شریف +محمد سره دده وروڼه او راجپوت مله و. وزیر محمدخان د ښځو او +ماشومانو د ساتنې لپاره په اشتا نومي کلي کې پاته شو. جنګ پيل +شو. د تورو ټوپکو او توپو په درزا سخته مرګ ژوبله وشوه. شریف +محمد سره د خپلو پنځو وروڼو ووژل شو. يوازې یو ورورکامل محمد +ژوندی پاتې شو. چهوټې ځان د شریف او دده د وروڼو سرونه پرېکړل +او په تورو ټومبلي حیات خان ته يې وړاندې کړل حيات خان په دې +کار سخت ناکراره شو او په لومړي ځل د چهوټې خان د شخصیت +منفي اړخ ورته څرګند شو د اورکزیو په ټبر کې دا پېښه يوه لويه +غمیزه وه او په راتلونکو نهو کالو کې چهوټې خان د بهوپال ټول +پښتانه د ځان پرضد راوپارول. دی لکه د يوه کاواکه اس د هېچا +قابو کې نه راتلو. په ۱۷۹۲ م کې ماموله بايي د اتياو کالو په عمر +مړه شوه. له دې څو میاشتې وروسته چهوټې ځان هم مړ شو + +د حیات محمد خان له شریف محمد کورنۍ سره شوی ظلم هیر نه +وو. د هغه زوی وزير محمد د راجپوتو سره اوسېدو او حيات +محمدخان چې خپل نالايقه رام طلبه زوی غوث محمد ته لیدل نو +ددې خبرې احساس ورته ��یاتېدو چې دی د نوابۍ وړ نه و. په +۴م کال کې د بروکټ د پښتنو د يوه جنزال لور زینت بېګم یې +غوث محمد ته واده کړه. د زینت پلار له مرهټو سره د سسې هور په + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۳۵۰- +جنګ کې وژل شوی و او مور عصمت بېګم یې د بل ماشوم په زېږون +مړه وه د زینت بېګم نه د غوث محمد درې اولادونه وزېږېدل دوه +زامن موعېز او پوځدار او یوه لور یې ګوهرآرا نومېده. اخوا د شریف +محمد زوی وزیرمحمد د راجپوتو نه ولاړو او یو څه موده د حيدراباد +د نظام دربار کې ملازم شو او په خپل استعداد ښه مقام ته ورسېدو +خو حیات محمد غوښتل چې وزیر سره روغه وکړي. هغه ليدل چې +غوث محمد د بهوپال د ساتنې نه وو ده وزیر محمد راوبللو او ده ته +یې د دیوان او د پوځ د مشر د دندې پېشکش وکړ. خو غوث محمد د +خپل پلار ددې فیصلې مخالفت وکړ. ځکه هغه د خپلو اختياراتو او +اغېز لپاره وزير يو ګواښ وګڼلو. اخر وزير ته په بهوپال کې د +استوګنې اجازه ورکړی شوه. او د دیوان د دندې لپاره مریدمحمدخان +راوبلل شو مريد د سلطان محمدخان زوی و . چې دوه وارې يې د +نوابۍ دعوا کړې وه مرید په ‎٧۷٩۲‏ د خپلو ‎٠٠٠١‏ تنو ملګریو سره +بهوپال ته ورداخل شو او ژمنه یې وکړه چې يو وار رې بيا به د پښتنو +واکمني پر ځای کړي. د مشر وزير«دیوان په حيث ده د پيسو په +لګولو لاس پورې کړو. د پوځ تنخواګانې یې زیاتې کړې د ودانیو په +جوړولو يې لاس پورې کړ او چې خزانه یې ځالي وليده نو پر مځکه +والو یې زور راوړو چې مالیه ورکړي. کله چې به دوی انکار وکړو نو +په بندي خانو کې به يې واچول په یوه کال کې دننه د مريد اصلي +څېره راښکاره شوه. د د بهوپال ځینې مځکې یې پنډاریانو ته ورکړې او +چې د پوځ د د تنخوا پیسې هم پاتې نه شوې نو پوځ بغاوت وکړو په +دې وخت کې مرهټه یو وا ري بيا د بهوپال سرحدونو ته خطر ودروو +مرید ته بله هېڅ لار ه«ښکا ره نه شوه نو د حيات محمد مېرمنې عصمت +بېګم ته ورغلو دا مېرمنه په حيات محمد ډېره ګرانه وه او په دربار + +ٍِِ - - بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +001653١676 + +‎۳٣٣۲۰‏ بهو پال په اتلسمه پېړۍ + +‏کې يې ډېره اغېزه لرله په ‎٧۷٩۷‏ کال د ډسمبر پر۳۰ مه نېټه دا +دپردې تر شا کښېناستله او د مريد غوښتنه يې واورېده چې خپلې +ګاڼې او نغدې دې ورته وسپاري چې د مرهټو سره جنګ لپاره تياری +وکړي. عصمت بېګم په ځواب کې ورته وویل چې د مځکه والو نه +ماليه راټوله کړه. په دې ځواب مريد په قهر شو. پرده يې وشلوله او +پر عصمت بېګم يې برید وکړ. هغې منډې کړې خو په پوڼو يې راګېره +کړه او ويې وژله د هغه ملګريو د عصمت بېګم ساتونکی خواجه +سراګلاب هم ووژلو. دوی د عصمت بېګم ګاڼې. نغدې پيسې او +هرڅه چې په لاس ورتلل واخيستل او له هغه ځايه ولاړل. د حيات +محمد کورنۍ په دې پېښه هک پک پاتې شول او مرید په خپله دفاع +کې وویل چې ده ته غوث محمد ويلي وو چې دا ښځه دې مړه کړي. +خوهېچا په ده باور ونه کړ ده د حيات پر ضد د فتح ګړ کلا ونیوله او +مرهټو ته یې پيغام ورواستاوه چې د بهوپال په نیولو به دی ورسره +ملا وتړي په دې پېښه حیات محمد د مرید د غدارۍ اندازه ولګوله +او سمدستي يې وزیرمحمد راوبللو چې د مريد چاره دې وکړي. +وزیرمحمد ‎٠٠٠١‏ تنه پښتانه راټول کړل او بهوپال ته ورننوتل. +لومړی يې د هوشنګ آباد کلا له مرهټو ونیوله . مريد محمد د +ګواليار او ناګپور مرهټه راجه ګانو ته پیغامونه ورواستول چې د +بهوپال د نواب پرضد دده د بغاوت ملاتړ وکړي. د ګواليار جنرال +بالار او مرید ته خپل پوځ په دې شرط واستولو چې د بهوپال له دوو +لویو کلاګانو څخه به يوه ده ته ورکوي. مريد ورسره د اسلام نګر د +سپارلو ژمنه وکړه. دی پخپله د اسلام نګر پر لوري ولاړو چې دا کل +د مرهټو پوځ ته ورکړي. او د فتح ګړه په کلا کې يې د مرهټو يوه +ډلګۍ پرېښوده چې د حیات محمد او غوث د تېښتې مخه ونیسي + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۰ ۳۷- +اسلام نګر ته په رسېدو مرید خبر شو چې دا کلا اوس د حیات محمد +خور موتي بېګم سمبالوي او هغې خپلو ساتندويانو ته امر ورکړی و. +چې پر مرید حمله وکړي له دې ځايه مرید په تېښته د رای سيین کلا +ته مخه کړه دا یې ونیوله او بالاراو ته يې تسلیم کړه له دې ځايه د +مرهټو له ‎٠٠۰‏ ۰ زره عسکرو سره د فتح ګړ کلا د محاصرې لپاره +روان شو. مريد سره دغه وخت د ګواليار. ناګ پور او د ټونک د +نواب امیرخان پنډاري جنګيالي ملګري وو. بلې خوا ته د حيات +محمدخان سره وزیرمحمد او د امباياني جاګیردار قلي ان ولاړ و +وزیر محمد د فتح ګړ په کلا کې ډېره مېړانه وښودله او اخر بالاراو +مجبوره شو چې خپل پوځ پر شا کړي. ډېر ژر بالاراو خبر شو چې مرید +ورته دروغ هم ويلي وو. نو هغه يې ونیولو او په سرونج کې يې بندي +کړو. مريد په بندي خانه کې د الماسو زرې وخوړلې او ځان یې په +خپله ووژلو. وزیرمحمد مرهټو ته د ماتې ورکولو وروسته په پورا +اعزاززد حيات محمد له خوا د بهوپال ديوان او د پوځ مشر وټاکل +شو. او په راتلونکو اوو کالو کې يې د بهوپال هغه سیمې چې نورو +ترې نیولې وې ډېر په سیاست بېرته واخیستې + +ده له انګرېزانو سره هم خبرې اترې پيل کړې. چې د ده د قوي +ګاونډیانو په مقابله کې د بهوپال ساتنه وکړي. خو غوث محمد له +مرهټو سره بېل سازشونه پیل کړي وو. حيات محمدخان په ١٨۱۸م‏ +کال د ۷۳ کالو په عمر مړ شو او غوث محمد د پنځم نواب په توګه +واک ترلاسه کړ. اوس هغه په ښکاره د وزیر محمد مخالفت پیل کړ او +وزیر د شخړې پر ځای بهوپال یو واري بیا پرېښود او د ګینور په کلا +کې مېشت شو. د وزیر له وتلو سره مرهټه بيا برلاسه شول او غشوث +محمد په خپله کلا کې لکه د نظربند پاتې شو د روغې لپاره يې خپل + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +6 00011653 +۳۸۰ بهوپال په اتلسمه پېړۍ + +زوی موعېز مرهټو ته وسپارلو چې ناګپور ته یې يوړو. وزیرمحمد یو +واري بيا د بهوپال ژغورنې ته راغی خو دا ځل مرهټه ځواکونو د +اوږدې مودې پلان سره بهو پال محاصره کړ +بهوپال تر يوه کاله پورې تر محاصرې لاندې و. نژدې ‎۸٨۲۰۰٩‏ +‏پوځيان د دې چارچاپېره ولاړ وو. د وزیر ملاتړي. سکان. راجپوت د +-71777ر پنډارې پښتانه له کلا ووتل له وزیر سره +يوازې ‎٠۰٢‏ افغانان پاتې وو. غوث محمد خان د لوږې او محاصرې +سختو زغم نه لاره او وزير هغه ته اجازه ورکړه چې له خپلو +د سختوزشم نه لاره او وزو هغه ته اجازهمرگره چې له خپ و +یو کور کې مېشت شي عجيبه خبره دا وه چې محاصره کوونکیو هم د +نواب په راتلو باندې هېڅ غرض ونه کړ.د هغوی لپاره غوث محمد +خان اوسر یوه له کاره وتلې سیکه وه يوه بله عجیبه خبره دا وه چې +غوث محمد خان لومړۍ مېرمن زینت بېګم او د هغې ۱۴ کلنه لور +قد سیه په بهوپال کې پاتې شول او دا هوډ يې وکړ چې تر مرګه به د +بهوپال په دفاع کې هلته پاتې وي +د محاصرې شپږ میاشتې چې پوره شوې. نو په کلا کې د خوړو +لپاره هېڅ پاتې نشول مرهټو به هره شپه حمله کوله ګولۍ او بارود +په ختمېدو وو په دې موقع زینت بېګم له پردې راووتله. ټولې ښځې +ورپسې شوې او دوی د پوځ تر شا ودرېدلې. دوی به پو��يانو ته +خواړه رسول د توپونو او ټوپکو ډکول یې کول د سړیو په شان جامې +يې واغوستلې او له ياروده د کار ر اخيستو چل يې زده کړ يوه پلا +دوی په فلزي نغریو کې بار ود کېښودل او له کلا نه يې پر دښمن +ور ورويشتل چې په مځکه له لګېدلو سره به وچوېدل زیت پېګم په +ځوان ټولې ښځې راټولولې او ډوډۍ به يې ورکوله. يوه ورځً + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +00011953 ۲ 9٧ + +بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-٣‏ +‏هغې یوه خدمتګاره چې کور به یې جارو کولو رانغله زینت بېګم له +نورو پوښتنه وکړه نو هغو ورته وویل چې د خدمتګارې ماشومانو له +دوو ورځو هېڅ نه دې خوړلي. هغې ورته د املۍ «یو ډول بوټي پاڼې +وابشولې چې ویې خوري. زینت هغه خدمتګاره راوبلله او سمدلاسه +یې خپلې لور قدسیې ته وویل + +هغه دوه چپاتي چې د خپل ورور فوځدار لپاره يې اېښي وو دې +ښځې ته ورکړي. + +قدسیې هغې ته یو چپاتي ورکړ او بل هغه يې په خپلو جامو کې د +خپل وړوکي ورور لپاره وساته کله چې خدمتګاره روانه شوه نو زینت +هغه ودروله او چپاتی یې ولید. لور ته یې مخ ورواړاوه او په قهر یې +ورته وویل: زه خبره وم چې ته به درغلي کوې او یو چپاتی به ورور له +ساتي ما درته وویل چې دواړه ډوډۍ دې ښځې ته ورکړه + +په یوه بله موقع د هغې زوی موعیز د کلا په څنډو د توپچي دنده په +غاړه لرله چې ناببره د ټوپک په يوې ګولۍ ټپي شو. زېنت په منډه +ورته ورغله. له خپلې لوپټې نه يې پټۍ ورته جوړې کړې د هغه +پرهارونه یې پرې پټ کړل او بيا دا خپله توپې ته ودرېده او د خپل +زوی د هوش تر راتلو پورې يې په خپله توپه چلوله. د محاصرې په +نهمه میاشت چې نور د خلکو حوصلې ماتې وې. وزیرالملک يو +جنګي مشاورت راوبللو. هغه اعلان وکړ چې دی به د ښځو او +ماشومانو د خونديتوب غوښتنه وکړي. او کله چې دوی له كلا +ووتل. نو ۳۰۰ تکړه ځوانان به يو وروستی یرغل په محاصره +کوونکیو وکړي او سرونه به بایلي + +د وروستۍ حملې فیصله يوه ور رځ وځنډول شوه .هغه ځکه چې د +کلا له یوه دېوال سره نږدې د بارودي وسلو یوه زېرمه موندل شوې وه + +بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +ی٢‏ ووو + +م۴ بهویال په اتلسمه پېړۍ +ښځو د سړیو جامې واغوستې او د کلا پردېوال په کتار کې له سړیو +سره یو ځای اوږه پراوږه ودرېدې. چې بریدکوونکيو ته ځخپل شمېر +ډېر وښيي. دوی خبر نه وو چې د مرهټو په پوځ کې د کولرا وبا ګډه وه +او د دوی ځواک هم کمزوری شوی وو. له دې علاوه د ناګپور د پو + +مشر صادق علي د ګواليار له مشر جاګوا باپو سره اختلافات پيدا +شوي وو او هغه خپل پوځ له محاصرې لرې کړی وو ځکه خو د +بهوپال له خوا د حملې په ورځ محاصره کوونکیو هېڅ مقاومت ونه +کړ کله چې د حملې لپاره د کلا لويه دروازه خلاصه شوه. نو د باپو د +پوځ ډېره وړه برخه هلته موجوده وه. د کلا له دېواله نه ښځُو د توپونو +ډزې پیل کړې او د وزیر محمد خان په مشرۍ يې په پوره زور باندې +حمله وکړه. او هغوی يې تېښتې ته اړ وېستل. د مرهټه وو مشر له +کولرا مړ شو او کومندان يې د الماسو زرې وخوړې او ځان يې په +خپله ووژلو. د بهوپال د دفاع اتل وز زیرمحمد شو او د دوست محمد +تر مړينې وروسته يو واري بيا د دوی مشري د يوه غښتلي کس په +لاس ورغله. خو وزیر په رسمي توګه د نوابۍله اخيستو انکار وکړ +هغه غوث محمد خان ته بيا هم د نواب په سترګه کتل خو په ښکاره +يې له واکه لرې کړی و عامو خلکو وزیر ته درناوی کاوه او غوښتل +یې چې دی د بهوپال د مشر په توګه پاتې وي د محاصرې ختمېدو +له موده وروسته د ګواليار ر یوه کلي پر بهوپال د خېټې اچولو هڅه +وکړه ��ه ‎٥٣٨١‏ کې انګرېزانو په هند کې خپلې پښې کلکې کړې وې +او د مغول واک تر ډیلي پورې محدود و. دوی د ګواليار راجه ته په +سخته وویل چې بهوپال به د انګرېزانو تر تحفظ لاندې د يوې ازادې +نوابۍ په توګه پاتي وي + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه --- 08 + + + +00011953 ۲ 9٧ + +درېيم خبرکنی +د پښتنې مېرمنې دعوا + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011653 +۴۲- د پښتنې مېرمنې دعوا + +وزیر محمد خان نهه کاله د بهوپال نواب پاتې شو او په ‎۱۸٨١‏ +‏عیسوي کال کې د ۰ کالو په عمر مړ شو دده دوه مېرمنې وې او له +دواړو نه یې یو یو زوی لاره. یو امیر محمد خان او بل نذرمحمد خان +نومېده. د نذرمحمد مور يوه راجپوته هندوه وه غوث محمدخان +خپله لور ګوهر بېګم «قد سیه نذرمحمد ته په نکاح کړې وه او +وزیرمحمد تر مرګ له مخه د خپل زوی امیرمحمد خان پر ځای +نذرمحمد د نوابۍ لپاره ځای ناستی ټاکلی و نذرمحمد چې نواب +شو. نو په ‎٢۸٨۷١‏ کې ګوهر بېګم ورته واده شوه په هغو ورځو کې دا +رواج و چې د پښتنو کورنيو تر منځ د نجلۍ او هلک د کوژدنې او +نکاح فیصله به په ډېر وړوکوالي کې کېده. دا د دې لپاره چې کورنۍ +يې خپلو کې یوه ټینګه خپلولي ولري. کله ناکله به د دوو کورنیو تر +منځ د تاو تریخوالي ورکولو لپاره هم دا کار کېدو د دښمنۍ او +تربورانو تر منځ يو بل ته د سازشونو مخنیوی هم په دې رشتو خېښیو +کېدو. + +د نذر محمد ځان د نوابۍ دوره په بهوپال کې د امن او بيارغونې +یو زرین دور و. ده لکه د خپل پلار وزیرمحمد خان له انګرېزانو سره +ښه اړيکي ساتلي وو چې اوس یې ورو ورو د هندوستان له ساحلونو +ددغه هېواد مرکزي خاورې ته پښې غزولې وې هغه نوابۍ او +راجواړې چې انګرېزانو ته خواخوږي وو خپلې مځکې يې له ځان سره +وساتلي ې ې + +نذرمحمد خان به د کال ۵۱ لکه روپۍ انګرېزانو ته ورکولې او په +بدل کې دوی ورته هغه پنځه پرګنې بېرته ورکړې. چې مرهټه وو +نیولې وې د مرهټه وو مشر سندهيا د هوشنګ اباد او د اسلامنګر + +بهوپال . د هندوستان پښتانه + + + +00065١ 661٨ +۴ ‏د پښتنې مېرمنې دعوا‎ +‏کلاګانې هم بېرته بهوپال ته ورخوشې کړې همدغه وخت کې د‎ +‏یرغلګرو یوه ډله چې په کې د هر نسل او مذهب خلک شامل وو په‎ +‏وړو وړو نوايیو او راجواړو حملې کولې او چور تالان به يې پرې ګډ‎ +‏کړ. دا یرغلګر پنډاري نومېده او تر ډېرې مودې يې د انګرېزانو پوځ‎ +‏په مخه اخيستی و. د بهوپال پخوانی نواب غوث محمد خان لا‎ +‏ژوندی و. خو په اصل کې نذرمحمد د بهوپال واکمن و چې په رسمي‎ +‏کې نذرمحمد له‎ ۱٨٨١ ‏توګه يې نوابي نه وه اعلان شوې. په‎ +‏انګرېزانو سره يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې يې بهوپال د يوې‎ +‏خپلواکې نوابۍ په توګه له نوابانو سره پاتې شو. د انګرېزانو لپاره له‎ +‏بهوپال سره دا تړون په مرکزي هند کې د امنیت لپاره یو مهم ګام و‎ +‏خو دا خپلواکي تر دې حده وه چې خپله په بهوپال کې نواب هر ډول‎ +‏اختيار ولري. ولې د ګاونډي راجه ګانو او نورو ریاستونو سره د‎ +‏انګرېزانو د اجازې پرته‌هېڅ تړون او بله معامله نشي کولای په دې‎ +‏وخت کې انګرېزانو په بهوپال کې خپله چاوڼۍ هم جوړه کړه چې‎ +‏اسونه به په کې ساتل کېدل. د نذرمحمد‎ ٠ ‏پلي عسکراو‎ ۰ +‏او ګوهر بېګم «قدسیه يو ه لور وشوه چې دوی ورته سکندر ربېګم نوم‎ +‏کې کله چې نذر محمد د اسلام نګر په کلا کې له‎ ٨١٨١ ‏ورکړ په‎ +‏خپلې ماشومې لور سکند ر بېګم سره لوبې کولې د د ګوهربېګم‎ +‏وړوکي ورور پوځدارخان چې اته کلن و له یوې تمانچې سره لوبې‎ +‏کولې په خطايۍ کې يې ګولۍ وچلوله او نذرمحمدله ټپي کېدو‎ +‏وروسته مړ شو یوه بله کيسه دا سې ده چې د نذرمحمد دښمنانو‎ +‏پوځدار خان ته د تمانچې چلولو چل ورزده کړی و او دی یې پوه کړی‎ +‏و چې پر خپل تربره دې ډز وکړي پښتانه هلکان له وړوکوالي د‎ +‏وسلې په چلولو پوهېږي او کېدای شي چې دا خبره رښتیا هم وي‎ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏د پښتنې مېر منې دعوا‎ ۴٣م‎ + +پوځدار خان د غوث محمد زوی و او د نذرمحمد په وژلو کېدای شوه +چې غوث محمد بېرته د بهوپال واکمن شوی وای + +د انګرېزانو استازي مېجر هېنلې د دې وژنې په اړه په خپل رپورټ +کې کښلي چې د تمانچې ډز ز له دومره نژدې شوى و چې د هغه ویښتان + +و د مخ پوستکی یې سوځولي وو هغه په دې کې شک نه لاء ره چې +نذرمحمد په خطا ویشتل شوی و + +د نذرمحمد وژنې د بهوپال لپاره بيا يو خطر راپيدا کړ +وزیرمحمد او نذرمحمد چې تر اوسه کوم ګامونه پورته کړي وو په +دې د بهوپال عام ولس او د دوست محمد کورنۍ یو څه ناڅه خوشاله +وو + +له تيرا څخه له دوست محمد خان سره یو بل اورکزی چې له مېشتي +خېل قام نه و. د بایزید زوی کیليګ ځان نومېده. د دوست محمد +خان د مړیني وروسته د کېلیګ ځخان زوی عمرخان د خپل پلار په شان +د دوست محمد ځان کورنۍ ته پتمن پاتې شو دا هغه خلک وو چې د +نن سبا په الفاظو ورته مسلکي پوځيان ویلای شو + +د عمرخان زوی الف خان د نواب فیض محمد خان د پوځ کومندان +«بخشي بهادر و او ده خپله دنده خپل زوی محمدخان ته وسپارله چې +د حيات خان د پوځ کومندان و د محمدخان زوی بهادرخان هم د +بهوپال په محاصره کې تورې برېښولې وې او د خپلې مېړانې لپاره +يې ښه نوم ګټلی و په راتلونکې کې بهادرخان او د هغه اولادونو د +بهوپال په تاریخ کې مهم رول ولوبولو + +د نذرمحمد په مړینې د دوست محمد په کورنۍ کې د نوابۍ لپاره +ډېر دعوا داران راپورته شول د غوث محمد ۴۵ اولادونه وو. دده +مشر زوی موعېز چې د ګوهر بېګم سکه ورور هم و د نوابۍ قوي + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د پښتنې مېرمنې دعوا ۴۵- +مدعي و. غڅوث محمد په خپله ژوندی و ځو دومره کمزوری او زوړ +شوى و چې د بېرته نواب کېدو امکان یې ډېر کم و + +د وزیر محمد ځان مشر زوی امیر محمدخان هم په دې هیله و چې د +ګدۍ اصلي وارث دی دی. + +د نذرمحمد د مړينې درېیمه ورځ وه. د اورکزيو ټول ټبر د هغه په +کور کې د دربار په لوی تالار کې یو ځای شوی و د نذرمحمد ځان د +پوځ کومندان بخشي بهادر هم هلته موجود و. له فاتحې او خيرات +ورروسته پر دې خبره بحث روان و چې د نوابۍ لپاره به مناسب کس +څوک وي؟ + +د نذرمحمد کونډه نولس کلنه ګوهر بېګم «قد سیه په بورقه کې پټه +ناسته وه په غېږ کې يې پنځلس میاشتنۍ لور سکندر بېګم نیولې +وه. .ويم ماشوم یې په نس و هغې په تالار رکې د ناستو پښتنو ترمنځ +له مخه پړونۍ لرې کړ او هغوی ته يې خپله وینا پیل کړه هغې د +خپلې کورنۍ د اختلافاتو او د بهوپال د تېرو سختو ورځو شپو د +ذکر نه وروسته خپله دعوا وکړه چې د د نوابۍ حقداره د هغې ماشومه + +لور سکندر بېګم ده بيا يې د خپل مړه خاوند نذرمحمد ليکلی +وصیت ټولو ته ښکاره کړ چې په کې یې کښلي وو: + +که دی چېري ناڅاپه مړ شي نو دده لور سکندر بېګم به نوابه وي او +تر څو چې دا ځوانه شوې نه وي پخپله ګوهر بېګم (قد سیه به د دې +سرپرسته او د بهوپال واکمنه وي. سکندر بېګم چې ځوانه شي نو د +اورکزیو په کورنۍ کې به ودېږي او له واده وروسته به د هغې خاوند +د بهوپال نواب شي. ' + +ګوهر بېګم دا دعوا هم وکړه چې په دې فیصله د بهوپال خلک هم +خوشاله دي او ځينو مذهبي مشرانو دا فیصله لا پخوا منلې وه بيا + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏د پښتنې مېرمنې دعو!‎ -۴۷ + +يې ټولو ته وویل: که څوک په دې فیصله اعتراض لري نو راپورته دې +شي او په ډاګه دې خپله خبره وکړي. + +په دربار کې ناست ټول خلک غلي وو. د اعتراض مانا دا وه چې +دوی به د نذرمحمد د وژلو په سازش کې څه ناڅه لاس لري : + +نذرمحمد ته پتمنو څلورو سلاکارانو هم هغه وخت د قدسیه بېګم +په فنیصله خوښي څرګنده کړه. نورو هم ورته سرونه ټيټ کړل. ډېر ژر +په بهوپال کې د سکندر بېګم د نوابۍ او د هغې د مور قدسیه بېګم د +سرپرسته کېدو خوشالي ولګېده. + +د خپلو مخالفینو د خولې بندولو لپاره قد سیې ډېر ژرهر چا ته +مراعات او امتيازات وروسپارل. خپل لوی مخالف مشر ورور موعېز +ته يې جاګیر ورکړو. پوځدار ځان وړوکی و هغه يې تر خپلو وزرو +لاندې کړ. له خپل لېور امیرمحمد خان سره يې ژمنه وکړه چې د هغه +زوی منیر محمد ځان ته به خپله سکندر بېګم ورکوي او دغه ډول به +منير نواب هم شي. قد سیه پوهېده چې سکندر لا وړه ده او تر +راتلونکیو ‎٢١‏ کلونو پورې به دا واکمنه وي. + +له دې هر څه سره قد سیه د انګرېزانو استازي مېجر هېنلی ته د +تصویب لپاره خپله فبصله واوروله هغې د تذرمحمد د وصیت دليل +ورته ورکړ + +د انګرېزانو لپاره د يوې ښځې مشري د تشويش وړ وه. دوی د +بهوپال په ملګرتیا کې د مرهټه وو مخالفت منلی و. دوی فکر کاوه +که په دې ریاست کې سړی واکمن وي نو د دوی دريځ به غښتلی او +ټینګ وي خو په ولس او کورنۍ کې دننه د هغې ملاتړ انګرېزان دې +ته مجبوره کړل چې هغه د نوابې په توګه ومني + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د پښتنې مېرمنې دعوا ۴۷- + +همدا وه چې قدسیه بېګم د خپلې ماشومې لور د سرپرستۍ په توګه +د نوابۍ په تخت کښېناسته ددې لپار ره چې څوک د اسلامي اصولو له +مخې د د هغې لار ره ونه نيسي دې يوه ف فتوا د بهوپال له مفتي او بله د +قاضي لخوا تر لاسه کړه دغه سند هغې خپلو خپلوانو .امیرانو +سردارانو ته هم ورکړ چې تصویب ورباندې وکړي. + +په هغه وخت کې داسې اوازه ګډه شوه چې قد سیه بېګم د خپل +خاوند نذرمحمد په وژلو کې لاس لري ددې وخت د پرېشانیو یو +تاوان دا وشو چې نازېږېدلی ماشوم ضایع شو او ددې خبرې امکان +نور هم کم شو چې د دوست محمدخان د اولادونو وزیر محمد او د +غوث محمد کورنۍ به بيا متحدې شي + +انګرېزانو په دې وخت کې د سکندربېګم او منیر محمد ځان د +کوژدنې خبره ومنله! و میاشت وروسته يې ماشوم منير په رسمي +توګه د نوابۍ په ګدۍ کښېنولو. خو شرط دا و چې قد سیه بېګم به +یې سرپرسته وي او کله چې د دې لور سکندر ربېګم د ځوانۍ سن ته +ورسېده او منیر ته واده شوه نو پخپله به نوابي هغه ته ورپرېږدي + +قدسیه بېګم د خپل خاوند د وصیت پرځای کولو. خپلو تربورانو +سره سره د یو بل قام په استازي د خپلې خبرې د منلو لپاره له ډېرو +ستونزو سره مخامځ وه. خو د هند په هغه اړي ګړي کې د ځان ساتنې +لپاره یې ډېر په هنر او استقامت چلن کاوه. + +د اس د سورلۍ. پوځي تربيت او د جنګ د فن او په دې کې د +بریاليتوب لپار ره يې زد ده کړه پيل کړه. دا په عقیده ټینګه مسلمانه +مېرمنه وه. خو دا خبره يې نه منله چې ښځه د ریاست مشره کېدای +شي هغې دا وویل چې د ښځې مخنيوي لپاره خلکو له اسلام نه ناوړه +ګټه اخيستې د + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +۰ ۴۸ د پښتنې مېرمنې دعوا + +د قدسیه بېګم لپاره د خپل پلار د عېش خوښونکي شخصیت او د +مور مېړانه چې د جګړې په ډګر ک�� یې ښودلې وه ددې سوب شوه چې +ځان ته خپله لاره وټاکی + +دا به د بهوپال په کلیو بانډو کې ګرځېده چې د عامو خلکو له حاله +ځان خبر وساتي او په وړو پوځي مهماتو او معرکو کې به يې د +عسکرو مشري کوله : : + +قدسیې بېګم چېرې هم د عېش وعشرت ژوند نه و تېرکړی. له +ماشومتوب نه یې د جنګ سختې ليدلې وې د هغې د لارې مشال د +هغې خپله مور زینت بېګم وه. خو د پښتنو په ټبر کې ځینو خلکو +اوس هم د نذرمحمد وصیت ته د شک په سترګه کتل د خپلې +ماشومې لور د سرپرستې په توګه د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې +خپلو خپلوانو او انګرېزانو دواړو ته دا جوته شوه چې دا د دې مهمې +دندې لپاره وړ او قابله ده + +هغه له امیرمحمدخان او د هغه له پلویانو نه هم په اندېښنه کې وه +چې په دې انتظار وو چې کله به سکندر بېګم ځوانېږي او کله به منير +د نوابۍ په ګدۍ کښېني + +په بهوپال کې اوس په څرګنده پښتانه په دوو ډلو وېشل شوي وو +او دواړو د یوه بل په فعالیتونو داسې نظر ساتلی ولکه يو باز زچې +يې په خپل ښکار ساتي. + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د قدسیې بېګم واکمني + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001653 ١6 + +-۰- د قدسیې بېګم واکمني + +د یوې مسلماني او په تېره بیا پښتنې ښځې لپاره د نولسمې پېړۍ +په پیل کې واکمن کېدل اسانه کار نه و هغه هم په د اسې حالاتو کې +چې په کور دننه او د باندې ورته د مخالفانو ډلې ناستې وې قدسيه +بېګم د د پردې او ستر ساتلو سره د بهوپال چارې پر مخ بېولې او په +دې انتظام کې د هغې مرسته هم هغو امیرانو ‎١‏ و مشاورينو کوله چې د +ښځې مشري ورته عیب نه ښکار بده په دې مشاورينو کې پوه او +مسلکي خلک شامل وو چې درې تنه په کې مهم وو راجه هشونت +رای. بهادر محمدخان «بخشي بهادر او شهزاد مسيح رفرانسوي +نزاد. + +د شهزاد مسيح د کورنۍ کیسه ډېره په زړه پورې ده. "په ۱۷۴۰م +کې چې د ایران نادرشاه افشار په ډیلي حمله وکړه او دا یې ويجا ړکړ. +نو په دې وخت کې د مغولو له دربار نه یوې فرانسوي کورنۍ لومړی +ګواليار او وروسته بهوپال ته پناه يو وړه. ددې کورنۍ مشر +سیلواډور بوربن نومېده. په بهوپال کې دې کورنۍ ماموله بايي ته +ځان ورسولو چې د دوست محمدخان د لمسي فیض محمدخان کونډه +وه. ماموله بايي بوربن ته مځکې ورکړې او کله کله به یې د حکومتي +کارونو لپاره ترې مشورې اخيستې. سیلواډور يو ډېر ځیرک او پوه +انسان و او تر ډېرې مودې یې د بهوپال د نوابې کورنۍ خدمت کاوه. +دی وزیر محمد خان ته هم نژدې و او په بهوپال کې ده د عنایت مسیح +په نوم شهرت لرلو + +د بهوپال د محاصرې په وخت دی له خپل زوی بالتازار. چې د +شهزاده مسیح په نوم پېژندل کېدو. یو ځای د نذرمحمد خان په پوځ +کې د مرهټه وو پر ضد جنګېده + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د قدسیې بېګم واکمني ۱۰ + +کله چې قد سیه بېګم د خپلې لور لپاره د نوابۍ دعوا وکړه نو له +پېرنګيانو سره د خبرو اترو لپاره به شهزاد مسيح د هغې د استازي په +توګه ورتلو. د قد سیې بېګم د نوابۍ په لانجه کې شهزاد مسیح +بالتازار د هغې په ملاتړ ودرېد او له انګرېزانو سره د خبرو اترو +لپاره د بهوپال د نوابۍ په استازيتوب ورتلو قد سیې بېګم پر ده +لوی باور درلود. همدا و چې د پښتنو تر منځ داسې ګنګوسې راپورته + +شهزاد مسيح يو لوستی پوځي و او په انتظامي معاملو کې یې +ساری نه لرلو. هغه اردو او فارسي ژبې روانې ویلې او د فطرت په +نامه یې شاعري کوله يو فرانسوی لیکوال او هند ته سفر کوونکی +ویتولادي ګولېش پخپل کتاب "د هند نوابي سلطنتونه" کې لیکي +ک��ه چې '"قدسیې بېګم د بهوپال نوابي ترلاسه کړه. نو دا او شهزاد +مسیح یوه بل ته د مینانو په څېر نږدې شول." + +په دې وخت کې د بوربن کورنۍ دومره قوي شوه چې نيم بهوپال یې +په لاس کې و او که دوی انګرېزانو ته غرٍ کړی وای کېدای شي هغوی +ورته د بهوپال نوابي ورکړې وای. خو شهزاد مسيح داسې ونه کړل او +قد سیه بېګم په امر یې د ډیلي له يوې انګریزې نجلۍ ازابېلاسټون +سره واده وکړ. قد سیې بېګم د شهزاد مسیح مېرمنې ته "د سرکار +دلهن" خطاب ورکړ او په بهوپال کې د جهانګیر آباد په سیمه کې يوه +کېتولیک کلیسا. هدیره او یو ښوونځی د دې په نامه ونومول شول. +په دې سیمه کې د يوه پخواني کور کنډوالې اوس هم شته دي چې +ورته د '"سرکار دلهن حوېلي"' وايي. + +قد سیه بېګم د بهوپال د چارو. حکومتي کارونو او له انګرېزانو +سره د معاملو سره سره پخپله کورن ۍکې دننه له مخالفتونو سره + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +۵۳۲- .هلاتو بېگم واکمنۍی +مخامخ وه هغې د ماشوم منیر محمد پالنه هم کوله چې خپل لوی +مخالف یانې د ځپل لېوره امیر محمد په مقابله کې يې ترې برمته +نېولۍ و + +منیر محمد او د قدسیې بېګم لور سکندر بېګم د هغې تر سیوري +لاندي لويېدل امیرمحمد به انګرېزانو ته دا خبره یادوله چې د تخت +اصلي وارث دده زوی منیر دی او پکار ده چې دی دې واکمن اعلان +شي. منیر چې زلموټی شو. نو دی هم د پلار او د کورنۍ د نورو سړیو +فکر ته اوښتی و. دا خبره به تل گېده چې د ښځو واکمني غېر اسلامي +کار دی + +قدسیې د وخت واګې په خپل لاس کې نیولې وې. د امیر محمد د +اغېز کمولو لپاره یې له انګرېزانو نه یوه بله خبره هم په سند لیکلې +واخيسته. هغه دا چې د مغیر | و سکندر بېګم تر نکاح وروسته او په +دې حالت کې چې که د هغې لور ځپل مېږه ته نوابي پرېښوده نو امير +محمد به ۵ بهوپال په حکومتي چارو کې د مداځلې هېڅ حق نه لري. +خو بل لوري ته به هغې له امیرمحمد خان سره ښه اړیکي ساتل هغه +ته به یې ويل + +"ته زما له انتظام نه دومره بد ګومانه یې چې د دوو ماشومانو په +واده دې زور راوړی دی. دوی تر اوسه ځانونه نشي سنبالولی نو ملک +به څنګه سنبال کړي. لر نور انتظار وباسه." + +خو امیر محمد خان به په دې نه قانع کېده. . بهوپال غوندې + +/ ښېرازې مځکې واک يې د خپلې ورېندارې په لاس کې نه شوی +زغملای اخر ده د خپل اوښي اسد سره د قدسیې بېګم له واکه د لرې +کولو يو سازش جوړ کړ. دوی د اورکزيو ځینې غړي او د روهیله +پښتنو ایله جاریان له ځان سره مله کړل او د قدسیې د وژلو لپاره يې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00065١ 661٨ + +د قدسیې بېګم واکمني ‎٣‏ +‏له یوه پټ مرکز نه د حملې پلان جوړ کړ. په دې سازش کې منیر محمد +هم شامل و خو قدسیې بېګم تر دوی زيات قوي استخبارات لرل د +دوی پوځ هغه مرکز محاصره کړ چې مخالفو يې مورچې پکې نیولې +وې په بهوپال کې کورنۍ جګړه پيل شوه دواړو غاړو تر څلورو +ورځو پر یوه بل ډزې کولې او اخر د بهوپال پوځ ددې سازش ځاتمه +وکړه یو څو کسان په کې ووژل شول کشران یې ونیول او منیر محمد +يې لاس تړلی قدسیې بېګم ته حاضر کړو. منیر د هغې په پښو پرېوتو +او معافي يې وغوښته. قدسیې بېګم دی وبښلو . خو امیرمحمد او +اسد يې له درباره منع کړل دا دیوې ښځې هغه انصاف و چې د خپل +سر دښمنان یې ژوندي پرېښودل. انګرېزانو له دې جنګه وروسته د +قدسیې بېګم د ساتنې لپاره د خپل پوځ يوه ډله هغې ته ور واستوله +قدسیه بېګم اوس پوه شوې وه چې ددې مخالفان به کله هم دا ارام +ته نه پرېږدي په ۱۸۲۷م کال کې چې سکندر بېګم اوس هم د ‎۱٠‏ +‏ک��لو وه قدسیې بېګم دا خبره اعلان کړه چې منیر ناځوانه دی د يوې +مسلمانې ښځې له خوا ددې خبرې ډنډوره کول ډېر عجیبه کار و. منیر +د هغې تر سيوري لاندې لوی شویو او په نوابې کورنۍ کې به + +نرښځي «هیجړاګان خدمتګاران وو. : : +دوی به د هلکانو او جینکو دواړو د ځوانۍ او پېغلتوب له +عادتونو خبر وو او قدسیې چې دا خبره وکړه نو مانا يې دا شوه چې +منیر محمد به اولاد نشي زېږولی. امیر محمد ددې خبرې په اورېدو +سره د ځپل کشر زوی جهانګیر لاس وروړاندې کړ. انګرېزانو هم دې +خبرې ته غاړه کېښوده او قدسیې ته دړرې کاله نوره موده پاتې شوه. +چې جهانګیر د نوابۍ لپاره وروزي. ځکه دی له منیر نه هم درې کاله +کشر و. په ‎۱۸٨۰‏ کې د انګرېزانواستازی لانس لوټ وېلیکنسن + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +۴۰ ام در سن سفن واکمني +وټاکل شو. دی ‎١١‏ کاله په بهوپال کې پاتي و او په دې ټوله موده کې +يې د قدسیې د واک مخالفت کاوه د هغه نقادان وایې چې ده ته به د +امیرمحمد خان د ډلې له خوا ډالۍ ورکول کېدې. دی به له هغوی سره +په ښکار تلو. خو د هغه پلويان په دې نظر دي چې ده له انګرېزانو د +هغه تړون درناوی غوښت چې قد سیې ورسره کړی و او هغه د واک +انتقال و. جهانګیر په دې وخت کې د ۱۵ کالو و خو د قدسیې ځواب +داو . چې ترڅو جهانګیر د د ‎٩١‏ یا ‎٠٢‏ کالو نت نشي دا به ورله سکندر په +نکاح کې ورنه کړي په ‎۱۸۳١‏ م کال کې قدسیې بورقه وغورزوله په +دې کار هغې خپلې لور سکندر ته هم لاره هواروله ځکه هغې دا تجربه +کړې وه. چې د پردې شا ته حکومت کول ګران کار دی يو کال +وروسته قدسیې انګرېز ګورنر جنرل ته ليک ور واستولو او تر ‎٠١‏ +‏نورو کلونو پورې د خپل واک غزېدل وغوښتل چې تر څو جهانګیر او +سکندر د حکومت په کارونو پوه شي. انګرېزانو دا خبره رد کړه او +سمدلاسه یې غوښتنه وکړه چې د جهانګیر او سکندر رنکاح دې وشي +قد سیه په دې خبره په قهر وه خو هېڅ يې نشو کولای جهانګیر +اوس د ‎٠٢‏ کالو و او سکندر بېګم د ‎٨١‏ کالو وه. هغې د اس د +سپرلۍ. د نېزې. تورې او غشي د ويشتلو تر څنګ د قرآن تعليم او د +فارسي او پښتو ژبې زده کړې وې خو په وجود کې تکړه او زړوره وه +تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د هغې له جهانګیر سره مینه پيدا شو +وه. .خو قد سیه بېګم بيا هم د لور په واده کې ز زړه نازړه وه 8 +امیرمحمد بياتور رې ته لاس واچاوه او د جنګ خطر پيدا شو نو +قد سیه رضا شوه. + +قدسیې بیګم نژدې ‎٨١‏ کاله د خپلې لور او د زوم د سرپرستې په +توګه د بهوپال واک په لاس کې لرلو د هغې شخصیت د بهوپال د + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +6666 0 090165 +د قدسیې بېګم واکمني ‎-۵٥۵۰-‏ +‏راتلونکيو واکمنانو لپاره يوه بېبلګه وه. ددې په حکومت کې د +بهوپال اقتصاد په خپلو پښو ودرېدو. دې د خپل شخصي خرڅ لپاره +له خزانې څخه يوه پيسه نه اخيستله کالي پتري يې نه کول. په +طبعیت کې ډېره ساده | و له غروره خلاصه ښځه وه خو په ودونو کې +به یې کله کله له نورو ښځو سره خپل غر ورګډ کړو. ددې د وروستیو +کلونو يو انځور پاتې دی چې پکې دا يوه لوړه او نرۍ مېرمنه +ښکاري په سریې لوپټه او په سترګویې عینکي دي +په بهوپال کې د موتي مسجد په نامه د جامع جومات تر جوړېدو +وروسته یې د پرانستنې مراسمو ته ولاړه خو په ټول وخت کې د دې +لوی انګړ د یوې ونې سيوري ته ناسته وه او سترګې يې ټیټې نیولې +وې. . وروسته چې له دې پوښتنه وشوه چې ولې يې د دې دومره ښکلي +جومات منارونو او ګنبدې ته نه کتل. نو دې وويل: ''زه وېرېدم هسې +نه ددې په لیدو سره به په ما کې غرور پيدا شي.'" +دا به د ښار په لارو کوڅو کې پلې ګرځېده. د غریبو خلکو کورونو +ته به ناڅاپه وردننه شوه چې د هغوی حالت له نژدې وګوري. د ماڼۍ +په چمن کې يې یوه لویه ټلۍ اېښي وه او خلکو ته يې اعلان کړی و +چې که هر څوک کومه ستونزه لري نو دا ټلۍ دې وغږوي. ددې د +ماڼۍ په وره کې هر ورځ دوه منه ۰ کیلو غنم اېښودل کېده. د +سهارلمانځه وروسته به ضرورتمندو ته وېشل کېدل. په لومړي ځل +يې د څښلو اوبو لپاره په بهوپال کې يو نل «پایپ تېر کړ. د اورګاډي +پټلۍ د غزولو لپاره یې له خپلو شخصي پیسو پانګه ورکړه. په مکه +او مدینه کې يې د بهوپال د حاجيانو لپاره سرایونه واخيستل. .چې +اوس هم شته په خپل باغ کې به یې له عامو خلکو سره لیدل د هغوی +ستونزې به یې اورېدې او مرسته به یې ورسره کوله. د ریاست خزانه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00065١ 661٨ + +‎٣‏ د قدسبې بېګم واکمني + +‏او خپله شخصي پانګه يې بېله کړه له خپلې ماڼۍ يې د لاسي ګنډلو + +‏کار پيل کړ. ښځې یې په کې په کار ولګولې او د خبل پخلنځي خرڅ + +‏به یې له دې پیسو پوره کاوه ډېر ژر هغې د عامو خلکو زړونه وګټل +خلکو به يې ډېر درناوی| و احترام کاوه + +‏په ۱۸۳۵م کې سکندر بېګم جهانګیر ته واده شوه او شپاړس کاله +وروسته د امير محمد سره شوی لوز پوره شو. د دوی دواړو واده د +دښمنو کورنیو تر منځ داسې یووالی و چې د مینې او محبت پر ځای +په کې تربګني او رقابت ډېر و له واده سمدستي ور روسته انګرېزانو +له قدسیې بېګم غوښتنه وکړه چې نوابي دې جهانګیر ته وسپاري. خو +قدسیې وویل د هغې زوم لا تراوسه نوابۍ ته تيار رنه دی. سکندرې + +‏او جهانګیر چې ګډ ژوند پیل کړ. نو هغه خپل خاوند ته وفا وار شو +او دې په خپله له موره وغوښتل چې واک دې د هغې خاوند ته +وسپاري. د دواړو کورنیو ترمنځ اړیکي خړپړ وو امیر محمد په خپله +دا باور درلود چې قد سیه به چېرې هم واک د هغه زوی ته نه پرېږدي +ده يو واري بيا د بغاوت جنډه راپورته کړه د بهوپال له ښاره بهر +سيهور نومي ځای کې يې مورچې ونیولې او پوځ يې وربرابر کړ +قدسیې ډېر په مېړانه دا جنګ وګټلو. خو اوس انګرېزانو ورودانګل +د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر یو ليک قدسیې ته ورواستولو چې په +کې يې په دې خبرې ټینګارکړی و چې هغه دې واک خپل زوم ته +وسپاري. د قدسیې بې له دې نور وس ونه رسېد چې له بهوپال ښار نه +د اسلام نګر کلا ته ولاړه شي برتانیا هغې ته اته سوه و شپاړس کلي +په جاګیر کې ورکړل او د یولسو توپو د سلامي اعزاز یې هم ور په + +‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د قدسیې بېګم واکمني ۵۷۰ +‎٧‏ کې جهانګیر محمد په یوه ځانګړي دربار کې د بهوپال نواب +وټاکل شو هغه له نواب کېدو سره سمدستي قدسیې بېګم ته پتمن د +پوځ مشر بخشي بهادر محمدخان ته وړاندیز وکړ. چې که د قدسیې +بېګم له ملاتړه لاس واخلي نو لویې مځکې به په انعام کې ور ي +بهادرخان ورته په ځواب کې وویل + +"زه په بد وخت کې د خپل مریې سره نیمه وچه ډوډۍ خوړی شم خو +د یوه ډارن او ناسیاله کس په خدمت کې د مال خاوند نشم کېدی." +ده له خپلو دوو زامنو صدرخان او باقي خان سره یو ځای خپلې +تورې د تیکو نه واېستلې او له هغې ډلې سره روان شول چې په کې +قدسیه بېګم د اسلام نګر د کلا پر لوري روانه وه + +د جهانګیر د نواب کېدو سره سم د بهوپال فضا بدله شوه. په ماڼیو +کې د رقص او سرود محفلونه شراب او د مېلمستاوو دوران پیل شو. +دی په خپله یو شاعر و او ارام ژوند يې خوښېده. د زمري ښکار. د +نورو ښځو سره روابط او د شرابو څښل ورته عیب نه ښکارېدل + +ده ��ه بهوپال کې یوه نوې سیمه د جهانګیر اباد په نوم ودانه کړه. د +پوځ لپاره یې چاوڼۍ او د ځان لپاره يې يوه نوې ماڼۍ جوړه کړه. +سکندر بېګم به هره ورځ د خپلې مور قدسیې بېګم پوښتنې ته اسلام +نګر ته ورتله. د جهانګیر نواب په دربار او مېلمستیا کې به انګرېزان +هم شامل وو + +سکندر بېګم به په هره موقع له خپل خاوند سره مله وه. یوه ورځ د +انګرېزانواستازي ویلکینسن چې هر وخت به د جهانګیر نه تاوېدو +راتاوېدو. سکندر بېګم ته ورنږدې شو. د هغې د الماسو غوږوالي ته +يې لاس يوړو او ویې ويل + +"بېګم صېب ستا کالي څومره ښايسته دي" + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +‎۵۸٨۰‏ د قدسیې بېګم واکمني + +‏سکندر بېګم د ټولو خلکو په وړاندې ویلکینسن ته پر مخ يوه +څپېړه ورکړه او په قهر یې ورته وویل + +‏ِ1," ویلکینسن صېب ته نه یې خبر چې يوې پردۍ مسلمانې ښځې ته +لاس ور ړل د هغې سپکاوی وي.'' : : + +‏امیر محمدخان او د هغه د ډلې له خوا اوس دا سازشونه کېدل چې +څرنګه سکندر بېګم له مېنځه یوسي. ځکه له قانوني پلوه دا نوابه وه +او سره له دې چې جهانګیر په نامه د بهوپال نواب و. خو عامو خلکو +اوس ن هم د قدسیې بېګم او د د هغې د لور سکندر بېګم درناوی کاوه. د +جهانګیر له لارې امیرمحمد خپله غوښتل چې واکمن شي. اخر يې +خپل زوی دومره ولمساوه. چې خپله مېرمن ووژني دده د واده درې +کاله شوي وو. سکندر بېګم اوس حامله وه او په څو ورځو کې دننه +يې ماشوم کېده. دا به د شپې خپله کوټه کې يوازې ویدېده جهانګیر +به د خپل عېش و نوش له محفلونو د شپې ناوخته ورتلو. + +‏یوه شپه سکندر ر بېګم د هرې ورځې په شان په خپل کې کټ ملاسته +وه هغې بهر د اس د راتلو غْرٍ واورېدو. خوشاله شوه چې جهانګیر نن +شپه د وخته کوټې ته ورروان و د پښو ښکالو یې تر غوږو کېده. .خو +هغې د لوی کټ له پردو نه اندا زه لګوله. راتلونکی د د برنډې پر پونړو +د ختلو پروخت د برنډې پر څنډو ب بلېدونکي ر روغني څراغونه هم یو +یو مړه کړل نابیره سکندر بېګم پوه شوه چې د خاوند په جامه کې یې +اجل راروان دۍ هغې د چپرکټ له پردو کتل چې د هغې ځاوند +جهانګیر توره په لاس کوټې ته ورننوتو. دا ساه نیولې ملاسته وه +مرګ ترېنه څو ګامه لرې و په دې وخت کې هغې ځان په څادر کې +تاور راتاو کړ او یو غټ بالښت ېې په ځان کېښود جهانګیرد تورې یو +زورور ګوزار وکړو او د هغې په تېره څوکه يې په ګوته د تودو وینو + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د قدسیې بې بېګم واکمني -۵۹۰- +احساس وکړو نو پوه شو چې د هغه اندازه سمه وه ښځې له د تورې +يو ګوزار کافي وي سمدلاسه يې پښې سپکې کړې او له کوټې +ووتلو بهر پيرادارن حیرانه وو چې جهانګیر نن شپه بېرته په اس +کښېناستو او په تلوار له ماڼۍ ووتلو خو ورسره د سکندر بېګم +چیغې يې واورېدې او چې دوی دننه ورمنډې کړې نو ګوري چې د +سکندربېګم کټ په وینو لړلۍ دی + +د تورې ګوزار نیم په بالښت او نيم د سکندربېګم په مړوند او ملا +شوی و. هغې د ملهم پټۍ امر وکړ او چې سپېدې چاودېدې نو د +خپلو ساتندويانو په بدرګه د خپلې مور قدسیې بېګم پر لوري اسلام +نګر ته روانه شوه + +په بهوپال کې ډېر ژر دا خبر خپور شو چې جهانګیر د شپې د خپلې +مېرمن ۵ وز ژلو هڅه کړې وه په دې پېښې سره د عام ولس له سکندر +بېګم او قدسیې سره نور هم زړه سوی پيدا شو + +د امیر محمد او غوث محمد د کورنۍ تر منځ هغه معمولي رسمي +اړیکي چې پاتې وو په دې کړنې او عمل سره هغه هم له مېنځه ولاړل +اوس په جار دښمني پیل شوه + +په اسلام نګر کې د بختي بهادر. محمدځان اود سپې نور +وفاداره اميران د مور او لور دواړو تر څنګ ود رېدل له حملې دو +میاشتې وروسته د سکند بییګم لور وزېږېدله او نوم يې شاه ټیان +بېګم ورباندې کېښود + +اوس بهوپال عملا په دوو برخو وېشل شوی و مور او لور په اسلام +نګر او جهانګير له بهوپاله حکومت کاوه قد سیه بېګم يو وارې بيا +فعالعه شوه او انګریزانو ته یې داسې پېغامونه ورلېږل چې د هغې پر +لور له وژونکي بريد وروسته جهانګیر د واکمنۍ حق بایللی دی او + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011653 ۲ 9٧ + +انځورونه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +څلور + +0001965 ۲ 9۷ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + +انځورونه + + + +000193 ۲ 99٨ + +14 د قدسیې بېګم واکمني +بايد چې سکندر بېګم د بهوپال واکمنه اعلان کړل شي خو د +انګرېزانو استازي هم هغسې د جهانګیر ملاتړ کاوه. د وخت په +تېرېدو سره د بهوپال وضعه په خرابېدو شوه د قدسیې هغه +کارکوونکي چې د خلکو د ستونزو حلولو ته به تيار وو اوس د +جهانګير خپلو خپلوانو په پيسو اخيستي وو. کله چې خزانه په +تشېدو شوه نو ویلکینسن په دې وخت کې جهانګیر ته خبرداری +ورکړ چې خپل چلن دې سم کړي + +انګراېزانو د قدسیې بېګم غوښتنې ته ځواب ورکاوه چې په بهوپال +کې ښځه نشي واکمنه کېدای ددې په ځواب کې به قدسیې د برتانيا + +د ملکې ویکټوريه مثال ورکاوه چې د دومره لوی سلطنت د واکمنې +په حيث انګرېزانو ته د منلو وړ ده نو ولې بيا په دې وړوکې نوابۍ +کې د ښځې واکمني نه مني. په ‎۱۸۴۱١‏ کې ویلکینسن مړ شو. نو د +هغه پر ځای د انګریزانو استازی هېنري ټریوليان په بهوپال کې +وټاکل شو : + +نوي استازي له نژدې نه په بهوپال کې حالات وڅارل د دواړو غاړو +خبرې يې واورېدې نو په خپل رپورټ کې يې وليکل چې دوی د +جهانګیر په ملاتړ یوه ډېره غلطه تګلاره يا پاليسي خپله کړې ده ده +وار په وار جهانګیر ته د هغه کمزورۍ په ګوته کړې او د اصلاح +غوښتنه یې ترې وکړه + +په ۱۸۴۴ کې جهانګیر د پښته ورګي په ناروغۍ اخته شو او ډېر +ژر يې حالت خراب شو ځپل مرګ ورته نزدې ښکاره شو او خپلې +مېرمنې ته یې ليک ورواستولو د خپلې پخوانۍ مینې واسطه يې +ورکړه او ورته یې وویل: که هغې ورسره ګډ ژوند کولی نو ده به د - + +بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه ..-- : 80 + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د قدسیې بېګم واکمني ‎۷٧٧‏ +‏ښه نواب په توګه حکومت کړی وای. د هغه لور شاهجهان بېګم اوس +د شپږو کالو وه + +سکندر ر بېګم چې د دا لیک تر لاسه کړ. نو هغې ځپل خاوند وبښلو +د خپل قتل سازش یې هم هېر کړ | و له خپلې لور ر سره یو ځای له اسلام +نګره بهوپال ته روانه شوه. + +دې نژدې يوه اوونۍ د خاوند له کټ سره تېره کړه ' هغه د خپلې +ماشومې لور په ليدو ډېره خوشاله و ځو د اونۍ په پای کې د +جهانګیر پلار او د هغه ماما له سکندر ربېګم نه غوښتنه وکړه چې له +دې ځايه دې ولاړه شي. د جهانګیر د ژوند ور روستۍ شېبې وې او +امیر محمد په دې پوهېدو که سکندر بېګم د جنازې پر وخت هلته +موجوده وي نو د نوابۍ دعوه به وکړي. همدغه وجه وه چې خپله نږور +او لمسۍ یې په زوره له ماڼۍ وویستلې مور او لور دواړه په سرو +سترګو په ګاډي کې کښېناستې خو نیمايي لاره کې خبرې شوې چې +جهانګیر ساه ورکړه. + +د هغه د مرګ سره سمدلاسه امیر محمد انګرېزانو ته دا ولیکل چې +جهانګیر نارينه اولاد نه لري او حکومت د نارینه وو کارو. نو ځکه د +نوابۍ حقدار او د خپل زوی وارث دی. دده له دې د عوې سره د +اورکزیو په کورنۍ کې د دوست محمد نور لمسي هم راپورته شول او +د خپل حق غوښتنه یې کوله. قدسیې بېګم یو واري بيا د خپلې لو�� د +حق لپاره نوي استازي ته ليک ورواستاوه .د انګرېزانو له لیکنو +دا سې ښکاري چې دوی هغه وخت کې سره له دې چې د انګلستان او +ټول هند واکمنه ملکه ويکټوريا وه خو په بهوپال کې يې د يوې +مسلمانې ښځې واکمني نه پرېښوده. دوی د نوابۍ لپاره د قدسیې +بېګم د د ورور موعېز پوځدارخان پلوي کوله + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +000163 1٨۴6 +‏د فد سيې بېګم و‎ + +- ۷۳۲- اکمني + +په ۱۸۴۵ کې دوی اعلان وکړ چې د بهريال نوايه به اوه کلنه +ماشومه شاهجهان بېګم وي چې د خپل پلار وارثه ده + +دا چې هغه د اوو کالو ماشومه وه. نو ځکه د هغې پر ځای د +قدسیې بېګم تر ټولو کشر ورور موعېز پوځدا رخان به د هغې لپاره +فیصلې کوي یانې عملا پوځدار خان واکمن و. خو سکند ربېګم به د +خپلې لور سرپرسته وي او پوځدار به په حکومتي معاملو کې له هغې +نه مشورې اخلي له دې فیصلې سره د امیرمحمد او د هغه د پلويانو +دعوو ته د پای ټکی کېښودل شو. .خو د قدرت او حکومت تږي +امیرمحمد په دې فیصلې بيا تورې ته لاس کړ لښکر يې جوړ کړ او +بغاوت یې اعلان کړ خو په دې نه پوهېده چې اوس د هغه مقابله له +ښځې سره نه بلکې انګرېزانو سره وه په یوه معمولي جنګ کې يې +ماتې وخوړه او ګرفتار شو انګرېزانو دی په بندي ځانه کې واچاوه او +هم هلته نهه کاله وروسته په ۱۸۵۴ کې مړ شو. قدسیه بېګم له خپلې +لور او لمسۍ سره لکه د فاتح په ۱۸۴۵ کې د نوابۍ ګاډي کې یو +واري بيا بهوپال ښار ته ورداخله شوه د سړک دواړو غاړو ته خلک +ددې د هرکلي لپاره راوتلي وو + +په شاهي ماڼۍ کې د سکندر بېګم او د پوځدارخان تر سیوري +لاندې حکومتي کارونه پيل شول. خو انګرېزانو ته ډېر ژر اندازه +وشوه چې په یوه تېکه کې دوې تورې نه ځايېږي. سکندر انګرېزانو ته +وليکل: دا کار کول غواړي خو اختيار نه لري. انګرېزانو همدا خبره +معلومه کړه او پوځدارخان یې له خپلې دندې لرې کولو ته اړ کړ + +پرپزریر + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +دل ت : ك +د سکندر بېګم نوابي + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00019653 6 + +‎-٧۷۴-‏ د سکندر بېګم واکمني + +‏په ‎٧٢‏ جولای. ۱۸۴۷ کې د بهوپال په يوه ځانګړي رابلل شوي +دربار کې د انګرېزانو استازي جې- ډي کنینګم د خپل حکومت له +خوا اعلان وکړ چې سکندر ر بېګم به د بهوپال د نوابۍ سرپرسته او د +خپلې نهه کلنې لور شاهجهان له خوا واکمنه وي. په دې اعلان سره د +هغې د ‎١٢‏ کالو د نوابۍ دوره پیل شوه. لومړیو دیارلسو کالو کې دا +د خپلې لور شاهجهان سرپرسته وه او وروسته اته کاله یې خپله واک +سم ې + +‏سکندر بېګم اوس د ۷ کالو وه دا په وجود او شخصیت کې د +خپلې مور قد سیې بېګم په څېر وه. د خپلې مور غوندې يې د ژوند +ښې شېبې په کورنيو سازشونو. جنګونو او ځان ساتلو کې تېرې +شوې وې. له وړوکوالي نه پوهېده چې پر اوږٍو به یې دروند پېټی +اېښودل کېږٍي. دې په ماشوموالې کې د اس سپرلي. د تورې او نېزې +وهل او د غشي ویشتلو تربيه اخېستې وه. د خپلې مور قدسیې بېګم +په نوابۍ کې دې د پوځي ډلګيو مشري کوله او پوځي مهماتو کې به +پخپله هم شریکه وه دا هم د خپلې مور په شان د عقيدې ټینګه +مسلمانه وه. خو پرده به یې نه کوله. په بهوپال کې دننه به یې مخ نه +پټاو. خو کله چې به په سفر تله نو د ورېښمو سپینه بورقه به يې +اغوستله. او د هغې له پاسه به یې د مرغلرو تاج هم اېښودلو. دې ډېر +ساده ژوند تېرولو. خو په رسمي مراسمو او دربار کې لکه د نارینه +نوابانو غوندې په دبدبه اورعب کښېناستله له خپلو درباريانو سره +به یې په سخته لهجه خبرې کولې او هېچا ددې ��ه حضور کې سترګې +نشوې اوچتولی + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00065١ 661٨ + +د سکندر بېګم واکمني 0 + +د سکندر بېګم لومړی مهم کار دا و. چې هغې د بهوپال د پوځ +کنډکونه رسمي کړل. له دې وړاندې به د اورکزیو د کورنۍ ځانانو د +خپلو ډلګیو مشري کوله او نظم به په کې نه و + +سکندر بېګم په لومړي ځل د پوځيانو د معاش سيسټم معرفي کړ +د دوی لپاره یې بارکونه جوړکړل د سپرو او د پلي لښکر ډلګۍ یې +بېلې کړې او يوه منظمه توپخانه يې بر ابره کړه. د سرکاري وسلو د + +ثبت او ساتنې لپاره یې بېل وسله تون جوړکړ. هغې په خپله د پوځي +رسم ګزشت پرېډ) معاینه کوله ددې دويم کار رداو . چې د بهوپال +مځکې یې کچ کړې بهوپال یې په دريو اننظامي برخو وويشلو چې +هرې برخې کې يوويشت ولسوالۍ وې. د هرې ولسوالۍ حدونه یې +وټاکل او په لومړي ځل د بهوپال په سرحدونو د نښې ستنې ودرول +شوې. + +د هرې يوې ولسوالۍ يو ولسوال يا ناظم او عامل وټاکل شو او +دوی ته به معاش ورکول کېده. د مالیې راټولو لپاره یې ۵۰ سپاره او +۰ پلي افسران وټاکل. د خپلې نوابۍ په لومړي ی وکال کې دننه هغې +د بهوپال ۳۰ لکه روپۍ پور پرې کړ. چې زياتره پیسې ددې خاوندد +خپلو خرڅونو لپاره اخیستې وې. + +دې د لومړي ځل لپاره د پولیس نظام هم جوړکړ. چې لرې پرتې +سیمې به يې اداره کولې. ددې برسېره يې د ګمرک «محصول او +استخباراتو څانګې رامنځ ته کړې چې دې ته به يې د مځکو د +حاصلاتو او د عامو خلکو د مشکلاتو خبرونه راوړل دعدلیې نوی +سیسټم يې معرفي کړ. . چې په کې قاضیان او وکیلان يې له بهوپاله +بهر له نورو سیمو راوغوښتل ددې هدف دا و چې خلکو سره انصاف +وشي. د عدالت او قاضي د فیصلې پر ضد د اپيل حق هم خلکو ته + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +9۷ ۲ ۲ 0001963 +د + +سک رګم واکمني +ورکړی شو. قوانين يې داسې جورکړل چې د هندو او مسلمان د +دواړو خیال په کې ساتل کېده. + +د سکندر بېګم په نوابۍ کې په بهوپال کې د لومړي ځل لپاره خپله +سیکه جوړه شوه او د ډاک «پوست نظام معارفي کړی شو چې له +بهوپاله بهر يې هم دفترونه لرل دې د لومړي ځل لپاره د محاسبې +مشر وټاکلو. چې د ټولو ادارو حساب کتاب وګوري او د فساد او +رشوت مخه ونیول شي. د هغې اصلاحات په دریو څانګو کې شوي +وو سیاست. تعلیم او حکومت. + +په بهوپال کې لومړۍ ولسي جرګه یا مجلس ددې په وخت کې جوړ +شو چې د یوه ټاکلي پارلمان دنده یې پر مخ بیوله. په دې پارلمان کې +بېلا بېلو مذهبونو او د سیمو خلک چې پکې سپین ږیرې. تعلیم +یافته. بې تعليمه مذهبي| و مسلکي هر ډول کسان شامل وو دې +شورا به قوانین جوړول او پر ستونزو به یې ازاد بحث کاوه. چې هغه +وخت یو ډېر پر مختللی ګام و. دغې شورا د بیان د | زادۍ قانون جوړ +کړ او په ډېرو رايو سره ومنل شو.دې شورا له ۱۸۴۷ نه تر ۱۸۲۴ +پورې ۱۳۴ قوانین جوړ کړي وو. + +د تعليم په ډګر کې يې نه یوازې د هلکانو او نجونو ښوونځي جوړ +کړل. بلکې له یمن او سعودي عربستان نه يې استاذان او عالمان +راوبللء چې د نواب کورنۍ ښځو او سړیو ته به يې د قرآن او حدیث +درس ورکاوه. د استاذانو د هستوګنې لپاره وړیا ځایونه جوړشول او +له دې پرته ورته مځکې او نغدې پیسې هم ورکول کېدې. د سکندر +بېګم په امیرانو کې یو تن مولوي جمال الدين نوميده چې د هغې د +لور شاه جهان بېګم اتالیق و. په دې دور کې د بهوپال رسمي ژبه د +فارسي پر ځای اردو وټاکل شوه + +-۷۷ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +6666 0 090165 +د سکندر پیګم واکمني ‎٧۷۰‏ + +د حکومت او ادارې په ډګر کې يې د بهوپال ښار سړکونه پراخه +کړل. چې د اس ګ��ډي پکې تېرېدای شوی. د شپې په لارو کوڅو کې +په هر پنځوس میټره واټن کې د تېلو څراغونه بلېدل د هندوانو او +مسلمانانو لپاره یې بېل بېل سرایونه جوړکړل د يو لوی روغتون او +بې شمېره وړوکلبنيکونو برسېره يې د وګړو د روغتيا لپاره قانون +جوړکړو او حکیمانو ته امر وشو چې د هندوانو او مسلمانانو لپاره +دې د هغوی د مذهبي حساسیت په احترام بېل بېل داروګان جوړکړي +ددې په دور کې د لومړي ځل لپاره د پور ورکولو سیسټم پيل شو. +خلکو به له حکومته پور واخيست او وروسته به يې په اسانو +قسطونو پرې کاوه. د حکومت له خوا د ځنګلونو يوه څانګه هم +پرانستل شوه چې د چاپېریال ساتنه وکړي او په ناقانونه توګه د ونو +پرېکولو مخه ونیسي. په دې وخت کې له نور هند سره د بهوپال. د +مځکې له لارې د نښلولو لپاره د اورګاډي پټلۍ په جوړېدو لاس +پورې شو. خو هغه د اورګاډي لیدو ته ژوندۍ پاتې نه شوه. لومړی +اورګاډی په ‎۱۸٨١‏ کې د خاني انجن سره راغی. + +د سکندر بېګم مشکلات + +د سکندربېګم کورنۍ ته وفاداره د پوځ مشر بخشي بهادر +محمدخان مړ شو نو د ده مشر زوی صدر محمد د پوځ د قومندان +وظيفه ترلاسه کړه. خو دوه کاله وروسته صدر محمد هم په ځوانه +ځوانۍ کې مړ شو او د پوځ مشري د ده کشر ورور باقي محمد ته +وسپارل شوه قدسیې او سکندر د نورو خپلوانو په پرتله د پښتنو په +دې کورنۍ ډېر زيات اعتماد کاوه ددې کورنۍ غړيو د قدرت او + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎٢٣٢‏ نتا ته و واکمنی +واک پر ځای مسلکی جنګ او د دوست محمد له کورنۍ سره د پت +پاللو لاره خپله کړې وه + +‏د سکندر بېګم لور اوس د پېغلتوب په درشل کې وه سکندربېګم +له انګرېزانو نه هم هغه ژمنه ترلاسه کول غوښتل چې يو وخت د دې +مور قدسیه بېګم د خپل خاوند نذرمحمد له مړینې وروسته غوښتې +وه + +‏دواړو مېرمنو انګرېزانو ته دا ښودله چې دوی د حکومت کولو +وړتیا لري. سکندر بېګم لیدل چې د انګرېزانو استازی هومره مخالف +نه وو. لکه ویلکینسن چې وو. تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د برتانيا +پر شاهي تخت يوه ښځه ناسته وه. په دې حالاتو کې سکندربېګم د +لیک له لارې له انګرېزانو سره اړیکي ساتلی وو او د خپلې لور +شاهجهان بېګم د نواب کېدو په لړ کې یې خپل شرايط وړاندې کړل. +په دې کې تر ټولو مهم شرط دا و چې د شاهجهان بېګم له واده +وروسته به د هغې خاوند نه يوازې دا چې نواب نه وي بلکې انتظامي +اختيارات به هم نه لري. د بېلګې په توګه یې ورته د ملکې ویکټوریې +د خاوند شهزاده البرټ نوم وليکلو دویمه دا چې د شاهجهان بېګم +لپاره د یوه مناسب خاوند غوره کوله اختيار ر به يوازې د سکندربېګم +په لاس کې وي او درېیم دا چې سکندربېگم به تر مرګ پورې د خپلې +مځکې نوابه وي. په دې لیکونو کې سکندربېګم د ملکې ويکټوريه +نوم بيا بيا ياداوه. مانا يې دا وه چې که انګرېزانو ته يوه ښځه +واکداره عیب نه دی نو باید د بهوپال لپاره هم عیب ونه ګڼل شي + +‏په ۱۸۵۴ کې چې شاهجهان بېګم د ‎٢١‏ کلونو شوه. نو د هغې +لپاره د خاوند په لټون سکندربېګم د ټول هند د بېلا بېلو پښتنو +کورنیو او قبیلو ‎٢١‏ زلمیان هند ته راوبلل. د دوی ښې مېلمستیاوې + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه : 0 + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د سکندر پېګم واکمنې ‎0٠‏ +‏وشوې او ځینې په کې د څو ورځو وروسته ولاړل. په اخر کې يوازې +شپرٍ ځوانان پاتې شول چې ټول د دوست محمدخان د لمسو اولادونه +وو سکندربېګم دوی هم رخصت کړل| وانګرېز استازي ته يې +وليکل. په دوی کې یو ځوان هم زما د لور وړ نه دی. دا چې سکندر +بېګم ولې دا کار ر وکړ لومړی خو دا چې هغې انګرېزانو ته ښودل چې +دا د ځپلې لور شاهجهان خوښې ته هم ګوري کله چې دې ‎٢١‏ زلمي +بهوپال ته راوبلل. نو انګرېزانو ته یې دا ولیکل چې هغه غواړي د دې +لور په خپله ځان ته میړه خوښ کړي او په دې خبره کې يو څه حقيقت +هم وو. ځکه له ځینو ځوانانو سره شاهجهان بېګم د لیکونو له لارې د +مینې لنډمهالی تعلق هم پاتې شوی و. ډېر ځوانان یوازې په دې حرص +بهوپال ته ورغلي وو چې له يوې ښکلې او ځوانې شهزادګۍ سره به +هم واده وکړي او د مسلمانانو د یوې پراخې نوابۍ واکمن به هم شي. + +ان تر دې چې په دې ځوانانو کې د مغول واکمنې کورنۍ یو شهزاده +هم شامل و. اورکزیو ځوانانو خو دا خپل حق ګاڼه. خو سکندر بېګم نه +غوښتل چې هغه خونړی تاریخ بېرته تکرارشي. د واک پر سر د هغې +په ځپل ژوند تېری د هغې ياد و .په ۱۸۵۴ کې سکندربېګم د د خپلې +مور قدسیې سره د سلا مشورې وروسته د بهوپال د پوځي ځواک +مشر سردارباقي محمدخان چې د بخشي بهادرمحمدخان زوی و خپل +دربار ته راواباله او هغه ته یې امر وکړ چې له شپاړس کلنې شاهجهان +سره دې واده وکړي. باقي محمد په دې خبره حیران پرېشان پاتې شو +سکندر ته یې زارۍ وکړې چې دی د بهوپال یو خدمتګار دی او نشي +کولای چې په شاهي کورنۍ کې وردننه شي. دويمه دا چې هغه لا +پخوا دوه ښځي او له هغوی څخه يې اولادونه لرل + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎٣‏ بد که سه واکمني + +‏هم په دې ورځ باقي د سپینو زرو په یوه طشت کې سکندربېګم ته د +ويښتو رنګولو بوتل. مصنوعي غاښونه او عینکې ورواستولې دا +ددې خبرې نښه وه چې دی زوړ او شاهجهان ځوانه وه خو په سکندر +يې هېڅ اتر ونه کړ هغې لا پخوا دا فیصله کړې وه. باقي ته یې ډېر په +سختۍ وول چې کله د انګرېزانو هوکړه درضایت ورته راشي نو +سمدستي به واده وي. + +‏سکندر ر او قد سیې ولې دا فیصله کړې وه" ؟ دوی نه غوښتل چې د +جهانګیر په شان يو وارې بيا په خاندان کې تربګني پيدا شي د +خپلې کورنۍ په خلکو دوی دواړو اعتماد نه کاوه. بهرني د دوی +لپاره د منلو وړ نه وو.د دوی يو داسې کس په کار و چې بهوپال ته +وفاداره او بې غرضه کس وي. انګرېزانو په دې هېڅ اعتراض ونه کړ. +هغوی د سکندر او قدسیې د کورنۍ تاریخچې نه خبر وو دوی د +شاهجهان په تخت د کښېناستو لپاره ‎١٢‏ کاله عمر وټاکلو. د +شاهجهان بېګم او باقتي محمدخان په ۱۸۵۵ کې واده وشو او په دې +موقع باقي محمد ته د امراولدوله خطاب ورکړی شو. ددې سربېره +هغه ته په بهوپال کې د توپو د سلامي. لوی جاګیر. يو فیل او د +پالکي اعزازونه هم ورکړی شؤل. + +‏رپالکی هغه ډولۍ ده چې نوابان به په کې له یوځايه بل ځای ته تلل +او څلورو مزدورانو به اوچتوله» + +‏سردار باقي محمد د اورکزيو ميشتي خل وو. دده کورنۍ د +دوست محمد او په تېره بيا وزیر ځېلو ته ډېر خدمت کړی و. دی په +هډ مضبوط او ټینګ سړی و. سهار به يې درې ساعته ورزش کاوه +بیا به یې شپږٍ سېره شیدې څښلې. په یوه لاس به یې د اوبو هغه ارهټ +چلولو چې دوو غويانو چلاوه. وايي ده يو ځل يوه غرڅه په دواړو + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د سکندر بېګم واکمنی - ‎-۷٧‏ +‏لاسونو په هوا کې اوچت کړ چې څلورو کسانو نشو اوچتولی له +شاهجهان بېګم سره د ده واده د اطمینان هغه ګړۍ وه چې دواړو +قدسیې او سکندر ر بېګم له ډېرې مودې غوښته. خو په دې وخت کې +له بهوپاله لرې په ډیلي او ځینو نورو ځایونو کې د انګرېزانو پرضد +د خپلواکۍ یو پاڅون پیل شوی و + +په ۱۸۵۷ کې د انګرېزانو خلاف یو پاڅون وشو . چې د هند خلک +يې د خپلوا��ۍ جنګ و انګرېزان یې غدر یا بغاوت بولي. د دې پيل +د ځینو هغو پوځيانو په بارکونو کې وشو چې د انګرېزانو چاوڼۍ په +کې وې + +په دې وخت کې سکندر بېګم چې د انګرېزانو ملاتړ يې لاره. خپلو +پوځيانو ته یې معاشونه زیات کړل او دوی ته یې امر وکړ چې د نور +سیمو د خلکو یا د پوځيانو په لمسون دې غوږونه ږدي. خو په بهوپال +کې دریو ډلو په دې پاڅون د انګرېزانو پر ضد تورې راپورته کړې د +يوې ډلې مشري فاضل محمد کوله. چې د دوست محمد کړوسی و او +غوښتل یې چې په دې پاڅون کې سکندربېګم له واکه لرې کړي دويم +هغه پوځيان وو چې د انګرېزانو پرضد وو او د دوی مشري ولي شاه +او مهاوير په نامه دوو اففسرانو کوله. په دوی کې هندوان او +مسلمانان دواړه شامل وو دوی خپل ځینې اۀ فسران هم په دې ځايونو +کې وو ژل درېیمه ډله مذهبي عالمان وو چې ددې پاڅون پر وخت یې +فتواګانې ور رکولې او د انګرېزانو پر ضد جنګ يې جھاد د ګڼلو او د +مغول پاچا بهادرشاه ظفر تر بېرغ لاندې يې د راټولېدو غږ کاوه. د +پوځيانو بغاوت پنځه میاشتې جاري و اخر دوی چاوڼۍ ونیوله او +شاهي ماڼۍ يې چارچاپېره محاصره کړه او غوښتنه یې وکړه چې +سکندر بېګم دې دوی ته وسپار رل شي. هغې خپل زوم امراولدوله + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 6 + +۲۰ د مکندر بېګم واکمني +راوباله او غوښتنه یې ترې وکړه چې له پوځ سره دې خبرې وکړي او د +حل لاره دې راوباسي. په دويمه ورځ د پوځ غوښتنه ومنل شوه د دوی +معاشونه یې زیات کړل او سمدستي خطر لرې شو + +عجيبه خبره دا وه چې د پاڅون په لومړيو ورځو کې قدسیې بېګم +خپله هم د هغه ياغي پوځيانو ملاتړ کاوه چې د انګرېزانو پر ضد +راپاڅېدلي وو او هغوی ته يې شخصي پیسې هم ورواستولې کله +چې سکندر ر خبره شوه نو خپلې مور ته يې يو سخت ليک +ورواستولواو د بهوپال لپاره په راتلونکې کې يې د دې عمل د نتیجو +خبرداری ورکړ قدسیې بېګم په دې خبره له بغاوته لاس واخیست +سکندر ر بېګم پوهېده چې که دا پاڅون کامیابه شي ن نو د دوی واک به +هم له مېنځه ولاړ شي بهوپال به نه د علماوو. نه پوځيانو او نه هم د +فاضل محمد لاس ته ورشي بلکې دا به د دوی د ځواکمنو ګاونډیو +مرهټو لاس ته ولوېږي! و یا به په کې انارشي او ګډوډي جوړه شي +باقي محمد ورو ورو په سبهور کې پوځيان بېرته خپل لاس ته کړل +هغه وخت له ده سره د پښتنو هغه ډلې ملې شوې چې د اوسني صوبه +سرحد نه یې راوستي وو. اخوا په ډیلي کې هم د مغولو پاڅون ناکامه +شوىیو. انګرېزانو اوس د هند ټول سلطنت په لاس کې لاره د +بهوپال باغيان هم تیت و پرک شول. فاضل محمد ونیول شو او غرغره +یې کړ + +د بهوپال سرکا ري سندونه ښيي چې په دې ټول پاڅون کې ۱۴۹ +ياغيان ووژل شول. د پاڅون کوونکيو دعوا دا وه چې د دوی ۳۵۷ +غازیان یا غرغره شوي او یا هم په جنګ کې شهيدان شوي دي. + +د د انګرېزانو هغه ډلګۍ چې د بهوپال خواو شا له حملو راتښتېدلې +وې هغوی هم دغې سیمې ته کډه ه کوله سکندر بېګم خپلو سردارانو + +بهوپال . د هندوستان پښتانه - + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د سکندر بېګم واکمني ۷۳- +ته امر کړی و چې دوی دې په لویو کلاګانو کې وساتل ش شي او د دوی +تر څارنې لاندې دې وي + +وروسته بیا یو چا له سکندربېګم نه پوښتنه وکړه چې که انګرېزانو +په دې جنګ کې کامیابي نه وای ترلاسه کړې .نو با به يې څه کولو +هغې ورته په ځواب کې وويل "په دې حالاتو کې د بهوپال پوځ دا +خبره یقیني کوله چې د دوی ,انګرېزان بې وسلې شي ادا د دسکندر +بېګم هغه صلاحیت ښيي چې په یو سخت وخت کې د راتلونکې په +اړه د پلان او تدبیر خاونده وه.) + +د غدر یا د ازادۍ له جنګ وروسته د برتانیې سلطنت بهوپال ته نور +مراعات هم ورکړل د مننې پيغامونه. امتيازات او بادرۍ يې ورته +اعلان کړې په ۱۸۵۸ کې د شاهجهان بېګم او باقي محمد د واده +درې کاله وروسته د دوی لور وزېږيده. چې سلطان جهان نوم یې ورته +ورکړو. هغه وخت شاه جهان د شلو کالو وه. مور يې د ۴۰ او انا +قدسیه بېګم يې د ۸ کالو وه. يو کال وروسته به دې د بهوپال د +نوابي په توګه رسمي واک ترلاسه کاوه. خو سکندر بېګم غوښتل چې +په خپله د واک په ګدۍ ناسته واوسي هغې د انګرېزانو استازي ته +لیک ورواستاوه + +د هغې دلیل دا و چې سکندر بېګم د پنځلسو میاشتو وه چې د +هغې پلار ووژل شو:او ددې تر ځوانۍ یې مور واکمنه وه بيا دا واده +شوه نو ځاوند يې نواب شو او اوس چې دې په غدر کې خپل +صلاحیتونه انګرېزانو ته ښودلي نو واک ددې پر ځاې د هغې لور ته +سپارل کېږي. چې تر اوسه د سیاست او واکمنۍ تجربه هم نه لري. په +دې خبره برتانویان په مشکل کې بند شول. يوې خوا ته د سکندربېګم +قوي شخصیت او د هغې د انتظام ښه والی و او بل لوري ته د دوی + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +پام٧011001‏ ,۸۸م 00102 +د سکند + +۴۰ سکندار ېم واکمني +خپل تړون او شرایط وو چې شاه جهان ته د مکملو اختياراتو په +ورکولو يې د ښځې پاچاهي منلې وه. هغوی سکندر ته د نوابې د +سرپرستۍ لپا ره ټول عمري اختيار ورکاوه خو دې ورسره نه منل او +پر دې به یې ټینګارکاوه چې دا به پخپله ټول عمري نوابه وي. + +د د انګرېزانو استازي رچمنډ شېکسپیېر بهوپال ته ورغلو او له شاه +جهان بېګم سره يې يوازې د لیدلو غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې +شاه جهان هغه ته خپله فیيصله واوروله. هغه دا چې د خپلې مور د +نوابۍ لپاره په خپله خوښه له واکه لاس اخلی په دې فېبصله د +انګرېزانو ستونزه حل شوه. دا فیصله انګرېزانو په . ۰ کې په یوه +رسمي دربار ر کې اعلان کړه ه او د لومړي ځل لپاره یوه مسلمانه ښځه +سکندربېګم د بهوپال واکمنه او د هغې لور شاهجهان بېګم يې ځای +ناستې شوه. + +له دې اعلان سره سکندربېګم سمدستي يو څه ارامه شوه و +بهوپال کې اوس د هغې پښې ټینګې شوې. د دښمنانو له خوا هغه +خطر کم شو چې هر وخت به ورسره و. اوس هغې کولای شو چې له +بهوپاله بهر ووځي او د یو څه وخت لپاره اداري کارونه خپلې لور ته +پرېږدي. د باقي محمد په موجودګۍ د پوځ له خوا هم بې غمه وه. هم +دا حالات وو چې هغې د حج لپاره ملا وتړله. + +په ‎۱۸٨١‏ کال د نومبر په میاشت کې سکند ربېګم له خپلې مور +قدسیې بېګم او ماما مویز پوځدار سره یو ځای د حج لپاره مکې ته +روانه شوه دا سفر په دې لحاظ تاريخي دی چې تر دې وړاندې د +هندوستان یو واکمن هم چې ښځې او نارینه دواړه په کې شامل وي. +پخپلې واکمنۍ کې حج ته نه ووتللي. له‌هغې سره ۱۵۰۰ کسان مله +وو. دا سفر لومړی په سړک بيا په اورګاډي او بيا په دریو سمندري + +بهوپال . د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د سکندر پېګم واکمنی ۵۰- +بېړیو ترسره شو. ددې لپاره په میاشتو مياشتو تيارۍ شوې وې. په +لویو سردارانو کې د هغې دیوان مولوي جمال الدین.د پوځ قومندان +يو شمېروزيران. . جاګیردا ران. ډاکټران نرسانې .ساتندویان. +خانسامان رډوډۍ پخوونکي؛ . نایان. دوبیان . ښځینه خدمتګاري +پياده او قاصدا 7-7-77 1 +کاروان په شکل د سړک له لارې په پیلانو او اسونو سپاره مهارګام ته +ورسېدل هلته په اورګاډي کې ممبۍ ته ولاړل او په ‎۱۸٨۴‏ م کال د +جنورۍ پر شپږمه نېټه د سمندر له لارې جدې ته روان شو. یوه بېړۍ د +خاني او دوه بادباني وې. ‎٠٢‏ ورځې وروسته دوی جدې ته ورسېدل +خو د دوی سفر له مشکلاتو او ستونزو ډک و + +جدې ته په رسېدو د ترکیې يوه والي (ګورنر» او د مکې معظمې +شریف شيخ عبدالله بن محمد ابن عاون دوی ته د توپو په ډزو سره +رسمي هرکلی وکړ. خو د دوی د دومره لویې ډلې راتلل او ځایول ګران +کارو په بندر کې د سکندر بیګم د قیمتي سامانونو د تلاشي په +پلمه د هغې د لرګي يوه پېټۍ ماته کړی شوه او له هغې نه کالي او +ګاڼې غلا شوې د هغې په قیمتي سامان د مالیې غوښتنه وشوه د +سکندر بېګم د اوسېدو لپاره چې کوم کور ټاکل شوی و کله چې دا +هغه ته ور روانه شوه. نو ورته خبر ورکړل شو چې د مصر يو شهزاده +راروان دی نو ځکه دا په هغه ځای کې نشي ايسارېدای سکندربیګم +خپل ځان ته د استوګنې بل بندوبست وکړ وروسته معلومه شوه چې +د مصر شهزاده هېڅ رانغی + +له جدې نه مکې ته سفر هم له خطره ډک و له کار روان سره د عثماني +سلطنت يو استازی سليمان بېګ او د مکې د شریف ورور مله وو. +چې ورسره عرب او ترک محافظان وو او د کاروان بدرګه يې کوله + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011653 6 + +‎-۷٧ ۰‏ د سکندر بېګم واکمني +سکندر بېګم سره په خپله د بهوپال ساتندویان هم وو. په دې سیمه +کې د بهوپال د واکمنانو د شتمنۍ او سخاوت کيس ې لا پخوا +مشهورې وې. په تېره بيا قد سیه بېګم چې د خپل ګاډي نه به يې +روپۍ بهر ته غورځولې او ددې په نتیجه کې به سوالګر هم پر د دوی +راټول شول. ددغسې خیرات په کولو سره سکندر بېګم څو ځلې خپله +مور وترټله. خو هغې به نه منل د عربستان د دښتو بدو قبایلو ته هم د +دوی د شتمنۍ خبرونه رسېدلي وو او څو وارې په دې قافله حمله +وشوه خو څه خاص تاوان یې ونه کړ + +‏یوه شپه د قدسیې بېګم اوښ ځينو بدوګانو په مخه کړو او نژدې دا +تښتول شوې وه چې ددې په شور زوږ د بهوپال محافظانو ورپسې +خپل اسونه وزغلول او د یوې لنډې جګړې وروسته يې دا وژغورله +مکې ته په رسېدو د شریف لخوا د هرکلي په توګه د بهوپال حاجيانو +ته پنځوس ډوله خواړه د ورځې درې ځلې ورواستول شول. سکندر او +قدسیې دواړو دا ډوډۍ ونه خوړه په عربي نړۍ کې د چا ډوډۍ نه +خوړل د هغه سپکاوی ګڼل کېږي. د مکې د والي غوږ ته دا خبره + +‏ورسېده او په دويمه ورځً شل ترک پوځيان د د سکندر ربېګم د کور +پخلنځي ته ورننوتل او لوښي لرګي يې ورمات کړل مولوي جمال +الدین یې ووهلو او ګواښ یې وکړ چې دوی به هغه چا ته سزا ورکوي +چې د شریف يا د والي سپکاوی وکړي. سکندر بېګم په دې پېښه +خپل کوربه ته د احتجاج يو ليک ورواستاوه چې په کې يې لیکلي +ووا هغې د یوه مسلمان سلطنت د واکمنۍ او د یوې مسلمانې ښځې +په توګه چې حج ته راغلې د ده. د دا. سې چلند تمه نه لرله. شریف د +روغې جوړې لپار هبياد د پنځوسو خوړو خوا نچې ور رو استولې او +سکندر ر بېګم زړه نازړه دا ډوډۍ په خپله هم وخوړا له او د خپلې ډلې په + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه تت + + + +00065١ 61٨ + +د سکندرپېګم واکمني ‎٧‏ +‏نورو کسانو يې هم وخوړله خو ورسره يې دا خبره هم په خپلو +یا داښتونو کې لیکلې چې ډوډۍ خوندوره نه وه او یخه وه + +په دې کارسره د دواړو ډلو ترمنځ روغه وشوه. . شریف هغې ته بلنه +ورکړه چې د ده په ماڼۍ کې د ده د کورنۍ له ښځو سره وویني + +سکندر بېګم هم داسې وکړل| و د دې لیدنې حال یې ټکي په ټکي +لیکلی دی. + +د هغې له يادښتونو معلومېږي چې په عربستان کې د هغې يوه خبره +هېڅ خوښه نشوه هغه دا چې ښځې يو مېړه پرېږدي او بل کوي د یوې +ښځې چې به له خاونده زړه تور شو نو والي ته به یې خواست وکړ. چې +دا خلع اخلي والي به دا ومنل. ښځې به يو بل واده وکړ. داسې به +یوې ښځې درې څلور او ان پنځه مېړونه کړي او پرې اېښي وو. پر یوه +بله خبره چې د هغې اعتراض و هغه په خپله د د خانه کعبه او د مکې د +ښار بده انتظاميه وه ښار له ګداګرو او له‌هغو خلکو ډک و چې د هند +هلوي وچو رغلي وو. په دوی کې معیوب . شل شوټ. غله او + +سې کسان شامل وو چې په خپلو ملکونو کې يې ځای نه لرلو +سکندر بېګم د حج اداکولو وروسته بېرته بهوپال ته ورسېده .دې +ټول سفر یوولس میاشتې واخیستې او د دې په غېرموجودګي کې د +دې لور شاه جهان بېګم د بهوپال چارې پر مخ بېولې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00 23 ۷ + +- ۸- : د سکندر بېګم واکمني + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +شاه جهان بېګم + +-- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +‎۸۰٠‏ شاه جهان بېګم + +‏دا د ۱۸۵۴ کال و او په بهوپال کې د سکندر بېګم له خوا د +عالمانو او د دیني استادانو ډېر هرکلی کېده د هندوستان له ګوټ +ګوټ نه به خلک هلته د کار روزګار موندلو لپاره ورتلل هغه وخت د +برېلې یو ‎٧١‏ کلن ځوان سید صدیق حسن بهوپال ته کډه وکړه. دده +پلار په عقیده شیعه وو. خو یو وخت يې اعلان کړی و چې دی له +شیعه مسلکه سني عقیدې ته اوښتی دی همدا و کله چې صدیق +حسن د پنځو کلونو په عمر کې يتیم شو نو د خپل پلار له ورائته +محروم کړی شو. + +‏بيا دده کونډې مور صدیق ډېر په سختو او خوارو رالوی کړ. هغه د +عربي او فارسي ژبې له زده کړې سره د قرآن او حديث علم هم حاصل +کړ. دی چې د روزګار موندلو لپاره بهوپال ته ورسېدو. نو هلته یې په +لومړي سر کې د خوشبويۍ «عطر په خرڅولو لاس پورې کړ. له دې +سره سره به هغه د جمعې ورځ په يوه يا بل جومات کې خطبه هم + +‏ورکوله. په خطبه کې به یې د حنفي عقيدې پر ضد خبرې کولې او ډېر +ژر خلکو د وهابي ټاپه ورباندې ولګوله دی د سکندر بیګم له خوا په +۷ کال کې له بهوپاله وشړل شو عامه خبره دا کېده چې ده له یوه +مولوي سره مخالفت پيدا کړی و. خو په نوابې کورنۍ کې ويل کېده +چې سکندر بېګم ډېر ژر په دې پوه شوه چې صدیق حسن ښې ارادې +نه لري او په بهوپال کې مذهبي شر راپورته کوي. ‎٢‏ + +‏صدیق حسن له بهوپاله د وتو وروسته د پښتنو يوه بل ریاست +ټونک ته مخه کړه. خو ډېر ژر د ۷ کال د می میاشت کې غدر یا +د خپلواکۍ پاڅُون پیل شو او ویې لیدل چې هلته د انګرېزانو پر ضد +د خلکو د راپورته کېدو څه امکان نه و. نو دی قنوج ته ولاړ دده مور + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001653 ۲ ۷6 + +شاه جهان بېګم - ‎-۸٨‏ + +شا لست +او خور هغه وخت په قنوج کې اوسېدل د غدر په دې کال او وروسته +هم صدیق حسن کار روزګار نشو موندلی. نو يو واري بيا بهوپال ته + +ولاړ او دا ځل یې مولوي جمال الدین ولد . .چې د سکندر بېګم د د لور +شاه جهان استاد هم و مولوي نوابې ته د هغه سفارش وکړ او په خيل +دفتر کې يې د د منشي کار ورته وسپارلو. سکندر بېګم هغه ته د +بهوپال د تاريخ ليکلو دنده ورکړه او ددې کار لپاره يې ورته پیسې +هم ورکړې صدیق حسن ډېر ژر خپله مور او ځورهم بهوپال ته +راوستل او یو کال وروسته په ۱۸۲۰ م کې مولوي جمال الدین ځپله +مشره لور چې کونډه وه او و اولادونه یې لرل! وله صدیق حسن نه +یولس کاله مشره وه ورته په نکاح کړه. په دې واده صدیق حسن د +خپل راتلونکي او له معاش نه بې غمه شو. .ده تګ راتګ د سکندر +بېګم کورنۍ ته هم زيات شو او د د خپل خسر له برکته يې ډېر ژر د +اداري کارونو لوړو عهدو ته ځان ورسولو. .ده تر ټولو لويه کاميابي +د شاه جهان بېګم استاد مقررېدل و. + +د شاهجهان لور سلطان جهان اوس د شپږو کالو وه. سکندربېګم +چې حج ته تللې وه نو په ټول سفر کې يې د بېلا بېلو ځایونو حال په +لیک کې خپلې لمسۍ ته ولیکلو. . شپږ کلنې سلطان جهان به د خپلې + +نیا «انا» لیکونو ته ځوابونه هم لیکل دا د سکندر بېګم تر سیوري او +روزنې له پروګرام سره سم تربیه کېده. + +د هندوستان د ډېرو مسلمانو کورنيو دا دود و او په ځینو ځایونو + +کې دا دود اوس هم ساتل شوی دی چې ښځې د خپلې لور یا د زوی + +مشر اولاد لکه د خپل اولاد غوندې لويوي. په هغو ورځو کې چې +جینکۍ به ډېرې وړ ودېدې نو په دې کار به هوی د ماشوم د +سميالولو او د هغه له ساتنې بې غمه وې سکندر بېګم د سلطان + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +‎-۸٨‏ شاه جهان بېګم +جهان بېګم روزنه په خپله کوله شاهجهان بېګم د خپلې مور او نیا په +پرتله ډېر شاعرانه طبعیت لرلو. د هغې کالي پتري خوښېدل د ژوند +ښایسته شیان به یې ستایل. د هغې خاوند باقي محمد له هغې په عمر +کې ډېر لوی و او دا هم د هغې د ناارامۍ يو سبب و. بلخوا +سکندربېګم په خپل ژوند کې د سخت ډيسیپلين خاونده وه او له حج +نه چې بېرته راغله نو د خپلې لمسۍ سلطان جهان د راتلونکي په اړه +یې فکر شروع کړ + +‏په ‎۱۸٨۷‏ م کې امرالدوله باقي محمد, د حج لپاره ولاړ خو کله چې +بېرته د مصر له لارې په بېړۍ کې راتلو نو ناروغه شو او لږورځې +وروسته مړ شو. د هغه مرګ د شاهجهان لپاره دومره د اندېښنې او +خپګان وړ نه و څومره چې د سکندر بېګم لپاره و + +‏شاهجهان بېګم په ځوانه ځوانۍ کونډه شوه او سکندربېګم ته یو +واري بیا په کورنۍ کې دننه سازشونه جوړ شول. سکندربېګم د خپلې +لور شاهجهان بېګم له کړو وړو دومره خوشاله نه وه هغه اوس د +اوويشتو (۲۷) کالو وه ‎۳٣‏ کلن صدیق حسن د هغې استاد و چې +عربي او فارسي لوړې زده کړې يې ترې کولې. دوی د سبق نه علاوه +په شعر او ادبياتو هم خبرې کولې او په نوابې کورنۍ کې داسې +ګنګوسې خورې شوې چې دوی د درس پر وخت نوکرانې له هغه ځايه +وباسي. د کورنۍ د ملازمانو له خوادا خبره هم وشوه چې يو ځلې + +‏سکندربېګم دا ښه ووهله او په کوټه کې يې بنده کړه لکه چې +شاهجهان بېګم شاعرانه طبعیت درلود او په ځوانۍ کې کونډه شوې +وه. د هغې د ژوند هغه ارمانونه نه وو پوره شوي چې ددې د سن +ښځې یې لري. سکندربېګم په خپله ځواني له خاونده لرې تېره کړې +وه او د قدسیه بېګم په شان خپلې ارزوګانې یې پر کار او د خلکو په + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +شاه جهان بېګم ‎-۸٣۰‏ +‏خدمت کې لټولې خو شاه جهان رومانټیک طبعیت درلود. صدیق +حسن په داسې وخت کې ورسره مخ شو چې دې ته يوه جذباتي اډانه +په کار وه بل وا صدیق حسن لپاره شاه جهان يوه داسې مرغۍ وه +چې په خپله دده لومې ته ورداخله شوه سکندربېګم پر ځای د ددې چې +د شاه جهان بېګم د واده غم يې کړی وای د بهوپال سياست او ددې د +راتلونکې په اړه یې فکرونه کول + +سکندر ر بېګم په دې هم ښه پوهېده که د هغې لور ښه واکمنه نه شوه +نو لمسۍ به یې بې واکه شي د دوست محمد په کورنۍ کې د هغې +ورېرونو او نورو ځوانانو اوس هم د بهوپال واکمني غوښتله او تل به +يې سازشونه کول. د دوی د خطر د مخنيوي لپاره سکندر بېګم له +خاندانه بهر په یوسفزیو او پېروزځېلو کې د یوه مناسب هلک لټون +پیل کړی و او په دې لړ کې هغې د لوهاري د سردارجلال خان کورنۍ +ته خپل یو وزیر ورواستاوه. دا هغه کورنۍ وه چې دوست محمد په +کې پناه اخيستې وه. په ۱۸۲۲م کې د اګرې په دربار کې له ګډون +وروسته سکندربېګم د اورکزیو ځينې ځوانان اګرې ته راو��لل چې په +خپله یې وویني په دوی کې یوه کونډه محمدي بېګم له خپل ‎٧١‏ کلن +زوی احمد علي خان سره ورغله. د احمد علي ښې تربيې پر +سکندربېګم اغېز وکړو. ' + +محمدي بېګم له خپلو دوو اولادونو احمد علي او چندا بي بي سره +بهوپال ته کډه وکړه د هغې په کورنۍ کې داسې څوک سړی نه و چې +د هغې واکمنۍ ته یې خطر رامنځ ته کړی وای + +له اګرې نه بېرته د راتلو سره سکندربېګم ناروغه شوه او دوه کاله +وروسته د ۵۰ کلونو په عمر کې مړه شوه دا تر٢١‏ کالو پورې د +بهوپال نوابه وه : + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +ی٢‏ لات + +۸۴- شاه جهان بېګم + +ددې د ميتي اوولس ورځي وروسته په ۸٨۱۸م‏ کال کې شاهجهان +بېګم په دويم ځل د بهوپال نوابه اعلان شوه په دې وخت کې دا +اعلان هم وشو چې لس کلنه سلطان جهان بېګم به ددې ځای ناستې +وي. شاهجهان د ‎۳٣‏ کالو وه. د د دې خبرې امکان و که هغې دويم واده +وکړو او زوی يې وشو نو د انګرېز او د اسلامي قانون تر مې به د +هغې ځای ناستی وي خو سکند ربېګم له مرګ وړاندې له انګرېزانو +دا ژمنه اخيستې وه چې د د هغې لمسۍ به راتلونکې حکمرانه وي +دویمه دا چې سکندربېګم غوښتل چې د بهوپال واک دې په اورکزیو +کې پاتې وي. همدا وجه وه چې هغې د سلطان جهان لپاره یو اورکزی +پښتون غوره کړی و. + +کله چې شاهجهان نوابه شوه نو هغې صدیق حسن ځپل مشر منشي +اعلان کړ او په دې توګه به دوی دواړو يو بل سره لیدل. شاهجهان +اوس ده ته د صدیق حسن پر ځای د صدیق حسن ځان نوم اخيستو. +مانا يې دا وه چې دی د یوه پښتون په توګه وروښايي اوس د هغې پر +سرد سکند ربېګم غوندې مور هم نه وه چې ددې کړه وړه وڅاري. دا +څرګنده وه چې د شاهجهان بېګم له صدیق حسن سره مینه وه او خپله +صدیق حسن د هغې احساسات او ذهن دواړه په لاس کې نیولي وو. + +د خپلې نوابۍ په لومړیو څلورو کالو کې شاه جهان د حکومت په +کارونو کې ښه په لېوالتیا برخه اخیسته د مالیو انتظام یې ښه کړ. 2 +پولیس او پوسټې سيسټم يې ښه پر مخ يو وړ. د سپرو پوځيانو +معاش يې زيات کړ. په خپله به د بهوپال لرې پرتو سیمو ته ورتله او د +خلکو له حاله به يې ځان خبراوه ددې په حکومت کې د بهوپال ځاوره +کچ شوه او سرشمېرنه یې وکړه. چې له دې حسابه هلته ۰٠ااوه‏ +لکه څلور ويشت زره خلک اوسېدل او داپه داسې حال کې وه چې + +بهوپال . د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +شاه جهان بېګم ‎-۸٨۵٨۵۰.‏ +‏هلته د څو کلونو سوکړې وچکالي او يووارې د طاعون وبا ډېر +خلک مړه کړي او بې شمېره نورو له دې ځایه کډې کړې وې + +د وچکالۍ له کبله د مځکې حاصل کم شوی و همدا وجه وه چې په +بهوپال کې د اپیمو کر ته اجازه ورکړل شوه. خو ورو ورو ددې نوابۍ +کلتور هم په بدلېدو شو شاه جهان په خپله شاعره وه. آرټ. ادبيات +او موسیقي يې خوښېدله. هغه دربار چې يوازې عالمان او مذهبي +خلک ورته راتلل اوس د شاعرانو. لیکوالو. انځورګرو او +سندرغاړو تګ راتګ په کې زیات شو. شاه جهان به ورله د دوی په +تخلیق انعامونه او مځکې ورکولې + +د شاه جهان لور د لسو کالو د وړوکي عمر نه خپله روزنامچه ليکله. +او یو ځای لیکي چې د نیا «سکندربېگم) د مړینې نه وروسته چې یې +له خپلې مور سره ژوند پیل کړ. نو ددې ورځنی مهال وبش چې پخوا +ټاکل شوی و اوس نيمايي ته راولوېد. + +د سکندربېګم په وخت کې دسلطان جهان لپاره دا مهالوېش ټاکل شوى و: + +سهار له پنځو نه تر شپږو بجو- -ازاده هوا کې ورزش + +اتو نه تر لسو بجو -- - د قران زده کړه + +دولس نه تريوې بجې-- -- خطاطي اولیکنه + +دریو نه تر څلورو -- - انګرېزي درسونه + +څلورو نه پنځو ��جو پورې- احساب + +پنځو نه تر شپږٍو بجو - پښتو او د تورې تربيه د اس سپرلي + +خو شاهجهان بېګم دا مهال وېش بدل کړ. + +سهار له اوو بجو نه ترنهو - د قران درس + +د غرمې له دوو نه تر څلورو - د سرکاري اسنادو مطالعه ورپسې +ټول وخت د تفريح لپاره + +بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +/ . ی٢‏ 7ه جهان ې ړ3: + +سلطان جهان له وړوکي عمره لیدل چې صدیق حسن ددې پرکونډې +مور څومره اغېز لري او دا يې هم احساس کړی و چې د هغه له کبله +يې له خپلې مور سره وا ټن او لریوالی پيدا شوی و. د دوی په +سرکاري استوګنځي کې د شعر و شاعرۍ او موسيقي په محفلونو +کې به صدیق حسن هرو مرو موجود و. + +په ۱۸۷۱ م کال کې چې سلطان جهان د دیارلس کالو وه هغې د قرآن +کریم زده کړه پای ته ورسوله او وله رواج سره سم شاه جهان بېګم د +خپلې لور لپاره د نشرح محفل جو ړکړ. او تر څلوېښتو ورځو پورې په +بهوپال کې ددې خوشالي ولمانځل شوه + +صدیق حسن له هغې ورځې راهیسې چې شاه جهان په رسمي توګه +نوابه شوه .قدرت ته د رسېدو لپاره لاس وپښې وهلې. دده لومړی +کار دا و چې خپل خسر مولوي جمال الدين يې له حکومتي کارونو +لرې کړ. په شاه جهان بېګم يې دومره اغېز پېدا کړ چې ځان يې +مدارالمهام «مشر وزی کړو. عجيبه خبره دا وه چې د صدیق حسن +مېرمتې ذکیه بېګم ددې هر څه ملاتړ کاوه هغه اوس پنځوس کلنه وه +او خپل خاوند يې دې ته هڅاوه چې له شاه جهان بېګم سره واده +وکړي. + +صدیق حسن په بهوپال کې د انګرېزانو استازي مېجر ابډورډ +تامسن ته یو پټ خبر ور واستولو چې شاه جهان بېګم سره په جنسي +اړیکو کې هغه حامله کړې ده. او هغه یې په دې قانع کړ که شاه جهان +بېګم ډېر ژر له ده سره نکاح ونه تړي نو دا به د بهوپال لپاره يوه لویه +بدنامی وي انګرېزانو دا خبره ومنله او د دوی استازي چې له شاه +جهان بېګم سره ولیدل نو دا خبره یې ورته وکړه چې د هغې لپاره به دا + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +شاه چجهان بېګم ‎-۸٧‏ +‏بهتره وي چې بل واده وکړي. ځکه چې اسلام کې د ښځې لپاره د دويم + +واده اجازه شته + +شاه جهان په خپلو يادشتونو کې ډېر په معصومانه ټکیو کې لیکي +'هغې د انګرېزانو لخوا یو لیک ن تر لاسه کړ چې ور 077 واده +مشوره ورکړل شوې وه دک ې خپلو خپلوانو کې وکتل چې څوک دومر +علم او شرافت لري چې له دې سره د واده کولو وړو ي. نو څرګنده شوه +چې دا محترم اصدیق حسن له تېرو لسوکلونو راهیسې د بهوپال +خدمت کوي او زما د مور سکندر ربېګم منشي هم پاتې شوی و او په +ټول بهوپال کې دده غوندې علم له هيچا سره نه و نو ما د قرآن له +تعليماتو سره سم او د انګرېزانو په مشور ره دا فيصله وکړه چې ز زه +دويم واده وکړم' + +په دې به هغه شيطاني خبرې هم ختمې شي چې زه ولې له یوه پردي +سړي سره يوازې يمه او دا خو ښکاره ده چې زه به د حکومت د کارونو +لپاره له خپل مشر وزیر سره يوازې کېنم په ‎۱۸۷١‏ کې شاه چهان +بېګم له صد يو ق حسن سره واده وکړو او صدیق حسن په رسمي توګه د +شاه جهان ن بېګم بې اختياره سرپرست وټاکل شو قد سیه بېګم لا +ژوندۍ وه او اوي کلنه وه هغې چې دا خبر واورېدو نو ډېره سخته +خپه شوه هغې لا پخوا د شاه جهان او د صدیق حسن د اړيکو +مخالفت کاوه د هغې کرکه او قهر لا زیات شو صدیق دا خبره ياد +وساتله او د نیا او لمسۍ تر منځ يې فاصله زیاته کړه + +له واده سمدستي وروسته ده پر شاه جهان فشار راوړ چې د نوايۍ +لقب دې هم ورته ورکړل شي او انګرېزانو ورته نواب والاجاه +امیرالملک خطاب ورکړ شاهجهان بېګم په دې دومره خوشاله شوه +چې دی یې په یوه هاتي سپ��ر کړ او د جلوس په شکل يې د بهوپال + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏ي‎ +‏شساه جهان نیکم‎ -۸٨ + +لارو ته وویستلو د بهوپ ال خلکو له هغه دومره نفرت کاوه چې په کور +کښېناستل او هیچا يې هرکلی ونه کړ مهمه خبره دا وه چې د شاه +جهان بېګم د حمل خبره دروغ وختله له واده وروسته صدیق حسن په +دې خبره ناراضه شو او شاه جهان بېګم ته يې وول چې دا د هغې د +خپلوانو او د بروکټ پښتلو یو سازش و هغه شاه جهار ن بېګه چې د +شعروشاعری او د موسيقي په محفلونو کې به کښېناستله او +صدیق حسٍ ن چې په دې محفلونو کې يې خپله هم ګډون کاوه او ځوند +به یې ترې اخیست. اوس دواړو د اسلام د سپېڅلي دین په درناوي +پردې او ستر فیصله وکړه. یانې دا چې شاه جهان بېګم اوس له پردې +شا ته حکومت کاوه او د خلکو مخې ته به نه ر راتله تر واده له مڅه چې +صدیق حسن څه ډول ژوند کاوه له واده ور روسته ورته هر څه عیب +ښکاره کېدل د پوښتنې وړ و. شاه جهان بېګم په دې کار له عملی پلوه +د بهوپال واک صدیق حسن ته وسپارلو او د کوم واک اختيار لپاره +چې د هغې مور او نیا نیمه پېړۍ وړاندې مبارزه کړې وه هغه يې له +لاسه ورکړ د صديژ ق حسن په لمسون شاه جهان له خپلې نيا قد سیه +پیګم سر هم اختلاف پېدا کړ. تر دې حده چې هغه به یې خپل کور نه +نه رابلله او کله چې د سلطان جهان واده و نو هغې ته يې اجازه +ورنکړه چې خپلې لمسۍ ته سوغات راوړي +تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د بهوپال اورکزي پښتانه د صدیق +حسن له غروره او د هغه له فیصلو په عذاب وو. خو د هغه د +موجودیت تر ټولو لوی ګوزار د سلطان جهان په ژوند و چې له مور +سره یې اړیکي د ورځې په تېرېدو سره خرابېدل : + +پرپرر + +هوپال ‏ د هندوستان پښتاته تت + + + +00011953 ۲ 9٧ + +اووم څپ ر کی + +مور و لور او سیاست + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎7000060000٨ ٣-٢"‏ او سیاست + +‏د ۱۸۷۱م کال د بهوپال خلکو د س-لطان جهان د نشرح د +جشن په توګه ياد وساتلو خو دا کال د شاه جهان د دويم واده +کال هم و + +‏سلطان جهان په لومړي ځل د صدیق حسن له منفي شخصیت سره +مخامخ شوه دا له وړوکوالي راهيسې د جلال اباد يوه اورکزي +احمدعلي ته ناسته وه او هغه يې د خپل ژوند ملګری منلی و له ده +سره يې د ځوانۍ مینه هم پيدا شوې وه خو اوس صدیق حسن د هغې +د پلندر په رول کې ورباندې فشار راوړو چې دا کوژدنه دې ځتمه +کړي او دده له زوی نورالحسن سره دې واده وکړي چې د لومړۍ +مېرمنې نه یې و. شاه جهان به د صد یق هره خبره منله او په دې معامله +کې يې هم څه اعتراض ونه کړ خو سلطان جهان سکوټ انکار وکړ +هغې د احمد علي نه علاوه بل هېڅوک نه غوښتل + +‏شا ه جهان انګرېزانو ته وليکل چې دوی څه مشوره ورکوي. هغوی +هېڅ اعتراض ونه کړ. بيا دې له خپلو سرداران او نورو امیرانو سره +مشوره وکړه دوی هم په دې واده ورسره رضا شو. ځو صدیق حسن د +دو واده تر یوه کاله پورې وځنډاوه په دويم ګام کې ده احمد علي له +شاهي ماڼۍ نه وشړلو او دی له خپلې مور سره په یوه بل سرکاري کور +کې مېشت شو. ده هڅه کوله چې د احمدعلي کمزوري پيدا کړي يا +دی مجبور کړي چې ورته نافرماني وکړي ځو احمد علي هوښیار +ځوان و. پدې پوهېدو چې يوه معمولي خبره به د واده د ختمېدو +سوب وګرځی. اخر په ۱۸۷۵ م کال کې احمد علي د احتشام الملک +او د سلطان الدوله له القتابو سره سلطان جهان په ډولۍ کې خپل +کورته بوتله : + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - : + + + +6666 0 090165 +مورو لور او سیاست - و +کله چې شاه جهان بېګم د پردې شاته پټه شوه نو په رسمي دربارونو +کې يې د بهوپال د توایي په توګه له ګډون نه ډډه کوله اود عذر په +توګه یې انګرېزانو ته وليکل چې ددې استازيتوب به یې مېړه صدیق +حسن کوي + +د انګرېزانو له خوا په ۱۸۵۷م کې د خپلواکۍ د پاڅون له +بریاليتوب وروسته په بېلا بېلو صوبو کې د دربار رابلل کېده دې +دربارونو که یوې خوا ته نوابانو او راجه ګانو ته موقع ورکوله چې له +یوه بل سره وويني نو بل خوا به انګرېزانو د دوی د سیمو په باب +اورېدل چې دوی نوې تګلاره څنګه پلې کوي. په دوديزه توګه نوابانو +او راجه ګانو د د عېش او ارام ژوند کولو او په دې دربار کې به دوی +خپل نوکران او خدمتګار ران هم ځان سره وړل. د د استوګنې لپار هبه +دوی خېمې لګولې او لکه د يوې لویې مېلې غوندې حالت به جوړ +شو په رسمي غونډو کې به د هر چا ځای معلوم و. د راجه ګانو او +نوابانو ځای ناستي به هم په کې شاملېدل او د دوی ځای به معلوم و +د دوی د مېرمنو ځای به تل د غونډو په وروستیو ليکو کې و. په +۷م کال کې انګرېزانو شاه جهان ته د يو اعزاز ورکولو اعلان +وکړ. نو هغې د صدیق حسن نوم وړاندې کړ. چې د هغې پر ځای به دی +دا اعزاز ترلاسه کړي خو انګرېزان په دې پوهېدل چې صدیق د واک +ترلاسه کولو په لاره روان دی. دوی انکار وکړ او ورته یې وويل چې +په خپله به دربار او نورو سرکاري سفرونو ته ورځي + +له واده وروسته سلطان جهان په شپږٍو کلونو کې پنځه ماشومان +وزېږٍول. لومړۍ لور يې بلقیس جهان نومېده. له دې وروسته په +٧٢م‏ کې ددې زوی محمد نصرالله خان وزېږید . چې د څلورو +واکمنو ښځو نه پس لومړی هلک و. ورپسې عبيدالله ځان او يوه بله + +8چ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00/165۷ ٢. ۶٨. +‏لو لور‎ 0 03 -٢٩ + +او سیاست +لور آصف جهان پيدا شوه. څوارلس کاله وروسته ددې زوی حمیدالله +خان په ‎۱٩۹۴‏ کې وزیږېد چې د بهوپال راتلونکی نواب و + +په دې کلونو کې چې سلطان جهان کال پر کال اولاد زېږولو د شاه +جهان بېګم او د صدیق اولاد نه کېده. دوی د اولاد لپاره ډاکټرانو +حکیمانو . پیرانو او عالمانو ته ولاړل چې پکې هندوان او مسلمانان +دواړه شامل وو. خو فايده يې ونه کړه. په دې وخت کې د بهوپال +ټولنه هم په دوو برخو وویشل شوه. يو هغه وهابي او مځکه وال وو +چې په صدیق حسن راټول وو دويم هغه پښتانه چې د باقي محمد د +کورنۍ او د جلال اباد نه له احمدعلي سره ورغلي وو. د سلطان جهان +تر ټولو لوی ملاتړ د هغې د مور نیا قد سیه بېګم وه. + +د مور او لور تر منځ رابطه به د سلطان جهان د مشر لور بلقیس جهان +له لارې کېده چې په ورځ کې به یو ځلې د خپلې نيا سلام ته ورتله + +صدیق حسن د حکومتي کارونو لپاره ټول خلک په خپله لګول. د +پولیس مشر. مشر وزیر میرمنشي او دغسې نورې مهمې څوکۍ يې +د خپلې خوښې خلکو ته ورکړې + +په ۱۸۷۷م کال کې صدیق حسن يو دربار راوبللو او په خپله یوه +اوږده وینا کې يې د سکندربېګم د وخت او د هغې پر حکومت +نیوکې وکړي اوسنی دور یې وستتایلو او د باقی محمد د دوو زامنو +لطیف محمدخان او مجید محمدخان په اړه یې وويل چې د دوی له +احمدعلي سره پټې رابطې دي او سازشونه کوي. + +سلطان جهان | و احمدعلي هغه ګړۍ هلته ناست وو. . خو هېڅ غرٍ یې + +ونه کړ خو هغې دا هر څه په خپلو یادشتونو کې ولیکل + +په ‎۱۸٨١‏ کې د هندوستان ټول واکمن کلکتې ته په يوه دربار کې +مېلمانه شول شاهجهان له خپلې ځای ناستې سلطان جهان سره ورب + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +00065١ 661٨ + +مورو لور او سیاست ‎-٣۰‏ +‏شوې وه شاه جهان د صدیق حسن په بدرګه هلته ولاړه د انګرېزانو له +خوا د هر يوه نواب او راجه لپاره بېله چ��کۍ او د سلطان ځای ناستو + +لپاره يې بېلې چوکۍ وې سلطان جهان لیکي چې کله هغې له +واي يسرای سره ستړي مه شي کول نو صدیق حسن ولاړ واوهغې ته +ټاکل شوې چوکۍ باندې کښېناست په دې وخت کې د انګرېزانو د + +مراسمو مشر راوړاندې شو له هغه یې غوښتنه وکړه چې دا ځای دې +پرېږدي. په دې خبره صدیق حسن سخت په قهر شو او و انګرېزانو ورته +په سخته وویل چې دی هلته نشي کښېناستلۍ. دی مجبوره شو چې +هغه ځای سلطان جهان ته پرېږدي. + +د ورځو په تېرېدو سره د قدرت لپاره د صدیق حسن حرص او د +سلطان جهان لپاره مشکلات زېاتېدل + +په ۱م کې قد سیه بېګم د ٢کلونو‏ په عمر کې مړه شوه +صدیق حسن يوازې د بهوپال واکمني نه غوښتله. هغه د وهابي +عقيدې تبليغ هم کاوه او د انګرېزانو پر ضد د رسالو | وکشابونو +چاپولو لپاره یې د د بهوپال له خزانې پیسې اخیستې | وعلماوو ته به +یې ورکولې. چې په جوماتونو کې وعظونه وکړي هغه په سوډان کې +له مهدي سره اړیکي جوړ کړي وو | و له دې پرته يې په ترکیې. +عربستان او برما کې له انګرېز مخالفو ځواکونو سره ر رابطې وې +انګرېزان په دې خبر ووا و شاه جهان بېګم ته یې څو وارې ويلي وو +چې د ده فعالیتونو ته پام وکړي. هغې به ورته په ځواب کې وویل چې +ددې سرپرست د حکومت په معاملو کې هېڅ لاس نه لري د انګرېز +استازی سر لیپل ګریفین د صدیق حسن په فعالیتونو دومره نا ارامه +وو چې خپل حکومت ته یې دده پر ضد د ګام اوچتولو غُرٍ وکړ خو د +هند وایسرای لارډ ډېفرين د بهوپال نوابه کورنۍ خپه کول نه غوښتل + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +۴۰ م٨0۶0‏ .هد 3وا لور اوسیاست + +په ۱۸۸۵م کال کې د برتانیا حکومت په بهوپال کې د استخباراتو +یوه داسې شبکه یا جال جوړکړی و . چې د صدیق حسن د هرې ګړۍ +حال به يې معلومولو نوموړي د انګرېزانو د تهدید نه وروسته په پټه +خپل کارونه سرته رسول + +په ۱۸۸۵م کال کې سر لیپل ګریفین بهوپال ته ولاړ. یو دربار يې +راوغوښت چې په کې د صدیق موجوديت لازم و. د بهوپال په خلکو +کې ګنګوسې وې چې دی به د صدیق حسن په اړه یوه مهمه فېصله +کوي. د شاه جهان بېګم پښتنو امیرانو که څه هم له صدیق حسن څځه +بد وړل. خو هغې ته يې ډاډ ورکړی و. چې که انګرېزانو په دربار کې +د بېګم نواب یا د هغې د سرپرست سپکاوی وکړ نو دی به ژوندی له +بهوپاله ونه وزي + +ښاغلي ګریفین په خپله وینا کې د شاه جهان بېګم د اصلاحاتو او د +هغې د انتظا م ستاینه وکړه ه نو د دربار خلک | رامه شول. بيا هغه د +صدیق حسن د پټو سیاسي فعالیتونو خبره وکړه او دا چې هر څوک د +برتانيې د حکومت پر ضد عمل کوي هغه به د امتياز زټایټل څخه بې +برخې وي. نو ځکه د صدیق حسن ټول القابات او امتيازات بېرته ترې +اخيستل کېږي. هغه د خپلې وینا په وروستیو کې د رشوت خورو +غندنه وکړه او د صدیق حسن له خوا ټاکل شوي دوه بدنامه په درغلۍ +او فساد تورن افسران یې ونیول او په خپله یې دوی ته په لاسونو کې +ولچکې ورواچولې. + +شاهجهان بېګم او صدیق حسن په خاموشۍ دا هر څه وزغمل. له +دې وروسته تر ټولو مهمه فيصله د انګرېزانو له خوا دا وه چې د +صدیق حسن د بدانتظامي له کبله به د برتانيا حکومت په خپله د +بهوپال مشر وزیر (67 1:15 7) ټاکي نوابه به په ټولو + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +00065١ 661 + +مورو لور او سیاست ۵۰- +مراسمو کې د مشرې په توګه پاتې وي. خو د حکومت چارې به د مشر +وزیر په لاس کې وي. دوی عبدالطیف ځان چې د باقي محمدخان زوی +و پر دې ځای وټاکلو. خو د شاه جهان بېګم لپاره دا د منلو وړ خبره نه +وه هغې د خپلې کورنۍ پښتانه نه غوښتل او اخر عبدالطیف خان +څلور میاشتې ور روسته له خپلې عهدې استعفا ورکړه + +انګرېزان په دې خپه وو . خو شاهجهان بېګم ورته وويل چې دا د +یوه هندوستاني امر ته سر نشي ټیټولای. نو ښه به دا وي چې مشر +وزیر دې یو انګرېز وټاکل شي. کله چې انګرېزانو دې ته غاړه کېښوده +نو دې سمدستي د کرنل بروک نوم وړاندې کړ. دی په کلکته کې +اوسېده او له صدیق حسن سره يې نژدې اړيکي وو. ګریفين پر دې +پښه کېښوده او نه یې غوښتل چې صدیق حسن بيا نفوذ ومومي. +بالاخره د کرنل وارډ په نوم یو تن مشر وزیر وټاکل شو. دی هغه وخت +په شمله کې و او کله چې دی د خپلې دندې لپاره ونومول شو نو له +بهوپاله د شاه جهان بېګم له خوا يو استازی ورته ولاړو او له ده يې +وپوښتل چې ایا مېرمن وارډ به ګاڼې په سوغات کې ومني ‎٢‏ +‏دې خبره ټکان وخوړو او سمدلاسه یې انکار وکړ دی پوه شو چې په +بهوپال کې یو څه لوبه روانه ده. د وارډ په راتګ د صدیق حسن زور +مات شو هغه له سلطان جهان بېګم سره زړه سوی لاره او که څه هم د +شاه جهان بېګم دی نه خوښېده چې هغه تګلاره ومني خو د انګرېز +وزیر لپاره هغې خپله ویلي و هغې داسې احساس کاوه چې ددې هر +څه تر شا یې د لور سلطان جهان لاس دی + +صدیق حسن د شاه جهان بېګم د خاوند کېدو له کبله د انګرېزانو له +خوا له سختې سزا پاتې شو. ګریفين ځپل حکومت ته ویلي وو چې دی +دې تورو اوبو ته واستول شي خو وایسرای یې مرستې ته راغلی و + +-- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏مورو لور او سیاست‎ -٣٩ - + +په دې وخت شاه جهان بېګم ځان ته بېله ماڼۍ جوړه کړې وه چې تاج +محل نومېده. او ډېر ژر له صدیق حسن سره دې ماڼۍ ته کډه شوه له +دې سره د شاه جهان لمسۍ بللقیس بېګم هم وه چې د هغه وخت د +ډېرو مسلمانو کورنیو له دود سره سم خپلې نیا لویوله بلقیس اوس د +‎٢‏ کالو وه او په دې خبرونو وارخطا شوه چې شاه جهان بېګم د +صدیق کشر زوی علي حسن چې هغه وخت نولس کلن و د واده لپاره +بلقیس ورته کښېنوي او ډېر ژر یې د کوژدنې اعلان کېدونکی و + +په دې ورځو شپو کې بلقیس ډېره سخته ناروغه شوه او په نوابې +کورنۍ کې داسې ګنګوسې شوې چې د صدیق حسن کورنۍ ورباندې +څه ټوټکې «کوډې» کړې دي. تر څو میاشتو د هغې علاج کېدو چې بیا +وروسته یو څه روغه شوه نو د خپلې مور لیدو ته ورغله. سلطان جهان +د خپلې لور په ژېړ مخ او کمزري بدن ډېره وځورېده او هغه یې په خپل +کور ر کې ايساره کړه ه. شاه جهان په دې کار نا راضه شوه او په پيل کې +بلقیس هم خپه وه. خو وروسته د خپلې مور په احساساتو پوه شوه +اوسر به هغه هره ورځ د نيا لیدو ته له یوې ماڼۍ نه بلې ته ورتله دې +سره د هغې ناروغي بیرته را اوګرځېده . د بلقيس د د ژوند هیله چې +ختمه شوه نو یوه ورځ سلطان جهان د ځپلې مور ماڼۍ ته ورغله له +هغې يې بښنه وغوښتله او ورته یې وویل + +د بلقیس لیدو ته دې راشي. خو شاه جهان دومره مروره وه چې د +هغې خبره یې ونه منله. خو څو ورځې وروسته دولس کلنه بلقس مړه +شوه. د مور او لور تر منځ د روغې جوړې يو بل ور وتړل شو. شاه +جهان تر پنځو کلونو پورې هڅه کوله چې د صدیق حسن په اړه د +انګرېزانو مخالفه رويه واړوي او هغه ته خپل امتيازات او القابات +بیرته ورواخلي هغې د يوې پتمنې مېرمنې په شان له انګرېزانو سره + +بهویال ‏ د هندوستان پښتانه - - - - مت + + + +00065١ 661٨ +-٧۷٩ ‏مورو لور او سیاست‎ +‏د خپل خاوند په دفاع کې خبرې اترې کولې د پېرنګيانو استازي بدل‎ +‏رابدل شول او دوی په دې غور کاوه چې صدیق حسن ته خپل‎ +‏امتيازات بېرته ورکړي. چې هغه وخت د تور ژېړي «یرقان» په‎ +‏کې دا څرګنده شوه چې دی د مرګ‎ ٨۸٨١ ‏ناروغۍ اخته شوی و. په‎ +‏غاړې ته نژدې دی انګرېزانو خپل ډاکټر ورواستاوه خو د هغه کټ ته‎ +‏لا پخوا لس حکيمان او یو هندو جوتشي ولاړ وو څو ورځې وروسته‎ +‏صدیق حسن مړ شو خو شاه جهان بېګم بيا هم هڅه کوله چې د هغه له‎ +‏نامه تهمت لرې کړي انګرېزان پردې رضا شول او له مرګه وروسته‎ +‏یې صدیق حسن ته د نواب خطاب بېرته وروباښه‎ +‏پرته له دې چې څوک د صدیق حسن د اغېزو په رڼا کې د شاه جهان‎ +: ‏قضاوت وکړي . د هغې د د دورې کارونه به په نظر کې ونيسو‎ +‏بهوپال کې د اورګاډي د راوستو پلان د سکندر ربېګم په ژوند کې پیل‎ +‏شوۍ و او د پیسو د کمي له کبله څو کاله ډېر ورو کار پرې روان و‎ +‏قدسیې بېګم له خپلو شخصي پیسو ورته بودجه «بجټ برابره کړه. د‎ +‏دوی دواړو په ژوند کې د اورګاډي راتګ ونشو خو اخر په ۱۸۸۴ م‎ +‏کال کې لومړی اورګاډی بهوپال ته ورداځل شو شاه جهان بېګم په‎ +‏برتانیا کې د ووکنګ په سیمه کې لومړی جومات جوړ کړ. چې په‎ +‏اروپا کې هغه وخت د عبادت لپاره لومړی جومات ګڼل کېږي. له دې‎ +‏نه پرته یې په بهوپال کې تاج المساجد جوړ کړ . چې د هندوستان تر‎ +‏کاله وه چې په دې کې هغې د‎ ۳٣ ‏ټولو لوی جومات و ددې دوره‎ +‏فنون. علم او د مذهب لپاره ډېر کارونه وکړل د ښځو د تعلیم لپاره‎ +‏يې ادارې جوړې کړې. د روغتیا لپار ه کلینیکونه او د مساپرو لپاره‎ +‏يې سرا ایونه جوړ کړل. هغه هنرمندان چې خلکو به ورته په سپکه‎ +‏سترګه کتل عزت يې ورله ورکړ او د دوی د استوګنې لپاره يې‎ + +----- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +ی٢‏ -- +‎-٨ -‏ مورو لوراو سیاست + +مځکې او کورونه ورکړل د هغې لوی کار په علي ګړ کې د مسلمانانو +لپاره د لومړي پوهنتو ن جوړېدو ته پیسې ورکول و دا په خپله یوه +لیکواله او شاعره وه. په اردو او فارسي کې يې لیکنې کولې او د +تاجور او شېرین تخلص یې کارولو. فارسي ديوان یې دیوان شېرین +نومېږي. اردو کې مثنوي. صدیق البيان. تاج الکلام او نشر يې +تهذيب النسا په نوم چاپ شوي دي. د هغې په وخت په بهوپال کې +ارامي وه : : +په ۰۱١۱م‏ کې شاه جهان بېګم د خولې په سرطان اخته شوه. هغې +له علاجه ډډه وکړه. سلطان جهان د مور د حال په اور رېدو د هغې نه د +بښنې لپاره ورغله دوی دواړو دیارلس کاله له یوه بل سره خبرې نه +وې کړې. سلطان جهان له ځان سره خپل اوه کلن زوی بوتلو چې شاه +جهان هېڅ نه وو لیدلی شاه جهان د مرګ په بستره پرته وه او خپلو +خلکو ته یې پيغام استولی و "که زما په رعیت کې څوک داسې وي +چې په تېرو ۳۳ کلونو کې یې زما له لاسه بې ګناه سزا خوړلې وي نو +زه دوی ته وايم چې د خدای لپاره دې ما وبښي". : +سلطان جهان د خپلې مور د لید و حال په خپلو یادشتونو کې لیکي +زه د هغې کټ ته ورنژدې شوم هغې زه ونه پېژندلم پوښتنه یې +وکړه 'ته څوک یې' زه وېرېدم هېڅ ځواب مې ورنه کړ هغې بيا +وپوښتل ما بيا ځواب ورنه کړ درېیم ځل چې يې پوښتنه و گړه .شو +خدمتګارې زما نوم ورته واخيست هغې د افسوس او قهر په ګډ عْرٍ +کې وويل: ''ما پرېږده ز زما له مړینې وروسته با دلته راشه''. زه لا بيا هم +ورته ولاړه وم چې هغې راته بيا په سختۍ خپله خبره وکړه ه زه پوهېدم +چې هغه زما په لیدو ناارامه وه نور مې طاقت نشو کولای او له هلته نه +03 11 شاه جهان بېګم په ۱ مء کال کې مړه شوه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه نت + + + +00011953 ۲ 9٧ + +اتم څخبرکی +سلطان جهان بېګم + +بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +6 0001653 +انځورونه که + +تنيیَيس ٣سب��۹ښ۹ښ)ښ۹ښ۹۹٩ت۹۹یی۹۹يسیسسسسه0‏ + +نواب سلطان جهان پېګم + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001653 ۲ ٧ + +شپږ انځورونه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001653 ۲ 9۷ + +‎٧‏ سلطان جهان بېګم + +‏د خپلې مور له مړینې ور روسته او ‎۳۳٣‏ کاله د وا رئې په توګه په +سختو کې د ژوند کولو وروسته سلطان جهان په ‎١‏ ۰ کې د د ۴۳ +کلونو په عمر کې نوابه شوه د مور سره خرابو اړيکو..په ځوانۍ کې +د سازشونو او د دوو لوڼو د مړينې درد يې وليد د هغې د مشرې +نازولې لور بلقیس له مرګه لږ وروسته یې دویمه لور آصف جهان هم د +دولسو کلونو په عمر کې د يوې نامعلومې ناروغۍ له امله مړه شوه + +‏د سلطان جهان بېګم روزنه د خپلې نيا او د مور قد سیې بېګم په +لاس شوې وه دا په عقيده ټینګه مسلمانه وه او د عېش او عشرت +ژوند یې نه خوښاوه. د نوابۍ د واک د ترلاسه کولو وروسته سلطان +جهان چې د خزانې حال ولید نوهلته هېڅ نه وو .د شاه چجهان بېګم د +دورې اد داري فساد هغه ټوله شتمني زبېښلې وه. . چې د سلطان جهان +نیا په خوارو راټوله کړې وه .نه يوازې دا بلکې ډېر پوروړي هم وو +لکه د یوې مبارزې غوندې هغې خپلې مټې ونغښتلې او پر کار يې +پیل وکړ. خپلې شخصي پیسې يې حکومتي خزانې ته ورواړولې چې +د کارکوونکو تنخواګانې پرې پوره کړي. بيا يې خپل بااعتماده او +ایماانداره کسان پر لوړو څوکیو ولګول. فاسد او رشوت خواره يې +لرې کړل. + +‏دې ډېر کار په خپله کولو. ټول فایلونه او د حکومتي کار سندونه +وخت لومړي وزیر عبدالجبار خان استعفا ورکړه + +‏سلطان جهان په دې ډېره ځواشینې نه شوه او د لومړي وزیر کار یې +هم پر خپله غاړه واخیست. هغې به د لرې پرتو کلیو سفرونه کول او د +مځکې او کر حال به یې په خپله معلومولو انګرېزان چې ددې له کار + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه بت + + + +00011953 ۲ 9٧ + +سلطان جهان بېګم ‎٢‏ +‏او محنت نه خبر شو . نو يې پوره ملاتړ ورسره وکړ هغې خپلو دوو +زلمیو زامنو نصرالله او عبيدالله ته هم کارونه سپارلي وو او وړوکی +اته کلن زوی حمیدالله به یې هم له ځان سره ګرځاوه + +د سلطان جهان خاوند احمد علی ته د سلطان الدوله خطاب ورکری +شوی و او کله چې دا نوابه شوه. نو د خاوند د کورنۍ خلک یې. چې +له جلال اباده ورغلي وو په نوابۍ کې د خپلو ګټو لپاره په راټولېدو +بوخت شول. د احمدعلي ځور چې چندابي نومېده د هغې اوه پېغلې +او ښایيسته لوڼې وې په دوی کې دوه قيصر جهان او شهريار +جهان د نوابې د دوو زامنو لپاره کښېنول شوې. د واده تيارۍ پيل +شوې او هم په دې ورځو ‎١١۰١,‏ کې احمدعلي د زړه د حملې له امله +و : : + +د سلطان جهان لپاره دا یو لوی ټکان و. ځکه احمد علي ددې لپار : +یوه لويه تکيه وه او له ماشوموالې نه یې ور رسره مینه درلوده +د دوار ړو زامنو ودونه يې وځنډول ځو د څلوېښتۍ وروسته يې + +ودونه وکړل او زامن یې له خپلو مېرمنو سره بېلو کورونو کې مېشته +شول. + +په ‎۱٠۰١‏ م کال کې له دې ټولو بحرانونو تر راوتلو وروسته سلطان +جهان په ډیلي د ربار کې د ګډون لپار ره په لومړي ځل په اورګاډي کې +سفر وکړ له‌هغې سره ۱۴۲ کسان مله وو هغې لا پخوا ۴۲۲ کسان +ِِ د ځای او کیږدیو لټولو لپاره ډیلي ته استولي وو + +سلطان جهان د خپلو دوو مشرانو زامنو د تعليم لپاره هم هغسې +دوديزه طريقه کارولې وه. دوی د اس د سپرلۍ. د تورې اوغشي +ويشتلو تربيه واخيسته عربي. فارسي او انګرېزي يې زده کړه د +قران او حديث تعليم یې وکړ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +5 ٩٢» + +‎۳۲٠‏ ن جهان بيګم + +‏نصرالله چې مشری زوی يې و له ښکار او موټر سره يې ډېر شوق +لرلو د مور سترګې هم ده ته وې چې د دی د څلورو نسلونو نه وروسته +د نوابۍ لومړی هلک و + +‏عبيدالله د ‎٢١‏ کلونو په عمر کې د قرآن حافظ شو. ده له جنګي +فنونو سره شوق لاره او سلطان جهان راهڅاوه چې د بهوپال پوځي +خدمتونو کې ورداځل شي + +‏په ۱۹۰۳م کال کې سلطان جهان له ځپلو دريو زامنو سره حج ته +ولاړه په دې سفر کې هغه د مدینې او مکې په لاره کې څو واري د +کل وو قبيلو له خوا له خطر سره مخامخ شوه ددې پ پر قافلې حملې +وشوې خو د پنځو میاشتو د سفر نه وروسته بېرته بهوپال ته +راوګرځېده. هغې د خپل حج کیسه په یوه کتاب کې وليکله + +‏د سلطان جهان د دوو زامنو ودونه د جلال اباد د اورکزیو کورنۍ +کې شوي وو او ډېر ژر رته دا جوته شوې وه چې هغوی د بهوپال په +حکومتي کارونو کې خپلې اغېزې زیاتې کړې وې سلطان جهان ځان +له يوازې پاتې وه د هغې نګیندو غوښتل چې خپله وړه ځور هم +حمیدالله ته واده کړي خو د سلطان جهان دا نه وه خوښه هغې د خپلې +خسرګنۍ له اغېزو ځان خلاصول غوښتل. دې کتل چې دواړو مشرانو +زامنوته يې د خوشامدګرو او بوټپاکو درباريانو ډلې چاپېره وې +هغې نه غوښتل چې ‎١١‏ کلن حميد الله هم دې کندې ته ولوېږي. اوس +د شلمې پېړۍ پیل شوی و او په هند کې د انګریزي تعليم او سیاسي +شعور په راټوکېدو و + +‏سلطان جهان بېګم حميد الله لپاره په ټول هند کې د یوه مناسب +ښوونځي په لټه کې وه اخر يې فیصله وکړه چې دی به د بهوپال په +الېګزانډرا ښوونځي کې سبق وايي. دا ښوونځی څو کاله مخکې دې + +‏بهوپال . د هندوستان پښتانه ---- - + + + +00011953 ۲ 9٧ + +سلطان جهان بېګم ‎۸۰۳٣۰‏ +‏په خپله جوړکړی و. له دې ښوونځي وروسته حميد الله د علي ګړ +پوهنتون ته د سبق لپاره ولاړ او اخرله د ‎٠٠٢‏ کالو د بهوپال د نوابې +کورنۍ لومړی غړی د عصري تعليم لپاره له بهوپاله ووتلو. د +حمېد الله د واده لپاره هغې د اورکزيو نه پرته نجلۍغوښته او خپل +يوه با اعتماده استاز زي کندهاري خان ته يې دا دنده وسپا رله چې +پېښور ته ورشی او د يوه ښه پښتانه کور نجلۍ د حمبدالله لپاره +غوره کړي دی مردان. بنو او کوهاټ پورې ولاړ + +په پېښور کې دی د شاه شجاع د کورنۍ يو ټبر سره مخامخ شو +هلته یې د پنځو کالو یوه نجلۍ ولیده چې د یوه نل لاندې يې لامبل +دا نجلۍ مېمونه سلطان نومېده. د درانی خاندان د شهزاده خېل ټبر +دا نجلۍ د کندهاري خان خوښه شوه او سمدستي يې سلطان جهان ته +خبر ورواستولو. +هغې هم وخت ضایع نه کړ او د یوولس کلن حمیدالله او د +پنځه کلنې مېمونې د واده لپاره يې خپل مشر زوی عبيدالله او د +ورواستول. : + +د میمونه سلطان ټولې کورنۍ له دې سره بهوپال ته کډه وکړه لکه +چې د سلطان جهان سره د احمد علي د کوژدنې پر وخت شوي وو. د +درانيانو له راتګ سره په بهوپال کې يو ځل بيا د پښتنو د دودونه +راتازه شول. +بهوپال ته په راتلو د مېمونې د تعلیم او روزنې لپاره پلان جوړ شو +د عربي. | ردو او فارسي د زد د کړو سره سره هغې ته د د اس سپرلۍ. د +ټوپک چلولو. او د ستن تار او د ډوډۍ پخولو چل وروښودل شو د +انګرېزي ژبې د زده کړې لپاره هغې ته يوه مېرمنه د اوليور په نوم + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎٣۰‏ اا هان بېګم +وټاکل شوه. د پيانو او وایلن غرولو پرته هغې فرانسوي ژبه هم زده +کړه + +‏سلطان جهان د مېمونې په روزنه کې ډېره فعاله وه او په دې خوشاله +وه چې د د خپل زوی لپاره یې یوه ښکلې ښځه تېاروله مېمونه سلطان +هندي او لویدیز دواړه کلتورونه خپل کړل. + +‏د لومړي ځل لپاره د بهوپال د شاهي کورن�� يوې غړې له انګرېزانو +او اروپایانو سره د هغوی په ژبه ښه په اعتماد خبرې کولای شوې + +‏د خپل حکومت په لومړیو لسو کلونو کې سلطان جهان پر هر شي +خپله ټاپه لګوله. دا له برتانويانو سره نژدې وه اود هغوی په مشوره +يې د پولیس. بندي ځانو. د اوبه ځور او قضایي محکمو کې +اصلاحات راوستل هغه په خپلو يادښتونو کې لیکي: : + +‏"زما خپل کارونه د ورځې اتلس ساعتونو ته غزېدلي وو. د سهار له +اوو بجو د شپې تر دولس بجو ماته په دربار کې د ولسواليو. د تاڼو +افسران او جاګیرداران مستجر موافع دار راځي. چې دوی سره زه د +شاوخوا سیمې په اړه خبرې کوم. + +‏لس بجې زه ناشته خورم. له هغې وروسته زه هغه ټول درخواستونه +ولولم چې له تبرې ورځې نه راپاتې وي. دا چې وشي نو بيا د مالیې +وزیر راځي او د مالیې کاغذونه راښيي او موړ د پيسو جاج اخلو. دا +کاغذونه د هغه د مشورې او تصویب او د رايو په رڼا کې جوړ شوي +وي او زما د وروستۍ فیصلې لپاره راوړل کېږي وروسته هغه لیکي +چې دوه بجې دیوان ټهاکر پرشاد د مځکو کاغذونه زما په موجودګۍ +کې مستجارانو ته ورکوي. تر شپږو دا کار روان وي. شيخ محمد +حسن او منشي اسرارحسن خان د تېرو مالیو د راټولولو کاغذونه +راوړي.'" + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +00065١ 661٨ +‏سلطان جهان بېګم له‎ +‏سلطان جهان د شپې اته بجې ډوډۍ خوري او له هغې وروسته د‎ +‏شپې تر یولسو بجو ان تر نیمې شپې لیکونه ولولي ځوابونه ورته‎ +‏ورکوي. د طاعون دخپرېدو د مخنيوي لپاره کارونه ووېشي او داسې‎ + +نور + +سلطان جهان مشاورتي مجلس يو واري بيا رامنځته کړو او د +ښاروالۍ انتخاب يې وکړو. د ساري ناروغیو د مخنيوي لپاره یې +عامو خلکو ته د ستنو وهلو او د مفتو داروګانو د وېشلو انتظام وکړ + +هغې په لومړي ځل په بندي ځانه کې له بندیانو نه د کار اخیستلو +لپاره د لاسي توکو د جوړولو . اوبدلو او د بوڼلو تربیې تگلاره جوړه +کړه + +په خپل ورځني ژوند کې هغه ډېره مذهبي ښځه وه. پرده به یې کوله +او ان مېمونه سلطان ته به يې هم په پرده کې د اوسېدو غږ کاوه. خو د +سرکاري کارونو لپاره به یې له سړو سره لیدل. انګرېز مېرمنو ته دا +لارښوونه وه چې د سلطان جهان د لیدو لپاره ورځي. نو خپلې مټې به +بربنډې نه ساتي. یوه بریتانوي مېرمنه ګریس تهامس سیټون چې په + +‎٧‏ کې بهوپال ته تللی و په خپله سفرنامه کې ليکي: +"اوسنۍ بیګم د جینکو لپاره ښوونځی. د ښځو يو روغتون او د +لاسي کارونو یو پوهنځی پرانستي دي. دا هر څه په پرده کې کېږي +محترمې نوابې چې هر څه په وس کې وي او اسلامي قانون ورته + +‏اجازه ورکوي د ښځو لپاره یې کوي." + +‏"نواب سلطان جهان بېګم د شپږو کتابونو یوه باصلاحیته لیکواله +ده دا د انجینبرۍ. موسیقي. پخلي او د ستنې د کار پوره علم لري. +او د علي ګړ پوهنتون ریسه «چانسلره ده" : + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎-٠۰٧‏ 7 رصان جهان بېګم + +‏وروسته نوابې سره د چای د څښلو لپاره چې ورځي نو د سلطان +جهان په اړه لیکي + +‏"ددې د واورې په شان سپین ويښته و لباس يې يو د کمېبټن؛ +لرونکی کمیس او ورېښمین پرتوګ وو او نسواري کشمیری شال یې +پر اوږٍو لکه د ساړۍ تاوکړی و نه د دې پر سر تاج و. نه ورېښمینه +چپنه او نه هم ځلېدونکي کالي پتري. خو وقار او دروند شخصیت +ددې له مهربانو سترګو څرګند و. داسې سترګې چې هم يې غم ليدلۍ +و اوهم يې بریاليتوب ترلاسه کړی و + +‎٢ 002005‏ جلالت مب په انګرېزي هم خبرې کولای شي +خو ماسره یې خپله ژبه اردو کې خبرې کولې. په دې ژبه کې یې لیکنې +هم کړې دي په دوی کې يو د دې د مور او نیا او یو د دې د خپل ژوند +لیک دی نور کتابونه یې د یوې مسلمانې کورنۍ او د پردې په دفاع + +‏مېرمن ګریس وروسته بيا د سلطان جهان د دریو لمسیو ذکر کوي +چې د خپلې نيا د سلام او تعظیم وروسته يې ترې د لوبو اجازه +واخيسته د مېمونه سلطان په اړه وایی دا به د درويشتو کالو وي او +ډېره نرۍ او ښايسته وه ددې کړه وړه شاهانه وو او خوشاله +معلومېده. دا په سخته پرده کې له خپلې خواښې سره د شاهي ماڼۍ +په نورو خونو کې ژوند کوي + +‏د هغې دربار ته به د یورپ امیران هم ورتلل. په ‎۱٧١٩۷١‏ کې هغې ته +د هند د امپراتورۍ لوی اعزاز ورکړل شو. په اګره کې د يوه دربار پر +وخت هغه د افغانستان له امیرشېرعلي ځان سره هم مخامخ شوه او +ورسره یې په پښتو او فارسي کې خبرې وکړې + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0٥065١0 + +سلطان جهان بېګم ‎-۰١۷‏ +‏په دې ورځو کې هغې د حمیدالله پر شخصي مځکه ځان ته يوه +ماڼۍ د احمدآباد په نوم جوړه کړه هغه په دې وېرېده چې که مړه شوه +نو د نواب سرکاري کور صدر منزل به د جلال آباد پښتانه ترې نه +واخلي. + +سلطان جهان چې څه وخت حج ته تله. نو په لار رې په سمندري بېړۍ +کې يې د خپل انګرېز ډاکټر له مېرمنې انځورګري زده کړه. له دې +وروسته چې,به سلطان جهان هر وخت موقع وموندله نو ځان به یې په +دې کار بوخت ساتلو. + +په ١۰٠۱م‏ کال د بريتانیا شهزاده ,ځای ناستیۍ چې بيا وروسته د +پنځم جورج په نوم پاچا شو . هند ته ورغی او په بېلا بېلو دربارونو +کې سلطان جهان ده او دده مېرمنې شهزادګۍ مېري سره ولیدل + +په دې کال په بهوپال کې یوه جرګه او قانون جوړونکې اسمبلي جوړه +شوه چې د خلکو د استازيتوب په برخه کې د پرمختگ یو بل ګام و. + +په ۱٩١٢م‏ کال کې جورج پنځُم د خپل پلار له مړینې وروسته د +برتانيا پاچا شو او د هغه د تاجپوشۍ په مراسمو کې سلطان جهان تم +هم بلنه ورکړل شوې وه. هغې په ځواب کې انګرېزانو ته ولیکل چې دا +په بورقه کې په دې مراسمو کې ګډون کوي سلطان جهان يوازې +بریتانيا ته نه بلکې د نورو اروپايي ملکونو تر څنګ فلسطین. +ترکيې او مصر د ليدو لپاره هم پلان جوړکړ. د هغې دويم زوی +عبيدالله د زړه په ناروغۍ اخته و او دې غوښتل که په اروپا کې یې +علاج ممکنه وي. .نو کېدای شي چې جوړ شي. هغې نصرالله په +بهوپال کې د خپل ځای ناستي په توګه پرېښود. عبيدالله د هغه +مېرمن. حميدالله او وړه مېمونه چې د یولس کلونو وه په دې سفر کې +له سلطان جهان سره مله وو. + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +6 0001965 +انځورونه یوولس + +۳-7 + +نواب سلطان جهان د خپلې لمسۍ عابده سلطان سره + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00019653 + +دولس انځورونه + +لومړۍ مسلمانه پيلوټه عابده سلطان + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎٧011٩ ٢‏ 5 ار جهان بیګم + +‏په ممبۍ کې دوی په بېړۍ کې سپاره شول او په سویز کانال کې په +عدن کې ايسار شول دلته د بېلجیم پاچا او ملکه هم ورسره مله شول +دوی اټالیې او بیا د فرانسې مارسیلز «مارساۍ ته ورسېدل. د اروپا +خبریالان په بندر کې راټول وو . چې غوښتل يې د هند د یوې ملکې په +اړه راپورونه ولیکي او عکسونه یې واخلي. خو سلطان جهان له بېړۍ +بهر ګام نه پورته کاوه. اخر پولیس ټول خلک له هغه ځايه لرې کړل او +دوی یې اورګاډي ته ورسول. د فرانسې حکومت دا خصوصي ګاډی +دوی ته ور اخیستی و. دوی پاریس ته ورسېدل + +‏ددې سفر ټول حال يوولس کلنې مېمونې لیکلی دی یوځای دا +لیکي چې د دوی د هوټل په غسل ځانه کې دوې نلکې وې. يوه د +تودو اوبو بله د سړو اوبو لپاره. یوه ل��یه ستونزه د حلالو ځوړو وه. د +پاریس د مېجیسټیک هوټل په پخلنځي کې يوه پرده ودرول شوې وه +او د سلطان جهان اشپز په کې دوی ته حلال خواړه پخول. دوی هلته +پنځلس ورځې ايسار وو او میمونه لیکي چې په هوټل کې د ټولو +لپاره دوی لس زره روپۍ ورکړې عبيدالله د علاج لپاره جرمني ته +واستول شو او سلطان جهان رودبار انګلستان ‎27:٥1‏ نه په +تېرېدو لندن ته ورسېدله. له دې ځايه ‎٨١‏ میله لرې د رېډ هيل نومي +ځای په پېټیسن کورټ نومي کور کې يې کډه واړوله + +‏تر تاجپوشۍ وړاندې دوی په لندن کې ښه وګرځېدل. په +مېلمستیاوو کې يې ګډون وکړ او اخر يې د مراسمو ورځ رانږدې +شوه. نو دوی د بکینګهم ماڼۍ سره جوخت يوه هوټل ته راکډه شول + +‏هغې خپل دواړه زامن او وزيران له ځانه سره بوتلل. خو خپلې +نګیندې يې په رېډ هيل هوټل کې پرېښودې + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ِ ووو + + + +‎0٥0165١ 66‏ +سلطان جهان بېګم ‎-١١‏ + +‏په مراسمو کې سلطان جهان په بورقه کې ولاړه او عجیبه يې لا د دا +چې خپل ټول مېډالونه يې د بورقې له پاسه ټومبلي وو. د بریتانیې + +‏ورځپاڼو د بهوپال د بېګم په اړه عجیبه کیسې لیکلې دا چې هغه د +دې ځای اوبه نه څښي او خپلې اوبه یې له ځانه سره راوړي دي. دا چې +هغه ژوندي چرګان خوري. د اوبو خبره دا وه چې سلطان جهان د زم زم +اوبه له ځانه سره راوړې وې او د دې د خوراک لپاره به ژوندي چرګان +حلالېدل او بیا به پخېدل هغه ځکه چې دې د بازار غوښه نه خوړله + +‏د تاجپوشی له مراسمو وروسته سلطان جهان جرمني او ژنيو ته +ولاړه او هلته خبره شوه چې په ترکيې کې سخته زلزله راغلې ده. دې +سمدستي درې زره پونډه عثماني سلطان ته ورواستول. + +‏د ختیز پر لوري یې خپل سفر جاري وساتلو او په اورګاډي د ویانا +له لارې ترکيې ته ولاړه + +‏په استنبول کې د ترکیې سلطان وزیر راغب بېګ د دوی هرکلي ته +ولاړو دوی يې هوټل کې مېشت کړل هغې ددې ښار ښکلي +جوماتونه او میوزیمونه ولیدل + +‏د دولما باچي په شاهي ماڼۍ کې د سلطان لیدو ته ورغله او د هغه +مېرمن سلطانه یې ولیدله. پاچا له سلطان جهان سره په فارسي خبرې +کولې او بيا یې خپلې مېرمنې ته په ترکي ترجمه کولې. + +‏کله چې سلطا ن له هغه ځایه ولاړه. نو سلطانې ورته وویل چې بورقه +دې لرې کړه. هغې چې بورقه لرې کړه نو سلطانې په مخ ښکل کړه +خبرې په انګرېزي پيل شوې او د سلطانې لور له انګرېزي ترکي ته +ژباړلې. + +‏له ترکیې د روانېدو پر وخت سلطان هغې ته د ترکيې تر ټولو لوی +اعزاز د ورکولو اعلان وکړو. سلطان جهان له انګریزانو نه اجازه + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎١۱٢٠۰‏ 56 الك جهان بېګم +وغوښتله نو هغوی ورته وویل: له بريتانيا پرته بل څوک هغې ته د +اعزاز ورکولو حق نه لري. د ترکیې سلطان په دې خبره سخت په قهر +شو. خو تر هغه يې لوی سوغات ورته وړاندې کړ او دا د حضرت +محمد صلی الله عليه وسلم هغه وېښته و چې دوی ډېر په عقيدت +سنبال کړی و. سلطان جهان په دې عقيدوي تحفه دومره خوشاله وه +چې یو وزیر ته یې دا وروسپارلو چې د یوې شېبې لپاره به يې هم له +ځانه نه لرې کوي. دا وېښته په بهوپال کې ډېر په عقيدت يوه ماڼۍ +کې کېښودل شو او د میلادالنبي پر موقع به خلکوته ښودل کېده + +‏له ترکیې څخه سلطان جهان هنګري او ورپسې د اټالیې څو ښارونو +ته ولاړه او په فلورېنس کې وه چې د نصرالله ليک ورته راورسېدو +چې په بهوپال کې د طاعون وبا ګډه شوې ده + +‏هغې خپل نور سفرونه پای ته ورسول او سمدستي د مصر د +سکندریې له لارې په سمندري بېړۍ کې بمبۍ ته روانه شوه په مصر +کې هغې جامع الازهر ته هم ښې ډېر ې پیسې ورکړې + +‏په بهوپال کې د طاعون پر وخت د ورځې ۰ کسان مړه کېدل او +شپږ میاشتې وروسته چې سلطان جهان بېرته راوګرځېده نو ډېر +خلک دې وبا خوړلی وو + +‏په ‎١١٩١‏ کې سلطان جهان د ډیلي دربار ته ورغله چې د پنځم +جورج او د ملکې مېري د هند د سفر پر مهال جوړ شوی و. هم په دې +کال د ټول هند د ښځو د تعلیم د اصلاحاتو په اړه یو کنفرانس جوړ +شوی و چې سلطان جهان یې مشري کوله. د هغې وینا تقرير د هغه +وخت د یوه تاریخي سند ارزښت لري. هغې د تعلیم او تحقيق لپاره د +ډېرو پروژو سرپرستي وکړه. په دوی کې د مولانا شبلي نعماني له +خوا د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند په باب د نوميالي + +‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +090165 0 6666 + +سلطان جهان بېګم ‎-١١١‏ +‏کتاب سیرت النبي لیکل او چاپول هم شامل و. د انګرېزانو له خوا +هغه د عليګړ پوهنتون لومړۍ چانسلره وټاکل شوه له دې وروسته +خپله پوهنتون هم دا د دوو دورو لپاره پر دې ځای وټاکله د یوې +مسلمانې او پښتنې ښځې لپاره دا پو ډېر لوی بریاليتوب و + +سلطان جهان د تعليم په اړه ډېره خواشیني وه. پخپلو یادښتونو کې +ليکي + +"زما لپاره دا ډېره د غم او ناارامۍ خبره ده چې زما د ملک بهوپال +د شپږ لکه شپېته زره نهه سوه او شپېته وګړو «۲۲۰۹۲۰)کې يو تن +هم داسې نشته چې د پوهنتون سبق يې ویلي وي دا له دې حقيقت +سره سره چې زما د مور د حکومت په دوره کې هرهغه کس ته مالي +مرسته ورکول کېده چې له لومړيو زده کړو وروسته يې تعلیم جاري +ساتلو. + +په خپله په ښار کې د لومړۍ زده کړو لپاره ښوونځي شته خو +څلوېښت کسان به پېدا نه کړې چې لسم یې ویلي وي + +په ‎١١٩۱‏ کې د یورپ له سفره وروسته دې په هند کې د ښځو هرې +لویې غونډې کې ګډون کاوه په دې وخت کې د هغې دريځ دا و چې د +ښځو لپاره د پردې ضرورت نشته او دا چې د غریبو او بې وزلو ښځو +حالت ښه کولو لپاره کار پکار دی. په ‎۱۹۲١‏ م کال کې هغه په خپله +له پردې راووتله او خلکو په لومړي ځل اويا کلنه سپین سرې نواب +سلطان جهان ولیدله + +په ‎٢١٩١‏ کې مېمونه سلطان او حمیدالله د ښځې او مېړه په توګه +ګډ ژوند پیل کړ او د دولس کلو په عمر کې مېمونه د یوې ماشومې + +مور شوه. چې عابده سلطان ونومول شوه وروسته دا ماشومه د + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9۷ + +‎-١٩١١ -‏ سلطان جهان بېګم +بهوپال د وروستۍ وارثې په توګه د ګوهر تاج په نوم د دې نوابۍ بې +واکه واکمنه شوه ‎١‏ : + +‏د سلطان جهان مشر زوی به زياتره وخت په خپلو مځکو او ښکار +بوخت و. ده د نوابۍ شوق نه لرلو. خو عبيد الله په ډاګه د مور مخالفت +پیل کړ او خپلو ورېرونو «دنصرالله زامنۍ او کشر ورورحميدالله ته به +په قهر و. سلطان جهان د خپل زوی د مخالفت تر شا د جلال اباد د +پښتنو لاس لیدو. د عبيدالله او نصرالله مېرمنې خويندې وې او دوی +به ځان ډېر متمدن او له نورو اوچت ګڼلو دوی به د خپلې یور مېمونه +سلطان په کړو وړو او د هغې په ژبه اعتراض کولو. مېمونې به تل له +پېښوره خپل خپلوان بهوپال ته وربلل. په دوی کې به ډېرو خپله جامه +اغوستله چې ګېډی پرتوګ او لوی چیندار کمیس و + +‏جلال آبادي مېرمنو به د دوی په لیدو ملنډې وهلې او دوی ته به یې +ګهاګرا پلټن «د ګګرو اغوستونکې ډله» ویله + +‏د هند په مسلمانانو کې یو دود دی چې کله يو ماشوم د څلورکالو +څلور میاشتو او څلورو ورځو شي. نو د ده لپاره د "بسم الله'' مراسم +ترسره کوي. ماشوم ته ښکلې جامې اغوستل کېږي او خپل خپلوان +ورته راغواړي. بيا هغه څو�� چې ماشوم ته د قرآن د لوست د نده +ورکړی شوې وي. له ماشوم سره کښېني او د بسم الله الرحمن الرحیم +په ولو سره ديني زده کړې پیل شي. په دې موقع ماشوم ته په خوله +کې خواړه ورکول کېږي او نژدې خپلوان ورته تحفې او پیسې هم +ورکوي + +‏د بهوپال وروستۍ وارثه عابده سلطان په خپل کتاب کې ليکي +"په ١٩۱۹م‏ کال کې د جنوري پر لومړۍ نېټه زما د بسم الله مراسم + +‏د۶۴۴ + +‏وسو + +‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +سلطان جهان بېګم - ‎-٢١١‏ + +عابده سلطان د خپلې نیا سلطان جهان په کور کې لويه شوې وه او +هم هغې ورته د قرآن او د هغه لفظي ترجمه ورزده کړې وه. دا زده کړې +د ماشومې عابدي لپاره سختې وې سک ‎٤‏ راو اه +سره راپاڅېدله 8 ورته سبق ښودلو او که +غلطي به يې وکړه او يا سبق به يې نه ویلو نو سلطان جهان به په +سوکانو وهله + +د بهوپال د واکمنې په توګه د سلطان جهان دربار به په انګړ کې +لګېدو هلته به سلطان جهان په یوه سپین توشک . ګدۍ يا درۍ په +مځکه کښېناستله په یو شمېر نورو صندوقونو کې به يې کاغذونه +اېښي وو ددې خواوشا به عريضه کوونکي . منشیان. او مېلمانه +ناست او ولاړ وو. عابده سلطان لا د اتو کالو نه وه چې قرآن يې له +لفظي ترجمې سره حفظ کړی و + +سلطان جهان د خپلې لمسۍ په دې کاميابۍ تر څلوېښتو ورځو +پورې په بهوپال کې د نشرح جشن اعلان کړ. خو د واکمنۍ مشرانو +نګیندو له دې هر څه ځان لرې وساتلو په سرکاري ماڼۍ کې به هر +ماښام ښځې راټولېدې او سندرې به یې ویلې. اخر سلطان جهان خپلو +نګیندو ته د سبق ورکولو فیصله وکړه یوه ورځ يې دوی ټول خپل +کور ته وروبلل! و کله چې مېلمانه په انګړ کې راغونډ شول. نو +سلطان جهان د ډولکي په درز ز راپاڅېده په دواړو لاسونو کې یې +دسمالونه ونیول! و له یوې مخې يې د د پښتنو اتڼ پيل کړ. د واکمنې +په دې کار سره د هغې ټولو مېلمنو هم ځان ور رګډ کړلو اوس نو د جلال +آبادي مېرمنو لپاره بې له دې بله هېڅ لاره نه وه چې اتڼ وکړي. سره له +دې چې جلال آباديان په خپله هم پښتانه وو. دوی به د پېښور +اوسېدونکو ته کهاري «ترخه» ویل. دوی نه غوښتل چې واکمنه ترې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +ی٢‏ وو + +۱۴۰ سلطان جهان بېګم +خپه شي. نو د لاسونو په وهلو په دې اتڼ کې ورګډې شوې د عابده +سلطان لپاره د هغې ترونو او خپل پلار په بېلو بېلو ورځو د نکريزو +تالونه ورواستول. په ‎١‏ کې تر يوه ښکلي تمبو لاندې د نهو +وړوکو جینکو په بدرګه مېلمنو ته راغله چې په کې د عابدې دوې +خویندې ساجده او رابعه هم شاملې وې. سلطان جهان له ټولو مېلمنو +سره پر مځکه ناسته وه. د خپلې لمسۍ پر قابليت يې يو تقریر وکړ +ټولو د الله اکبر نعره پورته کړه او بیا عابدې سلطان په مصرۍ لهجې +د قرآن تلاوت پيل کړ. سلطان جهان په خپلې ماڼۍ کې د جینکو +ښوونځی پرانیستی و چې په کې ددې لمسۍ له نورو سره یو ځای د +نوې زمانې زده کړې پیل کړې + +بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +وروستی نواب + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎٥١ ده٨. -١١١‏ اووستی نواب + +‏په ۱۹۱۴ کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پيل سره سم د بريتانيا +حکومت د هند له لویې وچې نه د پوځيانو برتي کول پيل کړل. د هند +له ټولو راجه ګانو او نوابانو دا هيله کېده چې دوی به ځپل ټول +وسایل انګریزانو ته ورکوي د مسلمانو ریاستونو لپاره دا یو ډېر +سخت کار و. ځکه چې په دې جنګ کې د انګرېزانو مخالف جرمني له +ترکیې سره اتحاد کړی و بهوپال د انګرېزانو پلوي نوابي ګڼل کېده +خو سلطان جهان د ترکيې د د حکومت په پلوي مجبوره وه ځکه د + +‏هغې د حج کولو پر مهال ترکي عسکرو د هغې ټوله کورنۍ ژغورلې +وه + +‏په علي ګړ پوهنتون کې مسلمانو محصلینو د ترکیې په چارو کې +په ډاګه احساساتي تقریرونه او بحثونه کول ل. په خپله په ترکیې کې د +عثماني دورې د بیا راژوندي کولو لپاره خلکو د هند پر مسلمانانو +لويه تکيه کوله د هند مسلمانانو د مغول سلطنت له ړنګېدو وروسته +ترکیې ته سترګې نیولې وې او غوښتل یې چې هلته د مسلمانانو یو +غښتلی اسلامي دولت جوړشي. + +‏حميد الله له خپلو ملګرو سره د ترکيې خلافت د پاڅون لپاره هلې +ځلې کولې + +‏انګرېزانو پر دې وخت سلطان جهان ته مرموز پیغامونه ورلېږل چې +په حمبد الله د دې نظر ساتي سلطان جهان د د بهوپالي عسکرو يوه ډله +هغوی ته په دې شرط ورکړه چې دوی به د ترکانو پر ضد نه جنګېږي + +‏هغې درې لکه او درويشت زره روپۍ هم انګرېزانو ته ورکړې. په +۵ کې جګړې زور اخيستی و د هغې زوی عبيدالله د پوځي +قومندان په توګه عدن ته لارړ. ځو ډېر ژر ناروغه شو او بېرته یې + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +00011953 ۲ 9٧ + +و٥ ‎-١٧١‏ +‏ستولو. حمیدالله له سبق وروسته په بهوپال کې د خپلې مور د + +مشر وزیر دنده پر غاړه واخيسته هغه د عليګړ نه خپل ملګري +راوغوښتل او په بهوپال کې يې په بېلا بېلو حکومتي کارونو بوخت +کړل. په دې کار د بهوپال خلک هم ناراضه وو. ځکه دوی د بهوپال په +کلتور نه وو خبر + +په بهوپال کې اوس هر چا له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ اخيستلو +خبره کوله. په ۱۹۲۴ کې د سلطان جهان زوی جنرال عبيد الله د +سرطان په ناروغۍ مړ شو. د هغې مشر زوی نصرالله د شکرې په +ناروغۍ اخته و او د خپل ورور له مړينې څو میاشتې وروسته دی هم +مړ شو. د نوابۍ لپاره د حمیدالله چانس برابر و خوها خوا د نصرالله +زوی حبيب الله هم د خپلې نيا د ځای ناستي په توګه او د جلال +ابادیانوپه ملاتړ د بهوپال نوابي غوښتله + +سلطان جهان په دې وخت کې د خپل زوی حمیدالله لپاره یو ځل بيا +د خپلو خپلوانو له مخالفت سره مخامخ شوه د نصرالله له مړينې لس +ورځې وروسته يې د انګرېزانو پاچا. خارجه وزير او استازي ته +لیکونه واستول او د اسلامي قانون له مخې يې د حمیدالله د ځای +ناستي د حق خبره وکړه بلخوا حبيب الله هم له انګرېزانو سره رابطه +ټینګه کړې وه. انګرېز استازي د سلطان جهان دعوا په قانونی اساس +رد کړه نو هغه دومره په قهر شوه چې سمدلاسه يې انګلستان ته د +سفرثیت وکړ + +په ۱۹۲۵ کې هغه یو وا رې بيا انګلستان ته ورسېده دلته هغې د +بریتانوي حکومت له مهمو وز زیرانو او پارلماني غړيو سره ليده کاته +پيل کړل. حميدالله په خپله هم د خپل حق لپاره هلې ځلې کولې +میمونه سلطان هر ځای له خپلې خواښې سره مله وه او کوم ځای چې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +٣ 00011653 +‏وروستی نواب‎ -٨٨١ + +به سلطان جهان په خپلې ماتې ګوډې انګرېزي خپل مطلب نشو +بیانولۍ نو مېمونې به ورسره مرسته کوله + +په دې ورځو کې د انګلستان د پاچا جورج پنځمه لمسۍ ابلیزبيت +وزېږېده. سلطان جهان د هغې مبارکۍ ته ورغله «وروسته دا +شهزادګۍ د انګلستان ملکه شوه او پاچا ته يې خپله عريضه +واوروله. پاچا ورته په ځواب کې وویل چې دی هېڅ واک نه لري او هر +څه چې د هند په باب کېږي هغه د برتانيې حکومت کوي سلطان +جهان له دې نه وه خبره چې د برتانیا د پارلمان ځینو غړیو په هند کې +د انګرېز حکومت له استازیو پوښتنې کولې. چې دوی په کوم قانون +د حبيب الله ملاتړ كوي هغوی د حکومت هغو خلکو ته مشوره +ورکړې وه چې د سلطان جهان په مخالفت ولاړ وو چې دغدر «د ازادۍ +جګړه پر مهال د بهوپال د شاهي کورنۍ رول مطالعه کړي د +انګرېزانو تر منځ قانوني لیکونه تلل راتلل او اخر په ‎٢‏ کې د +حمیدالله حق ومنل شو + +سلطان جهان د زړه په مرض اخته وه او په لندن کې يې اعلان وکړ +چې دا د خپل زوی حمیدالله خان په حق کې له نوابۍ لاس اخلي +انګرېزانو په خپل ليک کې ويلي وو چې له حميدالله وروسته به د +نصرالله او عبيدالله زامنو ته نوابي ورکول کېږي ځکه حمیدالله درې +لوڼه لرلې. خو سلطان جهان دا خبره نه منله په دې دليل چې په دې +فیصله به د حمید الله ژوند په خطر کې وي. دی به د ګدۍ لپاره د خپلو +ورېرونو له خوا ووژل شی. انګرېزانو دا دليل ومانه. خو پوښتنه یې +وکړه چې که د حميدالله لور عايده سلطان د هغه وارثه شوه او +وروسته د حمیدالله زوی وزیږېده بيا به څه کېږي؟ ځکه حمید الله د + +دېرشو او مېمونه سلطان په دې وخت کې د پنځه ويشتو کلونو وه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +وروستی نواب ‎-١٩٩١‏ +‏سلطان جهان د خپلې لمسۍ د وراثت لپاره پر دې اساس جنګېده چې + +د بهوپال په ۷ ‎۰٠‏ کلن تاريخ کې څُلور رو ښځو ډېر په بریاليتوب +حکومت کړی دی. نو عابده سلطان به هم د دې وړ وي چې د بهوپال +واکمنه ّ شي شي. دوه کاله وروسته د انګرېزانو او د حمید الله ترمنځ په یوه +تړون کې عابده سلطان د هغه ځای ناست ستې اعلان شوه هغې ته د ګوهر +تاج خطاب ورکړل شو + +د نواب حمیدالله دور په بهوپال کې ډېر لوی بدلونونه راوستل دا +بدلون په مراسمو او انتظام دواړو کې لېدل کېده. کابينه د دوو +وزیرانو پرځای اوس په شلو وزیرانو ډکه وه. سلطان جهان به په دې +خپه کېده او زوی ته به يې ويل چې ولې دومره پيسې لګوې +خدمتګاءر رانو ته سپینه درېش بشي «یونیفارم؛ ور رواغوستل شو شاهي +شان شوکت پيدا شو د مالیې مستحاجري نظام معرفي شو + +سلطان جهان نور هېڅ نشو کولای هغې اوس هم د پنځو لکو روپيو +مځکې او جاګیر لرلو او فيصله يې وکړه چې پر خپله مځکه به د +عابده سلطان لپاره یوه ښکلې ماڼۍ جوړوي. دا ماڼۍ تورالصباح +نومېږي او اوس یو هوټل دی. + +سلطان جهان د ‎۷۲٧‏ کلونو په عمر کې د ګردې يا پښته ورګو د +عملیاتو وروسته په حق ورسېده. : : + +په ‎۱٣٩١‏ کې د هند نوابي ریاستونو او نورو راجه ګانو خپله يوه +اتحاديه جوړه کړې وه او نواب حميد الله درې واري ددې اتحادیي +مشر ټاکل شوى و. په دې کلونو کې د هند د خپلواکۍ خبرو زور +نیولی و او دا خبره يقیني وه چې انګرېزان به له هنده وځي او هند به +وېشل کېږي. د کانګرس ګوند خپل استازي راجه ګانو ته ور واستول +چې له هند سره د یوځای کېدو «الحاق سند لاسلیک کړي او په + +بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎-٧٨٣٧٧۰٠۰-‏ 7ه اوومنکتی نواب +رسمي توګه له هند سره یو ځای شي. په دې وخت کې مسلمانو +ریاستونو. حید رآباد . جوناګړ او بهوپال له دې فیصلې نه ډډه وکړه + +‏نواب حمیدالله نه غوښتل چې د بهوپال خپلواکي د ده له لاسه هند +ته وسپارل شي. ده غوښتل چې دا کار د هغه لور عابده سلطان وکړي +او دا یې تر څه ځايه ددې کار لپاره تياره کړې وه + +‏عابده سلطان په خپل کتاب کې لیکي .' + +‏"په دولسم اګست ۱۹۴۷ کې زما پلار په ډیلي کې له جناح. +ماونټ بېټن. او د کانګرس له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته په +الوتکه کې بهوپال ته راورسېدل. په زرګونه وګړي دده هرکلي ته ولاړ +وو. دوی نارې وهلې چې 'پاکستان ته مه ځه.' + +‏حمید الله هم هلته په خپله وینا کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې 'دوی به نه +مایوسه کېږي ' + +‏له انګرېزانو د خپلواکۍ د ترل��سه کولو په هلو ځلو کې دی څو +واري د کانګرس. مسلم للیګ او د انګرېزانو تر منځ په جرګو او مرکو +بوخت و. او دوی ټولو په دې اعتماد لرلو ده مهاتما ګاندهي په دې +قانع کړی و چې د مسلم لیګ او محمد علي جناح وجود دې ومني او +دا چې د هند مسلمانان ځان له پېژند ګلوي او خپله خاوره غواړي. خو +دبهوپال پولې له هرې خوا د هندوانو له اکثريتي سیمو سره نښتې +دي او دلته ډېری اوسېدونکې هم هندوان دي د هند او پاکستان +وېش هم په دې اساس کېدو چې د ډېرکي هندوانو سیمې به له هند +سره او ډېرکی مسلمانو سیمې به له پاکستان سره شاملېږٍي. حمیدالله +په دې پوهېدو چې د پاکستان له جوړېدو وروسته به بهوپال ځان ته + +‏پاتې وي + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +00011953 ۲ 9٧ + +وروستی نواب ‎١٢٠‏ + +په ۱۹۴۷م کال کې حمیدالله په کراچۍ کې یو لوی کور ځان له په +بيه واخيست او "بهوپال هاوس" نوم يې ورله ورکړ په دې کې د +استوګنې انتظام هم وشو او د جناح له خوا هغه ته داسې پېغامونه +استول کېده چې که دی راغی. نو کېدای شي د هغه ځای ناستي به +وټاکل شي | و يا به هم د ختیز پاکستان ج چی اوس بنګله دېش دی د +هغه والي مقرر شي. خو په ۱۹۴۸ م کال کې د جناح له مړینې وروسته +د پاکستان سیاسي فضا بدله شوه . اخوا د هند حکومت هم زور +لګولی و چې نواب حميدالله دې په بهوپال کې پاتې شي. اخر په +۹م کال کې دا خپلواکه ریاست لکه د نورو سلګونو ریاستونو +غوندې د هند برخه وګرځېده. + +په ‎٠۲‏ ۰م کې د مۍ پر دولسمه نېټه د کراچۍ په ډان نومي +ورځپاڼه کې يو وړوکی خبر چاپ شو چې "د بهوپال د پخواني +ریاست وارثه شهزادګۍ عابده سلطان د شنبې په سهار د ‎۸٨‏ کلونو +په عمر کي وفات شوه دا د پاکستان د پخواني ډیپلوماټ +شهریارخان مور وه او په ۱۹۴۲۳م کال کې لومړۍ مسلمانه پيلوټه +ښځه وه نوموړې د هاکۍ. پولو او د ټبنیس لوبغاړې او د هند د +ښځو د سکواش اتله پاتې شوه وه." : + +عابده سلطان د بهوپال د نواب ځای ناستی حميدالله ان او د +میمونه سلطان مشره لور وه. چې په ‎۱۹٩١‏ کې په شاهي ماڼۍ کې +وزېږېده او سمدلاسه د نواب سلطان جهان بېګم په غېرٍ کې ولوېدله +تر څو چې هغه ژوندۍ وه د عابده سلطان پالنه او روزنه یې کوله. +عابدې په وړوکي عمر کې له خپلې نيا د قرآن لوست له اردو ترجمې +سره زده کول پیل کړل او په غلطي کولو به د خپلې نيا له خوا وهل +کېدله. + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +.. 000165١ 67 +‏وروستی نواب‎ -٣١١ - + +عابده سلطان پخپل کتاب کې ليکي: "د اس سپرلي او نښه ویشتل +زمورٍ ټولو ماشومانو لپاره یو لازمي کار و. راته ويل کېدل به چې هر +یو پښتون باید ښه نښه ويشتونکی وي." + +عابدې ته په خپله د بهوپال د واکمنې سلطان جهان له خوا ډېر ښه +پام کېده هغه ځکه چې دا د خپل پلار نواب حميدالله خان ځای +نیوونکې وه. د یولس کلونو په عمر کې هغې د قر آن لوست پای ته +ورساوه. نو د هغې د نشرح جشن ولمانځل شو په ټول بهوپال کې هغه +مهال ددې د لمانځلو ذکر تر ډېرې مودې د خلکو په خوله کې و په +٢م‏ کال کې چې کله ددې پلار حميدالله خان په لندن کې په +رسمي توګه نواب اعلان کړل شو. نو عابده هغه وخت له ځپلې مور او +خویندو سره یو ځای وه او بهوپال ته بېرته په راتګ چې اورګاډی ښار +ته رانژدې شو نو دا په ستر کښېنول شوه. د عابدې لپاره دا یو عجیبه +حالت و. هغې خپل ټول ماشومتوب په لوبو او منډو کې تېر کړی و 2 +یوې عادي مېرمني غوندې ژوند کول هغې ته ګران و. خو څو میاشتې +وروسته دا د کوروايي د نواب سرور علي خان ته په نکاح کړل شوه +هغه د اور زیو له فیروزخېلو څخه و. راتلونکي پنځه کاله هغې خپل +رسمي تعليم او زده کړې پوره کړې او کله چې د ‎٧١‏ کالو شوه نو د +پلار له کوره رخصت شوه او په کوروايي کې يې ژوند پیل کړ + +د سرورعلي خان او عابدې خوی خصلت او ژوند له یوه بله سره ډېر +په توپیر کې و. عابدې د اس ځغاسته. بایسکل. پولو. لوبې او +ښکار خوښول او د هغې د خاوند شطرنج او تاش لوبه خوښه وه. دی د +ساړه طبعیت خاوند و او په کور کې د اوسېدو او مطالعې شوقين وو +او هر وخت به یې بدني لوبې نه خوښېدې. نتیجه دا شوه چې د دوی +تر منځ شخړې کېدې. عابدې يو څو میاشتې ورسره تېرې کړې او + +بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +وروستی نواب ‎-٣۲۳‏ +‏بېرته د پلار کور ته راغله هغې په خپل کتاب کې د خپل واده کړي +ژوند د ناکامۍ پړه پر خپلې غاړې اخیستې ده : + +یو کال وروسته دا د د یوه ماشوم مور شوه چې شهریارخان ونومېدو +بيا عابدې په خپله سرورعلي خان ته اجازه ورکړه چې بل واده دې +وکړي خو په خپله یې تر مرګه له هغه طلاق وانه خيست او نه یې بل + +واده وکړ عابده د خپل پلار له خوا د بهوپال مشره وزيره وټاکل شوه +. او په ۱۹۳۷ م کال کې له خپل درې کلن ماشوم زوی. مور پلار او +خویندو سره يوځای د انګلستان د پاچا څلورم جورج د تاجپوشۍ +مراسمو کې د ګډون لپاره ولاړه + +عابدې سلطان له خپل پلار سره د مشرې وزيرې په توګه سرکاري +کارونه سرته رسول او د خپل زوی شهريارخان د تربيې او تعلیم سره + +يې د الوتکې چلولو. ښکار او لوبو کې ځان له مصروفیت + +‎٢‏ په ‎۱٧۹۴۲‏ م کال کې د هند | و پاکستان د وېش معامله په +ځینو ځایونو کې د خونړیو جګړو او بلواوو سوب ګرځېدلې وه + +‏په دې حالاتو کې عابدې خپل زوی انګلستان ته بوتلو او هلته يې +په ښوونځي کې داخل کړ. په دې کال د هغې پلار د افتاب بېګم نومې +نجلۍ سره دويم واده وکړ. چې له عابدې سره په ښوونځي کې وه +مېمونه سلطان او د عابدې نورو خویندو دا خبره په صبر سره وزغمله +تر یوه حده عابده سلطان هم ددې واده مخالفه نه وه خو حميدالله دوی +ټولو ته امر کړی و چې افتاب بېګم ته به هره ورځ سلام کولو ته +حاضرېږي د عابدې لپاره دا خبره د منلو وړ نه وه دا هسې هم ډېره +سرثمبه او سرکشه ښځه وه او پلار ورته ډېر ګران و. په دې خبره د +هغې زړه ځنې مات شو او له بهوپاله مایوسه شوه دلته ورته ژوند +عبث ښکاره شو + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011653 6 + +انځورونه نهه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001953 ۲ ۲ 9٧6 + +لس انځورونه + +نواب حمیدالله خان + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +ی٢‏ سب +۴۰ وروستی نواب + +په ۱۹۴۹ کال کې د هغې پلار د خپل علاج لپاره په انګلستان کې +و. عابدې خپل کالي پتري 1م ‎۲٨6‏ +‏یې وروسپار رل او دا یې بمبۍ ته ورواستوله. څو ورځې وروسته دا په +خپله هم بمبۍ ته ور ورسېده. هلته یې د سکواش په اتلولیو کې برخه +واخیسته او بیا په بېړۍ کې کښېناسته او د هند خاوره یې پرېښوده +دې په خپلې ماڼۍ کې نوکران. موټرې. اسونه او د کورهرڅه +همدغسې پرېښودل او تر ډېرو ورځو څوک خبر نه وو چې دا به بيا نه +راځي څو ورځې وروسته یې په انګلستان کې یو جیپ و اخیستو او د +سړک له لارې اروپا. ترکیې او له ایرانه پاکستان ته ولاړه. هغه مهال +د دې زوی شهريارخان په کېمبریج پوهنتون کې سبق ویلو + +د کراچۍ په ملیر سیمه کې هغې ځان له مځکه واخيستله او خپل +کور یې پرې جوړ کړ. چې تر ډېرې مودې پورې نامکمله پاتې و او +برېښنا په کې نه وه. هغې خپل کالي خرڅول او شهريار ته یې د سبق +لپاره پیسې وراستولې. ځکه د هغه د تعليم لپاره لا پخوا د بهوپال +سرکاري وظيفه بنده شوې وه د هغې په وتلو سره نواب حمیدالله ځان +ورسره ټول اړیکي شلولي وو. د هغې د مځکو ګټه هم ورباندې بنده +شوه او د نورالصباح ماڼۍ سرکاري شوه. + +عابدې سلطان اته کاله ډېر په خوارۍ ژوند تېر کړ خو له پلاره یې +چېرې هم پیسې ونه غوښتلې. یو واري د دې په کور کې غلا هم وشوه +او یو څه کالي پتري چې ورسره وو هغه هم ترې ولاړل. دا په خپل +کتاب کې ليکي: + +"یوازې زما رښتیني ملګري زما کور ته راتلل ځکه زما کور ته له +کراچۍ ښاره د نیم ساعت لاره وه زما په کور کې د خدمت لپاره کله + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00065١ 661٨ +‏وروستی نواب د هړ‎ +‏ناکله بنګالیان راتلل. دوی تاوده زړونه او خوشاله روح لرلو. کله به د‎ +‏هند مهاجر راتلل چې ډېر با ادبه او ډېر یې اعتباره وو. کله به پښتانه‎ +‏راتلل چې ډېر مودبه نه خو پتمن وو او پنجابيانو به کار ډېر کولو خو‎ + +پتمن نه وو'' + +په ۰ ‎۱٠٩‏ کې عابده سلطان د خپلې ځور ساجده سلطان د لیدو +لپاره ډیلي ته ورغله ساجده د پټوډي په پښتون نواب منصورعلي +خان واده وه. په دې وخت د هغې مور مېمونه سلطان ورته ټبلیفون +وکړ چې پلار یې سخت ناروغه دی. دا له خپلې خور سره یو ځای په +الوتکه کې بهوپال ته ورسېده. + +عابده سلطان لیکی: + +"مور د خپل پلار د شخصي ساتونکي له خوا په پوړو ودرول شو +او راته یې وویل چې هېڅوک اجازه نه لري له دې ځايه وړاندې ولاړ +شي موږ دواړه خویندې سختې خواشینې بهر ولاړو بيا بهر په باغ +کې کښېناستو زموږ مور له ډاکټرانو سره جنجال کاوه. دوی ډېر +مودبه وو او ويل يې: "چې په مناسب وخت به اجازه ورکړي. چې +نواب صېب وويني" که څه هم بهوپال په ۱۹۴۹ کې له هند سره يو +ځای شوی و خو تر ‎۱۹٩۰‏ پورې ځینو نوابانو خپل رسمي حثيت هم +هغسې ساتلی و. دوی څه خاص امتیازات نه لرل او تش په نوم پاتې + +وو. زیاتره یې د خپلو مځکو او باغونو په آمدن ژوند تېراوه. +په بله ورځ عابدې او د هغې خور ته اجازه ورکړل شوه چې خپل پلار +نواب حمیدالله خان وویني عابدې دولس کاله خپل پلار نه وو لیدلی +او په وروستي ځل خپل پلار ورته په یو سخت ليک کې خبرتيا + +ورکړې وه چې دا د بهوپال په مځکو او جایداد کې هېڅ برخه نه لري + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎-١٢١ -‏ دا هه ووستی نواب + +‏اوس د هغه سترګې کمزورې شوې وې او کله چې يې د خپلې لور +غر واورېدو نو له خوشالۍ يې غېره پرانیستله او عابده يې تر غاړې +وته. څو ورځې وروسته د ۰ کال پر ۴ فروري نواب حمید الله خان +له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې + +‏د هغه د جنازې د مراسمو لپاره عابدې هلې ځلې وکړې او غوښتل +يې چې پلار یې په پوره سرکاري درناوي سره خاورو ته وسپارل شي +او د بهوپال د يوويشتو توپو سلامي ورته وکړي. دې ته اطلاع ورکړل +شوه چې اوس په بهوپال کې توپې نشته. دلته بيا د عابدې سرټمبګي +کار وکړو هغې فیصله وکړه چې مقصد د بارودو د ډز نه دی. په څه +ستړو یې ‎١٢‏ د بارودو ګولې تيار رې کړې او د جناز زې پر وخت يې وار +په وار خلاصولې. د نواب حمید الله مړی يې د بهوپال په شاهي جنډۍ +بېرغ کې خاورو ته وسپارلو + +‏د عابدې کورنۍ اوس پر هغې فشار راوړ چې دا دې پاتې شي او د +پلار ميراث دې سمبال کړي. د هغې ميرې افتاب بېګم هم ورته په +ټینګار وویل خو عابدې اوس په بهوپال کې ځان پردی احساساوه. په +۰م کال کې دا یو واري بیا د خپلې ناروغې مور میمونه سلطان +لیدو ته له پاکستانه هند ته ولاړه. په بمبۍ کې ورته وويل شو چې +اوس به داپه پولیس تاڼه کې خپل نوم ��يکي. ځکه چې دا د پاکستان +اوسېدونکې ده دې هلته د اورګاډي د درېیمې درجې ټکټ واخیست +او څلورویشت ساعته یې د نورو خلکو په شان سفر وکړ او په ګاډي +کې نیمه ویښه نیمه ويده کله چې بهوپال ته ورسېده. دې ځان دومره +په بدحال احساساوه چې خپل پېټی يې پر سر کېښوده او د ټيکسي +موندلو په لټه کې شوه. دې فکر کاوه چې څوک به یې ونه پېژني او نه +يې غوښتل چې څوک يې وپېژني. په دې وخت کې يو پولیس واله + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00065١ 661٨ +-٧٢١ ‏ږوروستی نواب‎ +‏ددې لوري ته راغی او ورته یې ویل: "ته بیا حضور یې «بيا په بهوپال‎ +‏کې خورکۍ یا مورکۍ په مانا کارېږي. خو عابده سلطان ته به ټولو‎ +‏"بیا" ویل»‎ + +کله چې دې ورته ځان وروپېژندلو نو نور خلک ترې هم راټول شول +او اخر په یو ټانګه ,ګاډي کې يې تر خپل منزل ورسوله + +هلته په شاهي ماڼۍ کې عابدې خپله مور او کشره ځور رابعه +سلطان ډېر نااسوده ليدل. هر څه په زړېدو وو. باغونه یې شار او د +لوبو ميدان له وښو او وحشي بوټو ډک وو.کله کله به یو چا سر ورته +ښکاره کړو ځینې پخواني خدمتګاران لا پاتې وو. میمونه سلطان +ډېر شاهي خویونه لرل او لکه د يوې صبرناکې مېرمنې هرڅه يې په +خاموشي زغمل. خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په يوازيتوب تېرې +شوې. د بهوپال د نوابۍ وروستۍ وارثې عابدې سلطان چې کله +پاکستان ته کډه وکړه. نو په لومړيو څو کلونو کې يې ځان له نویو +حالاتو سره برابرولو. + +په ۱۹۵۸ م کال کې دا په برازيل او وروسته په چیلي هېواد کې +سفیره شوه. ددې د کورنۍ په درناوي د پاکستان هر حکومت ورته +ارزښت ورکولو. د ‎۱۹٩۰‏ په لسیزه کې هغې د واکسن جنرال ايوب +ځان پر ضد د مسلم ليګ له خوا په هغو انتخاباتو کې کمپاین +وچلولو چې مشره يې د محمدعلي جناح خور فاطمه جناح وه. په +عملي سیاست کې داپه لومړي ځل فعاله شوه. خو د دوی ګوند رايې +ونه ګټلې او ورسره ددې سیاسي ژوند هم پای ته ورسېد کله چې ددې +زوی شهريارخان د خارجه وزارت لخوا مسلکي ډیپلوماټ وټاکل شو +او واده یې وکړ. نو عابدې ټولنيزو کارونو ته لاس واچولو. په خپل + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏وروستی نواب‎ -٨٨١ + +کور کې يې د ملير د غریبو او بې وزلو ماشومانو لپاره د زده کړې +اسانتیاوې برابرې کړې او تر مرګه په لیک لوست بوخته وه + +بهوېال . د هندوستان پښتانه + + + +00011653 ۲ ۲ ۷ + +د بهوپال اوسنْي پښتانه + +-- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +ی٢‏ باو + +‎٢‏ وسني پښتانه +په بهوپال کې هغه پښتانه چې د دوست محمد ځان په وخت کې +ورغلي وو د استوګنې ځایونه یې نه لرل. زیاتره په کې مېشتي خېبل +ووا و لکه چې د د پښتنو دود دی. په پردېس کې هر وخت چې يوه ډله +ځان له ځای جوړکړي نو نورخپلوان هم ورپسې ځي. د بهوپال د ويالو +او تالابونو په غاړه یو بوټی کېږي چې مېزرو ته ورته وايي او دې ته +"یروو'' وايي دې لومړنیو پښتنو چې کله ځان ته جونګړې او کوډلې +جوړولې نو د 'بروو'' بوټي به يې پرې کول او په چتونو به یې + +‏غوړول. له همدې کبله ورته د هندوستان خلکو "برووکټ"'يا «بروو +پرېکوونکي ويل په شلمه پېړۍ کې هم د دې پښتنو اولادونو د +کرکټ| وهاکي لوبو کې نوم وګاټه او یو په کې منصورعلي خان چې +د پټوډي نواب او د هند د کرکټ نامتو لوبغاړی و او بل د هاکي اتل +اسلم شېرخان و کله چې دوست محمد خان په بهوپال کې ځای پر ځای +شو. نو له ترا یې خپل خپلوان راوبلل. د ده وروڼه چې شېرمحمد . +الف محمد . شاه محمد . مر احمد او عاقل نومېده. د عاقل نه علاوه +نور ټول په بېلا بېلو جګړو کې ووژل شول. له دې وروسته په لومړۍ +جوپه کې نژدې پنځوس تنه راغلل چې زياتره مېرازي خيل وو +ورپسې مېشتي ځېل او فیروزخېل ټبرونه ورغلل له بهوپاله لرې د +کوروايي نوابي دلېرخان جوړه کړې وه. چې فیروزخېل اورکزي وو +دی په ‎٠۰‏ کې په کندهار ر کې زېږېدلی و أواله دوست محمد سره +یو ځای په ډېرو جنګونو کې لکه د ښو ملګریو جنګېد + +‏په ‎۱۷٩١‏ کې مغول پاچا فرځ سبرور له بهوېال سره نژدې ۳۰ +پرګنې ورکړې تر دې وړاندې دلېرخان دلته ‎٧۷۱۳‏ کې يوه د خټو +کلا جوړه کړې وه دا سیمه په ‎۳۲٣‏ مربع کیلومیټره غزېدلې ده او په + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د بهوپال اوسنی پښتانه ‎٣٠‏ +‎١‏ کې هلته دیارلس نیم زره خلک مېشت وو دلېرخان په ‎٠۷۲۰‏ +‏کې د جې پور د راجه تر قوماندې لاندې د کوټه په جنګ کې برخه +واخيسته او هم په دې کال له حيد رآباد سره وجنګېده خو دوه کاله +وروسته دوست محمدخان دی له خپلو زامنو سره یوځای يوې +مېلمستيا ته بېراسيه ته وربللو او له خپل زوی سره يو ځای يې +ووژلو دا معلومه نه ده چې له دوست محمدخان سره يې څه وخت او +دلبرخان د مغول پاچا محمدشاه له خوا شاهی نشان او د +امیرالدوله لقب اخیستی و او د پنځو زروعسکرو منصب دارو. دده +مېرمن شاه درۍ بي بي د یوه بل سردارنصرالله خان خور وه. دده زوی +عزت خان د پلار پر جاګیر وارث شو او څه وخت چې دوست محمد له +مرهټه وو سره په جنګ اخته و. نو دی د پښتنو د دښمنۍ له کبله د +خپل دښمن له دښمن یعنی مرهټو سره لاسونه یو کړل. په ‎٧۷٧۱‏ کال +چې احمدشاه ابدالي پر هندوستان حمله وکړه او د پاني پت په ميدان +کې د مرهټه وو او افغان پوځونه یو بل ته مخامخ شول. نو عزت خان +د مرهټه وو په صف کې ولاړ و. هم په دې جنګ کې د ده خپل ماما د +احمدشاه ابدالي په پوځ کې جنګېده. په سختې جګړې کې عزت خان +ټپي شو او هم دغه ماما وپېژانده او د درملنې لپاره يې له مېدانه +خپلې خیمې ته يووړ. کله چې يې ټپونه جوړشول. نو د احمدشاه +ابدالي خدمت ته یې حاضر کړ. ده ورته د لقب او د جاګیر نه علاوه د +يوې لویې جنګي ډلګۍ قومانده وسپارله. دی کوروايي ته د يوه +معزز او مېړني په توګه بېرته ولاړ. خو لږه موده وروسته مړ شو +مرهټه وو دده غداري هېره نه کړه او څه موده وروسته د عزت ځان +زوی نواب حرمت خان د پلارځای ناستی شو. نو ډېر ژر د مرهټه وو + +بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +دیا رلس +انځورونه + +خان +کوروايي نواب سرور +: 0 + +تا ښتانه +بهوپال ‏ د هندوستان پښتا + + + +00019653 ۲ 96 + +څوارلس انځورونه + +میمونه سلطان د خپلو لوڼو سره + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +000119653 ۲ 96 + +انځورونه پنځلس + +مفتی عبدالرزاق په منځ کې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +0001963 6 + +شپاړس انځورونه + +دز سفق + +1 + +کاو +په + +په ووکنګ کې د بریتانیا لومړی جومات + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011653١6 + +انځورونه اوولس + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00019653 6 + +اتلس انځورونه +کشپ٠|پپينونل«--- ‎ -‏ دن٢دن٢‏ نن ما + +چوکۍ کې ناست دی + +لیکواله په اسلام نګر کې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +.»دای .د. +‎٣٠‏ داماسًاووو بلس پښتانه + +لاس ته ورغی او د پلار په بدل کي یې ونیولو او تر درې کاله د هغوی +بندي و. په بندي ځانه کې شکنجه شو او ډېره بده وضعه ورسره وشوه +مرهټو غوښتل چې دده خزانه او پرګنې ترې واخلي. اخر دی مجبوره +شو او یو شمېر کلی يې مرهټه وو ته وسپارل. له دې علاوه ده درې +لک ه روپۍ د خوشي کېدو په بدل کې ورته ومنلې له بنده له +خلاصېدو سره سم هغه د نویو ملګریو په لټه کې شو او انګرېزانو ته +يې مځ وار ړولو. ده داسې فکر کاوه چې انګرېزان به د مرهټه وو له +ماتې وروسته هغه کلي بېرته و رته ورکړي. خو هغوی دغه مځکې په +خپل واک کې وساتلې د حرمت خان دوه زامن مظفرخان او نجف ځان +یو په بل پسې نوابان شول خو د دوا ړو له مړينې وروسته دوی نار رینه +اولادونه نه لرل چې نواب شي په دې وخت کې د بسوده نواب په دې +ګدۍ دعوا وکړه. خو اخر دا دعوا د نجف خان لمسي منورعلي خان +وګټله. د منور مور د تجف خان لور وه. د منورخان هم زامن نه وو او +دغسې دده له مړينې وروسته نوابي دده ورور يعقوب علي ځان ته +ورکړل شوه + +يعقوب علي خان له خپلې کونډې ورېندارې عمرالنساء سره واده +وکړ. ده یو زوی او يوه لور لرل. دی هم ددېرشو کالو په عمر مړ شو. نو +دده ماشوم زوی سرورعلي ځان د څلوروکالو په عمر کې نواب اعلان +شو. انګرېزانو د هغه د سرپرست په توګه یوه شورا وټاکله چې مشره +يې د سرورعلي ځان مور عمرالنساء وه. دا د "سرکاراما" په نامه +پېژندل کېده او د بهوپال د نوابې سلطان جهان ملګرې وه. نو د هغې +خبره به یې ډېره منله. هغې د واکمنې په توګه په کوروايي کې د غریبو +خلکو لپار ره ادارې جوړې کړې يوه کلیوال بانک به کروندګرو ته د + +تخم د وېشلو او بې له سوده پورونه ورکول چې مځکې وکري. د + +هوپال ‏ د هندوستان پښتانه س-ښت- + + + +090165 0 6666 + +د بهوپال اوسني پښتانه ‎۱٣٣۰‏ +‏سلطان جهان په وینا نواب سرورعلي خان او دده خويندې د نوې +زمانې تعليم او زده کړو لپاره ښوونځيو او کالجونو ته واستول شول +په خپله سرورخان د اندور په ډالي کالج او بيا د اجمیر په مایو کالج +کې د زده کړو لپاره ولېږل شو. په ‎٢١٩١‏ کې سرورخان د لندن په +سینډ هرسټ کې پوځي زده کړو لپاره ولاړ او په ‎۱۹۲١‏ کې نواب +‎٥‏ + +په ‎۱۹۲٩١‏ کي ده د بهوپال له شهزادګۍ عابده سلطان سره واده +وکړ. د نکاح نامې یو شرط دا و چې د سرورخان مشر زوی به دبهوپال +نواب وي په ۱۹۳۴ کې د ده زوی شهريارخان وزیږېد خو دا څرګنده +وه چې عابده سلطان او نواب سرورعلې خان يو ځای ژوند نشو +کولای. دوی بيل شول او څه موده وروسته سرورخان دويم او بيا +درېیم واده وکړ له درېیمې ښځې دده زوی ظفرعلي خان د ده له مړینې +وروسته نواب شو نواب سرورعلي خان د هندوان نو له ټيټې طبقې سره +ډېره خواخوږي او زړه سوی لاره اوپه خپل حکومت کې يې دوی ته +ډېره ونډه ورکړې وه دکوروايي په ولسي جرګه کې یې ددې طبقې ډېر +خلک راوستل ده د زور ودونو او جهېز پر ضد هم ډېرې هلې ځلې +وکړې دی په ‎٩۹۸١‏ کې مړشو + +کله چې عابده سلطان له سرورعلي ځانه بېله شوه. نو هغه ته یې +وويل چې بل واده دې وکړي. نواب سرور د "وای" د نواب له لور +عايشه سره واده وکړ دوی درې اولادونه لرل چې قيصر زمان. +ظفرعلي خان او منورعلي ځان نومېدل + +قیصرزمان اوس په بهوپال کې یو شخصي ښوونځی پرانیستی دی +او لور يې د شهريارخان په دويم زوی علي واده ده او په لاهور کې +ژوند تېروي : + +و8 - و ‎٣‏ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +ی٢‏ ريت +‎۳٣٣ 7۰-‏ د بهو پالا وسني پښتانه + +د دلیرخان يو بل زوی محمداحسن الله ځان د بسوده نومي ځای +نواب وټاکل شو. د نواب حرمت ځان یو بل زوی نجف خان هم د خپل +ورور له مړينې وروسته نواب شو . خو ده صوفي طبعیت درلود او د +قادریه طریقې منونکی و زيات وخت به يې په عبادت کې تېرولو +دده مېرمن لاډلي بېګم د محمدګړ د نواب احمدقلي خان لور وه + +د نجف درې زامن په ماشومتوب کې مړه شول او چې دی مړ شو . نو +دده خور کرامت الزماني بېګم نوابه شوه او د بسوده دا دواړه نوايۍ +یعنی کوروايي او بسوده یو ځای شول. د میمونه سلطان دویمه ځور +ساجده سلطان د پټوډي په نواب افتځارعلي خان واده شوه چې د +پښتنو يوه بله نوابی وه. دی د هند د کرکټ لوبغاړی و. د ساجده +سلطان زوی منصورعلي خان هم د پلار په شان د کرکټ لوبه غوره کړه +او يو وخت کې د هند ستوری و ده د هندي فلمونو له بنګالۍ +اداکارې شرمیلا ټېګور سره واده وکړ. د منصورعلي خان در +اولادونه دي چې دوه یې اوس د هند د بالي ووډ په فلمونو کې د سیف +علي خان او سوها علي ځان په نامه پېژندل کېږي : + +د ده یوه لور چې سباعلي خان نومېږي اوس په بهوپال کې د هغو +لسګونو زيارتونو او جوماتونو متولي ټاکل شوې ده چې په تېرو +دریو سوو کلونو کې پښتنو جوړکړي وو. د ''اوقاف شاهي'' په نوم +اداره په بهوپال کې ټول مذهبي ځايونه اداره کوي. له دې علاوه +سکندر بېګم چې په مکه کې د حاجيانو لپاره کوم رباطونه «وړيا +اوسېدو ځایونه» جوړکړي وو دا د هغې مسولیت هم په غاړه لري د +دې خبرې څه مخالفت هم کېږي. ځکه چې د ساجده سلطان کورنۍ له +بهوپاله وتلې ګڼل کېږي او ځينې خلک په دې باور دي چې اوس د +نوابانو او دراجه ګانو دور ختم شوی دی لکه چې د بهوپال نورې + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ..--- - + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د بهوپال اوسنی پښتانه .۰ ۱۳۵۰- +څانګې ,شعبې د حکومت له خوا اداره کېږي. په کار ده چې د نوابې +کورنۍ اوقاف هم له حکومت سره وي. په دې اړه راته شهريارخان د +یوه ډیپلوماټ ځواب راکړ اوهغه دا چې "څه چې په هندوستان کې +پاتې دي هغه په ما پورې اړه نه لري زما مور بې له هغې هم د پلار په +مېراث چې دعوا کړې وه ورته هېڅ تر لاسه نشول. زه خپل ښه ژوند +لرم. ‎٠‏ + +د اورکزو یوه بله کورنۍ د جلال خېلو وه چې له دوست محمد ځانه +ډېر وړاندې د لوهاري په سیمه کې اوسېدل دا سيمه د هند د +اترپردېش ولايت سهارن پور ولسوالۍ «ضلعې؛ ته نژدې ده. چې د +دیوبند مدرسه په کې ده + +د سردار جلال خان څو پښتونه د مځکه والو په توګه د لوهاري +خواوشا مېشت وو. د سردارجلال خان د پلارنوم میرحضر خان و او د +دولسمې پېړۍ په نیمايي کې د مغول پاچا اورنګزېب پر وخت د دې +سیمې مځکه وال و. جلال خان ته دده د خدمتونو په بدل کې منصب +ورکړی شو ىو او دی د "بهیم'" نومې ولسوالۍ تاڼه دار و. د جلال +آباد د د نوابۍ بنسټ هم ده اېښی و. دی په ‎٧۷٧۷‏ کې مړ شو او هم +هلته په جلال آباد کې ښخ شو د جلال خان له کړوسیو يو احمدعلي +ځان و چې د دولس کلونو په عمر کې د بهوپال نوابې سکندربېګم د +خپلې کونډې مور او وړې خور سره خپلې ماڼۍ کې وساتل. وروسته +احمدعلي له سلطان بېګم سره واده وکړ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +‎٠٠. . 00٥6 (0 67‏ +‎۳٣٣٠۰‏ د بهويال اوستي پښتانه + +‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +یوولسم څپرکی +پبښټهياري + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +000119653 ۲ ۷ + +۳۸۰ پټهاري + +دا سیمه هم بهوپال ته نژدې ده او په ۷۸ مربع کیلومیټره غزېدلې +ده. دلته د بارکزیو د قبيلې خلکو خپله نوابي جوړه کړه ښايي د +۴ راهیسې په کې پښتانه مځکه وال وو او په ‎٨۸٨١‏ کې نواب +حیدرمحمدخان واکمن و وروسته دده زوی عبدالکريم او لمسی +عبدالرحيم خان نوابان وو. د هند تر وېش پورې «(۱۹۴۷, عبدالغني او +دده زوی ابوبکر غني دلته نوابان وو. بيا وروستی نواب آاصف +محمدخان په ‎۱٧٩۰‏ کې له دې ځایه کډه وکړه او بمبۍ ته ولاړ د هند +او پاکستان تر وېش وروسته د بهوپال ډېرو پښتنو په تېره بيا هغه +چې د اورکزيو يا درانيانو له ټبره وو پاکست��ن ته کډه وکړه. دوی +زیاتره په کراچۍ کې ژوند کاوه. د امراولدوله «دسلطان جهان خاوند, +کړوسی انورکمال د پاکستان له خوا په بنګله دېش او بیا په مصر کې +سفیر پاتې شو + +د دوست محمدخان د کورنۍ دوه نور مهم غړي غضنفر محمدخان +او اسلم محمدخان د پاکستان په پوځ کې د ډګرمن چوکۍ ته +ورسېدل. د امرالدوله لمسۍ منورجهان د جوناګړ نواب ته واده شوه. + +د مېمونه سلطان خورزه شهزادګۍ فرحت سلطان د پاکستان د +هوايي ځواک مشر «ابیرمارشل نورخان ته واده شوه. + +د بهو پال په پوځ کې به تل پښتانه زیات وو او د نوابۍ د ساتنې په +لاره کې دغو پښتنو ډېر لوی رول لوبولی دی. د مېمونه سلطان ورور +سلطان عزیز خان ته به له پېښوره ځینې خلک راتلل او ده به ورته کار +روزګار ورکاوه. : + +په دوی کې ډېر خلک چې ژوند يې ښه شو تر اوسه په بهوپال کې +اوسېږٍي. دوی به د واده لپاره جینکۍ او هلکان د پښتنو په کورونو + +بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00065١ 661٨ + +پټهاري ‎-٨٩٣١‏ +‏کې لټول. خو لکه چې په نورو ځایونو کې هم کېږي. له لومړي کول نه +دویم ته ژبه کډه نه کوي او په تېره بيا چې په چاپېريال کې پښتو نه +وي. دوی پښتو له لاسه ورکړې ده. د نوابې کورنۍ زياترو خلکو +خپلې ماڼۍ یا په کرایه ورکړې اویا یې هوټلونه ترې جوړکړي دي + +د عابدې سلطان کشره خور رابعه اوس هم په بهوپال کې ده او +پخپل کور کې یې یو ښوونځی جوړ کړی دی + +نور يا په بمبۍ او يا هم په ډيلي کې اوسېږي. ځینو پخوانيو +پوځيانو یا ښار او کلیو کې مځکې اخيستې دي کورونه یې جوړ کړي +او هم هلته اوسېږي په داسې کورنیو کې يو څه پښتو پاتې ده او د +هغې علت دا دی چې دوی په پاکستان کې د خپلو خپلوانو سره را رابطه +لري! و کله چې د هند او پاکستان تر منځ پولې پرانستې وي. . نو دوی +د یوه بل کره تګ راتګ هم کوي. نوې واده شوې مېرمنې له ځانه سره +پښتو راوړي او دغسې ژبه یو څه تازه شي نور رې په اردو کې د پښتو +ټکي راګډوي. يو ځای د ډوډۍ پر وخت ښځو په خپلو کې خبرې +کولې.لکه اینې.مړې. مړاء خو چپ شه. زه. ځه مې تر غوږو شول. + +د بهوپال يو اغېزمن شخصیت مفتي عبدالرزاق نومېږي. دده +کورنۍ نژدې سل کاله پخوا د صوبه سرحد «پښتونخوا له مردانه هند +ته تللې وه. ده هم هلته ديني زده کړې کړي دي. دده یوه زوی د مدهيه +پردېش له یوې حوضې «حلقې نه د لوک سبها رپارلمان غړی دی. د +بهوپال په ښار کې د ده يوه لويه مدرسه ده او دلته له څلورو سوو +زیات ماشومان د ديني زده کړو لپاره ورځي خو دا مدرسه د سپین +ږیرو پښتنو لپاره د راټولېدو یو مرکز هم دی. د مدرسې د انتظام +لپاره څه ناڅه ‎٠۰‏ کسان کار کوي. په دوی کې د مفتي صېب د +کورغړي هم شامل دي. ده راته وویل: ''مور هره ورځ دوه نیمو سوو + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +1 00011953 ۲ 9٧ +‏پټهاري‎ ٢۸۴۴۰۰ + +خلکو ته دوه وخته ډوډۍ ورکوو ' ډوډۍ ځوړونکي زياتره هغه +ماشومان وو چې د َِۀ- گۀ-ۀگۀ-گ- - په مدرسه کې دننه یو دالان +کې ښځې ناستې وې دوی وریجې او نوره غله پاکوله. د مفتي صېب +یو زوم هره ورځ د د پخولو لپاره غوښه او ترکاري په خپله راوړله. + +له ښاره شل کیلومیټره لويديځ لوري ته په یو کلي کې مفتي +عبدالرزاق یوه مدرسه جوړه کړې وه او هم هلته يې يوه ورځ د خپلې +کورنۍ غړي او ځینې نور خلک مېلمانه کړل. هر چا ته يې د صېحبت +بلنه ورکړې وه د ښځو لپاره د مدرسې په دويم پوړ کې يوه برنډه +غوره شوې وه. د مفتي صېب لور راته وویل: موږ دې ډوډۍ ته 'وړه +مړۍ 'وايو. بیا د چېلۍ «اوزې د غوښې لویې لویې ټوټې چې په یوه +غټ دېګ کې پخې شوې وې راوړل شوې. په ښوروا کې پاستي +«چپاتي» واړه شو په غټو غټو خانکونو کې یې دا ډوډۍ راوړه او موږ +په ډلو کې کښېناستو او ومو خوړله. د ښاریو څو ښځې ناارامې وې +دوی په لاسونو ډوډۍ نشوی خوړلای او قاشوغې یې غوښتې + +په بهوپال کې د دوست محمدخان کلا چې فتح ګړ نومېږي اوس هم +شته. خو ددې له یوه دېوال سره سرې وړې جنډۍ رپېدلې او دا ددې +نښه وه چې هندو مذهبي سخت ګیرو دلته د رام د مندر کېدو دعوه +لري + +د دوست محمدغان د استوګنې ځای ډېر ساده و ددې کوټې او +دالانونه هم هغسې دي لکه چې په تیرا کې د ځینو خانانو کورونه وي + +د نوابې کورنۍ هغه ښکلې ماڼۍ چې صدر منزل. موتي محل او +تاج نومېږي اوس په کې هوټلونه جوړ دي. د بهوپال د نامتو جهيل +رتالاب خواوشا ټولې ودانۍ اوس د سېلانيانو لپاره په کرایه ورکول +کېږي + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - + + + +090165 0 6666 +٨۴۱ ‏پټهاري‎ + +د دوست محمدخان د کور په برنډه کې د تېرو سلو کلونو تصویرونه +ځوړند وو په دوی کې د وروستي نواب حميدالله ځان او دده د +مشرې لور عابدې سلطان عکسونه ډېر وو عابدې له ماشومتوبه +پوځي لباس اغوستلو او په اس به یې ډېره سپرلي کوله. مو سره مل +ِِ بونیر یو پښتون طالع زرخان چې دعوا يې کوله دی له سلو کلو +زیات عمر لري او د بهوپال په پوځ کې عسکر پاتې شوی و. د عابده +سلطان یو عکس ته یې ګوته ونیوله او ویې ویل: "مور چې کله پوځي +پرېډ کاوه او نواب حمیدالله خان به کتنې ته راتلو نو عابده سلطان به +ورسره مله وه" + +د رای سین ولسوالۍ د بهوپال له ښاره ‎٠٢‏ کلوميټره د لويديځ پر +خوا ده. د یوې غونډۍ له پاسه د رای سين د مشهورې کلا کنډوالې +له سړکه ښکارېدې. دا کلا په شپاړسمه پېړۍ کې شبرشاه سوري له +یوې محاصرې وروسته نیولې وه. دوه سوه کاله وروسته هم دغه کلا +.دوست محمدخان نيولې وه. ددې غونډۍ په شاوخوا کليو کې د +پښتنو مېنې دي. په دوی کې يو څو نومونه داسې دي: سیلوائي. +اوچيره. باوليه خان دېره. نښتره. دهنورا . بهولايي -0 +څارنپور او داسې نور... + +په باولیه کې محمدایوب او د هغه وروڼه په خپل هغه لوی کور کې +ژوند کوي چې د ده پلار پنځوس کاله پخوا جوړکړی واو تقریبا د ټول +کلي مځکې د دوی خپلې دي. دده د پلارنوم شمس احمد و او دی له +سواته بهوپال ته تللی و. هغه وخت په ځان دېره «کهنډېر» کې دوه نور +پښتانه وروڼه د عابدحسین او ماجد حسین په نومونو اوسېدل. دوی +به د بهوپال د ځنګلونو لرګي پرېکول. چارتراش به یې ترې جوړول» او +د کورونو او فرنیچر جوړولو لپاره به یې پر خلکو پلورل. شمس احمد + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +۸۴۲- پټهاري +هغه وخت د دوی دا لرګي په يوه ټرک کې د هند بېلابېلو برخو ته +رسول. د لارۍ ټرک, چلولو کار ده پخوا هم کاوه خو اوس یې په کې +ډېره ګټه وکړه. وروسته ده هم د لرګیو کار پیل کړ او په باولیه کې یې +مځکه واخيستله + +د شمس دوه مېرمنې وې. یوه عايشه بي بي نومېده چې ما ورسره په +باوليه کې ولیدل او زما له تګه يو کال وروسته وفات شوه. دویمه +خوشاله بی بی ده. تردې دمه چې زه دا لیکنه کوم لا ژوندۍ ده + +خوشاله بي بي د ایوب احمد مور ده او په وړوکي عمر کې له سواته +راواده شوه او د بهوپال په دې وړوکي کلي کې يې ژوند پیل کړ. په +باوليه کې د ټیلیفون او د برېښنا اسانتیاو ې شته خو د کلي سړک + +پوځ نه دی. + +زما په پوښتنه ايوب احمد راته وویل: دا کلی همدغسې ښه دی. +مور سړک نه غواړو. + +اوس د کروندې لپاره دوی ټرېکټراو سره کاروي او تېرکال يوازې د +غنم حاصل رپالېن يې دوه زره کیلوګرامه و. د غنمو سر��ېره دوی چڼې +او دال.او په لږٍه مځکه ترکاري هم کري. دوی بزګران هم لري چې +زیاترهههندوان دي. د دوی مېرمنې هم د کور په کارونو کې بوختې +وي. هر یوه خدمتګار ته دوی څلورسوه روپی تنخواه ورکوي. په واده +ښادۍ کې ورته نوې جامې او پیزار اخلي. د پښتنو له هر کور سره +جوخته یوه حجره ضرور جوړه وي. سړي ماښام په حجره کې راټولېږي +او څراغ لالټین په رڼا کې کیسې کوي. يا راډيو اوري. د دې کلي +پښتانه په اسلامي اصولو سخت ولاړ دي. کله چې یې ښځې د یوه بل +کور ته ځي نو پړوني یې پر سروي. خو چې له بهوپال ښاره بهر وځي +نو بیا چادري برقعې اغوندي. ځینو سپین ږیرو د نوابۍ وخت په ښه + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +090165 0 6666 + +پټهاري ۱۴۳ +ټکو کې ياداووخو د کلي ځوانانو يې په هغه اړه هېڅ معلومات نه +لرل. داسې ځوانان هم شته چې په پښتو خبرې کوي او په دې وياړي +چې دوی پښتانه دي او نور بيا د اسلامیت او د مسلمانۍ او د +مسلمانانو د یووالي په خبره ټینګ دي. + +په بهوپال کې د د کونړ اوسېدونکي يوه وکيل وحيدخان د صدیق +حسن ذکر په ښه ټکیو کې وکړ. صدیق حسن د شاهجهان بېګم دویم +خاوند و او د انګرېزانو پر ضد يې تبلیغ کاوه وحیدخان په دې نظر و +چې صدیق حسن یو لوستی سړ یو او د اسلام د دین لپاره يې له یوه +لوی قدرت سره ډغره وهله. + +که څه هم په اوسني هند کې مسلمانان خپل ځان ډېر ترګوا: ښ لاندې +احساسوي. خو په بهوپال کې پښتانه د پېژندګلو لپاره د خپلې ژبې +یا کلتور پر ځای تر اسلامي چتر لاندې خپل ځان زیات خوندي ګڼي +په بهوپال کې زياتره پښتانه اوس د ځايي خلکو غوندې ژ ژوند +تېروي. دوی خپله ژبه‌هېره کړې ده. د نوي کول ځوانان اردو وايي خو +لوستلای یې نه شي ځکه چې په هند کې رسمي لیکنې په ګورمکهي +رسم الخط باندې کېږي. له پښتنو پرته «علاوه چې دلته نور +مسلمانان ژوند کوي په کړو وړو کې يې ډېر توپیر نشته د +هندوستان له وېشه وروسته هغه هندو مهاجر چې د پاکستان له سند +سوبې «ایالت» نه ورغلي وو. د دوی ګڼ شمېر په بهوپال کې ځای کړل +ځینې پښتانه په دې خبره په تشویش کې دي چې په پاکستان او +افغانستان کې د دوی د قام خلک په ترهګرۍ بدنامېږي. دوی هلته د +امریکا او اروپايي ځواکونو په شتوالي هم خواشیني وو په بهوپال +کې ورته د یوه لږکي «اقلیت» په توګه ژوند ګران نه دی خو کله کله د + +شش هال د هندوستان پښتانه + + +‎۱۴۳٣۴ ۰-‏ 7 0001165 پټهاري + +‏خپلو مشرانو د وختونو او د هغه دور یادونه ضرورکوي. چې په دې + +‏خاوره یې حکومت کړی و + +‏د دوست محمد روزنامجه + +‏د سلطان جهان د نوابۍ پر وخت هرکال د اختر پر موقع د کورنۍ +ټول غړي به په لوی تالار کې راټول شول او هغه وخت به د دوست +محمدخان روزنامچه د هغه د اوسپنې له لویې پېټۍ راوابستل شوه +او ټولو به لکه د تبرک ولیدله. بيا به یې هم هغسې سنبال کښېوده. پر +دې موقع به یې د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم وېښته مبارک +هم لیدو چې ورته ترکي سلطان ډالی کړی و. عابدې سلطان په خپله +دا دواړه شيان کال پر کال لیدل. : + +‏د دوست محمد روزنامچه د هغه ديوان «وزیر بیجي رام ورته په +فارسي کې لیکلې وه. د نواب حميدالله د مړينې وروسته لکه چې د +هغه نور شيان ورک شول د دې روزنامچې درک هم ونه لګېد. + +‏کله چې شهريارخان د بهوپال د تاریخ ليکلو لپاره له خپلوانو سره + +‏رابطه وکړه. نو دا روزنامچه له هېچا سره نه وه. په ‎۱۹٩۲‏ م کال کې د +هندوستان يوه اردو مجله "شعله حښات''ددې روزنامچې ژباړه په +قسطونو کې چاپ کړه. عابده سلطان وايي: دا د اصل متن ژباړه ده + +‏شه��يار خان راته وویل چې ده د مجلې له چلونکيو سره هم رابطه +وکړه. خو دوی خبر نه وو چې اصل روزنامچه له چا سره وه ان تر دې +چې د هند په مليأ رشیف کې هم نشته خو مهمه خبره داده چې د دې +روزنامچې له مخې د قدسیې بېګم د زمانې راهیسې د بهوپال تاریخ +لیکل شوی دی. شاهجهان بېګم په خپله هم د بهوپال د تاريخ د لیکلو +پر وخت له دې روزنامچې څخه پېښې لیکلي دي + +‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +اخځليکونه ۱۴۵۰ + +اخځليکونه + +‎.١‏ د بهوپال بېګمات. شهریارخان + +‏۲ د باغي شهزادګۍ يادونه. عابده سلطان ۰۵ ۰ م کال اکسفورډ +یونیورسيټي پریس کراچي. + +‏۳. د هندوستان طلايي کتاب. سر روپر لیت برج ۰ + +‏۴ انسايکلوپېډیا ابشیاټيک. ‎۱٧۷١‏ اېډورډ بال فور کوزمو +خپرندویه ټولنه + +‏۵. په بهوپال. ډیلي او لندن کې د د نوایې کورنۍ او نورو پښتنو +او غېرپښتنو سره مرکې + +‎٧0‏ .مسلمانې ښځې .اصلاحات او شاهي سانواله +ا 2 ) د بهوپال نواب سلطان جهان بېګم.. سیوبان +لومبرت-شاهي اېشیايي ټولنه هرلي روټ لاج ‎٠۰۰٢‏ +‏او لویدیځ «مجله» + +‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ +‏شجره نولس‎ +‏د۰۰۰ټتتسییسسس‎ سسس))سسسسسس--٠‎ + +د بهوپال نوابان + +نواب يار محمد غان ۴۳-۱۷۲۸ + +فیض محمد خان (مامله بايي) ‎۷٧۷-۱۷۴۴‏ +‏عيات محمد خان ۱۸۰۷-۱۷۷۷ + +غوث محمد خان ۱۸۰۷ + +وزیر محمد غان ۱۶-۱۸۰۷ + +نذر محمد غان ۱۹-۱۸۱۶ + +قدسیه بېکم ‎۳۷-٨٨٨١‏ + +جپهانگیر محمد غان ۴۴-۱۸۳۷ + +سکندر بېکم ۶۸-۱۸۴۴ + +شاه جېان بېکم ۱۹۰۱-۱۸۶۸ + +سلطان جېان بېم ۲۶-۱۹۰۱ + +حميد الله خغان ۶۰-۱۹۲۶ + +0 + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +: +1 + +ددوست محمد اولادونه +-(ارمعهد (واب) ‏ اا ځ) + +فاضل محمدډ + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +00011953 ۲ 9٧ + +۳م مب ۰۰م هد + + + +00011953 ۲ 9٧ + +: جلال ابادي کورن ۍ(لوهاري) + +سردار جلال غان +محمد يارغان + +د لاور علي غان +ابغان علي غان +عسن غلي خان + +منصور غان + +محمد غعلي خان + +! +احمد علي (دنواب سلطان جېان خاوند چندابي + +دوه لوڼه يي د نواب سلطان جپان په دوو مشرانو زامنو واده شوې + +سمست + +د نن + +ومهم ېم ېټ ٢۰م‏ مھ + + +موم + +مظفر غان (نواب) --- + +00011953 ۲ 9٧ + +ووه موم مب ۰٠م‏ مھ + + + +00011953 ۲ 9٧ + +د میمونه سلطان کورنۍ + +احمد شاه ابدالي +‎١‏ +‏تیمور شاه + +سمیم + +وم موم ېټ ‎٠۰٢‏ وف + +۱م + + +وسا؛ ی امل مه لخځليکونه +سسسسسگد-س-0٨٥ستپ٧پ-۴س‏ + +مننه + +ددې کتاب په جوړولو کې ما سره ډېرو خلکو او ادارو مرسته کړې +ده. د بي بي سي د اوناسیس نومې بورس چې د هند د سفر لگښت يې +پوره کړ. + +په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د ژبې او ادبياتو استاد عبدالخالق +رشید. هم ددې پوهنتون پروفيسر اخلاق احمد انصاري. د بهوپال +مفتی عبدالرزاق. وکيل عبدالوحید. محمد ايوب او په تېره بيا د + +نوابې کورنۍ شهریارخان چې د ارشیف درک یې راکړو + +د کتاب په ټایپ کې محمد قاسم ځان مندوخېل» په کمپوز کې +هېندارې- کتاب خپرولو صندوق او د پښتۍ په ډیزاین کې ميرویس +میاخېل ډېر زیار ایستلی دی. زه د دوی ټولو د مرستې تې او لارښوونې +مننه کوم. + +بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه + + + +-. ِ ٠ ‏د د د‎ : ٨ ٢ +: 3 ‏دا | )ایا-0 يك بو په‎ +‏ز) : رر‎ #1 +٧ ‏سی ړَ آَ‎ 01 + +: و هورلا پچ + +: ‏سر سر هگ ث و0‎ ٣ +‏پس‎ 087 0-4 + +سیا څدسټته ‎7١‏ 0١م‏ +با 5 + +- +1177 "هه فزز ان 1 +‎٢‏ دن سو د٢‏ + +سح ِ 3 +80007 + +۵5 #۸ مت د +113 0 +لن + +7 63 ات +و0 01216 کو + +3# + +5 +۳ ۳ ښ لی + +| 1 ضر 2 + +ّ: ۱ و + +1 + +۸ ۸ 1 1:١ + +: