00011953 ۲ 9٧ 00011953 ۲ 9٧ کاب خبروونکی ۸ ووعمی اص منم 6 کندهار. انصاري واټ. ملا زمان جومات ته څېرمه. کور نومره ‎۷۸٧‏ ‏پوست بکس ‎.۵۱٢۳‏ کابل.افغانستان ټلیفون ۹۳۷۰۳۰۳۰۵۴ . يا ۹۳۷۷۷۳۰۳۰۵۴ ٧. آی ایس بی اېن 0-078-0936-406-00-1 1581 بهویال - د هندوستان پښتانه ٍ. لیکواله: صفيه حلیم خپروونکی: سالنګ کتاب خپروونکي د خپرولو لړ: یو د خپرېدو نېټه. وری ١۳۸٢/مارج ‎٠۰٠۰۸‏ ‏د خپرېدو ځای کابل - افغانستان شمېر: ۵۰۰۰ ټوکه د چاپ نوبت: لومړی ټایپ قاسم خان مندوخپبل کمپوز کتاب خپرولو صندوق-هېنداره د پښتۍ طرح: میرویس مياخپل د چاپ ټول حقوق له خپروونکي سره خوندي دي 00011953 ۲ 9٧ اع امُولَمْمَن الب لر 8 : - - بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د قدسیې بېګم واکمني . د سکندر بېګم نوابي. ه--ههظظهظھ--- - ه111 ‎٢٢‏ د سکندربېګم مشکلات ... شاه جهان بېګم...... اا ا 7 7ظ 001 لا ا7ظا ظثظ ثظآظ ه۴۶۴ مور لور او سیاست... بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ۸١١٢ " ٠ ٩ ۳٧ ۴ 00011953 ۲ 9٧ بهوپال-د هندوستان پښتانه » په هندوستان کې د پښتنو په اړه د تکړه لیکوالې او خبريالې صفیې حلیم په زړه پورې څېړنه ده چې تر دې وړاندې په هندوستان. په ځانګړي ډول د بهوپال د پښتنو په اړه نه وه شوې. سره له دې چې په هندوستان کې د پښتنو په اړه یو شمېر څېړنې شوي خو دغسې څېړنه لکه صفیې حلیم چې کړې پخوا نه ده لیدل شوې . دغه کتاب لوستونکیو ته په هندوستان کې د پښتنو په| ړه بېبلاببل غنی معلومات ورکوي. کتاب دا سې انځوریز لیکل شوی چې په لوستلو یې سړی داسې فکر کوي لکه د بهوپال د پښتنو په اړه دا کیسې پخپلو سترګو ګوري سالنګ کتاب خپروونکي وياړي چې د تکړه لیکوالې او خبريالې صفيې حلیم دغه ارزښتمن او په زړه پورې اثر لوستونکو ته وړاندې کوي. او د وياړ ځای دی چې په پښتنو مېرمنو کې موږ د صفيې حليم په څبر يو ه هستي لرو چې وخت پر وخت يې د پښتو ژبې مینه والو ته د خپل قلم او پوهې له لارې ملغلرې وړاندې کړې دي. هيله ده پښتنې د صفیې حلیم پر پله- پل واخلي او د ژوندد دورو له بدلېدو سره قلم پرېنږدي. اغلې حليم له بهوپال-د هندوستان پښتانه کتاب څخه مخکې ۷ ځانګړي اثار مینه والو ته وړاندې کړي چې هر یو یې د لوستونکيو په تاود« هرکلي لمانځل شوی دی صفیې حليم نه یوازې د خپلو کتابونو له لارې د پښتنو د بېدارۍ هڅه کړې. بلکې ددې تر څنګ يې د ځوان او نوي کول په روزلو او هڅولو کې هم خورا ډېرې ستړیاوې ګاللې دي د یادونې وړه ده چې بهوپال -دهندوستا ن پښتانه هغه کتاب دی چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره ورباندې د کتاب خپرونې نړیواله شمېره لدممن هه :1 (58ز) کی حاصعه ټڅ عاه ه1 لهخه 5 کارول کېږي تر دې مخکې پر افغاني کتابونو پر نړیوال معيار برابر دغه شمېره نه وه. په داسې حال کې چې (151#4) له تېرو څه باندې دېرشو کلونو راهيسې د نړۍ په نورو هېوادونو کې کارول کېږي دغه معياري شمېره د دې کتاب خپرندویې ټولنې پر لومړي خپرېدونکي کتاب راځي. سالنګ کتاپ خپروونکی وياړي چې د يوې داسې تکړه لیکوالې او خبريالې اثر خپروي چې د پښتنو په زړونو کې یې ځپل کور اباد کړی دی. په درناوي بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ بېژندنه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د ۱۹۴۷م کال د اګست ديارلسمه نېټه وه د بهوپال په سرکاري دفتر کې نواب حمید الله ځان له خپل مېز سره ولاړ دی د هغه توپنچه ډکه پر مېز پرته ده. د هغه تندی تريو او لاسونه يې يو پر بل کلک نیولي دي. لږه شېبه وروسته د هغه مشره لور دفتر ته ننوزي. دواړه یو بل ته سلام اچوي او سمدلاسه نواب خپلې لور ته وايي 'زه پاکستان ته ځم غواړم چې د بهوپال چارې ته پر مخ یوسې کېدای شي ما د پاکستان مشر وټاکي ما ته جناح ویلي دي چې راشه. خو زه غواړم چې ته ما ته د یوې خبرې ډاډ راکړې او هغه دا چې ما ته به د بهوپال له خزانې پنځه لکه روپۍ دکال رالېږې ته دا خبره متې؟' لور یوه شېبه د پلار په سترګو کې سترګې واچولې. خو خپل قهر يې نشو څرګندولی. پلار ته یې بې ادبي نشوی کولای پر مېز اېښې توپنچې ته یې اشاره وکړه او ویې ويل "ته ولې په ما د دې توپنچې ډز نه کوې؟ زه بې وسلې يم دا نوابي تا پورې اړه لري. دا سيمه که له هند سره یو ځای کېده نو په دې فیصله زه خپله ګوته نشم لګولی او سبا به خلک وايي ښځه وه ځکه خو یې د دې خاورې له هند سره د يو ځای کېدو مخه ونه نیوله. او هغه وطن چې زموږ مشرانو په تېرو دوه نیم سوو کلونو کې د خپلو سرونو په بدل ساتلی و . یوې ښځې هند ته تسلیم کړ." د نواب حميدالله خان دا لور عابده سلطان وه. چې د بهوپال د وروستۍ نوابې په توګه په دیارلس کلنۍ کې نومول شوې وه او په ‎٢‏ د مې پر ‎١١‏ نېټه د ٨۸کلونو‏ په عمر په کراچۍ کې په حق ري : ٍ بهوپال ‏ د هندوستان پښتاله بس سن 00011953 ۲ 9٧ -٣ ‏پېژندنه‎ دا د اورکزیو د هغې کورنۍ مېرمن وه چې د هند په مدهيه پردېش ایالت کې یې د اتلسمې پېړۍ په سر کې د بهوپال د خپلواکې نوابۍ بنا کېښوده. د هندوستان په پراخه ځاوره کې له لرغونو وختونو څخه هرې سيمې د انتظامي چارو لپاره يو واکمن لرلو د پښتنو. عربانو. ترکانو او مغولو له خوا چې هرکله دا سیمه نيول شوې او د دوی سلطنت پرې جوړ شوی. نو دغو سیمه يیزه واکمنو ته يې درناوی کړی دی. او که جګړه یې ورسره نه کوله. نو د باج او خراج په بدل کې یې ورته القاب | و خطابونه ورکړي دي. هغه صوبې يا ایالتونه چې لکه د پاچاهانو په کې راجه ګان او نوابان واکمن وو .د خپلې سیمې د خلکو لپاره هم مهم وو .د ځمکو د شخړو 71717171-417 وبا او دغسې نورې ورځنۍ چارې د نوابانو له خوا ټاکل شوي پولیس. پوځ. قاضیانو او وزیرانو اداره کولې. د يو پاچا د يوه کامیابه حکومت تر شا هم دغه نوابان او راجه ګان وو. د بهرني یرغل پرضد د پوځ برابرولو لپاره به هم دې نوابیو ډېر لوی رول ترسره کاوه. په ‎٠٠۰۰‏ عيسوي کال کې چې انګرېزان د هند په لویه وچه واکمن وو . د دې نوابیو او راجواړو په اړه یې یوه تذکره لیکلې چې د هغې له مخې د هند او اوسني پاکستان او بنګله دېش په ګډون دلته تر شپږو سوو ډېر نوابان او راجه ګان وو. په نولسمه پېړۍ کې ځينې ریاستونه او ایالتونه لکه اسام مرهټه او پنجاب په انتظامی توګه خپل حیثیت له لاسه ورکړی و. په ۱۹۴۷م کال کې د انګرېزانو په حساب ۵۲۵ ریاستونه موجود وو په دې کې زمیندارۍ او ټیکانې هم شاملې وې. زمینداري يوازې په یو څو کليو مشتمله وه. دوی ته به يې تعلق دار يا جاګيردار هم بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏م۴ پېژندنه‎ ویلو. یوه زمیندار یا جاګيردار به له خلکو د ماليو راټولولو کار هم کاوه په دې کې زیاتره مورثئي وې. خو کله کله پاچا د انعام په توګه هم داسې جاګیردارۍ ورکولې جون پور داسې یوه زمینداري وه له زمیندارۍ پرته د "وصل"' په نوم هم یو انتظامي یونټ و چې واړه او کوچني کلي به له ګاونډي نوابۍ یا راجه سره وصل وو. خو دوی به کله کله خپلواکه اختيارات هم لرل. شورپور او ګړوال د دې ښې بېلګې دي په راجواړو او نوابیو کې هم دوه ډوله امتیازات ورکړی شوي وو. د نورو لویو ریاستونو په شان بهوپال او حیدراباد هم داسې امتيازات لرل دې ته به یې ګن سیليوټ یانې هغه چې د توپو سلامي لري. دا دود د انګرېزانو په وخت کې پيل شو او هغه نواب يا راجه چې دوی به ډېر درناوی ورته کاوه هغه ته به يې د يوویشت توپو سلامي امتياز ورکاوه. چې تر ټولو لوړ اعزاز و. تر ټولو وړوکی د دريو توپونو سلامۍ واله و دويم هغه ځينې وو چې د توپو سلامي امتیاز یې نه لرلو. په دې کې بسوده «چې د پښتنو ریاست و). نواب ګنج او ځیرګړ غوندې ځايونه شامل وو. د يوویشت توپو د اعزاز ریاستونه يوازې پنځه وو. چې د حيدرآباد نظام. ميسور مهاراجه. جمو او کشمیر په کې شامل وو مهاراجه او د بړوده ګایک مهاراجه او د ګواليار مهاراجه سندهیا وو د نولس توپو سلامي به د بهوپال ,د پښتنو نواب. د اندوراو اودې پور راجه ګانو ته ورکول کېدې. په دې کې هم فرق دا و چې ځینې موروثي او ځينې موقتي وو هغه وخت د مځکې او شمېر له حسابه د مسلمانانو تر ټوله لویه نوابي د حيدر راباد دکن وه چې واکمن بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ٍ تت 00011953 ۲ 9٧ پېژندنه ۵۰ به "نظام"" بلل کېده له دې وروسته د مځکې له پلوه د مسلمانانو لویه نوابي د بهوپال هغه وه. چې بنسټ يې د اورکزیو یو تن دوست محمدخان اېښی و دلته څلورو ښځُو پرله پسې دوه سوه کاله حکومت کړی دی. ددې وړوکي سلطنت د پوځ لپاره به زیاتره د صوبه سرحد او په تېره د قبايلي سیمو خلک روزل کېدل د خلکو لپاره به دا هم نوې خبره وي چې په بهوپال کې اوس هم اپرېدي. يوسفزي او میرازي خېل پښتانه نه یوازې دا چې ژوند کوي ځینې په کې اوس هم پښتو وايي. ما ددې سیمې له ځینو کورنيو سره ليدلي او د هغوی د ژوند ژواک حال مې له نژدې اخيستی دی. دا کتاب د بهوپال مکمل تاریخ نه دی يوازې د تېرو دریو سوو کلونو حال دی چې په کې دوه نیم سوه کاله د پښتنو مېرمنو او د دوی حالات بيان شوي دي. په وروستۍ برخه کې مې د بهوپال د اوسنیو پښتنو حال لیکلی دی. په دې لاره کې ما سره ډېرو خلکو مرسته کړې ده. په تېره ييا د وروستۍ واکمنې عابده سلطان زوی شهریارخان چې د خپلې کورنۍ په اړه یې ډېر معلومات راکړل. بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ لومړی څپ رکی دوست محمد خان بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001963 ۲ 9٧ انځورونه دوست محمد خان اورکزی بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001165 6 انځورونه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏دوست محمد خان‎ -۸ - د صوبه سرحد په لوېدیځ کې د تیرا غرونه دي. چې په کې د اپریدو ته قامونه ملک دین خېل: سپاه. کوکي خېل. اکا خبل. زکا خېل؛ کمبرخېل. حسن خېل او ادم خېل اباد دي. په ‎۱٧۷١‏ م کال کې د اورکزیو د یوه سردار نورمحمد ځخان په کور کې یو ماشوم وزیږېد چې په دوست محمدخان ونومول شو. مور پلار يې ډېر خوشاله وو. د پېنځو کالونو په عمر کې د قران د لوست او دیني زده کړو لپاره ورته يو استاد وساتل شو. دا استاد ملا جمالي نومېده چې د بدخشان اوسېدونکی و. دوست محمد خان چې د اس د وک داو ورله یو اس ورکړ. له دې سره سره یې د تورې او غشي ویشتلو تربيه هم ترلاسه کړله. ‎٧١‏ مه پېړۍ چې په ختمېدو وه. نو دوست محمدخان يو تکړه او غښتلی ځوان و. هغه وخت د هندوستان پر تخت د مغولو پاچا اورنګزېب ناست و او د خپل سلطنت ساتلو لپاره له مرهټه وو سره په جنګ وو. د مغول دربار د شان او د هند د شتمنۍ کیسې هر چا اورېدلې وې. له تیرا نه هم ځوانانو ډیلي ته د تللو ارمان درلودلو. ځینې ځوانان د دوست محمدخان له سیمې هم هندوستان ته ورغلي وو او د مغولو په پوځ کې به شامل شول. نو ډېره ښه تنخوا به ورته ورکول کېده. هندوستان ډېره لویه مځکه لري او د هر یو ریاست والي ته به د پوځ لپاره مېړني ځوانان پکار وو. د پوځ لپاره تکړه ځوانان او ښه اسونه د پښتنو له سیمو هم ور تلل. په تيرا کې ځینو کورنیو د دې جنګيالو لخوا په رالېږلو پيسو خپل ژوند ته وده ورکوله. په ‎٧٧٢١‏ کال کې دوست محمدخان له ‎٠٢‏ کالونو اوښتی و او تل به ناکراره و. مور و پلار ورله د یوې بلې اورکزۍ کورنۍ نجلۍ غوښتې وه چې معراج بي بي نومېده. خو دوست محمدخان لکه د بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ دوست محمد خان -۵۰- کاواکه اس ژوند کاوه. په نه څه خبره به يې توره رااېستله او وینه به يې تل په جوش کې وه. د معراج بي بي مور و پلار چې دا حال ولید . نو ويې پتېيله چې خپله لور د دوست محمد خان يوه بل تربره ته ورکړي. دا خبره د دوست محمدخان لپاره د منلو وړ نه وه خو څرګنده نه ده چې ايا دی پخپل سپکاوي ناراضه و او که معراج بي بي ورباندې ډېره ګرانه وه. خو د ځوانۍ جوش او د دوست محمد خان کاواکه طبعیت اخر دې ته ورساوه چې خپل تربور یې ووژلو په دې کړنه نه يوازې د هغه د قام خلک پر ده په قهر شول. بلکې د هغه خپله کورنۍ مور و پلار هم ناراضه شول او دوست محمد له قامه وایستل شو. د ده لپاره بې له دې بله هېڅ چاره نه وه چې له خپل اخوره طبيلې یو ښه اس واخلي او خپل ټاټوبی پرېږدي ده ختیز لوري ته مخه کړه او جلال اباد ته ولاړ دا د ننګرهار جلال آباد نه بلکې د ډیلي په شمال لوېدېځ کې سل ميله لرې یو ښار دی» : دی له تیرا نه د جلال أباد په لاره د پېښور. لاهور امرتسر او پنجاب له ټولې ښېرازې مځکې تېر شو د لارې په هر یو سرای کې به یې پښتانه لیدل.او له د دود سره سم به هغوی ورته غېږه خلاصه کړه د ډوډۍ. |ستوګنې او د وخت د حالاتو د خبرېدو لپاره څه مشکل نه و څو میاشتې وروسته له جلال آباد سره نژدې د لوهاري په سیمه کې د سردارجلال خان مېلمه شو. دی هم اپرېدی و او د دوست محمد په لیدو ډېر خوشاله شو. په خپل مېلمستون کې يې د هغه د استوګنې بندوبست وکړ. سردارجلال خان په لوهاري کې د مغولو منصب دار و او د ده نیکونو ته هلته ځمکې ورکړل شوې وې چې ورباندې د ده خپل ټبر ژوند کاوه دوست محمد د سردارجلال خان د کورنۍ له ځوانانو سره د اس ځغلولو. د غشي ويشتلو او غېږي اېستلو سیالۍ کولې --- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏رو دوست محمد خان‎ په‌همدې وخت کې د هغه د سردارجلال خان په کور کې يوه ځوانه خدمتګاره خوښه شوه. یوه ورځ چې سردارجلال خان په کور کې لويه مبلمستیا کړې وه. د هغه د زوی او د دوست محمد ځان تر منځ د دغې نجلۍ پر سر خبرې ورانې شوې. د جلال خان زوی ورباندې د غشي ګوزار وکړ. دوست محمد خځان هم سمدلاسه خپل خنجر راواخیست او د هغه پر وجود یې ومنډلو. د ځوان له مړيني سره هغه ته اندازه وشوه چې د دی له لوی خطر سره مخامخ شوی دی د خپل مربي زوی يې په لوی لاس وواژه. دا ډېره د شرم خبره وه او په پښتنو کې د مرګ بدل مرګ وي. مخکې له دې چې د جلال خان خلک یې ونیسي. ده هم هغه وخت راټوپ کړل. پر خپل اس سپور شو او له هغه ځایه یې پښې سپکې کړې خو په دې تېښته کې هغه ټول وخت په دې وېره کې و چې د جلال خان خلک ورپسې دي. دا سیمه د هغوی لپاره نوې نه وه په هرکلي کې هغوی خلک پېژندل د دې سیمې د لوړو او ژورو نه هغوی خبر وواو د دوست محمد ځخا ن لپاره د پټېدو ځای نه و ده ته لاره هم معلومه نه وه. خو دومره خبر و چې د ډیلي په جنوب ختیز کې ‎٠۰‏ ‏میله لرې و 7هت 1 وګرځوي. دی تر شپرٍ ساعته پورې په منډه و او اس يې د يوې شېبې لپاره هم د دمې ته نه اېله کاوه نتیجه یې دا شوه چې په يوه ځای کې د ده وفاداره اس راپرېوتو او ساه یې ور رکړه د دوست محمد لپاره دا یو لوی ګوزار و. ده ۀ فکر وکړ چې خدای پاک ورته سزا ور رکوي. خو اوس دی بېرته نشو ګرځېدای. همدا و چې ده په پښو مزل پيل کړی ډیلي ته ۰ مېله لا پاتې وو چې دی د کرنال سیمې ته ور سېد. بیر سر او لوږې تندې وهلی و. وچې شونډې او په بدحال دوست محمد په بهویال ‏ د هندوستان پښتانه - 6666 0 090165 دوست محمد خان - ‎-١١‏ ‏دې سیمه کې یو نامعلومه شخص و پلي مزل یوه ګټه دا ورته وکړه چې دی له خپلو پلټونکیو یو څه پټ شو چې په اس سپور د يوه لوړ دنګ پښتون په اړه یې له خلکو پوښتنې کولې دوست محمدخان د خپل ژوند ځینې حالات په یوه کتابچه کې ليکلي دي چې روزنامچه نومېږي. دوست محمد په دې کې ليکي؛ له خپلو نالیدلیو دښمنانو نه په تېښته ما داسې فکر کاوه چې دوی راپسې دي. تر ډېرو ورځو مې هېڅ نه وو خوړلي. جېب مې تش و او د ژوند هېڅ هيله مې نه لرله... زه د یوه نانبايي تنور مخې ته ودرېدم. زړه کې مې راګرځېدل چې يو څو ډوډۍ او هګۍ وتښتوم. ځکه نور مې د لوږې توان نه درلود. «پههندوستان کې اوس هم د لارې پر سر ډوډۍ او هګۍ د مساپرانو لپاره ارزانه خواړه دي.. .په دې حال کې يو زوړ سړی چې لویه سپینه ږیره یې لرله د دوست محمد څنګ ته ودرېد. .ده ته ځیر شو او بيا يې ترې په ادبي فارسي پوښتنه وکړه "ته د تیرا دوست محمد نه یې؟"" دوست محمد ساه نيولی ودرېد. فکر يې وکړ چې اخر دښمن ورپسې راورسېد. په يوه شېبه کې د هغه د ژوند ښايسته ماڼۍ راونړېده... بله چاره یې نه لرله. دې سپین ږیري ته يې وویل: "هو زه دوست محمد يم" : : : سپين ږيري ورته وویل: ته ما نه پېژنې زويه. زه د کاشغر ملا جمالي يم او په تیرا کې مې درته د قران کریم درس درکاوه. هغه وخت ته وړوکی هلک وې. د دوست محمد د خپل استاد په لیدو بېرته د ژوند هيله راوټوکېده. . له هغه سره يې روغبړ وکړ . او کله چې ملاجمالي پوښتنه ترې وکړه چې له تيرا څنګه راووتلې نو دوست محمد خان په لنډو خپله کيسه ورته وکړه ه. ملا جمالي هغه وخت له بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏دوست محمد خان‎ ٧۳۲ غوښتنو سره سم له خپلې سیمې هندوستان ته ورغلی و او په ډيلي کې يې یوه اسلامي مدرسه پرانستې وه دی يې له ځانه سره خپل کورته بوتلو ډوډۍ یې ورله ورکړه ها و کله چې د هغه ساه صورت پر ځای شو . نو دوست محمد ورته خپل مشکل وویلو دی نږدې یو کال د ملا جمالي په کور کې پاتې شو ملا جمالي د بدخشان اوسېدونکی و او په ډیلي کې د ده د مدرسې او دینی تعليم له کبله ډېرو خلکو پېژندلو هغه وخت مغول پاچا اورنګزېب د اتيا کالو و او زیاتره به د ملک په جنوب کې په جنګونو بوخت و. په جنوب کې د ده زامنو پخپلو کې ناندرۍ اېرۍ وهلې چې د پلار ر تر مړينې وروسته به یې څوک پر تخت کښېني اورنګزېب ته وفاداره د ده واليان چې افغان. ترک. هند او د مرکزي اسيا اوسېدونکي وو د خپل قدرت د ساتلو لپاره ځان - ځان ته لګيا وو مغول سلطنت په ټوټې کېدو و او هر چا غوښتل چې په راتلونکي کې د واکدارۍ لپاره سمه لاره غوره کړي. په دې وخت کې اروپايي ملکونو هم اندازه لګولې وه چې هند یو مهم ځای دی او د دو له خوا هم تجارتي او سفارتې ډلې پرله پسې راروانې وې چې خپلې اغېزې قوي کړي. انګرېز خو د ايسټ انډیا کمپنۍ دفترونه په مدراس او بنګال کې ښه پاخه جوړکړي وو. د حيد رآباد او اودهه غوندې نوابيو کې يې پوځ هم ساتلی و په دې وخت کې دوست محمد خان چې د تیرا غرونو کې يې ژوند کړی و. د هند د هغه وخت کلتور ته سترګې وازې نیولې وې دغه وخت ډیلی د بېلا بېلو قامونو او کلتورونو په ورګډېدو ډېر پرمختللی ښار و. هر ډول هنرمندان. لیکوال. شاعران او عالمان دلته راټول وو. خو دوست محمد خان ددغه يوه کال په موده کې له ملا جمالي نه ډېره زده کړه وکړه له ژبې پرته يې د بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ دوست محمد خان ‎۳٣‏ ‏بېلابېلو مذهبونو کلتورونو او د دو د اخلاقو مطالعه او مشاهده کوله او ځان به یې ورته برابرولو. دی به مشاعرو ته ورتللو . د لوبو او س ځغاستې په سیالیو کې به یې ونډه اخیستله او د نظام الدین په درګاه کې به یې قوالي اورېدله . خو له دي هرڅه سره له هغه خپل هدف هېر نه وو... د مغول په پوځ کې نوکري اوس هم دده ارمان وو. ملا جمالي هڅه وکړه چې دوست محمدخان دینی زده کړو ته پام وکړي او د ده غوندي عالم شي. خو دوست محمد خان دا نه غوښتل. نو اخر ملا جمالي ورته يو اس او پېنځه اشرفۍ ورکړې چې ځان په مغول پوځ کې ورګډ کړي. هغه وخت د اورنګزېب د وسله تون مشر میر فضل الله و په ۱۷۰۴ کې دوست محمد ځان خپل لومړي مسلکي جنګ ته حاضر شو. دا جنګ په ګواليار کې د بندیل کنډ سیمه کې و. ددې ځای والي تردي بېګ له پاچا بغاوت کړی و او هم د ده د مخنيوي لپاره د مغول پوځ ورواستول شو. دوست محمد په لومړۍ دسته کې شامل و. خو ډېر ژر مغول پوځ په ګونډو شو. د تردي بېګ قومندان کاشکوخان نومېده او سخت جنګیالی سړی و... دوست محمدخان د تورې ګوزا رونه وخوړل او ټپي هم شو. چې ویې لیدل د ده پوځ په بدحال کې دی. . نو فیصله یې وکړه قومندان ته ځان ورسوي ده خپله نېزه راواخیسته او په هغه هاتي يې یرغل وکړ چې کاشکوخان پرې سپورو. خو د هغه ساتونکيو | وهاتیوان ورباندې ګوزارونه وکړل دوست محمدخان په دې هم بې حوصلې نه شو او ځپلې حملې يې جاري وساتلې. دی په ځپلې روزنامچې کې کاړي یو وخت هاتي دی په خپل خړتم کې ونیولو خو ده ترې ځان ن خلاص کړ او د خړتم په مټ لوړ وروخوت او په یو ګوزار یې کاشکوخان ووژ بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‎-٢٣۴٣۰-‏ دوست محمد خان ‏د قومندان په وژنه د تردي بېګ پوځ وارخطا شو او د مغول پوځ ماتې په بري واوښته. اورنګزېب ته خبر ورکړی شو او ورسره د دوست محمدخان د مېړانې کيسه هم ډیلي ته ورسېده. میرفضل الله هغه خپل دربار ته وروغوښت او تابيا یې وکړه چې اورنګزېب یې وویني ‏په ‎٧۷۰۵‏ کې اورنګزېب ‎١٢‏ کاله د مرهټه وو سره له جنګونو وروسته بېرته ډیلي ته راغلۍ دوست محمدخان اوس د ‎۳٣‏ کالو و دی په خپله روزنامچه کې کاږي ‏يوه ورڅ دده لښکر د مغول باچا د معاینې لپاره اورنګ آباد ته وروغوښتل شو. دی ليکي که څه هم اورنګزېب پاچا ډېر زوړ او ستړی ښکارېده ولې دده شخصیت داسې و . چې دی پرې اغېزمن ‏شو. اورنګزېب پر ټولو عسکرو | و د دوی پر قومندانانو یو ځغلنده ‏نظر واچاوه| و بيا یې سترګې پر دوست محمدخان ابسار رې شوې. پر ده يې غر وکړ: "ې ځوان روهيله راوړاندې شه | وماته ځان حاضر که" ‏بيا ده فضل الله ته مځ ورواړاوه او ورته ويې ويل چې دا ځوان ښکلی. قوي او د اوچتې کور رنۍ ښکاري. د دې خبرې تابيا يې وکړه چې دی ونازوي او د یوه ستر لښکر قومنداني ورته وسپاري. بیا پاچا دوه موټي اشرفۍ راواخیستې او د دوست محمدخان په لاس کې یې ورکړې. دوست محمدلیکي چې د پاچا په مهربانۍ دی ډېر تر اغېز لاندې راغی او ورته څرګنده يې کړه چې دی به ورته پتمن وي اورنګزېب پاچا له دې پېښې څه موده وروسته مړ شو او داورنګزبب زامنو اعظم شاه او بهادرشاه ترمنځ د تخت پر شر جګړه پل شوه دواړو دوست محمدخان ته پیغامونه ورواستول چې د دوی په ملاتړ دې ودرېږي. خو دوست محمدخان ورته ځواب ورکړ چې ما ستاسوله ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 090165 0 6666 دوست محمد خان -۰- پلار سره د پت قسم خوړلی و او نشم کولای چې د هغه د یوه زوی پرضد ودرېږم. دی هغه مهال په مالوه کې د پوځ قومندان و. هرې خوا ته راجواړې جوړې شوې او د حکومت پوځ په څو برخو وېشل شوی و په داسې حال کې له دوست محمدخان سره يوازې ۵۰ تنه پښتانه پاتې شول : ځان ځانۍ په دې دور کې دوست محمدخان له خپلو ملګریو سره کله د يوه راجه او کله د بل نواب د واک ساتنې لپاره د هغوی په بلنه جنګ کاوه. دوی لکه د کرايې د ساتندويانو ډېرې جګړې وکړې او په بدل کې به دې نوابانو او راجه ګانو ښې ډېرې پیسې ورکولې د اورنګزېب له مړینې یو کال وروسته دوست محمد خان په مالوه کې ټولو خلکو پېژندلو. په دې وخت کې منګل ګړ راجپوت راجه انند سنګ چې د خپلو ګاونډیو راجه ګانو نه په وېره کې و دوست محمد ته یې د ساتندوی په توګه نوکري ورکړه. لږه موده تېره شوه چې راجه مړ شو. خو د هغه مور دوست محمدخان ته خواست وکړ چې د دوی د ساتنې لپاره دې ایسار شي. په ١۱۷۰م‏ کال کې راڼۍ دوست محمدخان د ټولې راجواړې مختار وټاکلو چې دی به د راڼۍ او د منګل ګړ د ریاست ساتنه کوي په دې وخت کې دوست محمدخان د راجه د کورنۍ له يوې راجپوتې نجلۍ سره واده وکړ. هغه مسلمانه شوه او نوم يې فتح بي بي شو دوست محمد نور ودونه هم کړي وو. خو فتح بي بي ورته ډېره ګرانه وه. دې مېرمنې له خپل ځان سره ډېره شتمني د دوست محمد خان کور ته يووړه. فتح بي بي د بهوپال د مسلمان نوابۍ لومړۍ مېرمنه وه چې د حکومت په چارو کې یې مهم رول درلود. خو عجیبه خبره دا ده چې د نوابۍ تاریخ لیکونکيو د فتح بې بې په اړه هیڅ نه دي ليکلي بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏دوست محمد خان‎ -٧٨١ - نور هغه خلک چې مسلمانان نه وو او د نوابې کورنۍ سره وو د هغوی په اړه هم څه نه دي لیکل شوي. په تېره هغه ځینې چې د ودونو له لارې یې کورنۍ ته ورداخل شوي وو له پامه غورزول شوي دي. په داسې تاریخونو کې د میراث او د وارثانو ذگر ښه په تفصیل شوی دی فتح بې بې یو عامه ښځه نه وه. دا هوښياره په ز پورې او له ژونده ډکه وه. له دوست محمد سره به هر ځای پر اس سوره وه. هغه که به جګړه وه او یا هم په سیل وتل او ښکار کول وو دوست محمد به پرې ډېر باور او اعتماد کاوه په راتلونکو څو کلونو کې له ده نه منګل ګړ پاتې شو او له هغه ځايه یې شاوخوا سیمو ته پوځ کشي کوله. خو ډېر ژر یې فیصله وکړه چې د ځان ځانۍ په دې دوره کې به دی د نورو لپاره تل جګړه نه کوي او ده ته د پښو لګولو یو ځای پکا ر وو. ده له بهوپاله ‎٢٢‏ کلومیټره لرې شمال لور ته د بیراسیه نومي ځای د مغولو له يوه نوابه په اجاره واخيست. چې کلنۍ اجاره یې ۰ زره روپۍ وه : دوست محمد دلته یوه وړوکې غوندې نوابي جوړه کړه. یو جومات او یوه کلا یې په کې جوړه کړه او د انتظا ۹-7-4147 افغانان په کې مقرر کړل. خو د ګجرات په یوه معرکه کې دی پوځيانو له خوا مرهټه سردار ته وسپارل شو او هغه بندي کړ فتح بي بي د هغه د راخوشي کولو لپاره ډېرې روپۍ مرهټه سردار ته ورکړې او دی يې ر راخوشی کړ . چې د سازشونو په دې دوره کې هغه په هېچا هم باور نه کاوه او غوښتل یې چې خپل خپلوان له تیرا راوغواړي په ‎٧۷١١‏ م کې دوست محمد ځان د خپل ټبر پنځوس کسا 1-۰ نه راوبلل په دې ډله کې دده پلار پنځه وروڼه او معراج بي بي چې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه مس 7٢م‏ 00011953 ۲ 9٧ دوست محمد خان - ‎-٧١‏ ‏اوس دده مېرمنه وه شامل وو دا څرګنده نه ده چې هغه څنګه او څه وخت دوست محمد ته واده شوې وه دا د بهوپال لومړي مېشت پښتانه وو. او په بېراسيه کې یې ځانونو ته استوګن ځایونه جوړ کړل د دوی کورونه د خټو وو او په نږدې ځنګل کې د یو بوټي چې 'برو'" نومېدو څانګې به يې پرېکولې او د چت لپاره به یې کارول ځايي خلکو به ورته بروکټ پټهان ویل. دوست محمد تر دې دمه له فتح بي بي سره په منګل ګړ کې اوسېدو خو د هغه لومړۍ مېرمنه معراج بي بی د دوست محمد له نور ټبر سره په بېراسیه کې اوسېدله. د منګل راڼۍ چې دوست محمد يې خپل زوی کړی و. د هغې څوک وارث پاتې نه و. . نو د منګل ګړ ټوله خزانه او شتمنی د دوست محمد لاس ته ولوېده دوست محمد نه يوازې په جنګونو کې د مېړنتوب له امله بلکې پخپلې بې ر رحمۍ د شاوخوا زمیندارانو او د وړو پرګنو مشرانو په زړونو کې ويره اچولې وه او هغه څوک چې د دوی په مقابله کې به یې ځان کمزوری ګڼو . ده ته یې سر ټیټ کړ. په دې وخت کې دوراها. سي هور. اچاور. اشتا او د شجال پور سیمې دده په کنټرول کې راغلې د ځینو سیمو د رانیولو لپاره په جنګونو کې د ده دوه وروڼه هم ووژل شول. په ۱۷۱۵ کې د ده پلار نورمحمدخان مړ شو. دوست محمد د سیمې د هندوانو او په تېره بیا د راجپوت قام سره خپل اړیکي هوار ساتل او له ځینو سره یې ملګرتیا هم کوله. د اوسني بهوپال حیثيت هغه وخت د یوه کلی وو او دا د ګېنور يوه برخه وه. د ګېنور شاوخوا هغه وخت د هندوانو دوه قامونه اوسېدل یو ګونډ او بل بهیل نومېده دوی قبيلوي ژوند کاوه. په وړو وړو ډلو ويشلي او خپل مشر یې لرلو. په دوی کې تر ټولو زورور د نظام شاه په نوم واکمن و. ده ډېرې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎١ -٨٨۸‏ ملت محمد خان ښځې لرلې خو کملاپتي یې د خپل وخت يوه ډېره ښايسته. هوښياره او ځیرکه ښځه وه. ځايي خلکو به په سندر رو او متلونو کې ستایله. د عالم شاه په نوم د نظام شاه یو تربور د چین پور بارا د سیمې راجه وو یا خو په کملاپتي مین وو او یا یې د ګېنور واکمني غوښتله نو یوه ورځ يې نظا م شاه ته په ډوډۍ کې زهر ورکړو د هغه له مړینې وروسته ده پر کملایتي زور راوړ چې ورسره واده وکړي د هغې لپاره یوازينۍ لاره چې د خپل خاوند د مړینې بدل هم واخلي او د عالم شاه له خطره ځان هم خلاص کړي. یو زورور سړی پيدا کول و او په دې سیمه کې له وړاندې د دوست محمد د مېړانې او د هغه د چلند نغاره غږېده. د راکهي د لمانځلو پر وخت کملاپتي د سر د راکهي وتړله او دی يې ورور رکړ. د هندوانو د راجپوت قام په دې لمانځلو کې خویندې د خپلو وروڼو پر ښي مړوند یو زرین تار تړي. خواړه ورله ورکوي. ورور پر دې موقع پیسې يا تحفه د هغې په لاس اېږدي. دا رسم د ورور او ځور د يوه ابدي تړون نښه ګڼلی شي. کله کله به مېرمنو د خپل ناموس د ساتنې لپاره پردي سړي ته هم راکهي تړله ‏کونډې کملاپتي په ډېره هوښیارۍ له دوست محمد ځان دا ژمنه واخيسته چې د ورور په حثيت به د هغې د ناموس ساتنه کوي او د هغې د خاوند قاتل به هم وژني. ددې په بدل کې راڼۍ ورله د یو لکو روپیو د ورکولو لوظ وکړ. دوست محمدخان له ژمنې سره سم عالم شاه ووژلو خو کملاپتي يو لک روپۍ نه لرلې هغې ورله پنځوس زره روپۍ پوره کړې او د نورو په بدل کې يې د بهوپال کلی وروسپارلو ‏دا د دوست محمد د نوابۍ د پلازمېنې لومړی بنسټ و کملاپتي ‎٠‏ کاله ښه په ارام ژوند وکړ. کله چې هغه په ۱۷۷۳م کال کې مړه ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه تت 00065١ 661٨ دوست محمد خان -. ‎-۱٩٩‏ ‏شوه. نو دوست محمدخان دا کلا او د دې ټوله شتمني تر ځخپل لاس لاندې راوستله په دې وخت کې د کملاپتي زوی نوال شاه وسله پورته کړه | 4 خو د دوست محمد د ځواکونو له خوا ووژل شو اوس چې دوست محمد ته پراخه سیمه پيدا شوه نو هغه خپلې پښې ټینګې کړې او د یوه خپلواک حکمران په توګه د بهوپال او شاوخوا سیمو واکمن شو. په دغو شپو ورځو کې د مغول دربار او مرهټه وو تر منځ د واک پر سر جنګ روان و نو دوست محمدخان په داسې حال کې یو خوا مغول دربار ته سوغاتونه‌و استول او هغوی ته يې خپله وفاداري څرګنده کړه. نو بل لور یې د مرهټه واکدار ته ماليه دچوت؛ چې د حاصل څلورمه برخه کېده ورکوله. خو مرهټه وو ته یې ماليه په دې شر ط ورکوله چې هغوی به دده چارو کې لاسوهنه نه کوي اسلام نګر په ۱۷۲۰ م کې بهوپال د یوه کلي غوندي و او دې کې تقریبا زرو کسانو ژوند کاوه. خو دوست محمد په اسلام نګر کې اوسېده ددې له لرغونې ماڼۍ سره جوخت هغه ځان له یوه ماڼۍ جوړه کړې وه. چې تر اوسه پاتې ده بهوپال له دې ځايه ۱۵ ميله جنوب ته دی د مرهټو او راجپوت سره په جنګ کې دوست محمدخان هېڅ ډول اصول نه منل.د اتلسمې پېړۍ په سر کې د هندوانو پر ځاوره داىېې ځان ځاني وه چې مسلمانان تر خپلو مینځو او هندوان تر خپلو مینځو په جنګ اخته وو له ١۱۷۱م‏ کال نه تر ۵١۱۷م‏ پورې دوست محمد د بهوپال شاوخوا څو ځلې د راجپوتو سره وجنګېدو. په پراسون نومي ځای کې دا جنګ څو ورځې روان و. په دې کې د هولي ورځې ‎08:٨‏ : بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎-٢۰٢-‏ ی٢‏ کا خان ‏شوې. دا هغه لمانځنې دي چې راجپوت هندوان پر یوه بل رنګ پاشي او د یوه بل کورونو ته ورځي. د راجپوتو مشر دوست محمد ته پیغام ورواستوو چې د دوی د مذهبي لمانځنو په وياړ دې څو ورځې جنګ بندي وکړي دوست محمد ورسره دا خبره ومنله خو دی پوهېدو چې د هولي په ورځو کې راجپوت نه يوازې لمانځنې کوي دوی بنګ هم څښې او خپله وسله یې| ېښي وي. يوه شپه دوست محمد خپل يو جاسوس د ګداګر په لباس کې د راجپوت پوځي کېمپ ته ورواستوو. چې حال راوړي هغه خبر راوړو چې ر راجپوت نشه دي. دوست محمد هم نور انتظار ونه باسلو او هم هغه شپه يې ورباندې چپاو وکړ او جنګ یې وګټلو د بېراسيه نه شل کیلو میټره لرې د جګدېش پور کلی و او د یو بل راجپوت ډلې مشر ناراسنګ راوچوهان دوست ته د خبرو اترو پيغام ورواستوو چې د سولې تړون ورسره وکړي. دوست دا وړاندیز ومنلو او له دواړو غاړو د ‎٢١‏ کسانو په بدرګه دوست او چوهان په جګدېش پور کې د تهال سیند په غاړه له یوه بل سره د ليدو فیصله وکړه د روغې جوړې لپاره ددې غونډې کوربه دوست محمد و او په خپلې خېمې کې يې د ډوډۍ بندوبست ورته کړی و له ډوډۍ وروسته دوی له کېږديو بهر راوتل او د هغه وخت له دود سره سم یې خپلو مېلمنو ته پان او عطر وړاندې کړل دوست محمد خپل عسکر نژدې د ونو شا ته پټ درولي وو او د هغه په اشاره ي يې د تمبوانو مراندې پرې کړې او د راجپوت ټول کسان يې ووژل. دا وژنې دومره په وحشت شوې وې چې د نږدې وړوکي سیند اوبه د راجپوتو په وینو سرې شوې او وروسته د تهال پر ځای دا سیند د هلالی په نامه ونومول شو ‏دوست محمدځان وروسته جګد ېش پور د اسلام نګر په نامه واړولو او ډېر ژر یې پکې يوه قلعه جوړه کړه دا دبهوپال سلطنت ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - - 6666 0 090165 دوست محمد ځانٍ ‎-٢٢‏ ‏لومړۍ پلازمېنه وه او دغسې په ‎٧۷۲۳‏ م کې دوست محمدشپاړلس کاله وروسته د یوه ایله جاري او جنګيالي پرځای د یوه حکمران په توګه رااوچت شو په دې وخت کې د ده وفاداره فتح بي بي ور کي ددې نوابۍ د انتظام کار پیل شو. د وخت رواج سره سم ټولې لیکنې به په فارسي ژبه کي کېدلې | و له مغول درباره یې ځان ته د نواب نوم «خطاب هم واخيست په ‎٧۷۱۷‏ م کال کې هغه د نواب دلېر جنګ نوم ځان ته ګټلی و خو لکه چې د پښتنو دود و دوست محمد چېرې هم د پلار او د مشر ورو په موجودګۍ کې دا نوم ځان ته کله هم نه کارولو. خو اخر د وروڼو په ټینګار یې دا خطاب ځان ته غوره کړ. یو ه ورځ فتح بي بي او دوست محمد خان د ښکار لپاره ځنګله ته ورغلي وو. څو ساعته په ګرمۍ کې د اس له حځغاستې ستړي شول او د بهوپال له سیند سره نږدې يې د ونو سیوری وموند او د دمې لپاره هلته ايسار شول. د دې ځای خاموشي کې دواړو ارام کاوه او د دوست محمد سترګې سره ورغلې. په خوب کې ګوري یو بزرګ ورته وايي په دې ځای به یوه کلا جوړوي. دی چې راپاڅېدو نوفتح بي بي ته یې خپل خوب بيان کړ. هغې سوګند ترې واخیست چې هرومرو به پر دې ځای کل جوړوې دا د فتح ګړ د کلا بنا وه.د دې کلا لومړۍ تيره د رای سين قاضي محمد معظم کېښوده چې وروسته د بهوپال مشر قاضي هم شو دوست محمد . فتح بي بي او د بروکټ پښتنو پخپلو لاسونو دا کلا جوړه کړه او د بهوپال پخوانۍ کلایې ورسره یو ځای کړه . په دې کې شپِر دروازې وې چې د شپږٍو ورځو په نومونو وې. او هم په دې كلا کې د بهوپال لومړی جومات چې د دوه نیمو پوړو جومات يې ورته بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎۳٢ ٢٢‏ 7 وعاومک محمد خان ‏وایه جوړکړل شو ,اوس د دوست محمداو فتح بي بي قبرونه څنګ په څنګ د بهوپال په فتح ګړ کلا کې جوړ دي. ‏د دوست محمد لومړی ديوان يانې مشر وزیر بیجې رام- د شجال پوریوهندو مشرو په داسې وخت کې چې نظام د حيدرآباد او مرهټه یوې خوا ته او مغول بلې خوا ته په خپلو کې سره په جنګ وو. نو دوست محمد ته د خپلې نوابۍ ساتل ګران کار وو له عسکري پلوه مغول کمزوري وو. نظام او مرهټه دواړو د هند جنوب نیولی و او د مغول واک يې نه منلو. خو دوست محمد د کمزوري مغول واکدارانو مله کوله. په ۱۷۲۰ کې د نظام او مرهټه ګډ ځواکونه د بهوپال له لارې دکن ته تېرېده چې د دوست محمد ورور میراحمد له خپل ځواک سره په دې لښکر حمله وکړه .خو ماتې يې وخوړله او خپله هم ووژل شو. په داسې حال کې نظام د دوست محمد سخت مخالف شو. .په ۱۷۲۳ م کال کې له دوست محمد سره لس زره عسکر وو او د مرکزي هند يوه لويه برخه دده په نوابۍ کې شامله وه. خو له دې وخته بيا د هغه تر مرګه يانې تر ۱۷۲۸ م کال پورې دده مشکلات هم مخ په زیاتېدوشول. په ۱۷۲۴ م کې نظام مغول ځواک ته سخت ګوزار ورکړلو. وروسته يې بهوپال ته مخه کړه چې له دوست محمد سره حساب برابر کړي دوست محمد ورسره جنګ ونه کړ او د لنډې محاصرې نه وروسته يي ېوه لوظنامه ورسره وکړه. ددې لوزنامې ترمخه ده خپل ۱۴ کلن زوی یارمحمدخان نظام ته د یرغمل په توګه وسپارلو او دوست محمد د نظام له خوا د اسلام نګر کلا دار وټاکل ‏1 ‏دا هر څه ښایی دوست محمد ډېر ځیرک شو یو او د نظام له ځواک سره د ډغرې وهلو پر ځای یې چې نتیجه به یې د دواړو کمزوري او د ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 090165 0 6666 دوست محمد خان ‎-۲٣۳‏ ‏مرهټه پياوړتوب و. ده د سولې لاره غوره کړه. د ده ترواک لاندې اوس اوه زره کیلومیټره مربع ځمکه وه چې د اوسني اسرایل هومره ملک ترې جوړېړي په دې وروستیو څو کلونو کې دوست محمد زيات شمېر روڼ اندي. استادان. ارټسټان او عالمان بهوپال ته وربلل. د برو کټ پښتنو پرته دلته یوسفزي فېروزځېل او روهيله پښتانه په زيات شمېر کې مېشته شول چې خپل پښتني کلتور یې له ځانه سره راوړو. د هند د نورو مسلمانانو لپاره هم هغه وخت بهوپال يو د امن ځای و. هم په دې وروستیو کلونو کې د فتح بي بي له مرګه وروسته دوست محمد صوفي لاره خپله کړه. دی په ۱۷۲۸م کې د ۵۲ کلونو په عمر کې مړ شو. ده له بېلا بېلو ښځو شپ. زامن یارمحمد . سلطان محمد . صدرمحمد . فاضل محمد. واصل محمد . خان بهادر او پنځه لوڼه درلودې د هغه پر وجود تر ۰ ډېر ټپونه وو چې دده د جنګونو د مېړنتوب د معراج بي بي څلور اولادونه وو. خو یارمحمد د هغې زوی نه و فتح بي بي اولاد نه درلود. او هغې يو ماشوم په غږ اخیستی و چې ابراهيم نومېده. دوست محمد د کنور سردار بايي سره هم واده کړی و چې د راجپوت انند سنګ لور وه او یو څو اولادونه يې لرل. يو ه هندواڼۍ ښځه تر يوه برياليتوب وروسته په انعام کې ورله ورکړل شوې وه چې نوم یې جای کنور و او د مسلمانېدو وروسته یې ورته تاج بي بي وویل. ددې درې اولادونه وو دا څرګنده نه ده چې د هغه ځای ناستي یارمحمد چې وروسته د بهوپال دویم نواب شو. د دوست محمد د کومې ښځې زوی و. ځینې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ۲ 000119653 ‎-٢۴ ۰‏ دوست محمد خا ن اندازې داسې دي چې کېدای شي دی د یوې مسلمانې ښځې زوی وي چې له معراج بي بي نه وروسته دوست محمد کړې وه. په دې کې شک نشته چې دوست محمد د پخې ارادې خاوند و. ګنې په داسې یوه سیمه کې چې ‎٠‏ فیصده هندوان وي او خواو شا له هر لوري په دښمنانو کې راګېر وي د يوې مسلمانې نوابۍ جوړول اسان کار نه وو. هغه له فتح بي بي سره دومره مینه لرله چې د بهوپال سرکاري بېرغ تر اوسه فتح نشان نومېږي. بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ دويم څېرکنی بهوپال په اتلسمه پېړۍ کې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‎٧۷۰‏ بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‏کله چې دوست محمدخان د مالوی په پراخه سیمه کې ځان ته د یو ملک د جوړولو هلې ځلې کولې. د ډیلي د تخت لپاره د مغول پاچا اورنګزېب د لمسو تر مینځ د واک لپاره سازشونه روان وو. یو پسې به بل شهزاده پر شاهي تخت کښېناستو. | و بيا به يا په جنګ کې او یا د سازش له لارې ووژل شو. په حيد رآباد کې د مسلمانانو تر ټولو لوی ریاست مشر نظا م له مرهټو سره په جنګ و او یو وخت د دوی لښکرې د دوست محمد لپاره هم خطر راودروو دوست محمد په دې حال کې له هوښیارۍ کار واخیستو او له نظام سره يې د سولې تړون وکړو ددې تړون له مخې ده نظام ته لس لکه روپۍ باج يو فيل او خپل ۱۴ کلن زوی یارمحمد د یرغمل په توګه وروسپارل. یارمحمد په حیدراباد کې څلورکاله تېر کړل. له ده سره د بهوپال درې عالمان ورلېږل شوي وو. خو د حيدرآباد په دربار کې د یارمحمد ښه روزنه وشوه. هغه اردو او فارسي ژبې زده کړې. د نورو شهزادګانو غوندې ‏يې د اس سپرلي. د تورې| وسياست تعليم وکړو.د دوست محمد د مړینې پر وخت حيدرآباد بهوپال د خپلو وزرو لاندې نیولی وو.او دې ریاست ته يې د ملګري په سترګه کتل. نظام سمدلاسه د ۴۰۰ پوځیانو په بدرګه یارمحمد لکه د یوځای ناستي نواب بېرته بهوپال ته ورولېږلو. ده ته یې د نواب او امیر خطاب ورکړو اوله شاهي بېرغ او پوځي درناوي سره د یارمحمد فیل د بهوپال خاورې ته ورداخل شو. خو دلته له وړاندې د دوست محمدخان ژوندی ورور عاقل محمدخان د یارمحمد اته کلن مېرنۍ ورور د سلطان محمدخان نوابي اعلان کړې وه. ددې فیصلې تر شا د بروکټ پښتنو د ځنيو مشرانو غْرٍ هم ورګډ وو ‏#هوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-٢٧٢‏ ‏د دوست محمد دیوان «مشر وزی بیجي رام د یارمحمد په پلوي د سلطان محمد د نوابۍ دعوا ردکړه. ځکه یو خو دی ماشوم وو او بل د سیاست تجربه يې نه لرله. د سلطان محمد مور ته د جاګیر پېشکش وشو.او هغې د خپل زوی له حق نه لاس واخیستو دغسې په ۱۷۲۸ م د اګست پر ‎۳٣‏ نېټه یارمحمد د بهوپال د دويم نواب په توګه خپله دنده په غاړه واخیسته. په کور دننه پښتنو هغه د دوست محمد د مشر زوی په حيثنواب ومنلو ځو د مرهټو خطر هم هغسې موجود وو چې اوس د مالوی د کنټرول لپاره يې چريکي حملې کولې یارمحمد له مرهټو سره همدغسې په یوه جنګ کې له نورو بندیانو سره یوه ښکلې راجپوت نجلۍ هم شامله وه چې ماموله بايي نومېده یارمحمد له وړاندې نورې ښځې لرلې خو د خپل پلار په پل يې پل کېښود او له ماموله بايي سره يې واده وکړو. په راتلونکو کلونو کې دې مېرمنې د بهوپال سیاست کې لوی اغېز وکړو خو دا په خپله بي اولاده مړه شوه د یارمحمد مشر زوی فیض محمد په ۱۷۳۱م کې وزیږېد دده څلور نور زامن حيات محمد . سعیدمحمد . حسين محمد او یاسين محمد له بېلا بېلو مېرمنو نه وزېږېدل خو ماموله بايي د بهوپال په سیاسي چارو کې يو فعاله رول پيدا کړ. دې خپل نوم نه و اړولی خو مسلمانه شوې وه او په بهوپال کې يې درې جوماتونه جوړکړل. د حيدراباد د نظام او د مرهټو ترمینځ روانې شخړې نه یارمحمد هم ګټه واخيسته او ځینې هغه کلي چې مرهټو نيولي وو بېرته یې ترې واخيستل. بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه 000195 6 انځورونه اووه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00019653 6 اته انځورونه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00۳15١ 6 ‎۸٨۰‏ هيل به اتلسمه پېړۍ د حیدرآباد نظام بهوپال خپله طرفداره سیمه ګڼله او له مرهټو سره چې يې جنګ وبایيللو ددې سیمې اختيار يې د دوی مشر پېشوا باجي راو ته وسپارلو یارمحمد اوس مجبوره شو چې مرهټو ته باج ورکړي. د بروکټ پښتانه په دې حالت خوشاله نه وو. او نږدې وه چې مرهټو بهوپال نیولی وای. چې په ‎۱۷٧١‏ کې د ايران نادرشاه افشار پر هند حمله وکړه.او په یوه ورځ کې يې د ډيلي ‎٠٢‏ زره کسان ووژل مرهټۀ په دې حالت وېرېدل او فکر يې وکړو چې که نادرشا جنوب لوري ته خپلې حملې جاري وساتلې نو ډېر ژر به د دوی سیمه هم ونيسي.د یارمحمد لپاره د دوی حمله يوه خدايي مرسته وه په ۰م کال پېشوا باجي راو مړ شو او دده زوی دويم بالاجي د جنګ پر ځای د سیاست لاره غوره کړه.او د یوه تړون له لارې او د باج په بدل کې يې په بهوپال کې د یارمحمد نوابي په رسمي توګه ومنله خو لږٍه موده وروسته د مرهټو نوي مشران يو واري بيا د خپلو مځکو او کلیو د بېرته نیولو په هڅه کې شول ‏د یارمحمد د ۴ کالو په نوابۍ بهوپال يوڅه آرامي وليده خو د مځکې ډېره برخه او پيسې يې ورو ورو مرهټو ته ور رکول. دی د ‎۳٣‏ ‏کالو په عمر مړ شواو د اورکزیو په کور رنۍ کې د نوابۍ دعوې داران بيا راپورته شول. د یارمحمد مېرني ورور سلطان محمد خان دويم واري هڅه وکړه. ده له خپل ورور صدرمحمد سره يو ځای د فتح ګړ کلا ونیوله او د نورو پر ضد يې له مرهټو مرسته وغوښته او ورته یې د بهوپال له پنځو کلاګانو نه د یوې د ورکولو لوظ وکړ ‏په دې موقع د یارمحمد کونډې ماموله بايي د اسلام نګر په کلا کې ددې بغاوت مخه ونیوله او ټولو ته يې دروغې جوړې لاره وښودله د یارمحمد مشر زوی فیض محمد د ‎١١‏ کالو و دی يې د ‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه تب ست شت 00011953 ۲ 9٧ بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-۲٢‏ ‏یارمحمد ځای ناستی اعلان کړ او د دوست محمد د وفاداره بیجي رام په مرسته یې د بهوپال عام ولس ځان سره کړو چې فیض محمد د نواب په توګه ومني. بیجي رام پنځه زره پوځيان راټول کړل او د عیدګاه په غونډۍ یې د سلطان محمد خان پر ضد مور چې ونیولې په دې وخت کې مرهټو هم له سلطان سره غداري وکړه او دی يې په ميدان پرېښود سلطان ماتې وخوړه او له ماموله بايي نه د بښنې غوښتونکی شو ۷ کلنې ماموله بايي له دوی سره په دې شرط روغه وکړ ه چې دوی به تر عمره د نوابۍ د عوا نه کوي او پاتې ژوند به په کوروايي کې تېروي فیض محمدخان د ماموله بايي تر څارنې لاندې لوېدو دی د یو مذهبي او صوفي ځوان په حیث رالوی شو. او څومره چې وخت تېرېدو له قدر رت او د نیاوي کارونو نه یې زړه تورېدو ډېر ژر د شاوخوا سیمو خلک دده د ديني زده کړو او د نرم طبعیت له کبله دده زيارت ته راتلل په بهوپال کې اوس هم د فیض محمد عرس هندوان او مسلمانان دواړه لمانځي په دې وخت کې عملا ماموله بايي د بهوپال واکمنه وه. او د مرهټو او راجپوتو علاوه ګاونډیو ریاستونو سره ټول سیاست ددې په لاس کې و. خو په دې وخت کې د یارمحمد ورور فاضل محمدخان له مرهټو سره پټې معاملې کولې او دا هله يې وه چې دوی به يې د بهوپال نواب وټاکي. خوداسې ونشوه. ماموله بايي د مرهټه وو په مرسته د رای سين هغه مشهور ره کلا محاصره کړه. چې 1 يو وارې دوست محمد نیولې وه. د 0007 مغولو په لاس کې وه په ۰م کې په ډیلي کې مغول واکمن دويم عالمګیر وو. خو د هندوستان په پراخه خاوره اوس مغول. نظام او د بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎٧ َ‏ )6 بهويال په انلسمه - راجپوت واکمني مخ په ختمېدو وه هغه مهال په هندوستان کې دوه نور قوتونه ډېر په چټکۍ ددې خاورې په پوځي او سیاسي ډګر کې په برلاسي کېدو وو . یو انګرېز او دويم مرهټه. خو هم په دې وخت کې د هند شمالي برخه د يوه بل قدرت د حملو لاندې وه. دا قدرت د احمدشاه ابدالی و انګرېز تر دا دمه د هند ټول ساحلي ښارونه لکه کلکته او سورت کې ځان ته چاوڼۍ جوړې کړې وې خو مرهټه لکه د سیلۍ هرې خوا ته ورتلل او د مسلمانانو ښارونه يې ورانول. په دې وخت کې دوی ته احمدشاه ابدالی د خدای له طرفه یوه مرسته ښکاره شوه. د جنورۍ په میاشت ۷۲۱٧م‏ کې د پنجاب د پاني پت په ميدان کې چې د احمدشاه ځواکونو مرهټه وو ته ماتې ورکړه. نو د بهوپال خلکو دا د فیض محمد د نېکۍ او د هغه د دعاګانو ثمر وګڼلو د هغه لپاره د بهوپال د عام ولس په زړونو کې نور هم قدر زیات شو ‏په راتلونکو ۳۵ کالو کې فیض محمد د بهوپال واکمن و. خو عملا حکومت د ماموله بايي او بیجي رام په لاس کې و ‏په ۱۷۲۲ م کې د وفاداره بیجي رام د مړينې سره د پښتنو لخوا یو واري بيا د سازش ورونه پرانستل شول.د بیجي رام زوی ګهانسي رام دیوان مقرر شو. خودی د خپل پلار په شان ايمانداره نه وو او د هندو او مسلمان ترمنځ د کرکې او بې اعتبارۍ خبره يې په ډاګه کوله په دې چلن هغه د یو پښتون له خوا ووژل شو. دده پر ځای يو مسلمان پښتون عزت خان ديوان وګومارل شو. خو ده له زهر ورکړی شو درېیم ديوان کيساري لال وو چې دده کور يو پښتون په بارودو والوزو بهوپال اوس یو ډېر سخت دور کې ورداخل شو. اخر د شخړې دختمولو لپاره ماموله بايي د فیض محمد کشر ورور یاسین ته د دیوان دنده ورکړه. چې د ریاست انتظام دې په کورنۍ کې دننه پاتې ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 090165 0 6666 بهوپال په اتلسمه پېړۍ - ‎-۳٣‏ ‏شي د مرهټو نوميالي مشران څه د پاني پت په ميدان کې او څه وروسته مړه شوی وو د بهوپال په ګاونډ کې د هولکر راجه ملهار راو چې مړ شو نو د هغه کونډې اهليه بايي له دې مېرمنې سره ښه اړيکي وساتل او څه موده د بهوپال شاوخوا سیمې آرامې شوې په ۱۷۷۵ م کال کې مرهټه ریاستونه د ډیلي د واک د نیولو پر ځای خپلو ریاستونو ته پام وګرځوو. ګواليار. ایندور. بړوده او ناګ پور خپلې واکمنۍ ټینګې کړې خو په دوی کې د هر چا نظر په مالوه و په ١۱۷۷م‏ کال کې مهاجي راو سیندهیا د مالوی د نیولو لپاره بهوپال ته لښکر يووړ ماموله بايي په دې وخت کې د جنګ پر ځای ورسره روغه وکړه او د پنځو ولسوالیو سره یې د مالوی د هوشنګ آباد لرغوني کلا ورته وسپارله په ۷۷۷٧م‏ کې د ډسمبر پردولسمه نېټه د بهوپال صوفي نواب فیض محمدخان د ۷ کالو په عمر کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دی د خپلې ۳۵ کلنې نوابۍ دور کې یو واري د بهوپال نه بهر تللی وو. ده اولاد نه لرلو او دده کونډې صالحه بېګم چې د بهو بېګم په نوم پېژندل کېده د ماموله بايي سره د واک پر سر شخړه راپورته کړه د فیض محمد څلوېښتي لا نه وه شوې چې ماموله بايي د پارمحمد بل زوی د څلورم نواب په توګه اعلان کړو دی هغه وخت د ۳ کالو وو او زیات وخت یې په ښکار او میلو کې تېروو. خو صالحه بېګم په دې فیصله خوشاله نه وه او د دوست محمد د کورنۍ نور غړي يې راولمسول چې د د ماموله باي مخه ونیسي اصلي کسه داسې وه چې ماموله بايي کله د يارمحمد سره ژوند پیل کړو | و څه موده د ددې اولاد بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‎٣٣۰‏ بھوبال په اتلسمه پېړۍ ونشونوهغې څلورهندو هلکان په فرزندۍ واخيستل دوی يې مسلمانان کړل او د خپلو اولادونو په شان یې د دوی روز زنه وکړه. په دوی کې یو ماشوم د هندوانو د لوړې طبقې برهمن و او چهوټې خان په نوم وپېژندل شول نوماموله بايي چهوټې ځان هم د دیوان په توګه وروړاندې کړو صالحه بېګم په دې خبره خوشاله نه وه او ماموله بېګم يې تورنه کړه چې د خپلو هندوانو لپاره د نوابۍ لاره پرانېزي صالحه بېګم د فاضل محمد خان لور وه چې د خپل وراره فیض محمد پرضد يې د مرهټو پېشوا سره په بهوپال د حملې سازش کړی و وروسته چې مرهټو دی پر ميدان پرېښودو نوزړه ماتی مړ شو. ماموله بايي د فاضل محمد کونډه عزت بېګم د خپلې اته کلنې لور صالحه بېګم سره بېرته بهوپال ته راوستله. او د خپل سیوري لاندې يې وساتل. داسې ښايي چې د صالحه بېګم په دې وخت کې د ماموله بايي سره کینه پيدا شوه. ‏چهوټې ځان د دیوان په حيث ډېر ژر د بهوپال چارې په سمه لاره روانې کړې. پوځ يې منظم کړو. د پولیسو محکمه يې جوړه کړه. د تجارت او کاروبار لپاره ‏ يې اسانتیاوې برابرې کړې د ښار لاری کوڅې یې جوړې کړې او په بهوپال کې 77-777 يې د پلونو د جوړولو پرته په بن ګنګا سیند يو بند هم جوړ کړو چې اوبه د کر مځٌکو ته ور سېږي ده په ۱۴ کالو کې بهوپال د یوه کلي نه په یوه ښکلي ښار واړاوه ‏صالحه بېګم د خپل خاوند له مړينې وروسته لیدل چې ماموله بايي اوس زيات اختيارات چهوټې ځان ته سپارلي وو. يوه ورځ يې د دوست محمد ان لمسي شریف محمدخان ته پېغور ور و چې که زه سړی وای نو یوه برهمن غلام ته به مې دومره اختيار نه وای ورکړی ‏بهویال ‏ د هندوستان پښتانه ---- سښ للللللنلژټنن8 مث" 7هھظآ۴ 00011953 ۲ 9٧ بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎٣٣‏ ‏چې د د دوست محد ځان پر کورنۍ حکومت وکړي کله چې ماموله بايي د فیض محمد ځای ناستی حيات محمدخان وټاکلو. نو صالحه بېګم ددې څرګند مخالفت ته ملا وتړله دې د فتح ګړه نه پنځه میله لرې په اسلام نګر کې د فیض محمد له قَ قبر قبر سره څنګ کې ديوه خپلواکه حکومت اعلان وکړو او سرکاري دربار به يې جوړاوه بهوپال اوس عملا په دوو برځو ويشل شوىیو. صالحه بېګم همدغسې درې کاله یو مساوي حکومت چلوو ماموله بايي ورته پېغامونه ولېږل چې که دا د یارمحمد هر یو ورور غواړي د هغه نوم دې د د واکمنۍ لپاره وړاندې کړي حيات محمدخان هم دې ته رضا شو چې د صالحه بېګم د خوښې واکمن ته به سر ټيټ کړي. خو هغې شریف محمد ته د جنګ د تياري لپاره وویل. شریف محمد د پنځه زره عسکرو د برابرولو لپاره له صالحه بېګم نه د پیسو غوښتنه وکړه. خو صالحه بېګم پیسې نه لرلې شریف محمد چې خبر شو نو هغې ته يې وويل "په تشه خېټه جنګ نه چهوټې ځان د بهوپال چارې هم هغسې پر مخ بوولې خو هغه اندازه ولګوله چې صالحه بېګم دومره زور نه لري څومره چې شریف محمد ورته خطر جوړېدای شي ده دوه وروڼه لرل او دده ځلمی او تکړه زوی وزیرمحمد لکه د دوست محمد د تورې مېړنی و د صالحه بېګم سره د لاس یوځای کولو لپاره دی دبغاوت په تور تورن او له بهوپاله وشړل شو. شريف محمدخان د راجپوت يو ګاونډي ریاست ته پناه يوړه ده سره د ده د ټبر خلک هم وو راجپو هندوانو د دوی تود هرکلی وکړو او د ګینور د لا د نیولو لپاره په جنګ کې ورسره ودرېدل. بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ من بهوپال په اتلسمه پېړۍ دا د حيات محمدخان واک ته لومړی لوی ګواښ و چې په خپله پښتنو ورته ودرولی و : په ‎٧۷۸١‏ کې د بهوپال نه اته میله لویدیځ کې د پهندا په کلي کې د دواړو غاړو پوځونه جنګ ته راووتل ددې جنګ پر وخت حيات محمدخان په بهوپال کې پاتې وو دده د پوځ مشري چهوټې رام کوله او ورسره راجپوت. سیکان او د بهوپال سرکاري پوځو. شریف محمد سره دده وروڼه او راجپوت مله و. وزیر محمدخان د ښځو او ماشومانو د ساتنې لپاره په اشتا نومي کلي کې پاته شو. جنګ پيل شو. د تورو ټوپکو او توپو په درزا سخته مرګ ژوبله وشوه. شریف محمد سره د خپلو پنځو وروڼو ووژل شو. يوازې یو ورورکامل محمد ژوندی پاتې شو. چهوټې ځان د شریف او دده د وروڼو سرونه پرېکړل او په تورو ټومبلي حیات خان ته يې وړاندې کړل حيات خان په دې کار سخت ناکراره شو او په لومړي ځل د چهوټې خان د شخصیت منفي اړخ ورته څرګند شو د اورکزیو په ټبر کې دا پېښه يوه لويه غمیزه وه او په راتلونکو نهو کالو کې چهوټې خان د بهوپال ټول پښتانه د ځان پرضد راوپارول. دی لکه د يوه کاواکه اس د هېچا قابو کې نه راتلو. په ۱۷۹۲ م کې ماموله بايي د اتياو کالو په عمر مړه شوه. له دې څو میاشتې وروسته چهوټې ځان هم مړ شو د حیات محمد خان له شریف محمد کورنۍ سره شوی ظلم هیر نه وو. د هغه زوی وزير محمد د راجپوتو سره اوسېدو او حيات محمدخان چې خپل نالايقه رام طلبه زوی غوث محمد ته لیدل نو ددې خبرې احساس ورته زیاتېدو چې دی د نوابۍ وړ نه و. په ۴م کال کې د بروکټ د پښتنو د يوه جنزال لور زینت بېګم یې غوث محمد ته واده کړه. د زینت پلار له مرهټو سره د سسې هور په بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۳۵۰- جنګ کې وژل شوی و او مور عصمت بېګم یې د بل ماشوم په زېږون مړه وه د زینت بېګم نه د غوث محمد درې اولادونه وزېږېدل دوه زامن موعېز او پوځدار او یوه لور یې ګوهرآرا نومېده. اخوا د شریف محمد زوی وزیرمحمد د راجپوتو نه ولاړو او یو څه موده د حيدراباد د نظام دربار کې ملازم شو او په خپل استعداد ښه مقام ته ورسېدو خو حیات محمد غوښتل چې وزیر سره روغه وکړي. هغه ليدل چې غوث محمد د بهوپال د ساتنې نه وو ده وزیر محمد راوبللو او ده ته یې د دیوان او د پوځ د مشر د دندې پېشکش وکړ. خو غوث محمد د خپل پلار ددې فیصلې مخالفت وکړ. ځکه هغه د خپلو اختياراتو او اغېز لپاره وزير يو ګواښ وګڼلو. اخر وزير ته په بهوپال کې د استوګنې اجازه ورکړی شوه. او د دیوان د دندې لپاره مریدمحمدخان راوبلل شو مريد د سلطان محمدخان زوی و . چې دوه وارې يې د نوابۍ دعوا کړې وه مرید په ‎٧۷٩۲‏ د خپلو ‎٠٠٠١‏ تنو ملګریو سره بهوپال ته ورداخل شو او ژمنه یې وکړه چې يو وار رې بيا به د پښتنو واکمني پر ځای کړي. د مشر وزير«دیوان په حيث ده د پيسو په لګولو لاس پورې کړو. د پوځ تنخواګانې یې زیاتې کړې د ودانیو په جوړولو يې لاس پورې کړ او چې خزانه یې ځالي وليده نو پر مځکه والو یې زور راوړو چې مالیه ورکړي. کله چې به دوی انکار وکړو نو په بندي خانو کې به يې واچول په یوه کال کې دننه د مريد اصلي څېره راښکاره شوه. د د بهوپال ځینې مځکې یې پنډاریانو ته ورکړې او چې د پوځ د د تنخوا پیسې هم پاتې نه شوې نو پوځ بغاوت وکړو په دې وخت کې مرهټه یو وا ري بيا د بهوپال سرحدونو ته خطر ودروو مرید ته بله هېڅ لار ه«ښکا ره نه شوه نو د حيات محمد مېرمنې عصمت بېګم ته ورغلو دا مېرمنه په حيات محمد ډېره ګرانه وه او په دربار ٍِِ - - بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 001653١676 ‎۳٣٣۲۰‏ بهو پال په اتلسمه پېړۍ ‏کې يې ډېره اغېزه لرله په ‎٧۷٩۷‏ کال د ډسمبر پر۳۰ مه نېټه دا دپردې تر شا کښېناستله او د مريد غوښتنه يې واورېده چې خپلې ګاڼې او نغدې دې ورته وسپاري چې د مرهټو سره جنګ لپاره تياری وکړي. عصمت بېګم په ځواب کې ورته وویل چې د مځکه والو نه ماليه راټوله کړه. په دې ځواب مريد په قهر شو. پرده يې وشلوله او پر عصمت بېګم يې برید وکړ. هغې منډې کړې خو په پوڼو يې راګېره کړه او ويې وژله د هغه ملګريو د عصمت بېګم ساتونکی خواجه سراګلاب هم ووژلو. دوی د عصمت بېګم ګاڼې. نغدې پيسې او هرڅه چې په لاس ورتلل واخيستل او له هغه ځايه ولاړل. د حيات محمد کورنۍ په دې پېښه هک پک پاتې شول او مرید په خپله دفاع کې وویل چې ده ته غوث محمد ويلي وو چې دا ښځه دې مړه کړي. خوهېچا په ده باور ونه کړ ده د حيات پر ضد د فتح ګړ کلا ونیوله او مرهټو ته یې پيغام ورواستاوه چې د بهوپال په نیولو به دی ورسره ملا وتړي په دې پېښه حیات محمد د مرید د غدارۍ اندازه ولګوله او سمدستي يې وزیرمحمد راوبللو چې د مريد چاره دې وکړي. وزیرمحمد ‎٠٠٠١‏ تنه پښتانه راټول کړل او بهوپال ته ورننوتل. لومړی يې د هوشنګ آباد کلا له مرهټو ونیوله . مريد محمد د ګواليار او ناګپور مرهټه راجه ګانو ته پیغامونه ورواستول چې د بهوپال د نواب پرضد دده د بغاوت ملاتړ وکړي. د ګواليار جنرال بالار او مرید ته خپل پوځ په دې شرط واستولو چې د بهوپال له دوو لویو کلاګانو څخه به يوه ده ته ورکوي. مريد ورسره د اسلام نګر د سپارلو ژمنه وکړه. دی پخپله د اسلام نګر پر لوري ولاړو چې دا کل د مرهټو پوځ ته ورکړي. او د فتح ګړه په کلا کې يې د مرهټو يوه ډلګۍ پرېښوده چې د حیات محمد او غوث د تېښتې مخه ونیسي ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۰ ۳۷- اسلام نګر ته په رسېدو مرید خبر شو چې دا کلا اوس د حیات محمد خور موتي بېګم سمبالوي او هغې خپلو ساتندويانو ته امر ورکړی و. چې پر مرید حمله وکړي له دې ځايه مرید په تېښته د رای سيین کلا ته مخه کړه دا یې ونیوله او بالاراو ته يې تسلیم کړه له دې ځايه د مرهټو له ‎٠٠۰‏ ۰ زره عسکرو سره د فتح ګړ کلا د محاصرې لپاره روان شو. مريد سره دغه وخت د ګواليار. ناګ پور او د ټونک د نواب امیرخان پنډاري جنګيالي ملګري وو. بلې خوا ته د حيات محمدخان سره وزیرمحمد او د امباياني جاګیردار قلي ان ولاړ و وزیر محمد د فتح ګړ په کلا کې ډېره مېړانه وښودله او اخر بالاراو مجبوره شو چې خپل پوځ پر شا کړي. ډېر ژر بالاراو خبر شو چې مرید ورته دروغ هم ويلي وو. نو هغه يې ونیولو او په سرونج کې يې بندي کړو. مريد په بندي خانه کې د الماسو زرې وخوړلې او ځان یې په خپله ووژلو. وزیرمحمد مرهټو ته د ماتې ورکولو وروسته په پورا اعزاززد حيات محمد له خوا د بهوپال ديوان او د پوځ مشر وټاکل شو. او په راتلونکو اوو کالو کې يې د بهوپال هغه سیمې چې نورو ترې نیولې وې ډېر په سیاست بېرته واخیستې ده له انګرېزانو سره هم خبرې اترې پيل کړې. چې د ده د قوي ګاونډیانو په مقابله کې د بهوپال ساتنه وکړي. خو غوث محمد له مرهټو سره بېل سازشونه پیل کړي وو. حيات محمدخان په ١٨۱۸م‏ کال د ۷۳ کالو په عمر مړ شو او غوث محمد د پنځم نواب په توګه واک ترلاسه کړ. اوس هغه په ښکاره د وزیر محمد مخالفت پیل کړ او وزیر د شخړې پر ځای بهوپال یو واري بیا پرېښود او د ګینور په کلا کې مېشت شو. د وزیر له وتلو سره مرهټه بيا برلاسه شول او غشوث محمد په خپله کلا کې لکه د نظربند پاتې شو د روغې لپاره يې خپل بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 6 00011653 ۳۸۰ بهوپال په اتلسمه پېړۍ زوی موعېز مرهټو ته وسپارلو چې ناګپور ته یې يوړو. وزیرمحمد یو واري بيا د بهوپال ژغورنې ته راغی خو دا ځل مرهټه ځواکونو د اوږدې مودې پلان سره بهو پال محاصره کړ بهوپال تر يوه کاله پورې تر محاصرې لاندې و. نژدې ‎۸٨۲۰۰٩‏ ‏پوځيان د دې چارچاپېره ولاړ وو. د وزیر ملاتړي. سکان. راجپوت د -71777ر پنډارې پښتانه له کلا ووتل له وزیر سره يوازې ‎٠۰٢‏ افغانان پاتې وو. غوث محمد خان د لوږې او محاصرې سختو زغم نه لاره او وزير هغه ته اجازه ورکړه چې له خپلو د سختوزشم نه لاره او وزو هغه ته اجازهمرگره چې له خپ و یو کور کې مېشت شي عجيبه خبره دا وه چې محاصره کوونکیو هم د نواب په راتلو باندې هېڅ غرض ونه کړ.د هغوی لپاره غوث محمد خان اوسر یوه له کاره وتلې سیکه وه يوه بله عجیبه خبره دا وه چې غوث محمد خان لومړۍ مېرمن زینت بېګم او د هغې ۱۴ کلنه لور قد سیه په بهوپال کې پاتې شول او دا هوډ يې وکړ چې تر مرګه به د بهوپال په دفاع کې هلته پاتې وي د محاصرې شپږ میاشتې چې پوره شوې. نو په کلا کې د خوړو لپاره هېڅ پاتې نشول مرهټو به هره شپه حمله کوله ګولۍ او بارود په ختمېدو وو په دې موقع زینت بېګم له پردې راووتله. ټولې ښځې ورپسې شوې او دوی د پوځ تر شا ودرېدلې. دوی به پوځيانو ته خواړه رسول د توپونو او ټوپکو ډکول یې کول د سړیو په شان جامې يې واغوستلې او له ياروده د کار ر اخيستو چل يې زده کړ يوه پلا دوی په فلزي نغریو کې بار ود کېښودل او له کلا نه يې پر دښمن ور ورويشتل چې په مځکه له لګېدلو سره به وچوېدل زیت پېګم په ځوان ټولې ښځې راټولولې او ډوډۍ به يې ورکوله. يوه ورځً بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 00011953 ۲ 9٧ بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-٣‏ ‏هغې یوه خدمتګاره چې کور به یې جارو کولو رانغله زینت بېګم له نورو پوښتنه وکړه نو هغو ورته وویل چې د خدمتګارې ماشومانو له دوو ورځو هېڅ نه دې خوړلي. هغې ورته د املۍ «یو ډول بوټي پاڼې وابشولې چې ویې خوري. زینت هغه خدمتګاره راوبلله او سمدلاسه یې خپلې لور قدسیې ته وویل هغه دوه چپاتي چې د خپل ورور فوځدار لپاره يې اېښي وو دې ښځې ته ورکړي. قدسیې هغې ته یو چپاتي ورکړ او بل هغه يې په خپلو جامو کې د خپل وړوکي ورور لپاره وساته کله چې خدمتګاره روانه شوه نو زینت هغه ودروله او چپاتی یې ولید. لور ته یې مخ ورواړاوه او په قهر یې ورته وویل: زه خبره وم چې ته به درغلي کوې او یو چپاتی به ورور له ساتي ما درته وویل چې دواړه ډوډۍ دې ښځې ته ورکړه په یوه بله موقع د هغې زوی موعیز د کلا په څنډو د توپچي دنده په غاړه لرله چې ناببره د ټوپک په يوې ګولۍ ټپي شو. زېنت په منډه ورته ورغله. له خپلې لوپټې نه يې پټۍ ورته جوړې کړې د هغه پرهارونه یې پرې پټ کړل او بيا دا خپله توپې ته ودرېده او د خپل زوی د هوش تر راتلو پورې يې په خپله توپه چلوله. د محاصرې په نهمه میاشت چې نور د خلکو حوصلې ماتې وې. وزیرالملک يو جنګي مشاورت راوبللو. هغه اعلان وکړ چې دی به د ښځو او ماشومانو د خونديتوب غوښتنه وکړي. او کله چې دوی له كلا ووتل. نو ۳۰۰ تکړه ځوانان به يو وروستی یرغل په محاصره کوونکیو وکړي او سرونه به بایلي د وروستۍ حملې فیصله يوه ور رځ وځنډول شوه .هغه ځکه چې د کلا له یوه دېوال سره نږدې د بارودي وسلو یوه زېرمه موندل شوې وه بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه ی٢‏ ووو م۴ بهویال په اتلسمه پېړۍ ښځو د سړیو جامې واغوستې او د کلا پردېوال په کتار کې له سړیو سره یو ځای اوږه پراوږه ودرېدې. چې بریدکوونکيو ته ځخپل شمېر ډېر وښيي. دوی خبر نه وو چې د مرهټو په پوځ کې د کولرا وبا ګډه وه او د دوی ځواک هم کمزوری شوی وو. له دې علاوه د ناګپور د پو مشر صادق علي د ګواليار له مشر جاګوا باپو سره اختلافات پيدا شوي وو او هغه خپل پوځ له محاصرې لرې کړی وو ځکه خو د بهوپال له خوا د حملې په ورځ محاصره کوونکیو هېڅ مقاومت ونه کړ کله چې د حملې لپاره د کلا لويه دروازه خلاصه شوه. نو د باپو د پوځ ډېره وړه برخه هلته موجوده وه. د کلا له دېواله نه ښځُو د توپونو ډزې پیل کړې او د وزیر محمد خان په مشرۍ يې په پوره زور باندې حمله وکړه. او هغوی يې تېښتې ته اړ وېستل. د مرهټه وو مشر له کولرا مړ شو او کومندان يې د الماسو زرې وخوړې او ځان يې په خپله ووژلو. د بهوپال د دفاع اتل وز زیرمحمد شو او د دوست محمد تر مړينې وروسته يو واري بيا د دوی مشري د يوه غښتلي کس په لاس ورغله. خو وزیر په رسمي توګه د نوابۍله اخيستو انکار وکړ هغه غوث محمد خان ته بيا هم د نواب په سترګه کتل خو په ښکاره يې له واکه لرې کړی و عامو خلکو وزیر ته درناوی کاوه او غوښتل یې چې دی د بهوپال د مشر په توګه پاتې وي د محاصرې ختمېدو له موده وروسته د ګواليار ر یوه کلي پر بهوپال د خېټې اچولو هڅه وکړه په ‎٥٣٨١‏ کې انګرېزانو په هند کې خپلې پښې کلکې کړې وې او د مغول واک تر ډیلي پورې محدود و. دوی د ګواليار راجه ته په سخته وویل چې بهوپال به د انګرېزانو تر تحفظ لاندې د يوې ازادې نوابۍ په توګه پاتي وي بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه --- 08 00011953 ۲ 9٧ درېيم خبرکنی د پښتنې مېرمنې دعوا بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011653 ۴۲- د پښتنې مېرمنې دعوا وزیر محمد خان نهه کاله د بهوپال نواب پاتې شو او په ‎۱۸٨١‏ ‏عیسوي کال کې د ۰ کالو په عمر مړ شو دده دوه مېرمنې وې او له دواړو نه یې یو یو زوی لاره. یو امیر محمد خان او بل نذرمحمد خان نومېده. د نذرمحمد مور يوه راجپوته هندوه وه غوث محمدخان خپله لور ګوهر بېګم «قد سیه نذرمحمد ته په نکاح کړې وه او وزیرمحمد تر مرګ له مخه د خپل زوی امیرمحمد خان پر ځای نذرمحمد د نوابۍ لپاره ځای ناستی ټاکلی و نذرمحمد چې نواب شو. نو په ‎٢۸٨۷١‏ کې ګوهر بېګم ورته واده شوه په هغو ورځو کې دا رواج و چې د پښتنو کورنيو تر منځ د نجلۍ او هلک د کوژدنې او نکاح فیصله به په ډېر وړوکوالي کې کېده. دا د دې لپاره چې کورنۍ يې خپلو کې یوه ټینګه خپلولي ولري. کله ناکله به د دوو کورنیو تر منځ د تاو تریخوالي ورکولو لپاره هم دا کار کېدو د دښمنۍ او تربورانو تر منځ يو بل ته د سازشونو مخنیوی هم په دې رشتو خېښیو کېدو. د نذر محمد ځان د نوابۍ دوره په بهوپال کې د امن او بيارغونې یو زرین دور و. ده لکه د خپل پلار وزیرمحمد خان له انګرېزانو سره ښه اړيکي ساتلي وو چې اوس یې ورو ورو د هندوستان له ساحلونو ددغه هېواد مرکزي خاورې ته پښې غزولې وې هغه نوابۍ او راجواړې چې انګرېزانو ته خواخوږي وو خپلې مځکې يې له ځان سره وساتلي ې ې نذرمحمد خان به د کال ۵۱ لکه روپۍ انګرېزانو ته ورکولې او په بدل کې دوی ورته هغه پنځه پرګنې بېرته ورکړې. چې مرهټه وو نیولې وې د مرهټه وو مشر سندهيا د هوشنګ اباد او د اسلامنګر بهوپال . د هندوستان پښتانه 00065١ 661٨ ۴ ‏د پښتنې مېرمنې دعوا‎ ‏کلاګانې هم بېرته بهوپال ته ورخوشې کړې همدغه وخت کې د‎ ‏یرغلګرو یوه ډله چې په کې د هر نسل او مذهب خلک شامل وو په‎ ‏وړو وړو نوايیو او راجواړو حملې کولې او چور تالان به يې پرې ګډ‎ ‏کړ. دا یرغلګر پنډاري نومېده او تر ډېرې مودې يې د انګرېزانو پوځ‎ ‏په مخه اخيستی و. د بهوپال پخوانی نواب غوث محمد خان لا‎ ‏ژوندی و. خو په اصل کې نذرمحمد د بهوپال واکمن و چې په رسمي‎ ‏کې نذرمحمد له‎ ۱٨٨١ ‏توګه يې نوابي نه وه اعلان شوې. په‎ ‏انګرېزانو سره يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې يې بهوپال د يوې‎ ‏خپلواکې نوابۍ په توګه له نوابانو سره پاتې شو. د انګرېزانو لپاره له‎ ‏بهوپال سره دا تړون په مرکزي هند کې د امنیت لپاره یو مهم ګام و‎ ‏خو دا خپلواکي تر دې حده وه چې خپله په بهوپال کې نواب هر ډول‎ ‏اختيار ولري. ولې د ګاونډي راجه ګانو او نورو ریاستونو سره د‎ ‏انګرېزانو د اجازې پرته‌هېڅ تړون او بله معامله نشي کولای په دې‎ ‏وخت کې انګرېزانو په بهوپال کې خپله چاوڼۍ هم جوړه کړه چې‎ ‏اسونه به په کې ساتل کېدل. د نذرمحمد‎ ٠ ‏پلي عسکراو‎ ۰ ‏او ګوهر بېګم «قدسیه يو ه لور وشوه چې دوی ورته سکندر ربېګم نوم‎ ‏کې کله چې نذر محمد د اسلام نګر په کلا کې له‎ ٨١٨١ ‏ورکړ په‎ ‏خپلې ماشومې لور سکند ر بېګم سره لوبې کولې د د ګوهربېګم‎ ‏وړوکي ورور پوځدارخان چې اته کلن و له یوې تمانچې سره لوبې‎ ‏کولې په خطايۍ کې يې ګولۍ وچلوله او نذرمحمدله ټپي کېدو‎ ‏وروسته مړ شو یوه بله کيسه دا سې ده چې د نذرمحمد دښمنانو‎ ‏پوځدار خان ته د تمانچې چلولو چل ورزده کړی و او دی یې پوه کړی‎ ‏و چې پر خپل تربره دې ډز وکړي پښتانه هلکان له وړوکوالي د‎ ‏وسلې په چلولو پوهېږي او کېدای شي چې دا خبره رښتیا هم وي‎ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏د پښتنې مېر منې دعوا‎ ۴٣م‎ پوځدار خان د غوث محمد زوی و او د نذرمحمد په وژلو کېدای شوه چې غوث محمد بېرته د بهوپال واکمن شوی وای د انګرېزانو استازي مېجر هېنلې د دې وژنې په اړه په خپل رپورټ کې کښلي چې د تمانچې ډز ز له دومره نژدې شوى و چې د هغه ویښتان و د مخ پوستکی یې سوځولي وو هغه په دې کې شک نه لاء ره چې نذرمحمد په خطا ویشتل شوی و د نذرمحمد وژنې د بهوپال لپاره بيا يو خطر راپيدا کړ وزیرمحمد او نذرمحمد چې تر اوسه کوم ګامونه پورته کړي وو په دې د بهوپال عام ولس او د دوست محمد کورنۍ یو څه ناڅه خوشاله وو له تيرا څخه له دوست محمد خان سره یو بل اورکزی چې له مېشتي خېل قام نه و. د بایزید زوی کیليګ ځان نومېده. د دوست محمد خان د مړیني وروسته د کېلیګ ځخان زوی عمرخان د خپل پلار په شان د دوست محمد ځان کورنۍ ته پتمن پاتې شو دا هغه خلک وو چې د نن سبا په الفاظو ورته مسلکي پوځيان ویلای شو د عمرخان زوی الف خان د نواب فیض محمد خان د پوځ کومندان «بخشي بهادر و او ده خپله دنده خپل زوی محمدخان ته وسپارله چې د حيات خان د پوځ کومندان و د محمدخان زوی بهادرخان هم د بهوپال په محاصره کې تورې برېښولې وې او د خپلې مېړانې لپاره يې ښه نوم ګټلی و په راتلونکې کې بهادرخان او د هغه اولادونو د بهوپال په تاریخ کې مهم رول ولوبولو د نذرمحمد په مړینې د دوست محمد په کورنۍ کې د نوابۍ لپاره ډېر دعوا داران راپورته شول د غوث محمد ۴۵ اولادونه وو. دده مشر زوی موعېز چې د ګوهر بېګم سکه ورور هم و د نوابۍ قوي بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د پښتنې مېرمنې دعوا ۴۵- مدعي و. غڅوث محمد په خپله ژوندی و ځو دومره کمزوری او زوړ شوى و چې د بېرته نواب کېدو امکان یې ډېر کم و د وزیر محمد ځان مشر زوی امیر محمدخان هم په دې هیله و چې د ګدۍ اصلي وارث دی دی. د نذرمحمد د مړينې درېیمه ورځ وه. د اورکزيو ټول ټبر د هغه په کور کې د دربار په لوی تالار کې یو ځای شوی و د نذرمحمد ځان د پوځ کومندان بخشي بهادر هم هلته موجود و. له فاتحې او خيرات ورروسته پر دې خبره بحث روان و چې د نوابۍ لپاره به مناسب کس څوک وي؟ د نذرمحمد کونډه نولس کلنه ګوهر بېګم «قد سیه په بورقه کې پټه ناسته وه په غېږ کې يې پنځلس میاشتنۍ لور سکندر بېګم نیولې وه. .ويم ماشوم یې په نس و هغې په تالار رکې د ناستو پښتنو ترمنځ له مخه پړونۍ لرې کړ او هغوی ته يې خپله وینا پیل کړه هغې د خپلې کورنۍ د اختلافاتو او د بهوپال د تېرو سختو ورځو شپو د ذکر نه وروسته خپله دعوا وکړه چې د د نوابۍ حقداره د هغې ماشومه لور سکندر بېګم ده بيا يې د خپل مړه خاوند نذرمحمد ليکلی وصیت ټولو ته ښکاره کړ چې په کې یې کښلي وو: که دی چېري ناڅاپه مړ شي نو دده لور سکندر بېګم به نوابه وي او تر څو چې دا ځوانه شوې نه وي پخپله ګوهر بېګم (قد سیه به د دې سرپرسته او د بهوپال واکمنه وي. سکندر بېګم چې ځوانه شي نو د اورکزیو په کورنۍ کې به ودېږي او له واده وروسته به د هغې خاوند د بهوپال نواب شي. ' ګوهر بېګم دا دعوا هم وکړه چې په دې فیصله د بهوپال خلک هم خوشاله دي او ځينو مذهبي مشرانو دا فیصله لا پخوا منلې وه بيا بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏د پښتنې مېرمنې دعو!‎ -۴۷ يې ټولو ته وویل: که څوک په دې فیصله اعتراض لري نو راپورته دې شي او په ډاګه دې خپله خبره وکړي. په دربار کې ناست ټول خلک غلي وو. د اعتراض مانا دا وه چې دوی به د نذرمحمد د وژلو په سازش کې څه ناڅه لاس لري : نذرمحمد ته پتمنو څلورو سلاکارانو هم هغه وخت د قدسیه بېګم په فنیصله خوښي څرګنده کړه. نورو هم ورته سرونه ټيټ کړل. ډېر ژر په بهوپال کې د سکندر بېګم د نوابۍ او د هغې د مور قدسیه بېګم د سرپرسته کېدو خوشالي ولګېده. د خپلو مخالفینو د خولې بندولو لپاره قد سیې ډېر ژرهر چا ته مراعات او امتيازات وروسپارل. خپل لوی مخالف مشر ورور موعېز ته يې جاګیر ورکړو. پوځدار ځان وړوکی و هغه يې تر خپلو وزرو لاندې کړ. له خپل لېور امیرمحمد خان سره يې ژمنه وکړه چې د هغه زوی منیر محمد ځان ته به خپله سکندر بېګم ورکوي او دغه ډول به منير نواب هم شي. قد سیه پوهېده چې سکندر لا وړه ده او تر راتلونکیو ‎٢١‏ کلونو پورې به دا واکمنه وي. له دې هر څه سره قد سیه د انګرېزانو استازي مېجر هېنلی ته د تصویب لپاره خپله فبصله واوروله هغې د تذرمحمد د وصیت دليل ورته ورکړ د انګرېزانو لپاره د يوې ښځې مشري د تشويش وړ وه. دوی د بهوپال په ملګرتیا کې د مرهټه وو مخالفت منلی و. دوی فکر کاوه که په دې ریاست کې سړی واکمن وي نو د دوی دريځ به غښتلی او ټینګ وي خو په ولس او کورنۍ کې دننه د هغې ملاتړ انګرېزان دې ته مجبوره کړل چې هغه د نوابې په توګه ومني بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د پښتنې مېرمنې دعوا ۴۷- همدا وه چې قدسیه بېګم د خپلې ماشومې لور د سرپرستۍ په توګه د نوابۍ په تخت کښېناسته ددې لپار ره چې څوک د اسلامي اصولو له مخې د د هغې لار ره ونه نيسي دې يوه ف فتوا د بهوپال له مفتي او بله د قاضي لخوا تر لاسه کړه دغه سند هغې خپلو خپلوانو .امیرانو سردارانو ته هم ورکړ چې تصویب ورباندې وکړي. په هغه وخت کې داسې اوازه ګډه شوه چې قد سیه بېګم د خپل خاوند نذرمحمد په وژلو کې لاس لري ددې وخت د پرېشانیو یو تاوان دا وشو چې نازېږېدلی ماشوم ضایع شو او ددې خبرې امکان نور هم کم شو چې د دوست محمدخان د اولادونو وزیر محمد او د غوث محمد کورنۍ به بيا متحدې شي انګرېزانو په دې وخت کې د سکندربېګم او منیر محمد ځان د کوژدنې خبره ومنله! و میاشت وروسته يې ماشوم منير په رسمي توګه د نوابۍ په ګدۍ کښېنولو. خو شرط دا و چې قد سیه بېګم به یې سرپرسته وي او کله چې د دې لور سکندر ربېګم د ځوانۍ سن ته ورسېده او منیر ته واده شوه نو پخپله به نوابي هغه ته ورپرېږدي قدسیه بېګم د خپل خاوند د وصیت پرځای کولو. خپلو تربورانو سره سره د یو بل قام په استازي د خپلې خبرې د منلو لپاره له ډېرو ستونزو سره مخامځ وه. خو د هند په هغه اړي ګړي کې د ځان ساتنې لپاره یې ډېر په هنر او استقامت چلن کاوه. د اس د سورلۍ. پوځي تربيت او د جنګ د فن او په دې کې د بریاليتوب لپار ره يې زد ده کړه پيل کړه. دا په عقیده ټینګه مسلمانه مېرمنه وه. خو دا خبره يې نه منله چې ښځه د ریاست مشره کېدای شي هغې دا وویل چې د ښځې مخنيوي لپاره خلکو له اسلام نه ناوړه ګټه اخيستې د بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ۰ ۴۸ د پښتنې مېرمنې دعوا د قدسیه بېګم لپاره د خپل پلار د عېش خوښونکي شخصیت او د مور مېړانه چې د جګړې په ډګر کې یې ښودلې وه ددې سوب شوه چې ځان ته خپله لاره وټاکی دا به د بهوپال په کلیو بانډو کې ګرځېده چې د عامو خلکو له حاله ځان خبر وساتي او په وړو پوځي مهماتو او معرکو کې به يې د عسکرو مشري کوله : : قدسیې بېګم چېرې هم د عېش وعشرت ژوند نه و تېرکړی. له ماشومتوب نه یې د جنګ سختې ليدلې وې د هغې د لارې مشال د هغې خپله مور زینت بېګم وه. خو د پښتنو په ټبر کې ځینو خلکو اوس هم د نذرمحمد وصیت ته د شک په سترګه کتل د خپلې ماشومې لور د سرپرستې په توګه د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې خپلو خپلوانو او انګرېزانو دواړو ته دا جوته شوه چې دا د دې مهمې دندې لپاره وړ او قابله ده هغه له امیرمحمدخان او د هغه له پلویانو نه هم په اندېښنه کې وه چې په دې انتظار وو چې کله به سکندر بېګم ځوانېږي او کله به منير د نوابۍ په ګدۍ کښېني په بهوپال کې اوس په څرګنده پښتانه په دوو ډلو وېشل شوي وو او دواړو د یوه بل په فعالیتونو داسې نظر ساتلی ولکه يو باز زچې يې په خپل ښکار ساتي. بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د قدسیې بېګم واکمني بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001653 ١6 -۰- د قدسیې بېګم واکمني د یوې مسلماني او په تېره بیا پښتنې ښځې لپاره د نولسمې پېړۍ په پیل کې واکمن کېدل اسانه کار نه و هغه هم په د اسې حالاتو کې چې په کور دننه او د باندې ورته د مخالفانو ډلې ناستې وې قدسيه بېګم د د پردې او ستر ساتلو سره د بهوپال چارې پر مخ بېولې او په دې انتظام کې د هغې مرسته هم هغو امیرانو ‎١‏ و مشاورينو کوله چې د ښځې مشري ورته عیب نه ښکار بده په دې مشاورينو کې پوه او مسلکي خلک شامل وو چې درې تنه په کې مهم وو راجه هشونت رای. بهادر محمدخان «بخشي بهادر او شهزاد مسيح رفرانسوي نزاد. د شهزاد مسيح د کورنۍ کیسه ډېره په زړه پورې ده. "په ۱۷۴۰م کې چې د ایران نادرشاه افشار په ډیلي حمله وکړه او دا یې ويجا ړکړ. نو په دې وخت کې د مغولو له دربار نه یوې فرانسوي کورنۍ لومړی ګواليار او وروسته بهوپال ته پناه يو وړه. ددې کورنۍ مشر سیلواډور بوربن نومېده. په بهوپال کې دې کورنۍ ماموله بايي ته ځان ورسولو چې د دوست محمدخان د لمسي فیض محمدخان کونډه وه. ماموله بايي بوربن ته مځکې ورکړې او کله کله به یې د حکومتي کارونو لپاره ترې مشورې اخيستې. سیلواډور يو ډېر ځیرک او پوه انسان و او تر ډېرې مودې یې د بهوپال د نوابې کورنۍ خدمت کاوه. دی وزیر محمد خان ته هم نژدې و او په بهوپال کې ده د عنایت مسیح په نوم شهرت لرلو د بهوپال د محاصرې په وخت دی له خپل زوی بالتازار. چې د شهزاده مسیح په نوم پېژندل کېدو. یو ځای د نذرمحمد خان په پوځ کې د مرهټه وو پر ضد جنګېده بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د قدسیې بېګم واکمني ۱۰ کله چې قد سیه بېګم د خپلې لور لپاره د نوابۍ دعوا وکړه نو له پېرنګيانو سره د خبرو اترو لپاره به شهزاد مسيح د هغې د استازي په توګه ورتلو. د قد سیې بېګم د نوابۍ په لانجه کې شهزاد مسیح بالتازار د هغې په ملاتړ ودرېد او له انګرېزانو سره د خبرو اترو لپاره د بهوپال د نوابۍ په استازيتوب ورتلو قد سیې بېګم پر ده لوی باور درلود. همدا و چې د پښتنو تر منځ داسې ګنګوسې راپورته شهزاد مسيح يو لوستی پوځي و او په انتظامي معاملو کې یې ساری نه لرلو. هغه اردو او فارسي ژبې روانې ویلې او د فطرت په نامه یې شاعري کوله يو فرانسوی لیکوال او هند ته سفر کوونکی ویتولادي ګولېش پخپل کتاب "د هند نوابي سلطنتونه" کې لیکي کله چې '"قدسیې بېګم د بهوپال نوابي ترلاسه کړه. نو دا او شهزاد مسیح یوه بل ته د مینانو په څېر نږدې شول." په دې وخت کې د بوربن کورنۍ دومره قوي شوه چې نيم بهوپال یې په لاس کې و او که دوی انګرېزانو ته غرٍ کړی وای کېدای شي هغوی ورته د بهوپال نوابي ورکړې وای. خو شهزاد مسيح داسې ونه کړل او قد سیه بېګم په امر یې د ډیلي له يوې انګریزې نجلۍ ازابېلاسټون سره واده وکړ. قد سیې بېګم د شهزاد مسیح مېرمنې ته "د سرکار دلهن" خطاب ورکړ او په بهوپال کې د جهانګیر آباد په سیمه کې يوه کېتولیک کلیسا. هدیره او یو ښوونځی د دې په نامه ونومول شول. په دې سیمه کې د يوه پخواني کور کنډوالې اوس هم شته دي چې ورته د '"سرکار دلهن حوېلي"' وايي. قد سیه بېګم د بهوپال د چارو. حکومتي کارونو او له انګرېزانو سره د معاملو سره سره پخپله کورن ۍکې دننه له مخالفتونو سره بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ۵۳۲- .هلاتو بېگم واکمنۍی مخامخ وه هغې د ماشوم منیر محمد پالنه هم کوله چې خپل لوی مخالف یانې د ځپل لېوره امیر محمد په مقابله کې يې ترې برمته نېولۍ و منیر محمد او د قدسیې بېګم لور سکندر بېګم د هغې تر سیوري لاندي لويېدل امیرمحمد به انګرېزانو ته دا خبره یادوله چې د تخت اصلي وارث دده زوی منیر دی او پکار ده چې دی دې واکمن اعلان شي. منیر چې زلموټی شو. نو دی هم د پلار او د کورنۍ د نورو سړیو فکر ته اوښتی و. دا خبره به تل گېده چې د ښځو واکمني غېر اسلامي کار دی قدسیې د وخت واګې په خپل لاس کې نیولې وې. د امیر محمد د اغېز کمولو لپاره یې له انګرېزانو نه یوه بله خبره هم په سند لیکلې واخيسته. هغه دا چې د مغیر | و سکندر بېګم تر نکاح وروسته او په دې حالت کې چې که د هغې لور ځپل مېږه ته نوابي پرېښوده نو امير محمد به ۵ بهوپال په حکومتي چارو کې د مداځلې هېڅ حق نه لري. خو بل لوري ته به هغې له امیرمحمد خان سره ښه اړیکي ساتل هغه ته به یې ويل "ته زما له انتظام نه دومره بد ګومانه یې چې د دوو ماشومانو په واده دې زور راوړی دی. دوی تر اوسه ځانونه نشي سنبالولی نو ملک به څنګه سنبال کړي. لر نور انتظار وباسه." خو امیر محمد خان به په دې نه قانع کېده. . بهوپال غوندې / ښېرازې مځکې واک يې د خپلې ورېندارې په لاس کې نه شوی زغملای اخر ده د خپل اوښي اسد سره د قدسیې بېګم له واکه د لرې کولو يو سازش جوړ کړ. دوی د اورکزيو ځینې غړي او د روهیله پښتنو ایله جاریان له ځان سره مله کړل او د قدسیې د وژلو لپاره يې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00065١ 661٨ د قدسیې بېګم واکمني ‎٣‏ ‏له یوه پټ مرکز نه د حملې پلان جوړ کړ. په دې سازش کې منیر محمد هم شامل و خو قدسیې بېګم تر دوی زيات قوي استخبارات لرل د دوی پوځ هغه مرکز محاصره کړ چې مخالفو يې مورچې پکې نیولې وې په بهوپال کې کورنۍ جګړه پيل شوه دواړو غاړو تر څلورو ورځو پر یوه بل ډزې کولې او اخر د بهوپال پوځ ددې سازش ځاتمه وکړه یو څو کسان په کې ووژل شول کشران یې ونیول او منیر محمد يې لاس تړلی قدسیې بېګم ته حاضر کړو. منیر د هغې په پښو پرېوتو او معافي يې وغوښته. قدسیې بېګم دی وبښلو . خو امیرمحمد او اسد يې له درباره منع کړل دا دیوې ښځې هغه انصاف و چې د خپل سر دښمنان یې ژوندي پرېښودل. انګرېزانو له دې جنګه وروسته د قدسیې بېګم د ساتنې لپاره د خپل پوځ يوه ډله هغې ته ور واستوله قدسیه بېګم اوس پوه شوې وه چې ددې مخالفان به کله هم دا ارام ته نه پرېږدي په ۱۸۲۷م کال کې چې سکندر بېګم اوس هم د ‎۱٠‏ ‏کالو وه قدسیې بېګم دا خبره اعلان کړه چې منیر ناځوانه دی د يوې مسلمانې ښځې له خوا ددې خبرې ډنډوره کول ډېر عجیبه کار و. منیر د هغې تر سيوري لاندې لوی شویو او په نوابې کورنۍ کې به نرښځي «هیجړاګان خدمتګاران وو. : : دوی به د هلکانو او جینکو دواړو د ځوانۍ او پېغلتوب له عادتونو خبر وو او قدسیې چې دا خبره وکړه نو مانا يې دا شوه چې منیر محمد به اولاد نشي زېږولی. امیر محمد ددې خبرې په اورېدو سره د ځپل کشر زوی جهانګیر لاس وروړاندې کړ. انګرېزانو هم دې خبرې ته غاړه کېښوده او قدسیې ته دړرې کاله نوره موده پاتې شوه. چې جهانګیر د نوابۍ لپاره وروزي. ځکه دی له منیر نه هم درې کاله کشر و. په ‎۱۸٨۰‏ کې د انګرېزانواستازی لانس لوټ وېلیکنسن بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ۴۰ ام در سن سفن واکمني وټاکل شو. دی ‎١١‏ کاله په بهوپال کې پاتي و او په دې ټوله موده کې يې د قدسیې د واک مخالفت کاوه د هغه نقادان وایې چې ده ته به د امیرمحمد خان د ډلې له خوا ډالۍ ورکول کېدې. دی به له هغوی سره په ښکار تلو. خو د هغه پلويان په دې نظر دي چې ده له انګرېزانو د هغه تړون درناوی غوښت چې قد سیې ورسره کړی و او هغه د واک انتقال و. جهانګیر په دې وخت کې د ۱۵ کالو و خو د قدسیې ځواب داو . چې ترڅو جهانګیر د د ‎٩١‏ یا ‎٠٢‏ کالو نت نشي دا به ورله سکندر په نکاح کې ورنه کړي په ‎۱۸۳١‏ م کال کې قدسیې بورقه وغورزوله په دې کار هغې خپلې لور سکندر ته هم لاره هواروله ځکه هغې دا تجربه کړې وه. چې د پردې شا ته حکومت کول ګران کار دی يو کال وروسته قدسیې انګرېز ګورنر جنرل ته ليک ور واستولو او تر ‎٠١‏ ‏نورو کلونو پورې د خپل واک غزېدل وغوښتل چې تر څو جهانګیر او سکندر د حکومت په کارونو پوه شي. انګرېزانو دا خبره رد کړه او سمدلاسه یې غوښتنه وکړه چې د جهانګیر او سکندر رنکاح دې وشي قد سیه په دې خبره په قهر وه خو هېڅ يې نشو کولای جهانګیر اوس د ‎٠٢‏ کالو و او سکندر بېګم د ‎٨١‏ کالو وه. هغې د اس د سپرلۍ. د نېزې. تورې او غشي د ويشتلو تر څنګ د قرآن تعليم او د فارسي او پښتو ژبې زده کړې وې خو په وجود کې تکړه او زړوره وه تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د هغې له جهانګیر سره مینه پيدا شو وه. .خو قد سیه بېګم بيا هم د لور په واده کې ز زړه نازړه وه 8 امیرمحمد بياتور رې ته لاس واچاوه او د جنګ خطر پيدا شو نو قد سیه رضا شوه. قدسیې بیګم نژدې ‎٨١‏ کاله د خپلې لور او د زوم د سرپرستې په توګه د بهوپال واک په لاس کې لرلو د هغې شخصیت د بهوپال د بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 6666 0 090165 د قدسیې بېګم واکمني ‎-۵٥۵۰-‏ ‏راتلونکيو واکمنانو لپاره يوه بېبلګه وه. ددې په حکومت کې د بهوپال اقتصاد په خپلو پښو ودرېدو. دې د خپل شخصي خرڅ لپاره له خزانې څخه يوه پيسه نه اخيستله کالي پتري يې نه کول. په طبعیت کې ډېره ساده | و له غروره خلاصه ښځه وه خو په ودونو کې به یې کله کله له نورو ښځو سره خپل غر ورګډ کړو. ددې د وروستیو کلونو يو انځور پاتې دی چې پکې دا يوه لوړه او نرۍ مېرمنه ښکاري په سریې لوپټه او په سترګویې عینکي دي په بهوپال کې د موتي مسجد په نامه د جامع جومات تر جوړېدو وروسته یې د پرانستنې مراسمو ته ولاړه خو په ټول وخت کې د دې لوی انګړ د یوې ونې سيوري ته ناسته وه او سترګې يې ټیټې نیولې وې. . وروسته چې له دې پوښتنه وشوه چې ولې يې د دې دومره ښکلي جومات منارونو او ګنبدې ته نه کتل. نو دې وويل: ''زه وېرېدم هسې نه ددې په لیدو سره به په ما کې غرور پيدا شي.'" دا به د ښار په لارو کوڅو کې پلې ګرځېده. د غریبو خلکو کورونو ته به ناڅاپه وردننه شوه چې د هغوی حالت له نژدې وګوري. د ماڼۍ په چمن کې يې یوه لویه ټلۍ اېښي وه او خلکو ته يې اعلان کړی و چې که هر څوک کومه ستونزه لري نو دا ټلۍ دې وغږوي. ددې د ماڼۍ په وره کې هر ورځ دوه منه ۰ کیلو غنم اېښودل کېده. د سهارلمانځه وروسته به ضرورتمندو ته وېشل کېدل. په لومړي ځل يې د څښلو اوبو لپاره په بهوپال کې يو نل «پایپ تېر کړ. د اورګاډي پټلۍ د غزولو لپاره یې له خپلو شخصي پیسو پانګه ورکړه. په مکه او مدینه کې يې د بهوپال د حاجيانو لپاره سرایونه واخيستل. .چې اوس هم شته په خپل باغ کې به یې له عامو خلکو سره لیدل د هغوی ستونزې به یې اورېدې او مرسته به یې ورسره کوله. د ریاست خزانه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00065١ 661٨ ‎٣‏ د قدسبې بېګم واکمني ‏او خپله شخصي پانګه يې بېله کړه له خپلې ماڼۍ يې د لاسي ګنډلو ‏کار پيل کړ. ښځې یې په کې په کار ولګولې او د خبل پخلنځي خرڅ ‏به یې له دې پیسو پوره کاوه ډېر ژر هغې د عامو خلکو زړونه وګټل خلکو به يې ډېر درناوی| و احترام کاوه ‏په ۱۸۳۵م کې سکندر بېګم جهانګیر ته واده شوه او شپاړس کاله وروسته د امير محمد سره شوی لوز پوره شو. د دوی دواړو واده د دښمنو کورنیو تر منځ داسې یووالی و چې د مینې او محبت پر ځای په کې تربګني او رقابت ډېر و له واده سمدستي ور روسته انګرېزانو له قدسیې بېګم غوښتنه وکړه چې نوابي دې جهانګیر ته وسپاري. خو قدسیې وویل د هغې زوم لا تراوسه نوابۍ ته تيار رنه دی. سکندرې ‏او جهانګیر چې ګډ ژوند پیل کړ. نو هغه خپل خاوند ته وفا وار شو او دې په خپله له موره وغوښتل چې واک دې د هغې خاوند ته وسپاري. د دواړو کورنیو ترمنځ اړیکي خړپړ وو امیر محمد په خپله دا باور درلود چې قد سیه به چېرې هم واک د هغه زوی ته نه پرېږدي ده يو واري بيا د بغاوت جنډه راپورته کړه د بهوپال له ښاره بهر سيهور نومي ځای کې يې مورچې ونیولې او پوځ يې وربرابر کړ قدسیې ډېر په مېړانه دا جنګ وګټلو. خو اوس انګرېزانو ورودانګل د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر یو ليک قدسیې ته ورواستولو چې په کې يې په دې خبرې ټینګارکړی و چې هغه دې واک خپل زوم ته وسپاري. د قدسیې بې له دې نور وس ونه رسېد چې له بهوپال ښار نه د اسلام نګر کلا ته ولاړه شي برتانیا هغې ته اته سوه و شپاړس کلي په جاګیر کې ورکړل او د یولسو توپو د سلامي اعزاز یې هم ور په ‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د قدسیې بېګم واکمني ۵۷۰ ‎٧‏ کې جهانګیر محمد په یوه ځانګړي دربار کې د بهوپال نواب وټاکل شو هغه له نواب کېدو سره سمدستي قدسیې بېګم ته پتمن د پوځ مشر بخشي بهادر محمدخان ته وړاندیز وکړ. چې که د قدسیې بېګم له ملاتړه لاس واخلي نو لویې مځکې به په انعام کې ور ي بهادرخان ورته په ځواب کې وویل "زه په بد وخت کې د خپل مریې سره نیمه وچه ډوډۍ خوړی شم خو د یوه ډارن او ناسیاله کس په خدمت کې د مال خاوند نشم کېدی." ده له خپلو دوو زامنو صدرخان او باقي خان سره یو ځای خپلې تورې د تیکو نه واېستلې او له هغې ډلې سره روان شول چې په کې قدسیه بېګم د اسلام نګر د کلا پر لوري روانه وه د جهانګیر د نواب کېدو سره سم د بهوپال فضا بدله شوه. په ماڼیو کې د رقص او سرود محفلونه شراب او د مېلمستاوو دوران پیل شو. دی په خپله یو شاعر و او ارام ژوند يې خوښېده. د زمري ښکار. د نورو ښځو سره روابط او د شرابو څښل ورته عیب نه ښکارېدل ده په بهوپال کې یوه نوې سیمه د جهانګیر اباد په نوم ودانه کړه. د پوځ لپاره یې چاوڼۍ او د ځان لپاره يې يوه نوې ماڼۍ جوړه کړه. سکندر بېګم به هره ورځ د خپلې مور قدسیې بېګم پوښتنې ته اسلام نګر ته ورتله. د جهانګیر نواب په دربار او مېلمستیا کې به انګرېزان هم شامل وو سکندر بېګم به په هره موقع له خپل خاوند سره مله وه. یوه ورځ د انګرېزانواستازي ویلکینسن چې هر وخت به د جهانګیر نه تاوېدو راتاوېدو. سکندر بېګم ته ورنږدې شو. د هغې د الماسو غوږوالي ته يې لاس يوړو او ویې ويل "بېګم صېب ستا کالي څومره ښايسته دي" بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‎۵۸٨۰‏ د قدسیې بېګم واکمني ‏سکندر بېګم د ټولو خلکو په وړاندې ویلکینسن ته پر مخ يوه څپېړه ورکړه او په قهر یې ورته وویل ‏ِ1," ویلکینسن صېب ته نه یې خبر چې يوې پردۍ مسلمانې ښځې ته لاس ور ړل د هغې سپکاوی وي.'' : : ‏امیر محمدخان او د هغه د ډلې له خوا اوس دا سازشونه کېدل چې څرنګه سکندر بېګم له مېنځه یوسي. ځکه له قانوني پلوه دا نوابه وه او سره له دې چې جهانګیر په نامه د بهوپال نواب و. خو عامو خلکو اوس ن هم د قدسیې بېګم او د د هغې د لور سکندر بېګم درناوی کاوه. د جهانګیر له لارې امیرمحمد خپله غوښتل چې واکمن شي. اخر يې خپل زوی دومره ولمساوه. چې خپله مېرمن ووژني دده د واده درې کاله شوي وو. سکندر بېګم اوس حامله وه او په څو ورځو کې دننه يې ماشوم کېده. دا به د شپې خپله کوټه کې يوازې ویدېده جهانګیر به د خپل عېش و نوش له محفلونو د شپې ناوخته ورتلو. ‏یوه شپه سکندر ر بېګم د هرې ورځې په شان په خپل کې کټ ملاسته وه هغې بهر د اس د راتلو غْرٍ واورېدو. خوشاله شوه چې جهانګیر نن شپه د وخته کوټې ته ورروان و د پښو ښکالو یې تر غوږو کېده. .خو هغې د لوی کټ له پردو نه اندا زه لګوله. راتلونکی د د برنډې پر پونړو د ختلو پروخت د برنډې پر څنډو ب بلېدونکي ر روغني څراغونه هم یو یو مړه کړل نابیره سکندر بېګم پوه شوه چې د خاوند په جامه کې یې اجل راروان دۍ هغې د چپرکټ له پردو کتل چې د هغې ځاوند جهانګیر توره په لاس کوټې ته ورننوتو. دا ساه نیولې ملاسته وه مرګ ترېنه څو ګامه لرې و په دې وخت کې هغې ځان په څادر کې تاور راتاو کړ او یو غټ بالښت ېې په ځان کېښود جهانګیرد تورې یو زورور ګوزار وکړو او د هغې په تېره څوکه يې په ګوته د تودو وینو ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د قدسیې بې بېګم واکمني -۵۹۰- احساس وکړو نو پوه شو چې د هغه اندازه سمه وه ښځې له د تورې يو ګوزار کافي وي سمدلاسه يې پښې سپکې کړې او له کوټې ووتلو بهر پيرادارن حیرانه وو چې جهانګیر نن شپه بېرته په اس کښېناستو او په تلوار له ماڼۍ ووتلو خو ورسره د سکندر بېګم چیغې يې واورېدې او چې دوی دننه ورمنډې کړې نو ګوري چې د سکندربېګم کټ په وینو لړلۍ دی د تورې ګوزار نیم په بالښت او نيم د سکندربېګم په مړوند او ملا شوی و. هغې د ملهم پټۍ امر وکړ او چې سپېدې چاودېدې نو د خپلو ساتندويانو په بدرګه د خپلې مور قدسیې بېګم پر لوري اسلام نګر ته روانه شوه په بهوپال کې ډېر ژر دا خبر خپور شو چې جهانګیر د شپې د خپلې مېرمن ۵ وز ژلو هڅه کړې وه په دې پېښې سره د عام ولس له سکندر بېګم او قدسیې سره نور هم زړه سوی پيدا شو د امیر محمد او غوث محمد د کورنۍ تر منځ هغه معمولي رسمي اړیکي چې پاتې وو په دې کړنې او عمل سره هغه هم له مېنځه ولاړل اوس په جار دښمني پیل شوه په اسلام نګر کې د بختي بهادر. محمدځان اود سپې نور وفاداره اميران د مور او لور دواړو تر څنګ ود رېدل له حملې دو میاشتې وروسته د سکند بییګم لور وزېږېدله او نوم يې شاه ټیان بېګم ورباندې کېښود اوس بهوپال عملا په دوو برخو وېشل شوی و مور او لور په اسلام نګر او جهانګير له بهوپاله حکومت کاوه قد سیه بېګم يو وارې بيا فعالعه شوه او انګریزانو ته یې داسې پېغامونه ورلېږل چې د هغې پر لور له وژونکي بريد وروسته جهانګیر د واکمنۍ حق بایللی دی او بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011653 ۲ 9٧ انځورونه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه څلور 0001965 ۲ 9۷ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه انځورونه 000193 ۲ 99٨ 14 د قدسیې بېګم واکمني بايد چې سکندر بېګم د بهوپال واکمنه اعلان کړل شي خو د انګرېزانو استازي هم هغسې د جهانګیر ملاتړ کاوه. د وخت په تېرېدو سره د بهوپال وضعه په خرابېدو شوه د قدسیې هغه کارکوونکي چې د خلکو د ستونزو حلولو ته به تيار وو اوس د جهانګير خپلو خپلوانو په پيسو اخيستي وو. کله چې خزانه په تشېدو شوه نو ویلکینسن په دې وخت کې جهانګیر ته خبرداری ورکړ چې خپل چلن دې سم کړي انګراېزانو د قدسیې بېګم غوښتنې ته ځواب ورکاوه چې په بهوپال کې ښځه نشي واکمنه کېدای ددې په ځواب کې به قدسیې د برتانيا د ملکې ویکټوريه مثال ورکاوه چې د دومره لوی سلطنت د واکمنې په حيث انګرېزانو ته د منلو وړ ده نو ولې بيا په دې وړوکې نوابۍ کې د ښځې واکمني نه مني. په ‎۱۸۴۱١‏ کې ویلکینسن مړ شو. نو د هغه پر ځای د انګریزانو استازی هېنري ټریوليان په بهوپال کې وټاکل شو : نوي استازي له نژدې نه په بهوپال کې حالات وڅارل د دواړو غاړو خبرې يې واورېدې نو په خپل رپورټ کې يې وليکل چې دوی د جهانګیر په ملاتړ یوه ډېره غلطه تګلاره يا پاليسي خپله کړې ده ده وار په وار جهانګیر ته د هغه کمزورۍ په ګوته کړې او د اصلاح غوښتنه یې ترې وکړه په ۱۸۴۴ کې جهانګیر د پښته ورګي په ناروغۍ اخته شو او ډېر ژر يې حالت خراب شو ځپل مرګ ورته نزدې ښکاره شو او خپلې مېرمنې ته یې ليک ورواستولو د خپلې پخوانۍ مینې واسطه يې ورکړه او ورته یې وویل: که هغې ورسره ګډ ژوند کولی نو ده به د - بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه ..-- : 80 00011953 ۲ 9٧ د قدسیې بېګم واکمني ‎۷٧٧‏ ‏ښه نواب په توګه حکومت کړی وای. د هغه لور شاهجهان بېګم اوس د شپږو کالو وه سکندر ر بېګم چې د دا لیک تر لاسه کړ. نو هغې ځپل خاوند وبښلو د خپل قتل سازش یې هم هېر کړ | و له خپلې لور ر سره یو ځای له اسلام نګره بهوپال ته روانه شوه. دې نژدې يوه اوونۍ د خاوند له کټ سره تېره کړه ' هغه د خپلې ماشومې لور په ليدو ډېره خوشاله و ځو د اونۍ په پای کې د جهانګیر پلار او د هغه ماما له سکندر ربېګم نه غوښتنه وکړه چې له دې ځايه دې ولاړه شي. د جهانګیر د ژوند ور روستۍ شېبې وې او امیر محمد په دې پوهېدو که سکندر بېګم د جنازې پر وخت هلته موجوده وي نو د نوابۍ دعوه به وکړي. همدغه وجه وه چې خپله نږور او لمسۍ یې په زوره له ماڼۍ وویستلې مور او لور دواړه په سرو سترګو په ګاډي کې کښېناستې خو نیمايي لاره کې خبرې شوې چې جهانګیر ساه ورکړه. د هغه د مرګ سره سمدلاسه امیر محمد انګرېزانو ته دا ولیکل چې جهانګیر نارينه اولاد نه لري او حکومت د نارینه وو کارو. نو ځکه د نوابۍ حقدار او د خپل زوی وارث دی. دده له دې د عوې سره د اورکزیو په کورنۍ کې د دوست محمد نور لمسي هم راپورته شول او د خپل حق غوښتنه یې کوله. قدسیې بېګم یو واري بيا د خپلې لور د حق لپاره نوي استازي ته ليک ورواستاوه .د انګرېزانو له لیکنو دا سې ښکاري چې دوی هغه وخت کې سره له دې چې د انګلستان او ټول هند واکمنه ملکه ويکټوريا وه خو په بهوپال کې يې د يوې مسلمانې ښځې واکمني نه پرېښوده. دوی د نوابۍ لپاره د قدسیې بېګم د د ورور موعېز پوځدارخان پلوي کوله بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 000163 1٨۴6 ‏د فد سيې بېګم و‎ - ۷۳۲- اکمني په ۱۸۴۵ کې دوی اعلان وکړ چې د بهريال نوايه به اوه کلنه ماشومه شاهجهان بېګم وي چې د خپل پلار وارثه ده دا چې هغه د اوو کالو ماشومه وه. نو ځکه د هغې پر ځای د قدسیې بېګم تر ټولو کشر ورور موعېز پوځدا رخان به د هغې لپاره فیصلې کوي یانې عملا پوځدار خان واکمن و. خو سکند ربېګم به د خپلې لور سرپرسته وي او پوځدار به په حکومتي معاملو کې له هغې نه مشورې اخلي له دې فیصلې سره د امیرمحمد او د هغه د پلويانو دعوو ته د پای ټکی کېښودل شو. .خو د قدرت او حکومت تږي امیرمحمد په دې فیصلې بيا تورې ته لاس کړ لښکر يې جوړ کړ او بغاوت یې اعلان کړ خو په دې نه پوهېده چې اوس د هغه مقابله له ښځې سره نه بلکې انګرېزانو سره وه په یوه معمولي جنګ کې يې ماتې وخوړه او ګرفتار شو انګرېزانو دی په بندي ځانه کې واچاوه او هم هلته نهه کاله وروسته په ۱۸۵۴ کې مړ شو. قدسیه بېګم له خپلې لور او لمسۍ سره لکه د فاتح په ۱۸۴۵ کې د نوابۍ ګاډي کې یو واري بيا بهوپال ښار ته ورداخله شوه د سړک دواړو غاړو ته خلک ددې د هرکلي لپاره راوتلي وو په شاهي ماڼۍ کې د سکندر بېګم او د پوځدارخان تر سیوري لاندې حکومتي کارونه پيل شول. خو انګرېزانو ته ډېر ژر اندازه وشوه چې په یوه تېکه کې دوې تورې نه ځايېږي. سکندر انګرېزانو ته وليکل: دا کار کول غواړي خو اختيار نه لري. انګرېزانو همدا خبره معلومه کړه او پوځدارخان یې له خپلې دندې لرې کولو ته اړ کړ پرپزریر بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ دل ت : ك د سکندر بېګم نوابي بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00019653 6 ‎-٧۷۴-‏ د سکندر بېګم واکمني ‏په ‎٧٢‏ جولای. ۱۸۴۷ کې د بهوپال په يوه ځانګړي رابلل شوي دربار کې د انګرېزانو استازي جې- ډي کنینګم د خپل حکومت له خوا اعلان وکړ چې سکندر ر بېګم به د بهوپال د نوابۍ سرپرسته او د خپلې نهه کلنې لور شاهجهان له خوا واکمنه وي. په دې اعلان سره د هغې د ‎١٢‏ کالو د نوابۍ دوره پیل شوه. لومړیو دیارلسو کالو کې دا د خپلې لور شاهجهان سرپرسته وه او وروسته اته کاله یې خپله واک سم ې ‏سکندر بېګم اوس د ۷ کالو وه دا په وجود او شخصیت کې د خپلې مور قد سیې بېګم په څېر وه. د خپلې مور غوندې يې د ژوند ښې شېبې په کورنيو سازشونو. جنګونو او ځان ساتلو کې تېرې شوې وې. له وړوکوالي نه پوهېده چې پر اوږٍو به یې دروند پېټی اېښودل کېږٍي. دې په ماشوموالې کې د اس سپرلي. د تورې او نېزې وهل او د غشي ویشتلو تربيه اخېستې وه. د خپلې مور قدسیې بېګم په نوابۍ کې دې د پوځي ډلګيو مشري کوله او پوځي مهماتو کې به پخپله هم شریکه وه دا هم د خپلې مور په شان د عقيدې ټینګه مسلمانه وه. خو پرده به یې نه کوله. په بهوپال کې دننه به یې مخ نه پټاو. خو کله چې به په سفر تله نو د ورېښمو سپینه بورقه به يې اغوستله. او د هغې له پاسه به یې د مرغلرو تاج هم اېښودلو. دې ډېر ساده ژوند تېرولو. خو په رسمي مراسمو او دربار کې لکه د نارینه نوابانو غوندې په دبدبه اورعب کښېناستله له خپلو درباريانو سره به یې په سخته لهجه خبرې کولې او هېچا ددې په حضور کې سترګې نشوې اوچتولی ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00065١ 661٨ د سکندر بېګم واکمني 0 د سکندر بېګم لومړی مهم کار دا و. چې هغې د بهوپال د پوځ کنډکونه رسمي کړل. له دې وړاندې به د اورکزیو د کورنۍ ځانانو د خپلو ډلګیو مشري کوله او نظم به په کې نه و سکندر بېګم په لومړي ځل د پوځيانو د معاش سيسټم معرفي کړ د دوی لپاره یې بارکونه جوړکړل د سپرو او د پلي لښکر ډلګۍ یې بېلې کړې او يوه منظمه توپخانه يې بر ابره کړه. د سرکاري وسلو د ثبت او ساتنې لپاره یې بېل وسله تون جوړکړ. هغې په خپله د پوځي رسم ګزشت پرېډ) معاینه کوله ددې دويم کار رداو . چې د بهوپال مځکې یې کچ کړې بهوپال یې په دريو اننظامي برخو وويشلو چې هرې برخې کې يوويشت ولسوالۍ وې. د هرې ولسوالۍ حدونه یې وټاکل او په لومړي ځل د بهوپال په سرحدونو د نښې ستنې ودرول شوې. د هرې يوې ولسوالۍ يو ولسوال يا ناظم او عامل وټاکل شو او دوی ته به معاش ورکول کېده. د مالیې راټولو لپاره یې ۵۰ سپاره او ۰ پلي افسران وټاکل. د خپلې نوابۍ په لومړي ی وکال کې دننه هغې د بهوپال ۳۰ لکه روپۍ پور پرې کړ. چې زياتره پیسې ددې خاوندد خپلو خرڅونو لپاره اخیستې وې. دې د لومړي ځل لپاره د پولیس نظام هم جوړکړ. چې لرې پرتې سیمې به يې اداره کولې. ددې برسېره يې د ګمرک «محصول او استخباراتو څانګې رامنځ ته کړې چې دې ته به يې د مځکو د حاصلاتو او د عامو خلکو د مشکلاتو خبرونه راوړل دعدلیې نوی سیسټم يې معرفي کړ. . چې په کې قاضیان او وکیلان يې له بهوپاله بهر له نورو سیمو راوغوښتل ددې هدف دا و چې خلکو سره انصاف وشي. د عدالت او قاضي د فیصلې پر ضد د اپيل حق هم خلکو ته بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 9۷ ۲ ۲ 0001963 د سک رګم واکمني ورکړی شو. قوانين يې داسې جورکړل چې د هندو او مسلمان د دواړو خیال په کې ساتل کېده. د سکندر بېګم په نوابۍ کې په بهوپال کې د لومړي ځل لپاره خپله سیکه جوړه شوه او د ډاک «پوست نظام معارفي کړی شو چې له بهوپاله بهر يې هم دفترونه لرل دې د لومړي ځل لپاره د محاسبې مشر وټاکلو. چې د ټولو ادارو حساب کتاب وګوري او د فساد او رشوت مخه ونیول شي. د هغې اصلاحات په دریو څانګو کې شوي وو سیاست. تعلیم او حکومت. په بهوپال کې لومړۍ ولسي جرګه یا مجلس ددې په وخت کې جوړ شو چې د یوه ټاکلي پارلمان دنده یې پر مخ بیوله. په دې پارلمان کې بېلا بېلو مذهبونو او د سیمو خلک چې پکې سپین ږیرې. تعلیم یافته. بې تعليمه مذهبي| و مسلکي هر ډول کسان شامل وو دې شورا به قوانین جوړول او پر ستونزو به یې ازاد بحث کاوه. چې هغه وخت یو ډېر پر مختللی ګام و. دغې شورا د بیان د | زادۍ قانون جوړ کړ او په ډېرو رايو سره ومنل شو.دې شورا له ۱۸۴۷ نه تر ۱۸۲۴ پورې ۱۳۴ قوانین جوړ کړي وو. د تعليم په ډګر کې يې نه یوازې د هلکانو او نجونو ښوونځي جوړ کړل. بلکې له یمن او سعودي عربستان نه يې استاذان او عالمان راوبللء چې د نواب کورنۍ ښځو او سړیو ته به يې د قرآن او حدیث درس ورکاوه. د استاذانو د هستوګنې لپاره وړیا ځایونه جوړشول او له دې پرته ورته مځکې او نغدې پیسې هم ورکول کېدې. د سکندر بېګم په امیرانو کې یو تن مولوي جمال الدين نوميده چې د هغې د لور شاه جهان بېګم اتالیق و. په دې دور کې د بهوپال رسمي ژبه د فارسي پر ځای اردو وټاکل شوه -۷۷ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 6666 0 090165 د سکندر پیګم واکمني ‎٧۷۰‏ د حکومت او ادارې په ډګر کې يې د بهوپال ښار سړکونه پراخه کړل. چې د اس ګاډي پکې تېرېدای شوی. د شپې په لارو کوڅو کې په هر پنځوس میټره واټن کې د تېلو څراغونه بلېدل د هندوانو او مسلمانانو لپاره یې بېل بېل سرایونه جوړکړل د يو لوی روغتون او بې شمېره وړوکلبنيکونو برسېره يې د وګړو د روغتيا لپاره قانون جوړکړو او حکیمانو ته امر وشو چې د هندوانو او مسلمانانو لپاره دې د هغوی د مذهبي حساسیت په احترام بېل بېل داروګان جوړکړي ددې په دور کې د لومړي ځل لپاره د پور ورکولو سیسټم پيل شو. خلکو به له حکومته پور واخيست او وروسته به يې په اسانو قسطونو پرې کاوه. د حکومت له خوا د ځنګلونو يوه څانګه هم پرانستل شوه چې د چاپېریال ساتنه وکړي او په ناقانونه توګه د ونو پرېکولو مخه ونیسي. په دې وخت کې له نور هند سره د بهوپال. د مځکې له لارې د نښلولو لپاره د اورګاډي پټلۍ په جوړېدو لاس پورې شو. خو هغه د اورګاډي لیدو ته ژوندۍ پاتې نه شوه. لومړی اورګاډی په ‎۱۸٨١‏ کې د خاني انجن سره راغی. د سکندر بېګم مشکلات د سکندربېګم کورنۍ ته وفاداره د پوځ مشر بخشي بهادر محمدخان مړ شو نو د ده مشر زوی صدر محمد د پوځ د قومندان وظيفه ترلاسه کړه. خو دوه کاله وروسته صدر محمد هم په ځوانه ځوانۍ کې مړ شو او د پوځ مشري د ده کشر ورور باقي محمد ته وسپارل شوه قدسیې او سکندر د نورو خپلوانو په پرتله د پښتنو په دې کورنۍ ډېر زيات اعتماد کاوه ددې کورنۍ غړيو د قدرت او بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎٢٣٢‏ نتا ته و واکمنی واک پر ځای مسلکی جنګ او د دوست محمد له کورنۍ سره د پت پاللو لاره خپله کړې وه ‏د سکندر بېګم لور اوس د پېغلتوب په درشل کې وه سکندربېګم له انګرېزانو نه هم هغه ژمنه ترلاسه کول غوښتل چې يو وخت د دې مور قدسیه بېګم د خپل خاوند نذرمحمد له مړینې وروسته غوښتې وه ‏دواړو مېرمنو انګرېزانو ته دا ښودله چې دوی د حکومت کولو وړتیا لري. سکندر بېګم لیدل چې د انګرېزانو استازی هومره مخالف نه وو. لکه ویلکینسن چې وو. تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د برتانيا پر شاهي تخت يوه ښځه ناسته وه. په دې حالاتو کې سکندربېګم د لیک له لارې له انګرېزانو سره اړیکي ساتلی وو او د خپلې لور شاهجهان بېګم د نواب کېدو په لړ کې یې خپل شرايط وړاندې کړل. په دې کې تر ټولو مهم شرط دا و چې د شاهجهان بېګم له واده وروسته به د هغې خاوند نه يوازې دا چې نواب نه وي بلکې انتظامي اختيارات به هم نه لري. د بېلګې په توګه یې ورته د ملکې ویکټوریې د خاوند شهزاده البرټ نوم وليکلو دویمه دا چې د شاهجهان بېګم لپاره د یوه مناسب خاوند غوره کوله اختيار ر به يوازې د سکندربېګم په لاس کې وي او درېیم دا چې سکندربېگم به تر مرګ پورې د خپلې مځکې نوابه وي. په دې لیکونو کې سکندربېګم د ملکې ويکټوريه نوم بيا بيا ياداوه. مانا يې دا وه چې که انګرېزانو ته يوه ښځه واکداره عیب نه دی نو باید د بهوپال لپاره هم عیب ونه ګڼل شي ‏په ۱۸۵۴ کې چې شاهجهان بېګم د ‎٢١‏ کلونو شوه. نو د هغې لپاره د خاوند په لټون سکندربېګم د ټول هند د بېلا بېلو پښتنو کورنیو او قبیلو ‎٢١‏ زلمیان هند ته راوبلل. د دوی ښې مېلمستیاوې ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه : 0 00011953 ۲ 9٧ د سکندر پېګم واکمنې ‎0٠‏ ‏وشوې او ځینې په کې د څو ورځو وروسته ولاړل. په اخر کې يوازې شپرٍ ځوانان پاتې شول چې ټول د دوست محمدخان د لمسو اولادونه وو سکندربېګم دوی هم رخصت کړل| وانګرېز استازي ته يې وليکل. په دوی کې یو ځوان هم زما د لور وړ نه دی. دا چې سکندر بېګم ولې دا کار ر وکړ لومړی خو دا چې هغې انګرېزانو ته ښودل چې دا د ځپلې لور شاهجهان خوښې ته هم ګوري کله چې دې ‎٢١‏ زلمي بهوپال ته راوبلل. نو انګرېزانو ته یې دا ولیکل چې هغه غواړي د دې لور په خپله ځان ته میړه خوښ کړي او په دې خبره کې يو څه حقيقت هم وو. ځکه له ځینو ځوانانو سره شاهجهان بېګم د لیکونو له لارې د مینې لنډمهالی تعلق هم پاتې شوی و. ډېر ځوانان یوازې په دې حرص بهوپال ته ورغلي وو چې له يوې ښکلې او ځوانې شهزادګۍ سره به هم واده وکړي او د مسلمانانو د یوې پراخې نوابۍ واکمن به هم شي. ان تر دې چې په دې ځوانانو کې د مغول واکمنې کورنۍ یو شهزاده هم شامل و. اورکزیو ځوانانو خو دا خپل حق ګاڼه. خو سکندر بېګم نه غوښتل چې هغه خونړی تاریخ بېرته تکرارشي. د واک پر سر د هغې په ځپل ژوند تېری د هغې ياد و .په ۱۸۵۴ کې سکندربېګم د د خپلې مور قدسیې سره د سلا مشورې وروسته د بهوپال د پوځي ځواک مشر سردارباقي محمدخان چې د بخشي بهادرمحمدخان زوی و خپل دربار ته راواباله او هغه ته یې امر وکړ چې له شپاړس کلنې شاهجهان سره دې واده وکړي. باقي محمد په دې خبره حیران پرېشان پاتې شو سکندر ته یې زارۍ وکړې چې دی د بهوپال یو خدمتګار دی او نشي کولای چې په شاهي کورنۍ کې وردننه شي. دويمه دا چې هغه لا پخوا دوه ښځي او له هغوی څخه يې اولادونه لرل بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎٣‏ بد که سه واکمني ‏هم په دې ورځ باقي د سپینو زرو په یوه طشت کې سکندربېګم ته د ويښتو رنګولو بوتل. مصنوعي غاښونه او عینکې ورواستولې دا ددې خبرې نښه وه چې دی زوړ او شاهجهان ځوانه وه خو په سکندر يې هېڅ اتر ونه کړ هغې لا پخوا دا فیصله کړې وه. باقي ته یې ډېر په سختۍ وول چې کله د انګرېزانو هوکړه درضایت ورته راشي نو سمدستي به واده وي. ‏سکندر ر او قد سیې ولې دا فیصله کړې وه" ؟ دوی نه غوښتل چې د جهانګیر په شان يو وارې بيا په خاندان کې تربګني پيدا شي د خپلې کورنۍ په خلکو دوی دواړو اعتماد نه کاوه. بهرني د دوی لپاره د منلو وړ نه وو.د دوی يو داسې کس په کار و چې بهوپال ته وفاداره او بې غرضه کس وي. انګرېزانو په دې هېڅ اعتراض ونه کړ. هغوی د سکندر او قدسیې د کورنۍ تاریخچې نه خبر وو دوی د شاهجهان په تخت د کښېناستو لپاره ‎١٢‏ کاله عمر وټاکلو. د شاهجهان بېګم او باقتي محمدخان په ۱۸۵۵ کې واده وشو او په دې موقع باقي محمد ته د امراولدوله خطاب ورکړی شو. ددې سربېره هغه ته په بهوپال کې د توپو د سلامي. لوی جاګیر. يو فیل او د پالکي اعزازونه هم ورکړی شؤل. ‏رپالکی هغه ډولۍ ده چې نوابان به په کې له یوځايه بل ځای ته تلل او څلورو مزدورانو به اوچتوله» ‏سردار باقي محمد د اورکزيو ميشتي خل وو. دده کورنۍ د دوست محمد او په تېره بيا وزیر ځېلو ته ډېر خدمت کړی و. دی په هډ مضبوط او ټینګ سړی و. سهار به يې درې ساعته ورزش کاوه بیا به یې شپږٍ سېره شیدې څښلې. په یوه لاس به یې د اوبو هغه ارهټ چلولو چې دوو غويانو چلاوه. وايي ده يو ځل يوه غرڅه په دواړو ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د سکندر بېګم واکمنی - ‎-۷٧‏ ‏لاسونو په هوا کې اوچت کړ چې څلورو کسانو نشو اوچتولی له شاهجهان بېګم سره د ده واده د اطمینان هغه ګړۍ وه چې دواړو قدسیې او سکندر ر بېګم له ډېرې مودې غوښته. خو په دې وخت کې له بهوپاله لرې په ډیلي او ځینو نورو ځایونو کې د انګرېزانو پرضد د خپلواکۍ یو پاڅون پیل شوی و په ۱۸۵۷ کې د انګرېزانو خلاف یو پاڅون وشو . چې د هند خلک يې د خپلواکۍ جنګ و انګرېزان یې غدر یا بغاوت بولي. د دې پيل د ځینو هغو پوځيانو په بارکونو کې وشو چې د انګرېزانو چاوڼۍ په کې وې په دې وخت کې سکندر بېګم چې د انګرېزانو ملاتړ يې لاره. خپلو پوځيانو ته یې معاشونه زیات کړل او دوی ته یې امر وکړ چې د نور سیمو د خلکو یا د پوځيانو په لمسون دې غوږونه ږدي. خو په بهوپال کې دریو ډلو په دې پاڅون د انګرېزانو پر ضد تورې راپورته کړې د يوې ډلې مشري فاضل محمد کوله. چې د دوست محمد کړوسی و او غوښتل یې چې په دې پاڅون کې سکندربېګم له واکه لرې کړي دويم هغه پوځيان وو چې د انګرېزانو پرضد وو او د دوی مشري ولي شاه او مهاوير په نامه دوو اففسرانو کوله. په دوی کې هندوان او مسلمانان دواړه شامل وو دوی خپل ځینې اۀ فسران هم په دې ځايونو کې وو ژل درېیمه ډله مذهبي عالمان وو چې ددې پاڅون پر وخت یې فتواګانې ور رکولې او د انګرېزانو پر ضد جنګ يې جھاد د ګڼلو او د مغول پاچا بهادرشاه ظفر تر بېرغ لاندې يې د راټولېدو غږ کاوه. د پوځيانو بغاوت پنځه میاشتې جاري و اخر دوی چاوڼۍ ونیوله او شاهي ماڼۍ يې چارچاپېره محاصره کړه او غوښتنه یې وکړه چې سکندر بېګم دې دوی ته وسپار رل شي. هغې خپل زوم امراولدوله بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 6 ۲۰ د مکندر بېګم واکمني راوباله او غوښتنه یې ترې وکړه چې له پوځ سره دې خبرې وکړي او د حل لاره دې راوباسي. په دويمه ورځ د پوځ غوښتنه ومنل شوه د دوی معاشونه یې زیات کړل او سمدستي خطر لرې شو عجيبه خبره دا وه چې د پاڅون په لومړيو ورځو کې قدسیې بېګم خپله هم د هغه ياغي پوځيانو ملاتړ کاوه چې د انګرېزانو پر ضد راپاڅېدلي وو او هغوی ته يې شخصي پیسې هم ورواستولې کله چې سکندر ر خبره شوه نو خپلې مور ته يې يو سخت ليک ورواستولواو د بهوپال لپاره په راتلونکې کې يې د دې عمل د نتیجو خبرداری ورکړ قدسیې بېګم په دې خبره له بغاوته لاس واخیست سکندر ر بېګم پوهېده چې که دا پاڅون کامیابه شي ن نو د دوی واک به هم له مېنځه ولاړ شي بهوپال به نه د علماوو. نه پوځيانو او نه هم د فاضل محمد لاس ته ورشي بلکې دا به د دوی د ځواکمنو ګاونډیو مرهټو لاس ته ولوېږي! و یا به په کې انارشي او ګډوډي جوړه شي باقي محمد ورو ورو په سبهور کې پوځيان بېرته خپل لاس ته کړل هغه وخت له ده سره د پښتنو هغه ډلې ملې شوې چې د اوسني صوبه سرحد نه یې راوستي وو. اخوا په ډیلي کې هم د مغولو پاڅون ناکامه شوىیو. انګرېزانو اوس د هند ټول سلطنت په لاس کې لاره د بهوپال باغيان هم تیت و پرک شول. فاضل محمد ونیول شو او غرغره یې کړ د بهوپال سرکا ري سندونه ښيي چې په دې ټول پاڅون کې ۱۴۹ ياغيان ووژل شول. د پاڅون کوونکيو دعوا دا وه چې د دوی ۳۵۷ غازیان یا غرغره شوي او یا هم په جنګ کې شهيدان شوي دي. د د انګرېزانو هغه ډلګۍ چې د بهوپال خواو شا له حملو راتښتېدلې وې هغوی هم دغې سیمې ته کډه ه کوله سکندر بېګم خپلو سردارانو بهوپال . د هندوستان پښتانه - 00011953 ۲ 9٧ د سکندر بېګم واکمني ۷۳- ته امر کړی و چې دوی دې په لویو کلاګانو کې وساتل ش شي او د دوی تر څارنې لاندې دې وي وروسته بیا یو چا له سکندربېګم نه پوښتنه وکړه چې که انګرېزانو په دې جنګ کې کامیابي نه وای ترلاسه کړې .نو با به يې څه کولو هغې ورته په ځواب کې وويل "په دې حالاتو کې د بهوپال پوځ دا خبره یقیني کوله چې د دوی ,انګرېزان بې وسلې شي ادا د دسکندر بېګم هغه صلاحیت ښيي چې په یو سخت وخت کې د راتلونکې په اړه د پلان او تدبیر خاونده وه.) د غدر یا د ازادۍ له جنګ وروسته د برتانیې سلطنت بهوپال ته نور مراعات هم ورکړل د مننې پيغامونه. امتيازات او بادرۍ يې ورته اعلان کړې په ۱۸۵۸ کې د شاهجهان بېګم او باقي محمد د واده درې کاله وروسته د دوی لور وزېږيده. چې سلطان جهان نوم یې ورته ورکړو. هغه وخت شاه جهان د شلو کالو وه. مور يې د ۴۰ او انا قدسیه بېګم يې د ۸ کالو وه. يو کال وروسته به دې د بهوپال د نوابي په توګه رسمي واک ترلاسه کاوه. خو سکندر بېګم غوښتل چې په خپله د واک په ګدۍ ناسته واوسي هغې د انګرېزانو استازي ته لیک ورواستاوه د هغې دلیل دا و چې سکندر بېګم د پنځلسو میاشتو وه چې د هغې پلار ووژل شو:او ددې تر ځوانۍ یې مور واکمنه وه بيا دا واده شوه نو ځاوند يې نواب شو او اوس چې دې په غدر کې خپل صلاحیتونه انګرېزانو ته ښودلي نو واک ددې پر ځاې د هغې لور ته سپارل کېږي. چې تر اوسه د سیاست او واکمنۍ تجربه هم نه لري. په دې خبره برتانویان په مشکل کې بند شول. يوې خوا ته د سکندربېګم قوي شخصیت او د هغې د انتظام ښه والی و او بل لوري ته د دوی بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه پام٧011001‏ ,۸۸م 00102 د سکند ۴۰ سکندار ېم واکمني خپل تړون او شرایط وو چې شاه جهان ته د مکملو اختياراتو په ورکولو يې د ښځې پاچاهي منلې وه. هغوی سکندر ته د نوابې د سرپرستۍ لپا ره ټول عمري اختيار ورکاوه خو دې ورسره نه منل او پر دې به یې ټینګارکاوه چې دا به پخپله ټول عمري نوابه وي. د د انګرېزانو استازي رچمنډ شېکسپیېر بهوپال ته ورغلو او له شاه جهان بېګم سره يې يوازې د لیدلو غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې شاه جهان هغه ته خپله فیيصله واوروله. هغه دا چې د خپلې مور د نوابۍ لپاره په خپله خوښه له واکه لاس اخلی په دې فېبصله د انګرېزانو ستونزه حل شوه. دا فیصله انګرېزانو په . ۰ کې په یوه رسمي دربار ر کې اعلان کړه ه او د لومړي ځل لپاره یوه مسلمانه ښځه سکندربېګم د بهوپال واکمنه او د هغې لور شاهجهان بېګم يې ځای ناستې شوه. له دې اعلان سره سکندربېګم سمدستي يو څه ارامه شوه و بهوپال کې اوس د هغې پښې ټینګې شوې. د دښمنانو له خوا هغه خطر کم شو چې هر وخت به ورسره و. اوس هغې کولای شو چې له بهوپاله بهر ووځي او د یو څه وخت لپاره اداري کارونه خپلې لور ته پرېږدي. د باقي محمد په موجودګۍ د پوځ له خوا هم بې غمه وه. هم دا حالات وو چې هغې د حج لپاره ملا وتړله. په ‎۱۸٨١‏ کال د نومبر په میاشت کې سکند ربېګم له خپلې مور قدسیې بېګم او ماما مویز پوځدار سره یو ځای د حج لپاره مکې ته روانه شوه دا سفر په دې لحاظ تاريخي دی چې تر دې وړاندې د هندوستان یو واکمن هم چې ښځې او نارینه دواړه په کې شامل وي. پخپلې واکمنۍ کې حج ته نه ووتللي. له‌هغې سره ۱۵۰۰ کسان مله وو. دا سفر لومړی په سړک بيا په اورګاډي او بيا په دریو سمندري بهوپال . د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ د سکندر پېګم واکمنی ۵۰- بېړیو ترسره شو. ددې لپاره په میاشتو مياشتو تيارۍ شوې وې. په لویو سردارانو کې د هغې دیوان مولوي جمال الدین.د پوځ قومندان يو شمېروزيران. . جاګیردا ران. ډاکټران نرسانې .ساتندویان. خانسامان رډوډۍ پخوونکي؛ . نایان. دوبیان . ښځینه خدمتګاري پياده او قاصدا 7-7-77 1 کاروان په شکل د سړک له لارې په پیلانو او اسونو سپاره مهارګام ته ورسېدل هلته په اورګاډي کې ممبۍ ته ولاړل او په ‎۱۸٨۴‏ م کال د جنورۍ پر شپږمه نېټه د سمندر له لارې جدې ته روان شو. یوه بېړۍ د خاني او دوه بادباني وې. ‎٠٢‏ ورځې وروسته دوی جدې ته ورسېدل خو د دوی سفر له مشکلاتو او ستونزو ډک و جدې ته په رسېدو د ترکیې يوه والي (ګورنر» او د مکې معظمې شریف شيخ عبدالله بن محمد ابن عاون دوی ته د توپو په ډزو سره رسمي هرکلی وکړ. خو د دوی د دومره لویې ډلې راتلل او ځایول ګران کارو په بندر کې د سکندر بیګم د قیمتي سامانونو د تلاشي په پلمه د هغې د لرګي يوه پېټۍ ماته کړی شوه او له هغې نه کالي او ګاڼې غلا شوې د هغې په قیمتي سامان د مالیې غوښتنه وشوه د سکندر بېګم د اوسېدو لپاره چې کوم کور ټاکل شوی و کله چې دا هغه ته ور روانه شوه. نو ورته خبر ورکړل شو چې د مصر يو شهزاده راروان دی نو ځکه دا په هغه ځای کې نشي ايسارېدای سکندربیګم خپل ځان ته د استوګنې بل بندوبست وکړ وروسته معلومه شوه چې د مصر شهزاده هېڅ رانغی له جدې نه مکې ته سفر هم له خطره ډک و له کار روان سره د عثماني سلطنت يو استازی سليمان بېګ او د مکې د شریف ورور مله وو. چې ورسره عرب او ترک محافظان وو او د کاروان بدرګه يې کوله بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011653 6 ‎-۷٧ ۰‏ د سکندر بېګم واکمني سکندر بېګم سره په خپله د بهوپال ساتندویان هم وو. په دې سیمه کې د بهوپال د واکمنانو د شتمنۍ او سخاوت کيس ې لا پخوا مشهورې وې. په تېره بيا قد سیه بېګم چې د خپل ګاډي نه به يې روپۍ بهر ته غورځولې او ددې په نتیجه کې به سوالګر هم پر د دوی راټول شول. ددغسې خیرات په کولو سره سکندر بېګم څو ځلې خپله مور وترټله. خو هغې به نه منل د عربستان د دښتو بدو قبایلو ته هم د دوی د شتمنۍ خبرونه رسېدلي وو او څو وارې په دې قافله حمله وشوه خو څه خاص تاوان یې ونه کړ ‏یوه شپه د قدسیې بېګم اوښ ځينو بدوګانو په مخه کړو او نژدې دا تښتول شوې وه چې ددې په شور زوږ د بهوپال محافظانو ورپسې خپل اسونه وزغلول او د یوې لنډې جګړې وروسته يې دا وژغورله مکې ته په رسېدو د شریف لخوا د هرکلي په توګه د بهوپال حاجيانو ته پنځوس ډوله خواړه د ورځې درې ځلې ورواستول شول. سکندر او قدسیې دواړو دا ډوډۍ ونه خوړه په عربي نړۍ کې د چا ډوډۍ نه خوړل د هغه سپکاوی ګڼل کېږي. د مکې د والي غوږ ته دا خبره ‏ورسېده او په دويمه ورځً شل ترک پوځيان د د سکندر ربېګم د کور پخلنځي ته ورننوتل او لوښي لرګي يې ورمات کړل مولوي جمال الدین یې ووهلو او ګواښ یې وکړ چې دوی به هغه چا ته سزا ورکوي چې د شریف يا د والي سپکاوی وکړي. سکندر بېګم په دې پېښه خپل کوربه ته د احتجاج يو ليک ورواستاوه چې په کې يې لیکلي ووا هغې د یوه مسلمان سلطنت د واکمنۍ او د یوې مسلمانې ښځې په توګه چې حج ته راغلې د ده. د دا. سې چلند تمه نه لرله. شریف د روغې جوړې لپار هبياد د پنځوسو خوړو خوا نچې ور رو استولې او سکندر ر بېګم زړه نازړه دا ډوډۍ په خپله هم وخوړا له او د خپلې ډلې په ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه تت 00065١ 61٨ د سکندرپېګم واکمني ‎٧‏ ‏نورو کسانو يې هم وخوړله خو ورسره يې دا خبره هم په خپلو یا داښتونو کې لیکلې چې ډوډۍ خوندوره نه وه او یخه وه په دې کارسره د دواړو ډلو ترمنځ روغه وشوه. . شریف هغې ته بلنه ورکړه چې د ده په ماڼۍ کې د ده د کورنۍ له ښځو سره وویني سکندر بېګم هم داسې وکړل| و د دې لیدنې حال یې ټکي په ټکي لیکلی دی. د هغې له يادښتونو معلومېږي چې په عربستان کې د هغې يوه خبره هېڅ خوښه نشوه هغه دا چې ښځې يو مېړه پرېږدي او بل کوي د یوې ښځې چې به له خاونده زړه تور شو نو والي ته به یې خواست وکړ. چې دا خلع اخلي والي به دا ومنل. ښځې به يو بل واده وکړ. داسې به یوې ښځې درې څلور او ان پنځه مېړونه کړي او پرې اېښي وو. پر یوه بله خبره چې د هغې اعتراض و هغه په خپله د د خانه کعبه او د مکې د ښار بده انتظاميه وه ښار له ګداګرو او له‌هغو خلکو ډک و چې د هند هلوي وچو رغلي وو. په دوی کې معیوب . شل شوټ. غله او سې کسان شامل وو چې په خپلو ملکونو کې يې ځای نه لرلو سکندر بېګم د حج اداکولو وروسته بېرته بهوپال ته ورسېده .دې ټول سفر یوولس میاشتې واخیستې او د دې په غېرموجودګي کې د دې لور شاه جهان بېګم د بهوپال چارې پر مخ بېولې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00 23 ۷ - ۸- : د سکندر بېګم واکمني بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ شاه جهان بېګم -- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‎۸۰٠‏ شاه جهان بېګم ‏دا د ۱۸۵۴ کال و او په بهوپال کې د سکندر بېګم له خوا د عالمانو او د دیني استادانو ډېر هرکلی کېده د هندوستان له ګوټ ګوټ نه به خلک هلته د کار روزګار موندلو لپاره ورتلل هغه وخت د برېلې یو ‎٧١‏ کلن ځوان سید صدیق حسن بهوپال ته کډه وکړه. دده پلار په عقیده شیعه وو. خو یو وخت يې اعلان کړی و چې دی له شیعه مسلکه سني عقیدې ته اوښتی دی همدا و کله چې صدیق حسن د پنځو کلونو په عمر کې يتیم شو نو د خپل پلار له ورائته محروم کړی شو. ‏بيا دده کونډې مور صدیق ډېر په سختو او خوارو رالوی کړ. هغه د عربي او فارسي ژبې له زده کړې سره د قرآن او حديث علم هم حاصل کړ. دی چې د روزګار موندلو لپاره بهوپال ته ورسېدو. نو هلته یې په لومړي سر کې د خوشبويۍ «عطر په خرڅولو لاس پورې کړ. له دې سره سره به هغه د جمعې ورځ په يوه يا بل جومات کې خطبه هم ‏ورکوله. په خطبه کې به یې د حنفي عقيدې پر ضد خبرې کولې او ډېر ژر خلکو د وهابي ټاپه ورباندې ولګوله دی د سکندر بیګم له خوا په ۷ کال کې له بهوپاله وشړل شو عامه خبره دا کېده چې ده له یوه مولوي سره مخالفت پيدا کړی و. خو په نوابې کورنۍ کې ويل کېده چې سکندر بېګم ډېر ژر په دې پوه شوه چې صدیق حسن ښې ارادې نه لري او په بهوپال کې مذهبي شر راپورته کوي. ‎٢‏ ‏صدیق حسن له بهوپاله د وتو وروسته د پښتنو يوه بل ریاست ټونک ته مخه کړه. خو ډېر ژر د ۷ کال د می میاشت کې غدر یا د خپلواکۍ پاڅُون پیل شو او ویې لیدل چې هلته د انګرېزانو پر ضد د خلکو د راپورته کېدو څه امکان نه و. نو دی قنوج ته ولاړ دده مور ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001653 ۲ ۷6 شاه جهان بېګم - ‎-۸٨‏ شا لست او خور هغه وخت په قنوج کې اوسېدل د غدر په دې کال او وروسته هم صدیق حسن کار روزګار نشو موندلی. نو يو واري بيا بهوپال ته ولاړ او دا ځل یې مولوي جمال الدین ولد . .چې د سکندر بېګم د د لور شاه جهان استاد هم و مولوي نوابې ته د هغه سفارش وکړ او په خيل دفتر کې يې د د منشي کار ورته وسپارلو. سکندر بېګم هغه ته د بهوپال د تاريخ ليکلو دنده ورکړه او ددې کار لپاره يې ورته پیسې هم ورکړې صدیق حسن ډېر ژر خپله مور او ځورهم بهوپال ته راوستل او یو کال وروسته په ۱۸۲۰ م کې مولوي جمال الدین ځپله مشره لور چې کونډه وه او و اولادونه یې لرل! وله صدیق حسن نه یولس کاله مشره وه ورته په نکاح کړه. په دې واده صدیق حسن د خپل راتلونکي او له معاش نه بې غمه شو. .ده تګ راتګ د سکندر بېګم کورنۍ ته هم زيات شو او د د خپل خسر له برکته يې ډېر ژر د اداري کارونو لوړو عهدو ته ځان ورسولو. .ده تر ټولو لويه کاميابي د شاه جهان بېګم استاد مقررېدل و. د شاهجهان لور سلطان جهان اوس د شپږو کالو وه. سکندربېګم چې حج ته تللې وه نو په ټول سفر کې يې د بېلا بېلو ځایونو حال په لیک کې خپلې لمسۍ ته ولیکلو. . شپږ کلنې سلطان جهان به د خپلې نیا «انا» لیکونو ته ځوابونه هم لیکل دا د سکندر بېګم تر سیوري او روزنې له پروګرام سره سم تربیه کېده. د هندوستان د ډېرو مسلمانو کورنيو دا دود و او په ځینو ځایونو کې دا دود اوس هم ساتل شوی دی چې ښځې د خپلې لور یا د زوی مشر اولاد لکه د خپل اولاد غوندې لويوي. په هغو ورځو کې چې جینکۍ به ډېرې وړ ودېدې نو په دې کار به هوی د ماشوم د سميالولو او د هغه له ساتنې بې غمه وې سکندر بېګم د سلطان بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‎-۸٨‏ شاه جهان بېګم جهان بېګم روزنه په خپله کوله شاهجهان بېګم د خپلې مور او نیا په پرتله ډېر شاعرانه طبعیت لرلو. د هغې کالي پتري خوښېدل د ژوند ښایسته شیان به یې ستایل. د هغې خاوند باقي محمد له هغې په عمر کې ډېر لوی و او دا هم د هغې د ناارامۍ يو سبب و. بلخوا سکندربېګم په خپل ژوند کې د سخت ډيسیپلين خاونده وه او له حج نه چې بېرته راغله نو د خپلې لمسۍ سلطان جهان د راتلونکي په اړه یې فکر شروع کړ ‏په ‎۱۸٨۷‏ م کې امرالدوله باقي محمد, د حج لپاره ولاړ خو کله چې بېرته د مصر له لارې په بېړۍ کې راتلو نو ناروغه شو او لږورځې وروسته مړ شو. د هغه مرګ د شاهجهان لپاره دومره د اندېښنې او خپګان وړ نه و څومره چې د سکندر بېګم لپاره و ‏شاهجهان بېګم په ځوانه ځوانۍ کونډه شوه او سکندربېګم ته یو واري بیا په کورنۍ کې دننه سازشونه جوړ شول. سکندربېګم د خپلې لور شاهجهان بېګم له کړو وړو دومره خوشاله نه وه هغه اوس د اوويشتو (۲۷) کالو وه ‎۳٣‏ کلن صدیق حسن د هغې استاد و چې عربي او فارسي لوړې زده کړې يې ترې کولې. دوی د سبق نه علاوه په شعر او ادبياتو هم خبرې کولې او په نوابې کورنۍ کې داسې ګنګوسې خورې شوې چې دوی د درس پر وخت نوکرانې له هغه ځايه وباسي. د کورنۍ د ملازمانو له خوادا خبره هم وشوه چې يو ځلې ‏سکندربېګم دا ښه ووهله او په کوټه کې يې بنده کړه لکه چې شاهجهان بېګم شاعرانه طبعیت درلود او په ځوانۍ کې کونډه شوې وه. د هغې د ژوند هغه ارمانونه نه وو پوره شوي چې ددې د سن ښځې یې لري. سکندربېګم په خپله ځواني له خاونده لرې تېره کړې وه او د قدسیه بېګم په شان خپلې ارزوګانې یې پر کار او د خلکو په ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ شاه جهان بېګم ‎-۸٣۰‏ ‏خدمت کې لټولې خو شاه جهان رومانټیک طبعیت درلود. صدیق حسن په داسې وخت کې ورسره مخ شو چې دې ته يوه جذباتي اډانه په کار وه بل وا صدیق حسن لپاره شاه جهان يوه داسې مرغۍ وه چې په خپله دده لومې ته ورداخله شوه سکندربېګم پر ځای د ددې چې د شاه جهان بېګم د واده غم يې کړی وای د بهوپال سياست او ددې د راتلونکې په اړه یې فکرونه کول سکندر ر بېګم په دې هم ښه پوهېده که د هغې لور ښه واکمنه نه شوه نو لمسۍ به یې بې واکه شي د دوست محمد په کورنۍ کې د هغې ورېرونو او نورو ځوانانو اوس هم د بهوپال واکمني غوښتله او تل به يې سازشونه کول. د دوی د خطر د مخنيوي لپاره سکندر بېګم له خاندانه بهر په یوسفزیو او پېروزځېلو کې د یوه مناسب هلک لټون پیل کړی و او په دې لړ کې هغې د لوهاري د سردارجلال خان کورنۍ ته خپل یو وزیر ورواستاوه. دا هغه کورنۍ وه چې دوست محمد په کې پناه اخيستې وه. په ۱۸۲۲م کې د اګرې په دربار کې له ګډون وروسته سکندربېګم د اورکزیو ځينې ځوانان اګرې ته راوبلل چې په خپله یې وویني په دوی کې یوه کونډه محمدي بېګم له خپل ‎٧١‏ کلن زوی احمد علي خان سره ورغله. د احمد علي ښې تربيې پر سکندربېګم اغېز وکړو. ' محمدي بېګم له خپلو دوو اولادونو احمد علي او چندا بي بي سره بهوپال ته کډه وکړه د هغې په کورنۍ کې داسې څوک سړی نه و چې د هغې واکمنۍ ته یې خطر رامنځ ته کړی وای له اګرې نه بېرته د راتلو سره سکندربېګم ناروغه شوه او دوه کاله وروسته د ۵۰ کلونو په عمر کې مړه شوه دا تر٢١‏ کالو پورې د بهوپال نوابه وه : بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ی٢‏ لات ۸۴- شاه جهان بېګم ددې د ميتي اوولس ورځي وروسته په ۸٨۱۸م‏ کال کې شاهجهان بېګم په دويم ځل د بهوپال نوابه اعلان شوه په دې وخت کې دا اعلان هم وشو چې لس کلنه سلطان جهان بېګم به ددې ځای ناستې وي. شاهجهان د ‎۳٣‏ کالو وه. د د دې خبرې امکان و که هغې دويم واده وکړو او زوی يې وشو نو د انګرېز او د اسلامي قانون تر مې به د هغې ځای ناستی وي خو سکند ربېګم له مرګ وړاندې له انګرېزانو دا ژمنه اخيستې وه چې د د هغې لمسۍ به راتلونکې حکمرانه وي دویمه دا چې سکندربېګم غوښتل چې د بهوپال واک دې په اورکزیو کې پاتې وي. همدا وجه وه چې هغې د سلطان جهان لپاره یو اورکزی پښتون غوره کړی و. کله چې شاهجهان نوابه شوه نو هغې صدیق حسن ځپل مشر منشي اعلان کړ او په دې توګه به دوی دواړو يو بل سره لیدل. شاهجهان اوس ده ته د صدیق حسن پر ځای د صدیق حسن ځان نوم اخيستو. مانا يې دا وه چې دی د یوه پښتون په توګه وروښايي اوس د هغې پر سرد سکند ربېګم غوندې مور هم نه وه چې ددې کړه وړه وڅاري. دا څرګنده وه چې د شاهجهان بېګم له صدیق حسن سره مینه وه او خپله صدیق حسن د هغې احساسات او ذهن دواړه په لاس کې نیولي وو. د خپلې نوابۍ په لومړیو څلورو کالو کې شاه جهان د حکومت په کارونو کې ښه په لېوالتیا برخه اخیسته د مالیو انتظام یې ښه کړ. 2 پولیس او پوسټې سيسټم يې ښه پر مخ يو وړ. د سپرو پوځيانو معاش يې زيات کړ. په خپله به د بهوپال لرې پرتو سیمو ته ورتله او د خلکو له حاله به يې ځان خبراوه ددې په حکومت کې د بهوپال ځاوره کچ شوه او سرشمېرنه یې وکړه. چې له دې حسابه هلته ۰٠ااوه‏ لکه څلور ويشت زره خلک اوسېدل او داپه داسې حال کې وه چې بهوپال . د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ شاه جهان بېګم ‎-۸٨۵٨۵۰.‏ ‏هلته د څو کلونو سوکړې وچکالي او يووارې د طاعون وبا ډېر خلک مړه کړي او بې شمېره نورو له دې ځایه کډې کړې وې د وچکالۍ له کبله د مځکې حاصل کم شوی و همدا وجه وه چې په بهوپال کې د اپیمو کر ته اجازه ورکړل شوه. خو ورو ورو ددې نوابۍ کلتور هم په بدلېدو شو شاه جهان په خپله شاعره وه. آرټ. ادبيات او موسیقي يې خوښېدله. هغه دربار چې يوازې عالمان او مذهبي خلک ورته راتلل اوس د شاعرانو. لیکوالو. انځورګرو او سندرغاړو تګ راتګ په کې زیات شو. شاه جهان به ورله د دوی په تخلیق انعامونه او مځکې ورکولې د شاه جهان لور د لسو کالو د وړوکي عمر نه خپله روزنامچه ليکله. او یو ځای لیکي چې د نیا «سکندربېگم) د مړینې نه وروسته چې یې له خپلې مور سره ژوند پیل کړ. نو ددې ورځنی مهال وبش چې پخوا ټاکل شوی و اوس نيمايي ته راولوېد. د سکندربېګم په وخت کې دسلطان جهان لپاره دا مهالوېش ټاکل شوى و: سهار له پنځو نه تر شپږو بجو- -ازاده هوا کې ورزش اتو نه تر لسو بجو -- - د قران زده کړه دولس نه تريوې بجې-- -- خطاطي اولیکنه دریو نه تر څلورو -- - انګرېزي درسونه څلورو نه پنځو بجو پورې- احساب پنځو نه تر شپږٍو بجو - پښتو او د تورې تربيه د اس سپرلي خو شاهجهان بېګم دا مهال وېش بدل کړ. سهار له اوو بجو نه ترنهو - د قران درس د غرمې له دوو نه تر څلورو - د سرکاري اسنادو مطالعه ورپسې ټول وخت د تفريح لپاره بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه / . ی٢‏ 7ه جهان ې ړ3: سلطان جهان له وړوکي عمره لیدل چې صدیق حسن ددې پرکونډې مور څومره اغېز لري او دا يې هم احساس کړی و چې د هغه له کبله يې له خپلې مور سره وا ټن او لریوالی پيدا شوی و. د دوی په سرکاري استوګنځي کې د شعر و شاعرۍ او موسيقي په محفلونو کې به صدیق حسن هرو مرو موجود و. په ۱۸۷۱ م کال کې چې سلطان جهان د دیارلس کالو وه هغې د قرآن کریم زده کړه پای ته ورسوله او وله رواج سره سم شاه جهان بېګم د خپلې لور لپاره د نشرح محفل جو ړکړ. او تر څلوېښتو ورځو پورې په بهوپال کې ددې خوشالي ولمانځل شوه صدیق حسن له هغې ورځې راهیسې چې شاه جهان په رسمي توګه نوابه شوه .قدرت ته د رسېدو لپاره لاس وپښې وهلې. دده لومړی کار دا و چې خپل خسر مولوي جمال الدين يې له حکومتي کارونو لرې کړ. په شاه جهان بېګم يې دومره اغېز پېدا کړ چې ځان يې مدارالمهام «مشر وزی کړو. عجيبه خبره دا وه چې د صدیق حسن مېرمتې ذکیه بېګم ددې هر څه ملاتړ کاوه هغه اوس پنځوس کلنه وه او خپل خاوند يې دې ته هڅاوه چې له شاه جهان بېګم سره واده وکړي. صدیق حسن په بهوپال کې د انګرېزانو استازي مېجر ابډورډ تامسن ته یو پټ خبر ور واستولو چې شاه جهان بېګم سره په جنسي اړیکو کې هغه حامله کړې ده. او هغه یې په دې قانع کړ که شاه جهان بېګم ډېر ژر له ده سره نکاح ونه تړي نو دا به د بهوپال لپاره يوه لویه بدنامی وي انګرېزانو دا خبره ومنله او د دوی استازي چې له شاه جهان بېګم سره ولیدل نو دا خبره یې ورته وکړه چې د هغې لپاره به دا بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ شاه چجهان بېګم ‎-۸٧‏ ‏بهتره وي چې بل واده وکړي. ځکه چې اسلام کې د ښځې لپاره د دويم واده اجازه شته شاه جهان په خپلو يادشتونو کې ډېر په معصومانه ټکیو کې لیکي 'هغې د انګرېزانو لخوا یو لیک ن تر لاسه کړ چې ور 077 واده مشوره ورکړل شوې وه دک ې خپلو خپلوانو کې وکتل چې څوک دومر علم او شرافت لري چې له دې سره د واده کولو وړو ي. نو څرګنده شوه چې دا محترم اصدیق حسن له تېرو لسوکلونو راهیسې د بهوپال خدمت کوي او زما د مور سکندر ربېګم منشي هم پاتې شوی و او په ټول بهوپال کې دده غوندې علم له هيچا سره نه و نو ما د قرآن له تعليماتو سره سم او د انګرېزانو په مشور ره دا فيصله وکړه چې ز زه دويم واده وکړم' په دې به هغه شيطاني خبرې هم ختمې شي چې زه ولې له یوه پردي سړي سره يوازې يمه او دا خو ښکاره ده چې زه به د حکومت د کارونو لپاره له خپل مشر وزیر سره يوازې کېنم په ‎۱۸۷١‏ کې شاه چهان بېګم له صد يو ق حسن سره واده وکړو او صدیق حسن په رسمي توګه د شاه جهان ن بېګم بې اختياره سرپرست وټاکل شو قد سیه بېګم لا ژوندۍ وه او اوي کلنه وه هغې چې دا خبر واورېدو نو ډېره سخته خپه شوه هغې لا پخوا د شاه جهان او د صدیق حسن د اړيکو مخالفت کاوه د هغې کرکه او قهر لا زیات شو صدیق دا خبره ياد وساتله او د نیا او لمسۍ تر منځ يې فاصله زیاته کړه له واده سمدستي وروسته ده پر شاه جهان فشار راوړ چې د نوايۍ لقب دې هم ورته ورکړل شي او انګرېزانو ورته نواب والاجاه امیرالملک خطاب ورکړ شاهجهان بېګم په دې دومره خوشاله شوه چې دی یې په یوه هاتي سپور کړ او د جلوس په شکل يې د بهوپال بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏ي‎ ‏شساه جهان نیکم‎ -۸٨ لارو ته وویستلو د بهوپ ال خلکو له هغه دومره نفرت کاوه چې په کور کښېناستل او هیچا يې هرکلی ونه کړ مهمه خبره دا وه چې د شاه جهان بېګم د حمل خبره دروغ وختله له واده وروسته صدیق حسن په دې خبره ناراضه شو او شاه جهان بېګم ته يې وول چې دا د هغې د خپلوانو او د بروکټ پښتلو یو سازش و هغه شاه جهار ن بېګه چې د شعروشاعری او د موسيقي په محفلونو کې به کښېناستله او صدیق حسٍ ن چې په دې محفلونو کې يې خپله هم ګډون کاوه او ځوند به یې ترې اخیست. اوس دواړو د اسلام د سپېڅلي دین په درناوي پردې او ستر فیصله وکړه. یانې دا چې شاه جهان بېګم اوس له پردې شا ته حکومت کاوه او د خلکو مخې ته به نه ر راتله تر واده له مڅه چې صدیق حسن څه ډول ژوند کاوه له واده ور روسته ورته هر څه عیب ښکاره کېدل د پوښتنې وړ و. شاه جهان بېګم په دې کار له عملی پلوه د بهوپال واک صدیق حسن ته وسپارلو او د کوم واک اختيار لپاره چې د هغې مور او نیا نیمه پېړۍ وړاندې مبارزه کړې وه هغه يې له لاسه ورکړ د صديژ ق حسن په لمسون شاه جهان له خپلې نيا قد سیه پیګم سر هم اختلاف پېدا کړ. تر دې حده چې هغه به یې خپل کور نه نه رابلله او کله چې د سلطان جهان واده و نو هغې ته يې اجازه ورنکړه چې خپلې لمسۍ ته سوغات راوړي تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د بهوپال اورکزي پښتانه د صدیق حسن له غروره او د هغه له فیصلو په عذاب وو. خو د هغه د موجودیت تر ټولو لوی ګوزار د سلطان جهان په ژوند و چې له مور سره یې اړیکي د ورځې په تېرېدو سره خرابېدل : پرپرر هوپال ‏ د هندوستان پښتاته تت 00011953 ۲ 9٧ اووم څپ ر کی مور و لور او سیاست بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎7000060000٨ ٣-٢"‏ او سیاست ‏د ۱۸۷۱م کال د بهوپال خلکو د س-لطان جهان د نشرح د جشن په توګه ياد وساتلو خو دا کال د شاه جهان د دويم واده کال هم و ‏سلطان جهان په لومړي ځل د صدیق حسن له منفي شخصیت سره مخامخ شوه دا له وړوکوالي راهيسې د جلال اباد يوه اورکزي احمدعلي ته ناسته وه او هغه يې د خپل ژوند ملګری منلی و له ده سره يې د ځوانۍ مینه هم پيدا شوې وه خو اوس صدیق حسن د هغې د پلندر په رول کې ورباندې فشار راوړو چې دا کوژدنه دې ځتمه کړي او دده له زوی نورالحسن سره دې واده وکړي چې د لومړۍ مېرمنې نه یې و. شاه جهان به د صد یق هره خبره منله او په دې معامله کې يې هم څه اعتراض ونه کړ خو سلطان جهان سکوټ انکار وکړ هغې د احمد علي نه علاوه بل هېڅوک نه غوښتل ‏شا ه جهان انګرېزانو ته وليکل چې دوی څه مشوره ورکوي. هغوی هېڅ اعتراض ونه کړ. بيا دې له خپلو سرداران او نورو امیرانو سره مشوره وکړه دوی هم په دې واده ورسره رضا شو. ځو صدیق حسن د دو واده تر یوه کاله پورې وځنډاوه په دويم ګام کې ده احمد علي له شاهي ماڼۍ نه وشړلو او دی له خپلې مور سره په یوه بل سرکاري کور کې مېشت شو. ده هڅه کوله چې د احمدعلي کمزوري پيدا کړي يا دی مجبور کړي چې ورته نافرماني وکړي ځو احمد علي هوښیار ځوان و. پدې پوهېدو چې يوه معمولي خبره به د واده د ختمېدو سوب وګرځی. اخر په ۱۸۷۵ م کال کې احمد علي د احتشام الملک او د سلطان الدوله له القتابو سره سلطان جهان په ډولۍ کې خپل کورته بوتله : ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - : 6666 0 090165 مورو لور او سیاست - و کله چې شاه جهان بېګم د پردې شاته پټه شوه نو په رسمي دربارونو کې يې د بهوپال د توایي په توګه له ګډون نه ډډه کوله اود عذر په توګه یې انګرېزانو ته وليکل چې ددې استازيتوب به یې مېړه صدیق حسن کوي د انګرېزانو له خوا په ۱۸۵۷م کې د خپلواکۍ د پاڅون له بریاليتوب وروسته په بېلا بېلو صوبو کې د دربار رابلل کېده دې دربارونو که یوې خوا ته نوابانو او راجه ګانو ته موقع ورکوله چې له یوه بل سره وويني نو بل خوا به انګرېزانو د دوی د سیمو په باب اورېدل چې دوی نوې تګلاره څنګه پلې کوي. په دوديزه توګه نوابانو او راجه ګانو د د عېش او ارام ژوند کولو او په دې دربار کې به دوی خپل نوکران او خدمتګار ران هم ځان سره وړل. د د استوګنې لپار هبه دوی خېمې لګولې او لکه د يوې لویې مېلې غوندې حالت به جوړ شو په رسمي غونډو کې به د هر چا ځای معلوم و. د راجه ګانو او نوابانو ځای ناستي به هم په کې شاملېدل او د دوی ځای به معلوم و د دوی د مېرمنو ځای به تل د غونډو په وروستیو ليکو کې و. په ۷م کال کې انګرېزانو شاه جهان ته د يو اعزاز ورکولو اعلان وکړ. نو هغې د صدیق حسن نوم وړاندې کړ. چې د هغې پر ځای به دی دا اعزاز ترلاسه کړي خو انګرېزان په دې پوهېدل چې صدیق د واک ترلاسه کولو په لاره روان دی. دوی انکار وکړ او ورته یې وويل چې په خپله به دربار او نورو سرکاري سفرونو ته ورځي له واده وروسته سلطان جهان په شپږٍو کلونو کې پنځه ماشومان وزېږٍول. لومړۍ لور يې بلقیس جهان نومېده. له دې وروسته په ٧٢م‏ کې ددې زوی محمد نصرالله خان وزېږید . چې د څلورو واکمنو ښځو نه پس لومړی هلک و. ورپسې عبيدالله ځان او يوه بله 8چ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00/165۷ ٢. ۶٨. ‏لو لور‎ 0 03 -٢٩ او سیاست لور آصف جهان پيدا شوه. څوارلس کاله وروسته ددې زوی حمیدالله خان په ‎۱٩۹۴‏ کې وزیږېد چې د بهوپال راتلونکی نواب و په دې کلونو کې چې سلطان جهان کال پر کال اولاد زېږولو د شاه جهان بېګم او د صدیق اولاد نه کېده. دوی د اولاد لپاره ډاکټرانو حکیمانو . پیرانو او عالمانو ته ولاړل چې پکې هندوان او مسلمانان دواړه شامل وو. خو فايده يې ونه کړه. په دې وخت کې د بهوپال ټولنه هم په دوو برخو وویشل شوه. يو هغه وهابي او مځکه وال وو چې په صدیق حسن راټول وو دويم هغه پښتانه چې د باقي محمد د کورنۍ او د جلال اباد نه له احمدعلي سره ورغلي وو. د سلطان جهان تر ټولو لوی ملاتړ د هغې د مور نیا قد سیه بېګم وه. د مور او لور تر منځ رابطه به د سلطان جهان د مشر لور بلقیس جهان له لارې کېده چې په ورځ کې به یو ځلې د خپلې نيا سلام ته ورتله صدیق حسن د حکومتي کارونو لپاره ټول خلک په خپله لګول. د پولیس مشر. مشر وزیر میرمنشي او دغسې نورې مهمې څوکۍ يې د خپلې خوښې خلکو ته ورکړې په ۱۸۷۷م کال کې صدیق حسن يو دربار راوبللو او په خپله یوه اوږده وینا کې يې د سکندربېګم د وخت او د هغې پر حکومت نیوکې وکړي اوسنی دور یې وستتایلو او د باقی محمد د دوو زامنو لطیف محمدخان او مجید محمدخان په اړه یې وويل چې د دوی له احمدعلي سره پټې رابطې دي او سازشونه کوي. سلطان جهان | و احمدعلي هغه ګړۍ هلته ناست وو. . خو هېڅ غرٍ یې ونه کړ خو هغې دا هر څه په خپلو یادشتونو کې ولیکل په ‎۱۸٨١‏ کې د هندوستان ټول واکمن کلکتې ته په يوه دربار کې مېلمانه شول شاهجهان له خپلې ځای ناستې سلطان جهان سره ورب بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 00065١ 661٨ مورو لور او سیاست ‎-٣۰‏ ‏شوې وه شاه جهان د صدیق حسن په بدرګه هلته ولاړه د انګرېزانو له خوا د هر يوه نواب او راجه لپاره بېله چوکۍ او د سلطان ځای ناستو لپاره يې بېلې چوکۍ وې سلطان جهان لیکي چې کله هغې له واي يسرای سره ستړي مه شي کول نو صدیق حسن ولاړ واوهغې ته ټاکل شوې چوکۍ باندې کښېناست په دې وخت کې د انګرېزانو د مراسمو مشر راوړاندې شو له هغه یې غوښتنه وکړه چې دا ځای دې پرېږدي. په دې خبره صدیق حسن سخت په قهر شو او و انګرېزانو ورته په سخته وویل چې دی هلته نشي کښېناستلۍ. دی مجبوره شو چې هغه ځای سلطان جهان ته پرېږدي. د ورځو په تېرېدو سره د قدرت لپاره د صدیق حسن حرص او د سلطان جهان لپاره مشکلات زېاتېدل په ۱م کې قد سیه بېګم د ٢کلونو‏ په عمر کې مړه شوه صدیق حسن يوازې د بهوپال واکمني نه غوښتله. هغه د وهابي عقيدې تبليغ هم کاوه او د انګرېزانو پر ضد د رسالو | وکشابونو چاپولو لپاره یې د د بهوپال له خزانې پیسې اخیستې | وعلماوو ته به یې ورکولې. چې په جوماتونو کې وعظونه وکړي هغه په سوډان کې له مهدي سره اړیکي جوړ کړي وو | و له دې پرته يې په ترکیې. عربستان او برما کې له انګرېز مخالفو ځواکونو سره ر رابطې وې انګرېزان په دې خبر ووا و شاه جهان بېګم ته یې څو وارې ويلي وو چې د ده فعالیتونو ته پام وکړي. هغې به ورته په ځواب کې وویل چې ددې سرپرست د حکومت په معاملو کې هېڅ لاس نه لري د انګرېز استازی سر لیپل ګریفین د صدیق حسن په فعالیتونو دومره نا ارامه وو چې خپل حکومت ته یې دده پر ضد د ګام اوچتولو غُرٍ وکړ خو د هند وایسرای لارډ ډېفرين د بهوپال نوابه کورنۍ خپه کول نه غوښتل بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ۴۰ م٨0۶0‏ .هد 3وا لور اوسیاست په ۱۸۸۵م کال کې د برتانیا حکومت په بهوپال کې د استخباراتو یوه داسې شبکه یا جال جوړکړی و . چې د صدیق حسن د هرې ګړۍ حال به يې معلومولو نوموړي د انګرېزانو د تهدید نه وروسته په پټه خپل کارونه سرته رسول په ۱۸۸۵م کال کې سر لیپل ګریفین بهوپال ته ولاړ. یو دربار يې راوغوښت چې په کې د صدیق موجوديت لازم و. د بهوپال په خلکو کې ګنګوسې وې چې دی به د صدیق حسن په اړه یوه مهمه فېصله کوي. د شاه جهان بېګم پښتنو امیرانو که څه هم له صدیق حسن څځه بد وړل. خو هغې ته يې ډاډ ورکړی و. چې که انګرېزانو په دربار کې د بېګم نواب یا د هغې د سرپرست سپکاوی وکړ نو دی به ژوندی له بهوپاله ونه وزي ښاغلي ګریفین په خپله وینا کې د شاه جهان بېګم د اصلاحاتو او د هغې د انتظا م ستاینه وکړه ه نو د دربار خلک | رامه شول. بيا هغه د صدیق حسن د پټو سیاسي فعالیتونو خبره وکړه او دا چې هر څوک د برتانيې د حکومت پر ضد عمل کوي هغه به د امتياز زټایټل څخه بې برخې وي. نو ځکه د صدیق حسن ټول القابات او امتيازات بېرته ترې اخيستل کېږي. هغه د خپلې وینا په وروستیو کې د رشوت خورو غندنه وکړه او د صدیق حسن له خوا ټاکل شوي دوه بدنامه په درغلۍ او فساد تورن افسران یې ونیول او په خپله یې دوی ته په لاسونو کې ولچکې ورواچولې. شاهجهان بېګم او صدیق حسن په خاموشۍ دا هر څه وزغمل. له دې وروسته تر ټولو مهمه فيصله د انګرېزانو له خوا دا وه چې د صدیق حسن د بدانتظامي له کبله به د برتانيا حکومت په خپله د بهوپال مشر وزیر (67 1:15 7) ټاکي نوابه به په ټولو بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 00065١ 661 مورو لور او سیاست ۵۰- مراسمو کې د مشرې په توګه پاتې وي. خو د حکومت چارې به د مشر وزیر په لاس کې وي. دوی عبدالطیف ځان چې د باقي محمدخان زوی و پر دې ځای وټاکلو. خو د شاه جهان بېګم لپاره دا د منلو وړ خبره نه وه هغې د خپلې کورنۍ پښتانه نه غوښتل او اخر عبدالطیف خان څلور میاشتې ور روسته له خپلې عهدې استعفا ورکړه انګرېزان په دې خپه وو . خو شاهجهان بېګم ورته وويل چې دا د یوه هندوستاني امر ته سر نشي ټیټولای. نو ښه به دا وي چې مشر وزیر دې یو انګرېز وټاکل شي. کله چې انګرېزانو دې ته غاړه کېښوده نو دې سمدستي د کرنل بروک نوم وړاندې کړ. دی په کلکته کې اوسېده او له صدیق حسن سره يې نژدې اړيکي وو. ګریفين پر دې پښه کېښوده او نه یې غوښتل چې صدیق حسن بيا نفوذ ومومي. بالاخره د کرنل وارډ په نوم یو تن مشر وزیر وټاکل شو. دی هغه وخت په شمله کې و او کله چې دی د خپلې دندې لپاره ونومول شو نو له بهوپاله د شاه جهان بېګم له خوا يو استازی ورته ولاړو او له ده يې وپوښتل چې ایا مېرمن وارډ به ګاڼې په سوغات کې ومني ‎٢‏ ‏دې خبره ټکان وخوړو او سمدلاسه یې انکار وکړ دی پوه شو چې په بهوپال کې یو څه لوبه روانه ده. د وارډ په راتګ د صدیق حسن زور مات شو هغه له سلطان جهان بېګم سره زړه سوی لاره او که څه هم د شاه جهان بېګم دی نه خوښېده چې هغه تګلاره ومني خو د انګرېز وزیر لپاره هغې خپله ویلي و هغې داسې احساس کاوه چې ددې هر څه تر شا یې د لور سلطان جهان لاس دی صدیق حسن د شاه جهان بېګم د خاوند کېدو له کبله د انګرېزانو له خوا له سختې سزا پاتې شو. ګریفين ځپل حکومت ته ویلي وو چې دی دې تورو اوبو ته واستول شي خو وایسرای یې مرستې ته راغلی و -- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏مورو لور او سیاست‎ -٣٩ - په دې وخت شاه جهان بېګم ځان ته بېله ماڼۍ جوړه کړې وه چې تاج محل نومېده. او ډېر ژر له صدیق حسن سره دې ماڼۍ ته کډه شوه له دې سره د شاه جهان لمسۍ بللقیس بېګم هم وه چې د هغه وخت د ډېرو مسلمانو کورنیو له دود سره سم خپلې نیا لویوله بلقیس اوس د ‎٢‏ کالو وه او په دې خبرونو وارخطا شوه چې شاه جهان بېګم د صدیق کشر زوی علي حسن چې هغه وخت نولس کلن و د واده لپاره بلقیس ورته کښېنوي او ډېر ژر یې د کوژدنې اعلان کېدونکی و په دې ورځو شپو کې بلقیس ډېره سخته ناروغه شوه او په نوابې کورنۍ کې داسې ګنګوسې شوې چې د صدیق حسن کورنۍ ورباندې څه ټوټکې «کوډې» کړې دي. تر څو میاشتو د هغې علاج کېدو چې بیا وروسته یو څه روغه شوه نو د خپلې مور لیدو ته ورغله. سلطان جهان د خپلې لور په ژېړ مخ او کمزري بدن ډېره وځورېده او هغه یې په خپل کور ر کې ايساره کړه ه. شاه جهان په دې کار نا راضه شوه او په پيل کې بلقیس هم خپه وه. خو وروسته د خپلې مور په احساساتو پوه شوه اوسر به هغه هره ورځ د نيا لیدو ته له یوې ماڼۍ نه بلې ته ورتله دې سره د هغې ناروغي بیرته را اوګرځېده . د بلقيس د د ژوند هیله چې ختمه شوه نو یوه ورځ سلطان جهان د ځپلې مور ماڼۍ ته ورغله له هغې يې بښنه وغوښتله او ورته یې وویل د بلقیس لیدو ته دې راشي. خو شاه جهان دومره مروره وه چې د هغې خبره یې ونه منله. خو څو ورځې وروسته دولس کلنه بلقس مړه شوه. د مور او لور تر منځ د روغې جوړې يو بل ور وتړل شو. شاه جهان تر پنځو کلونو پورې هڅه کوله چې د صدیق حسن په اړه د انګرېزانو مخالفه رويه واړوي او هغه ته خپل امتيازات او القابات بیرته ورواخلي هغې د يوې پتمنې مېرمنې په شان له انګرېزانو سره بهویال ‏ د هندوستان پښتانه - - - - مت 00065١ 661٨ -٧۷٩ ‏مورو لور او سیاست‎ ‏د خپل خاوند په دفاع کې خبرې اترې کولې د پېرنګيانو استازي بدل‎ ‏رابدل شول او دوی په دې غور کاوه چې صدیق حسن ته خپل‎ ‏امتيازات بېرته ورکړي. چې هغه وخت د تور ژېړي «یرقان» په‎ ‏کې دا څرګنده شوه چې دی د مرګ‎ ٨۸٨١ ‏ناروغۍ اخته شوی و. په‎ ‏غاړې ته نژدې دی انګرېزانو خپل ډاکټر ورواستاوه خو د هغه کټ ته‎ ‏لا پخوا لس حکيمان او یو هندو جوتشي ولاړ وو څو ورځې وروسته‎ ‏صدیق حسن مړ شو خو شاه جهان بېګم بيا هم هڅه کوله چې د هغه له‎ ‏نامه تهمت لرې کړي انګرېزان پردې رضا شول او له مرګه وروسته‎ ‏یې صدیق حسن ته د نواب خطاب بېرته وروباښه‎ ‏پرته له دې چې څوک د صدیق حسن د اغېزو په رڼا کې د شاه جهان‎ : ‏قضاوت وکړي . د هغې د د دورې کارونه به په نظر کې ونيسو‎ ‏بهوپال کې د اورګاډي د راوستو پلان د سکندر ربېګم په ژوند کې پیل‎ ‏شوۍ و او د پیسو د کمي له کبله څو کاله ډېر ورو کار پرې روان و‎ ‏قدسیې بېګم له خپلو شخصي پیسو ورته بودجه «بجټ برابره کړه. د‎ ‏دوی دواړو په ژوند کې د اورګاډي راتګ ونشو خو اخر په ۱۸۸۴ م‎ ‏کال کې لومړی اورګاډی بهوپال ته ورداځل شو شاه جهان بېګم په‎ ‏برتانیا کې د ووکنګ په سیمه کې لومړی جومات جوړ کړ. چې په‎ ‏اروپا کې هغه وخت د عبادت لپاره لومړی جومات ګڼل کېږي. له دې‎ ‏نه پرته یې په بهوپال کې تاج المساجد جوړ کړ . چې د هندوستان تر‎ ‏کاله وه چې په دې کې هغې د‎ ۳٣ ‏ټولو لوی جومات و ددې دوره‎ ‏فنون. علم او د مذهب لپاره ډېر کارونه وکړل د ښځو د تعلیم لپاره‎ ‏يې ادارې جوړې کړې. د روغتیا لپار ه کلینیکونه او د مساپرو لپاره‎ ‏يې سرا ایونه جوړ کړل. هغه هنرمندان چې خلکو به ورته په سپکه‎ ‏سترګه کتل عزت يې ورله ورکړ او د دوی د استوګنې لپاره يې‎ ----- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ی٢‏ -- ‎-٨ -‏ مورو لوراو سیاست مځکې او کورونه ورکړل د هغې لوی کار په علي ګړ کې د مسلمانانو لپاره د لومړي پوهنتو ن جوړېدو ته پیسې ورکول و دا په خپله یوه لیکواله او شاعره وه. په اردو او فارسي کې يې لیکنې کولې او د تاجور او شېرین تخلص یې کارولو. فارسي ديوان یې دیوان شېرین نومېږي. اردو کې مثنوي. صدیق البيان. تاج الکلام او نشر يې تهذيب النسا په نوم چاپ شوي دي. د هغې په وخت په بهوپال کې ارامي وه : : په ۰۱١۱م‏ کې شاه جهان بېګم د خولې په سرطان اخته شوه. هغې له علاجه ډډه وکړه. سلطان جهان د مور د حال په اور رېدو د هغې نه د بښنې لپاره ورغله دوی دواړو دیارلس کاله له یوه بل سره خبرې نه وې کړې. سلطان جهان له ځان سره خپل اوه کلن زوی بوتلو چې شاه جهان هېڅ نه وو لیدلی شاه جهان د مرګ په بستره پرته وه او خپلو خلکو ته یې پيغام استولی و "که زما په رعیت کې څوک داسې وي چې په تېرو ۳۳ کلونو کې یې زما له لاسه بې ګناه سزا خوړلې وي نو زه دوی ته وايم چې د خدای لپاره دې ما وبښي". : سلطان جهان د خپلې مور د لید و حال په خپلو یادشتونو کې لیکي زه د هغې کټ ته ورنژدې شوم هغې زه ونه پېژندلم پوښتنه یې وکړه 'ته څوک یې' زه وېرېدم هېڅ ځواب مې ورنه کړ هغې بيا وپوښتل ما بيا ځواب ورنه کړ درېیم ځل چې يې پوښتنه و گړه .شو خدمتګارې زما نوم ورته واخيست هغې د افسوس او قهر په ګډ عْرٍ کې وويل: ''ما پرېږده ز زما له مړینې وروسته با دلته راشه''. زه لا بيا هم ورته ولاړه وم چې هغې راته بيا په سختۍ خپله خبره وکړه ه زه پوهېدم چې هغه زما په لیدو ناارامه وه نور مې طاقت نشو کولای او له هلته نه 03 11 شاه جهان بېګم په ۱ مء کال کې مړه شوه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه نت 00011953 ۲ 9٧ اتم څخبرکی سلطان جهان بېګم بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه 6 0001653 انځورونه که تنيیَيس ٣سب۹۹ښ۹ښ)ښ۹ښ۹۹٩ت۹۹یی۹۹يسیسسسسه0‏ نواب سلطان جهان پېګم بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001653 ۲ ٧ شپږ انځورونه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001653 ۲ 9۷ ‎٧‏ سلطان جهان بېګم ‏د خپلې مور له مړینې ور روسته او ‎۳۳٣‏ کاله د وا رئې په توګه په سختو کې د ژوند کولو وروسته سلطان جهان په ‎١‏ ۰ کې د د ۴۳ کلونو په عمر کې نوابه شوه د مور سره خرابو اړيکو..په ځوانۍ کې د سازشونو او د دوو لوڼو د مړينې درد يې وليد د هغې د مشرې نازولې لور بلقیس له مرګه لږ وروسته یې دویمه لور آصف جهان هم د دولسو کلونو په عمر کې د يوې نامعلومې ناروغۍ له امله مړه شوه ‏د سلطان جهان بېګم روزنه د خپلې نيا او د مور قد سیې بېګم په لاس شوې وه دا په عقيده ټینګه مسلمانه وه او د عېش او عشرت ژوند یې نه خوښاوه. د نوابۍ د واک د ترلاسه کولو وروسته سلطان جهان چې د خزانې حال ولید نوهلته هېڅ نه وو .د شاه چجهان بېګم د دورې اد داري فساد هغه ټوله شتمني زبېښلې وه. . چې د سلطان جهان نیا په خوارو راټوله کړې وه .نه يوازې دا بلکې ډېر پوروړي هم وو لکه د یوې مبارزې غوندې هغې خپلې مټې ونغښتلې او پر کار يې پیل وکړ. خپلې شخصي پیسې يې حکومتي خزانې ته ورواړولې چې د کارکوونکو تنخواګانې پرې پوره کړي. بيا يې خپل بااعتماده او ایماانداره کسان پر لوړو څوکیو ولګول. فاسد او رشوت خواره يې لرې کړل. ‏دې ډېر کار په خپله کولو. ټول فایلونه او د حکومتي کار سندونه وخت لومړي وزیر عبدالجبار خان استعفا ورکړه ‏سلطان جهان په دې ډېره ځواشینې نه شوه او د لومړي وزیر کار یې هم پر خپله غاړه واخیست. هغې به د لرې پرتو کلیو سفرونه کول او د مځکې او کر حال به یې په خپله معلومولو انګرېزان چې ددې له کار ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه بت 00011953 ۲ 9٧ سلطان جهان بېګم ‎٢‏ ‏او محنت نه خبر شو . نو يې پوره ملاتړ ورسره وکړ هغې خپلو دوو زلمیو زامنو نصرالله او عبيدالله ته هم کارونه سپارلي وو او وړوکی اته کلن زوی حمیدالله به یې هم له ځان سره ګرځاوه د سلطان جهان خاوند احمد علی ته د سلطان الدوله خطاب ورکری شوی و او کله چې دا نوابه شوه. نو د خاوند د کورنۍ خلک یې. چې له جلال اباده ورغلي وو په نوابۍ کې د خپلو ګټو لپاره په راټولېدو بوخت شول. د احمدعلي ځور چې چندابي نومېده د هغې اوه پېغلې او ښایيسته لوڼې وې په دوی کې دوه قيصر جهان او شهريار جهان د نوابې د دوو زامنو لپاره کښېنول شوې. د واده تيارۍ پيل شوې او هم په دې ورځو ‎١١۰١,‏ کې احمدعلي د زړه د حملې له امله و : : د سلطان جهان لپاره دا یو لوی ټکان و. ځکه احمد علي ددې لپار : یوه لويه تکيه وه او له ماشوموالې نه یې ور رسره مینه درلوده د دوار ړو زامنو ودونه يې وځنډول ځو د څلوېښتۍ وروسته يې ودونه وکړل او زامن یې له خپلو مېرمنو سره بېلو کورونو کې مېشته شول. په ‎۱٠۰١‏ م کال کې له دې ټولو بحرانونو تر راوتلو وروسته سلطان جهان په ډیلي د ربار کې د ګډون لپار ره په لومړي ځل په اورګاډي کې سفر وکړ له‌هغې سره ۱۴۲ کسان مله وو هغې لا پخوا ۴۲۲ کسان ِِ د ځای او کیږدیو لټولو لپاره ډیلي ته استولي وو سلطان جهان د خپلو دوو مشرانو زامنو د تعليم لپاره هم هغسې دوديزه طريقه کارولې وه. دوی د اس د سپرلۍ. د تورې اوغشي ويشتلو تربيه واخيسته عربي. فارسي او انګرېزي يې زده کړه د قران او حديث تعليم یې وکړ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 5 ٩٢» ‎۳۲٠‏ ن جهان بيګم ‏نصرالله چې مشری زوی يې و له ښکار او موټر سره يې ډېر شوق لرلو د مور سترګې هم ده ته وې چې د دی د څلورو نسلونو نه وروسته د نوابۍ لومړی هلک و ‏عبيدالله د ‎٢١‏ کلونو په عمر کې د قرآن حافظ شو. ده له جنګي فنونو سره شوق لاره او سلطان جهان راهڅاوه چې د بهوپال پوځي خدمتونو کې ورداځل شي ‏په ۱۹۰۳م کال کې سلطان جهان له ځپلو دريو زامنو سره حج ته ولاړه په دې سفر کې هغه د مدینې او مکې په لاره کې څو واري د کل وو قبيلو له خوا له خطر سره مخامخ شوه ددې پ پر قافلې حملې وشوې خو د پنځو میاشتو د سفر نه وروسته بېرته بهوپال ته راوګرځېده. هغې د خپل حج کیسه په یوه کتاب کې وليکله ‏د سلطان جهان د دوو زامنو ودونه د جلال اباد د اورکزیو کورنۍ کې شوي وو او ډېر ژر رته دا جوته شوې وه چې هغوی د بهوپال په حکومتي کارونو کې خپلې اغېزې زیاتې کړې وې سلطان جهان ځان له يوازې پاتې وه د هغې نګیندو غوښتل چې خپله وړه ځور هم حمیدالله ته واده کړي خو د سلطان جهان دا نه وه خوښه هغې د خپلې خسرګنۍ له اغېزو ځان خلاصول غوښتل. دې کتل چې دواړو مشرانو زامنوته يې د خوشامدګرو او بوټپاکو درباريانو ډلې چاپېره وې هغې نه غوښتل چې ‎١١‏ کلن حميد الله هم دې کندې ته ولوېږي. اوس د شلمې پېړۍ پیل شوی و او په هند کې د انګریزي تعليم او سیاسي شعور په راټوکېدو و ‏سلطان جهان بېګم حميد الله لپاره په ټول هند کې د یوه مناسب ښوونځي په لټه کې وه اخر يې فیصله وکړه چې دی به د بهوپال په الېګزانډرا ښوونځي کې سبق وايي. دا ښوونځی څو کاله مخکې دې ‏بهوپال . د هندوستان پښتانه ---- - 00011953 ۲ 9٧ سلطان جهان بېګم ‎۸۰۳٣۰‏ ‏په خپله جوړکړی و. له دې ښوونځي وروسته حميد الله د علي ګړ پوهنتون ته د سبق لپاره ولاړ او اخرله د ‎٠٠٢‏ کالو د بهوپال د نوابې کورنۍ لومړی غړی د عصري تعليم لپاره له بهوپاله ووتلو. د حمېد الله د واده لپاره هغې د اورکزيو نه پرته نجلۍغوښته او خپل يوه با اعتماده استاز زي کندهاري خان ته يې دا دنده وسپا رله چې پېښور ته ورشی او د يوه ښه پښتانه کور نجلۍ د حمبدالله لپاره غوره کړي دی مردان. بنو او کوهاټ پورې ولاړ په پېښور کې دی د شاه شجاع د کورنۍ يو ټبر سره مخامخ شو هلته یې د پنځو کالو یوه نجلۍ ولیده چې د یوه نل لاندې يې لامبل دا نجلۍ مېمونه سلطان نومېده. د درانی خاندان د شهزاده خېل ټبر دا نجلۍ د کندهاري خان خوښه شوه او سمدستي يې سلطان جهان ته خبر ورواستولو. هغې هم وخت ضایع نه کړ او د یوولس کلن حمیدالله او د پنځه کلنې مېمونې د واده لپاره يې خپل مشر زوی عبيدالله او د ورواستول. : د میمونه سلطان ټولې کورنۍ له دې سره بهوپال ته کډه وکړه لکه چې د سلطان جهان سره د احمد علي د کوژدنې پر وخت شوي وو. د درانيانو له راتګ سره په بهوپال کې يو ځل بيا د پښتنو د دودونه راتازه شول. بهوپال ته په راتلو د مېمونې د تعلیم او روزنې لپاره پلان جوړ شو د عربي. | ردو او فارسي د زد د کړو سره سره هغې ته د د اس سپرلۍ. د ټوپک چلولو. او د ستن تار او د ډوډۍ پخولو چل وروښودل شو د انګرېزي ژبې د زده کړې لپاره هغې ته يوه مېرمنه د اوليور په نوم بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎٣۰‏ اا هان بېګم وټاکل شوه. د پيانو او وایلن غرولو پرته هغې فرانسوي ژبه هم زده کړه ‏سلطان جهان د مېمونې په روزنه کې ډېره فعاله وه او په دې خوشاله وه چې د د خپل زوی لپاره یې یوه ښکلې ښځه تېاروله مېمونه سلطان هندي او لویدیز دواړه کلتورونه خپل کړل. ‏د لومړي ځل لپاره د بهوپال د شاهي کورنۍ يوې غړې له انګرېزانو او اروپایانو سره د هغوی په ژبه ښه په اعتماد خبرې کولای شوې ‏د خپل حکومت په لومړیو لسو کلونو کې سلطان جهان پر هر شي خپله ټاپه لګوله. دا له برتانويانو سره نژدې وه اود هغوی په مشوره يې د پولیس. بندي ځانو. د اوبه ځور او قضایي محکمو کې اصلاحات راوستل هغه په خپلو يادښتونو کې لیکي: : ‏"زما خپل کارونه د ورځې اتلس ساعتونو ته غزېدلي وو. د سهار له اوو بجو د شپې تر دولس بجو ماته په دربار کې د ولسواليو. د تاڼو افسران او جاګیرداران مستجر موافع دار راځي. چې دوی سره زه د شاوخوا سیمې په اړه خبرې کوم. ‏لس بجې زه ناشته خورم. له هغې وروسته زه هغه ټول درخواستونه ولولم چې له تبرې ورځې نه راپاتې وي. دا چې وشي نو بيا د مالیې وزیر راځي او د مالیې کاغذونه راښيي او موړ د پيسو جاج اخلو. دا کاغذونه د هغه د مشورې او تصویب او د رايو په رڼا کې جوړ شوي وي او زما د وروستۍ فیصلې لپاره راوړل کېږي وروسته هغه لیکي چې دوه بجې دیوان ټهاکر پرشاد د مځکو کاغذونه زما په موجودګۍ کې مستجارانو ته ورکوي. تر شپږو دا کار روان وي. شيخ محمد حسن او منشي اسرارحسن خان د تېرو مالیو د راټولولو کاغذونه راوړي.'" ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 00065١ 661٨ ‏سلطان جهان بېګم له‎ ‏سلطان جهان د شپې اته بجې ډوډۍ خوري او له هغې وروسته د‎ ‏شپې تر یولسو بجو ان تر نیمې شپې لیکونه ولولي ځوابونه ورته‎ ‏ورکوي. د طاعون دخپرېدو د مخنيوي لپاره کارونه ووېشي او داسې‎ نور سلطان جهان مشاورتي مجلس يو واري بيا رامنځته کړو او د ښاروالۍ انتخاب يې وکړو. د ساري ناروغیو د مخنيوي لپاره یې عامو خلکو ته د ستنو وهلو او د مفتو داروګانو د وېشلو انتظام وکړ هغې په لومړي ځل په بندي ځانه کې له بندیانو نه د کار اخیستلو لپاره د لاسي توکو د جوړولو . اوبدلو او د بوڼلو تربیې تگلاره جوړه کړه په خپل ورځني ژوند کې هغه ډېره مذهبي ښځه وه. پرده به یې کوله او ان مېمونه سلطان ته به يې هم په پرده کې د اوسېدو غږ کاوه. خو د سرکاري کارونو لپاره به یې له سړو سره لیدل. انګرېز مېرمنو ته دا لارښوونه وه چې د سلطان جهان د لیدو لپاره ورځي. نو خپلې مټې به بربنډې نه ساتي. یوه بریتانوي مېرمنه ګریس تهامس سیټون چې په ‎٧‏ کې بهوپال ته تللی و په خپله سفرنامه کې ليکي: "اوسنۍ بیګم د جینکو لپاره ښوونځی. د ښځو يو روغتون او د لاسي کارونو یو پوهنځی پرانستي دي. دا هر څه په پرده کې کېږي محترمې نوابې چې هر څه په وس کې وي او اسلامي قانون ورته ‏اجازه ورکوي د ښځو لپاره یې کوي." ‏"نواب سلطان جهان بېګم د شپږو کتابونو یوه باصلاحیته لیکواله ده دا د انجینبرۍ. موسیقي. پخلي او د ستنې د کار پوره علم لري. او د علي ګړ پوهنتون ریسه «چانسلره ده" : ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎-٠۰٧‏ 7 رصان جهان بېګم ‏وروسته نوابې سره د چای د څښلو لپاره چې ورځي نو د سلطان جهان په اړه لیکي ‏"ددې د واورې په شان سپین ويښته و لباس يې يو د کمېبټن؛ لرونکی کمیس او ورېښمین پرتوګ وو او نسواري کشمیری شال یې پر اوږٍو لکه د ساړۍ تاوکړی و نه د دې پر سر تاج و. نه ورېښمینه چپنه او نه هم ځلېدونکي کالي پتري. خو وقار او دروند شخصیت ددې له مهربانو سترګو څرګند و. داسې سترګې چې هم يې غم ليدلۍ و اوهم يې بریاليتوب ترلاسه کړی و ‎٢ 002005‏ جلالت مب په انګرېزي هم خبرې کولای شي خو ماسره یې خپله ژبه اردو کې خبرې کولې. په دې ژبه کې یې لیکنې هم کړې دي په دوی کې يو د دې د مور او نیا او یو د دې د خپل ژوند لیک دی نور کتابونه یې د یوې مسلمانې کورنۍ او د پردې په دفاع ‏مېرمن ګریس وروسته بيا د سلطان جهان د دریو لمسیو ذکر کوي چې د خپلې نيا د سلام او تعظیم وروسته يې ترې د لوبو اجازه واخيسته د مېمونه سلطان په اړه وایی دا به د درويشتو کالو وي او ډېره نرۍ او ښايسته وه ددې کړه وړه شاهانه وو او خوشاله معلومېده. دا په سخته پرده کې له خپلې خواښې سره د شاهي ماڼۍ په نورو خونو کې ژوند کوي ‏د هغې دربار ته به د یورپ امیران هم ورتلل. په ‎۱٧١٩۷١‏ کې هغې ته د هند د امپراتورۍ لوی اعزاز ورکړل شو. په اګره کې د يوه دربار پر وخت هغه د افغانستان له امیرشېرعلي ځان سره هم مخامخ شوه او ورسره یې په پښتو او فارسي کې خبرې وکړې ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0٥065١0 سلطان جهان بېګم ‎-۰١۷‏ ‏په دې ورځو کې هغې د حمیدالله پر شخصي مځکه ځان ته يوه ماڼۍ د احمدآباد په نوم جوړه کړه هغه په دې وېرېده چې که مړه شوه نو د نواب سرکاري کور صدر منزل به د جلال آباد پښتانه ترې نه واخلي. سلطان جهان چې څه وخت حج ته تله. نو په لار رې په سمندري بېړۍ کې يې د خپل انګرېز ډاکټر له مېرمنې انځورګري زده کړه. له دې وروسته چې,به سلطان جهان هر وخت موقع وموندله نو ځان به یې په دې کار بوخت ساتلو. په ١۰٠۱م‏ کال د بريتانیا شهزاده ,ځای ناستیۍ چې بيا وروسته د پنځم جورج په نوم پاچا شو . هند ته ورغی او په بېلا بېلو دربارونو کې سلطان جهان ده او دده مېرمنې شهزادګۍ مېري سره ولیدل په دې کال په بهوپال کې یوه جرګه او قانون جوړونکې اسمبلي جوړه شوه چې د خلکو د استازيتوب په برخه کې د پرمختگ یو بل ګام و. په ۱٩١٢م‏ کال کې جورج پنځُم د خپل پلار له مړینې وروسته د برتانيا پاچا شو او د هغه د تاجپوشۍ په مراسمو کې سلطان جهان تم هم بلنه ورکړل شوې وه. هغې په ځواب کې انګرېزانو ته ولیکل چې دا په بورقه کې په دې مراسمو کې ګډون کوي سلطان جهان يوازې بریتانيا ته نه بلکې د نورو اروپايي ملکونو تر څنګ فلسطین. ترکيې او مصر د ليدو لپاره هم پلان جوړکړ. د هغې دويم زوی عبيدالله د زړه په ناروغۍ اخته و او دې غوښتل که په اروپا کې یې علاج ممکنه وي. .نو کېدای شي چې جوړ شي. هغې نصرالله په بهوپال کې د خپل ځای ناستي په توګه پرېښود. عبيدالله د هغه مېرمن. حميدالله او وړه مېمونه چې د یولس کلونو وه په دې سفر کې له سلطان جهان سره مله وو. بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 6 0001965 انځورونه یوولس ۳-7 نواب سلطان جهان د خپلې لمسۍ عابده سلطان سره بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00019653 دولس انځورونه لومړۍ مسلمانه پيلوټه عابده سلطان بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎٧011٩ ٢‏ 5 ار جهان بیګم ‏په ممبۍ کې دوی په بېړۍ کې سپاره شول او په سویز کانال کې په عدن کې ايسار شول دلته د بېلجیم پاچا او ملکه هم ورسره مله شول دوی اټالیې او بیا د فرانسې مارسیلز «مارساۍ ته ورسېدل. د اروپا خبریالان په بندر کې راټول وو . چې غوښتل يې د هند د یوې ملکې په اړه راپورونه ولیکي او عکسونه یې واخلي. خو سلطان جهان له بېړۍ بهر ګام نه پورته کاوه. اخر پولیس ټول خلک له هغه ځايه لرې کړل او دوی یې اورګاډي ته ورسول. د فرانسې حکومت دا خصوصي ګاډی دوی ته ور اخیستی و. دوی پاریس ته ورسېدل ‏ددې سفر ټول حال يوولس کلنې مېمونې لیکلی دی یوځای دا لیکي چې د دوی د هوټل په غسل ځانه کې دوې نلکې وې. يوه د تودو اوبو بله د سړو اوبو لپاره. یوه لویه ستونزه د حلالو ځوړو وه. د پاریس د مېجیسټیک هوټل په پخلنځي کې يوه پرده ودرول شوې وه او د سلطان جهان اشپز په کې دوی ته حلال خواړه پخول. دوی هلته پنځلس ورځې ايسار وو او میمونه لیکي چې په هوټل کې د ټولو لپاره دوی لس زره روپۍ ورکړې عبيدالله د علاج لپاره جرمني ته واستول شو او سلطان جهان رودبار انګلستان ‎27:٥1‏ نه په تېرېدو لندن ته ورسېدله. له دې ځايه ‎٨١‏ میله لرې د رېډ هيل نومي ځای په پېټیسن کورټ نومي کور کې يې کډه واړوله ‏تر تاجپوشۍ وړاندې دوی په لندن کې ښه وګرځېدل. په مېلمستیاوو کې يې ګډون وکړ او اخر يې د مراسمو ورځ رانږدې شوه. نو دوی د بکینګهم ماڼۍ سره جوخت يوه هوټل ته راکډه شول ‏هغې خپل دواړه زامن او وزيران له ځانه سره بوتلل. خو خپلې نګیندې يې په رېډ هيل هوټل کې پرېښودې ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ِ ووو ‎0٥0165١ 66‏ سلطان جهان بېګم ‎-١١‏ ‏په مراسمو کې سلطان جهان په بورقه کې ولاړه او عجیبه يې لا د دا چې خپل ټول مېډالونه يې د بورقې له پاسه ټومبلي وو. د بریتانیې ‏ورځپاڼو د بهوپال د بېګم په اړه عجیبه کیسې لیکلې دا چې هغه د دې ځای اوبه نه څښي او خپلې اوبه یې له ځانه سره راوړي دي. دا چې هغه ژوندي چرګان خوري. د اوبو خبره دا وه چې سلطان جهان د زم زم اوبه له ځانه سره راوړې وې او د دې د خوراک لپاره به ژوندي چرګان حلالېدل او بیا به پخېدل هغه ځکه چې دې د بازار غوښه نه خوړله ‏د تاجپوشی له مراسمو وروسته سلطان جهان جرمني او ژنيو ته ولاړه او هلته خبره شوه چې په ترکيې کې سخته زلزله راغلې ده. دې سمدستي درې زره پونډه عثماني سلطان ته ورواستول. ‏د ختیز پر لوري یې خپل سفر جاري وساتلو او په اورګاډي د ویانا له لارې ترکيې ته ولاړه ‏په استنبول کې د ترکیې سلطان وزیر راغب بېګ د دوی هرکلي ته ولاړو دوی يې هوټل کې مېشت کړل هغې ددې ښار ښکلي جوماتونه او میوزیمونه ولیدل ‏د دولما باچي په شاهي ماڼۍ کې د سلطان لیدو ته ورغله او د هغه مېرمن سلطانه یې ولیدله. پاچا له سلطان جهان سره په فارسي خبرې کولې او بيا یې خپلې مېرمنې ته په ترکي ترجمه کولې. ‏کله چې سلطا ن له هغه ځایه ولاړه. نو سلطانې ورته وویل چې بورقه دې لرې کړه. هغې چې بورقه لرې کړه نو سلطانې په مخ ښکل کړه خبرې په انګرېزي پيل شوې او د سلطانې لور له انګرېزي ترکي ته ژباړلې. ‏له ترکیې د روانېدو پر وخت سلطان هغې ته د ترکيې تر ټولو لوی اعزاز د ورکولو اعلان وکړو. سلطان جهان له انګریزانو نه اجازه ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎١۱٢٠۰‏ 56 الك جهان بېګم وغوښتله نو هغوی ورته وویل: له بريتانيا پرته بل څوک هغې ته د اعزاز ورکولو حق نه لري. د ترکیې سلطان په دې خبره سخت په قهر شو. خو تر هغه يې لوی سوغات ورته وړاندې کړ او دا د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هغه وېښته و چې دوی ډېر په عقيدت سنبال کړی و. سلطان جهان په دې عقيدوي تحفه دومره خوشاله وه چې یو وزیر ته یې دا وروسپارلو چې د یوې شېبې لپاره به يې هم له ځانه نه لرې کوي. دا وېښته په بهوپال کې ډېر په عقيدت يوه ماڼۍ کې کېښودل شو او د میلادالنبي پر موقع به خلکوته ښودل کېده ‏له ترکیې څخه سلطان جهان هنګري او ورپسې د اټالیې څو ښارونو ته ولاړه او په فلورېنس کې وه چې د نصرالله ليک ورته راورسېدو چې په بهوپال کې د طاعون وبا ګډه شوې ده ‏هغې خپل نور سفرونه پای ته ورسول او سمدستي د مصر د سکندریې له لارې په سمندري بېړۍ کې بمبۍ ته روانه شوه په مصر کې هغې جامع الازهر ته هم ښې ډېر ې پیسې ورکړې ‏په بهوپال کې د طاعون پر وخت د ورځې ۰ کسان مړه کېدل او شپږ میاشتې وروسته چې سلطان جهان بېرته راوګرځېده نو ډېر خلک دې وبا خوړلی وو ‏په ‎١١٩١‏ کې سلطان جهان د ډیلي دربار ته ورغله چې د پنځم جورج او د ملکې مېري د هند د سفر پر مهال جوړ شوی و. هم په دې کال د ټول هند د ښځو د تعلیم د اصلاحاتو په اړه یو کنفرانس جوړ شوی و چې سلطان جهان یې مشري کوله. د هغې وینا تقرير د هغه وخت د یوه تاریخي سند ارزښت لري. هغې د تعلیم او تحقيق لپاره د ډېرو پروژو سرپرستي وکړه. په دوی کې د مولانا شبلي نعماني له خوا د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند په باب د نوميالي ‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه 090165 0 6666 سلطان جهان بېګم ‎-١١١‏ ‏کتاب سیرت النبي لیکل او چاپول هم شامل و. د انګرېزانو له خوا هغه د عليګړ پوهنتون لومړۍ چانسلره وټاکل شوه له دې وروسته خپله پوهنتون هم دا د دوو دورو لپاره پر دې ځای وټاکله د یوې مسلمانې او پښتنې ښځې لپاره دا پو ډېر لوی بریاليتوب و سلطان جهان د تعليم په اړه ډېره خواشیني وه. پخپلو یادښتونو کې ليکي "زما لپاره دا ډېره د غم او ناارامۍ خبره ده چې زما د ملک بهوپال د شپږ لکه شپېته زره نهه سوه او شپېته وګړو «۲۲۰۹۲۰)کې يو تن هم داسې نشته چې د پوهنتون سبق يې ویلي وي دا له دې حقيقت سره سره چې زما د مور د حکومت په دوره کې هرهغه کس ته مالي مرسته ورکول کېده چې له لومړيو زده کړو وروسته يې تعلیم جاري ساتلو. په خپله په ښار کې د لومړۍ زده کړو لپاره ښوونځي شته خو څلوېښت کسان به پېدا نه کړې چې لسم یې ویلي وي په ‎١١٩۱‏ کې د یورپ له سفره وروسته دې په هند کې د ښځو هرې لویې غونډې کې ګډون کاوه په دې وخت کې د هغې دريځ دا و چې د ښځو لپاره د پردې ضرورت نشته او دا چې د غریبو او بې وزلو ښځو حالت ښه کولو لپاره کار پکار دی. په ‎۱۹۲١‏ م کال کې هغه په خپله له پردې راووتله او خلکو په لومړي ځل اويا کلنه سپین سرې نواب سلطان جهان ولیدله په ‎٢١٩١‏ کې مېمونه سلطان او حمیدالله د ښځې او مېړه په توګه ګډ ژوند پیل کړ او د دولس کلو په عمر کې مېمونه د یوې ماشومې مور شوه. چې عابده سلطان ونومول شوه وروسته دا ماشومه د بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9۷ ‎-١٩١١ -‏ سلطان جهان بېګم بهوپال د وروستۍ وارثې په توګه د ګوهر تاج په نوم د دې نوابۍ بې واکه واکمنه شوه ‎١‏ : ‏د سلطان جهان مشر زوی به زياتره وخت په خپلو مځکو او ښکار بوخت و. ده د نوابۍ شوق نه لرلو. خو عبيد الله په ډاګه د مور مخالفت پیل کړ او خپلو ورېرونو «دنصرالله زامنۍ او کشر ورورحميدالله ته به په قهر و. سلطان جهان د خپل زوی د مخالفت تر شا د جلال اباد د پښتنو لاس لیدو. د عبيدالله او نصرالله مېرمنې خويندې وې او دوی به ځان ډېر متمدن او له نورو اوچت ګڼلو دوی به د خپلې یور مېمونه سلطان په کړو وړو او د هغې په ژبه اعتراض کولو. مېمونې به تل له پېښوره خپل خپلوان بهوپال ته وربلل. په دوی کې به ډېرو خپله جامه اغوستله چې ګېډی پرتوګ او لوی چیندار کمیس و ‏جلال آبادي مېرمنو به د دوی په لیدو ملنډې وهلې او دوی ته به یې ګهاګرا پلټن «د ګګرو اغوستونکې ډله» ویله ‏د هند په مسلمانانو کې یو دود دی چې کله يو ماشوم د څلورکالو څلور میاشتو او څلورو ورځو شي. نو د ده لپاره د "بسم الله'' مراسم ترسره کوي. ماشوم ته ښکلې جامې اغوستل کېږي او خپل خپلوان ورته راغواړي. بيا هغه څوک چې ماشوم ته د قرآن د لوست د نده ورکړی شوې وي. له ماشوم سره کښېني او د بسم الله الرحمن الرحیم په ولو سره ديني زده کړې پیل شي. په دې موقع ماشوم ته په خوله کې خواړه ورکول کېږي او نژدې خپلوان ورته تحفې او پیسې هم ورکوي ‏د بهوپال وروستۍ وارثه عابده سلطان په خپل کتاب کې ليکي "په ١٩۱۹م‏ کال کې د جنوري پر لومړۍ نېټه زما د بسم الله مراسم ‏د۶۴۴ ‏وسو ‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ سلطان جهان بېګم - ‎-٢١١‏ عابده سلطان د خپلې نیا سلطان جهان په کور کې لويه شوې وه او هم هغې ورته د قرآن او د هغه لفظي ترجمه ورزده کړې وه. دا زده کړې د ماشومې عابدي لپاره سختې وې سک ‎٤‏ راو اه سره راپاڅېدله 8 ورته سبق ښودلو او که غلطي به يې وکړه او يا سبق به يې نه ویلو نو سلطان جهان به په سوکانو وهله د بهوپال د واکمنې په توګه د سلطان جهان دربار به په انګړ کې لګېدو هلته به سلطان جهان په یوه سپین توشک . ګدۍ يا درۍ په مځکه کښېناستله په یو شمېر نورو صندوقونو کې به يې کاغذونه اېښي وو ددې خواوشا به عريضه کوونکي . منشیان. او مېلمانه ناست او ولاړ وو. عابده سلطان لا د اتو کالو نه وه چې قرآن يې له لفظي ترجمې سره حفظ کړی و سلطان جهان د خپلې لمسۍ په دې کاميابۍ تر څلوېښتو ورځو پورې په بهوپال کې د نشرح جشن اعلان کړ. خو د واکمنۍ مشرانو نګیندو له دې هر څه ځان لرې وساتلو په سرکاري ماڼۍ کې به هر ماښام ښځې راټولېدې او سندرې به یې ویلې. اخر سلطان جهان خپلو نګیندو ته د سبق ورکولو فیصله وکړه یوه ورځ يې دوی ټول خپل کور ته وروبلل! و کله چې مېلمانه په انګړ کې راغونډ شول. نو سلطان جهان د ډولکي په درز ز راپاڅېده په دواړو لاسونو کې یې دسمالونه ونیول! و له یوې مخې يې د د پښتنو اتڼ پيل کړ. د واکمنې په دې کار سره د هغې ټولو مېلمنو هم ځان ور رګډ کړلو اوس نو د جلال آبادي مېرمنو لپاره بې له دې بله هېڅ لاره نه وه چې اتڼ وکړي. سره له دې چې جلال آباديان په خپله هم پښتانه وو. دوی به د پېښور اوسېدونکو ته کهاري «ترخه» ویل. دوی نه غوښتل چې واکمنه ترې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ی٢‏ وو ۱۴۰ سلطان جهان بېګم خپه شي. نو د لاسونو په وهلو په دې اتڼ کې ورګډې شوې د عابده سلطان لپاره د هغې ترونو او خپل پلار په بېلو بېلو ورځو د نکريزو تالونه ورواستول. په ‎١‏ کې تر يوه ښکلي تمبو لاندې د نهو وړوکو جینکو په بدرګه مېلمنو ته راغله چې په کې د عابدې دوې خویندې ساجده او رابعه هم شاملې وې. سلطان جهان له ټولو مېلمنو سره پر مځکه ناسته وه. د خپلې لمسۍ پر قابليت يې يو تقریر وکړ ټولو د الله اکبر نعره پورته کړه او بیا عابدې سلطان په مصرۍ لهجې د قرآن تلاوت پيل کړ. سلطان جهان په خپلې ماڼۍ کې د جینکو ښوونځی پرانیستی و چې په کې ددې لمسۍ له نورو سره یو ځای د نوې زمانې زده کړې پیل کړې بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ وروستی نواب بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎٥١ ده٨. -١١١‏ اووستی نواب ‏په ۱۹۱۴ کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پيل سره سم د بريتانيا حکومت د هند له لویې وچې نه د پوځيانو برتي کول پيل کړل. د هند له ټولو راجه ګانو او نوابانو دا هيله کېده چې دوی به ځپل ټول وسایل انګریزانو ته ورکوي د مسلمانو ریاستونو لپاره دا یو ډېر سخت کار و. ځکه چې په دې جنګ کې د انګرېزانو مخالف جرمني له ترکیې سره اتحاد کړی و بهوپال د انګرېزانو پلوي نوابي ګڼل کېده خو سلطان جهان د ترکيې د د حکومت په پلوي مجبوره وه ځکه د ‏هغې د حج کولو پر مهال ترکي عسکرو د هغې ټوله کورنۍ ژغورلې وه ‏په علي ګړ پوهنتون کې مسلمانو محصلینو د ترکیې په چارو کې په ډاګه احساساتي تقریرونه او بحثونه کول ل. په خپله په ترکیې کې د عثماني دورې د بیا راژوندي کولو لپاره خلکو د هند پر مسلمانانو لويه تکيه کوله د هند مسلمانانو د مغول سلطنت له ړنګېدو وروسته ترکیې ته سترګې نیولې وې او غوښتل یې چې هلته د مسلمانانو یو غښتلی اسلامي دولت جوړشي. ‏حميد الله له خپلو ملګرو سره د ترکيې خلافت د پاڅون لپاره هلې ځلې کولې ‏انګرېزانو پر دې وخت سلطان جهان ته مرموز پیغامونه ورلېږل چې په حمبد الله د دې نظر ساتي سلطان جهان د د بهوپالي عسکرو يوه ډله هغوی ته په دې شرط ورکړه چې دوی به د ترکانو پر ضد نه جنګېږي ‏هغې درې لکه او درويشت زره روپۍ هم انګرېزانو ته ورکړې. په ۵ کې جګړې زور اخيستی و د هغې زوی عبيدالله د پوځي قومندان په توګه عدن ته لارړ. ځو ډېر ژر ناروغه شو او بېرته یې ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 00011953 ۲ 9٧ و٥ ‎-١٧١‏ ‏ستولو. حمیدالله له سبق وروسته په بهوپال کې د خپلې مور د مشر وزیر دنده پر غاړه واخيسته هغه د عليګړ نه خپل ملګري راوغوښتل او په بهوپال کې يې په بېلا بېلو حکومتي کارونو بوخت کړل. په دې کار د بهوپال خلک هم ناراضه وو. ځکه دوی د بهوپال په کلتور نه وو خبر په بهوپال کې اوس هر چا له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ اخيستلو خبره کوله. په ۱۹۲۴ کې د سلطان جهان زوی جنرال عبيد الله د سرطان په ناروغۍ مړ شو. د هغې مشر زوی نصرالله د شکرې په ناروغۍ اخته و او د خپل ورور له مړينې څو میاشتې وروسته دی هم مړ شو. د نوابۍ لپاره د حمیدالله چانس برابر و خوها خوا د نصرالله زوی حبيب الله هم د خپلې نيا د ځای ناستي په توګه او د جلال ابادیانوپه ملاتړ د بهوپال نوابي غوښتله سلطان جهان په دې وخت کې د خپل زوی حمیدالله لپاره یو ځل بيا د خپلو خپلوانو له مخالفت سره مخامخ شوه د نصرالله له مړينې لس ورځې وروسته يې د انګرېزانو پاچا. خارجه وزير او استازي ته لیکونه واستول او د اسلامي قانون له مخې يې د حمیدالله د ځای ناستي د حق خبره وکړه بلخوا حبيب الله هم له انګرېزانو سره رابطه ټینګه کړې وه. انګرېز استازي د سلطان جهان دعوا په قانونی اساس رد کړه نو هغه دومره په قهر شوه چې سمدلاسه يې انګلستان ته د سفرثیت وکړ په ۱۹۲۵ کې هغه یو وا رې بيا انګلستان ته ورسېده دلته هغې د بریتانوي حکومت له مهمو وز زیرانو او پارلماني غړيو سره ليده کاته پيل کړل. حميدالله په خپله هم د خپل حق لپاره هلې ځلې کولې میمونه سلطان هر ځای له خپلې خواښې سره مله وه او کوم ځای چې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ٣ 00011653 ‏وروستی نواب‎ -٨٨١ به سلطان جهان په خپلې ماتې ګوډې انګرېزي خپل مطلب نشو بیانولۍ نو مېمونې به ورسره مرسته کوله په دې ورځو کې د انګلستان د پاچا جورج پنځمه لمسۍ ابلیزبيت وزېږېده. سلطان جهان د هغې مبارکۍ ته ورغله «وروسته دا شهزادګۍ د انګلستان ملکه شوه او پاچا ته يې خپله عريضه واوروله. پاچا ورته په ځواب کې وویل چې دی هېڅ واک نه لري او هر څه چې د هند په باب کېږي هغه د برتانيې حکومت کوي سلطان جهان له دې نه وه خبره چې د برتانیا د پارلمان ځینو غړیو په هند کې د انګرېز حکومت له استازیو پوښتنې کولې. چې دوی په کوم قانون د حبيب الله ملاتړ كوي هغوی د حکومت هغو خلکو ته مشوره ورکړې وه چې د سلطان جهان په مخالفت ولاړ وو چې دغدر «د ازادۍ جګړه پر مهال د بهوپال د شاهي کورنۍ رول مطالعه کړي د انګرېزانو تر منځ قانوني لیکونه تلل راتلل او اخر په ‎٢‏ کې د حمیدالله حق ومنل شو سلطان جهان د زړه په مرض اخته وه او په لندن کې يې اعلان وکړ چې دا د خپل زوی حمیدالله خان په حق کې له نوابۍ لاس اخلي انګرېزانو په خپل ليک کې ويلي وو چې له حميدالله وروسته به د نصرالله او عبيدالله زامنو ته نوابي ورکول کېږي ځکه حمیدالله درې لوڼه لرلې. خو سلطان جهان دا خبره نه منله په دې دليل چې په دې فیصله به د حمید الله ژوند په خطر کې وي. دی به د ګدۍ لپاره د خپلو ورېرونو له خوا ووژل شی. انګرېزانو دا دليل ومانه. خو پوښتنه یې وکړه چې که د حميدالله لور عايده سلطان د هغه وارثه شوه او وروسته د حمیدالله زوی وزیږېده بيا به څه کېږي؟ ځکه حمید الله د دېرشو او مېمونه سلطان په دې وخت کې د پنځه ويشتو کلونو وه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ وروستی نواب ‎-١٩٩١‏ ‏سلطان جهان د خپلې لمسۍ د وراثت لپاره پر دې اساس جنګېده چې د بهوپال په ۷ ‎۰٠‏ کلن تاريخ کې څُلور رو ښځو ډېر په بریاليتوب حکومت کړی دی. نو عابده سلطان به هم د دې وړ وي چې د بهوپال واکمنه ّ شي شي. دوه کاله وروسته د انګرېزانو او د حمید الله ترمنځ په یوه تړون کې عابده سلطان د هغه ځای ناست ستې اعلان شوه هغې ته د ګوهر تاج خطاب ورکړل شو د نواب حمیدالله دور په بهوپال کې ډېر لوی بدلونونه راوستل دا بدلون په مراسمو او انتظام دواړو کې لېدل کېده. کابينه د دوو وزیرانو پرځای اوس په شلو وزیرانو ډکه وه. سلطان جهان به په دې خپه کېده او زوی ته به يې ويل چې ولې دومره پيسې لګوې خدمتګاءر رانو ته سپینه درېش بشي «یونیفارم؛ ور رواغوستل شو شاهي شان شوکت پيدا شو د مالیې مستحاجري نظام معرفي شو سلطان جهان نور هېڅ نشو کولای هغې اوس هم د پنځو لکو روپيو مځکې او جاګیر لرلو او فيصله يې وکړه چې پر خپله مځکه به د عابده سلطان لپاره یوه ښکلې ماڼۍ جوړوي. دا ماڼۍ تورالصباح نومېږي او اوس یو هوټل دی. سلطان جهان د ‎۷۲٧‏ کلونو په عمر کې د ګردې يا پښته ورګو د عملیاتو وروسته په حق ورسېده. : : په ‎۱٣٩١‏ کې د هند نوابي ریاستونو او نورو راجه ګانو خپله يوه اتحاديه جوړه کړې وه او نواب حميد الله درې واري ددې اتحادیي مشر ټاکل شوى و. په دې کلونو کې د هند د خپلواکۍ خبرو زور نیولی و او دا خبره يقیني وه چې انګرېزان به له هنده وځي او هند به وېشل کېږي. د کانګرس ګوند خپل استازي راجه ګانو ته ور واستول چې له هند سره د یوځای کېدو «الحاق سند لاسلیک کړي او په بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه ‎-٧٨٣٧٧۰٠۰-‏ 7ه اوومنکتی نواب رسمي توګه له هند سره یو ځای شي. په دې وخت کې مسلمانو ریاستونو. حید رآباد . جوناګړ او بهوپال له دې فیصلې نه ډډه وکړه ‏نواب حمیدالله نه غوښتل چې د بهوپال خپلواکي د ده له لاسه هند ته وسپارل شي. ده غوښتل چې دا کار د هغه لور عابده سلطان وکړي او دا یې تر څه ځايه ددې کار لپاره تياره کړې وه ‏عابده سلطان په خپل کتاب کې لیکي .' ‏"په دولسم اګست ۱۹۴۷ کې زما پلار په ډیلي کې له جناح. ماونټ بېټن. او د کانګرس له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته په الوتکه کې بهوپال ته راورسېدل. په زرګونه وګړي دده هرکلي ته ولاړ وو. دوی نارې وهلې چې 'پاکستان ته مه ځه.' ‏حمید الله هم هلته په خپله وینا کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې 'دوی به نه مایوسه کېږي ' ‏له انګرېزانو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په هلو ځلو کې دی څو واري د کانګرس. مسلم للیګ او د انګرېزانو تر منځ په جرګو او مرکو بوخت و. او دوی ټولو په دې اعتماد لرلو ده مهاتما ګاندهي په دې قانع کړی و چې د مسلم لیګ او محمد علي جناح وجود دې ومني او دا چې د هند مسلمانان ځان له پېژند ګلوي او خپله خاوره غواړي. خو دبهوپال پولې له هرې خوا د هندوانو له اکثريتي سیمو سره نښتې دي او دلته ډېری اوسېدونکې هم هندوان دي د هند او پاکستان وېش هم په دې اساس کېدو چې د ډېرکي هندوانو سیمې به له هند سره او ډېرکی مسلمانو سیمې به له پاکستان سره شاملېږٍي. حمیدالله په دې پوهېدو چې د پاکستان له جوړېدو وروسته به بهوپال ځان ته ‏پاتې وي ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 00011953 ۲ 9٧ وروستی نواب ‎١٢٠‏ په ۱۹۴۷م کال کې حمیدالله په کراچۍ کې یو لوی کور ځان له په بيه واخيست او "بهوپال هاوس" نوم يې ورله ورکړ په دې کې د استوګنې انتظام هم وشو او د جناح له خوا هغه ته داسې پېغامونه استول کېده چې که دی راغی. نو کېدای شي د هغه ځای ناستي به وټاکل شي | و يا به هم د ختیز پاکستان ج چی اوس بنګله دېش دی د هغه والي مقرر شي. خو په ۱۹۴۸ م کال کې د جناح له مړینې وروسته د پاکستان سیاسي فضا بدله شوه . اخوا د هند حکومت هم زور لګولی و چې نواب حميدالله دې په بهوپال کې پاتې شي. اخر په ۹م کال کې دا خپلواکه ریاست لکه د نورو سلګونو ریاستونو غوندې د هند برخه وګرځېده. په ‎٠۲‏ ۰م کې د مۍ پر دولسمه نېټه د کراچۍ په ډان نومي ورځپاڼه کې يو وړوکی خبر چاپ شو چې "د بهوپال د پخواني ریاست وارثه شهزادګۍ عابده سلطان د شنبې په سهار د ‎۸٨‏ کلونو په عمر کي وفات شوه دا د پاکستان د پخواني ډیپلوماټ شهریارخان مور وه او په ۱۹۴۲۳م کال کې لومړۍ مسلمانه پيلوټه ښځه وه نوموړې د هاکۍ. پولو او د ټبنیس لوبغاړې او د هند د ښځو د سکواش اتله پاتې شوه وه." : عابده سلطان د بهوپال د نواب ځای ناستی حميدالله ان او د میمونه سلطان مشره لور وه. چې په ‎۱۹٩١‏ کې په شاهي ماڼۍ کې وزېږېده او سمدلاسه د نواب سلطان جهان بېګم په غېرٍ کې ولوېدله تر څو چې هغه ژوندۍ وه د عابده سلطان پالنه او روزنه یې کوله. عابدې په وړوکي عمر کې له خپلې نيا د قرآن لوست له اردو ترجمې سره زده کول پیل کړل او په غلطي کولو به د خپلې نيا له خوا وهل کېدله. بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه .. 000165١ 67 ‏وروستی نواب‎ -٣١١ - عابده سلطان پخپل کتاب کې ليکي: "د اس سپرلي او نښه ویشتل زمورٍ ټولو ماشومانو لپاره یو لازمي کار و. راته ويل کېدل به چې هر یو پښتون باید ښه نښه ويشتونکی وي." عابدې ته په خپله د بهوپال د واکمنې سلطان جهان له خوا ډېر ښه پام کېده هغه ځکه چې دا د خپل پلار نواب حميدالله خان ځای نیوونکې وه. د یولس کلونو په عمر کې هغې د قر آن لوست پای ته ورساوه. نو د هغې د نشرح جشن ولمانځل شو په ټول بهوپال کې هغه مهال ددې د لمانځلو ذکر تر ډېرې مودې د خلکو په خوله کې و په ٢م‏ کال کې چې کله ددې پلار حميدالله خان په لندن کې په رسمي توګه نواب اعلان کړل شو. نو عابده هغه وخت له ځپلې مور او خویندو سره یو ځای وه او بهوپال ته بېرته په راتګ چې اورګاډی ښار ته رانژدې شو نو دا په ستر کښېنول شوه. د عابدې لپاره دا یو عجیبه حالت و. هغې خپل ټول ماشومتوب په لوبو او منډو کې تېر کړی و 2 یوې عادي مېرمني غوندې ژوند کول هغې ته ګران و. خو څو میاشتې وروسته دا د کوروايي د نواب سرور علي خان ته په نکاح کړل شوه هغه د اور زیو له فیروزخېلو څخه و. راتلونکي پنځه کاله هغې خپل رسمي تعليم او زده کړې پوره کړې او کله چې د ‎٧١‏ کالو شوه نو د پلار له کوره رخصت شوه او په کوروايي کې يې ژوند پیل کړ د سرورعلي خان او عابدې خوی خصلت او ژوند له یوه بله سره ډېر په توپیر کې و. عابدې د اس ځغاسته. بایسکل. پولو. لوبې او ښکار خوښول او د هغې د خاوند شطرنج او تاش لوبه خوښه وه. دی د ساړه طبعیت خاوند و او په کور کې د اوسېدو او مطالعې شوقين وو او هر وخت به یې بدني لوبې نه خوښېدې. نتیجه دا شوه چې د دوی تر منځ شخړې کېدې. عابدې يو څو میاشتې ورسره تېرې کړې او بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ وروستی نواب ‎-٣۲۳‏ ‏بېرته د پلار کور ته راغله هغې په خپل کتاب کې د خپل واده کړي ژوند د ناکامۍ پړه پر خپلې غاړې اخیستې ده : یو کال وروسته دا د د یوه ماشوم مور شوه چې شهریارخان ونومېدو بيا عابدې په خپله سرورعلي خان ته اجازه ورکړه چې بل واده دې وکړي خو په خپله یې تر مرګه له هغه طلاق وانه خيست او نه یې بل واده وکړ عابده د خپل پلار له خوا د بهوپال مشره وزيره وټاکل شوه . او په ۱۹۳۷ م کال کې له خپل درې کلن ماشوم زوی. مور پلار او خویندو سره يوځای د انګلستان د پاچا څلورم جورج د تاجپوشۍ مراسمو کې د ګډون لپاره ولاړه عابدې سلطان له خپل پلار سره د مشرې وزيرې په توګه سرکاري کارونه سرته رسول او د خپل زوی شهريارخان د تربيې او تعلیم سره يې د الوتکې چلولو. ښکار او لوبو کې ځان له مصروفیت ‎٢‏ په ‎۱٧۹۴۲‏ م کال کې د هند | و پاکستان د وېش معامله په ځینو ځایونو کې د خونړیو جګړو او بلواوو سوب ګرځېدلې وه ‏په دې حالاتو کې عابدې خپل زوی انګلستان ته بوتلو او هلته يې په ښوونځي کې داخل کړ. په دې کال د هغې پلار د افتاب بېګم نومې نجلۍ سره دويم واده وکړ. چې له عابدې سره په ښوونځي کې وه مېمونه سلطان او د عابدې نورو خویندو دا خبره په صبر سره وزغمله تر یوه حده عابده سلطان هم ددې واده مخالفه نه وه خو حميدالله دوی ټولو ته امر کړی و چې افتاب بېګم ته به هره ورځ سلام کولو ته حاضرېږي د عابدې لپاره دا خبره د منلو وړ نه وه دا هسې هم ډېره سرثمبه او سرکشه ښځه وه او پلار ورته ډېر ګران و. په دې خبره د هغې زړه ځنې مات شو او له بهوپاله مایوسه شوه دلته ورته ژوند عبث ښکاره شو ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011653 6 انځورونه نهه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001953 ۲ ۲ 9٧6 لس انځورونه نواب حمیدالله خان بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ی٢‏ سب ۴۰ وروستی نواب په ۱۹۴۹ کال کې د هغې پلار د خپل علاج لپاره په انګلستان کې و. عابدې خپل کالي پتري 1م ‎۲٨6‏ ‏یې وروسپار رل او دا یې بمبۍ ته ورواستوله. څو ورځې وروسته دا په خپله هم بمبۍ ته ور ورسېده. هلته یې د سکواش په اتلولیو کې برخه واخیسته او بیا په بېړۍ کې کښېناسته او د هند خاوره یې پرېښوده دې په خپلې ماڼۍ کې نوکران. موټرې. اسونه او د کورهرڅه همدغسې پرېښودل او تر ډېرو ورځو څوک خبر نه وو چې دا به بيا نه راځي څو ورځې وروسته یې په انګلستان کې یو جیپ و اخیستو او د سړک له لارې اروپا. ترکیې او له ایرانه پاکستان ته ولاړه. هغه مهال د دې زوی شهريارخان په کېمبریج پوهنتون کې سبق ویلو د کراچۍ په ملیر سیمه کې هغې ځان له مځکه واخيستله او خپل کور یې پرې جوړ کړ. چې تر ډېرې مودې پورې نامکمله پاتې و او برېښنا په کې نه وه. هغې خپل کالي خرڅول او شهريار ته یې د سبق لپاره پیسې وراستولې. ځکه د هغه د تعليم لپاره لا پخوا د بهوپال سرکاري وظيفه بنده شوې وه د هغې په وتلو سره نواب حمیدالله ځان ورسره ټول اړیکي شلولي وو. د هغې د مځکو ګټه هم ورباندې بنده شوه او د نورالصباح ماڼۍ سرکاري شوه. عابدې سلطان اته کاله ډېر په خوارۍ ژوند تېر کړ خو له پلاره یې چېرې هم پیسې ونه غوښتلې. یو واري د دې په کور کې غلا هم وشوه او یو څه کالي پتري چې ورسره وو هغه هم ترې ولاړل. دا په خپل کتاب کې ليکي: "یوازې زما رښتیني ملګري زما کور ته راتلل ځکه زما کور ته له کراچۍ ښاره د نیم ساعت لاره وه زما په کور کې د خدمت لپاره کله بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00065١ 661٨ ‏وروستی نواب د هړ‎ ‏ناکله بنګالیان راتلل. دوی تاوده زړونه او خوشاله روح لرلو. کله به د‎ ‏هند مهاجر راتلل چې ډېر با ادبه او ډېر یې اعتباره وو. کله به پښتانه‎ ‏راتلل چې ډېر مودبه نه خو پتمن وو او پنجابيانو به کار ډېر کولو خو‎ پتمن نه وو'' په ۰ ‎۱٠٩‏ کې عابده سلطان د خپلې ځور ساجده سلطان د لیدو لپاره ډیلي ته ورغله ساجده د پټوډي په پښتون نواب منصورعلي خان واده وه. په دې وخت د هغې مور مېمونه سلطان ورته ټبلیفون وکړ چې پلار یې سخت ناروغه دی. دا له خپلې خور سره یو ځای په الوتکه کې بهوپال ته ورسېده. عابده سلطان لیکی: "مور د خپل پلار د شخصي ساتونکي له خوا په پوړو ودرول شو او راته یې وویل چې هېڅوک اجازه نه لري له دې ځايه وړاندې ولاړ شي موږ دواړه خویندې سختې خواشینې بهر ولاړو بيا بهر په باغ کې کښېناستو زموږ مور له ډاکټرانو سره جنجال کاوه. دوی ډېر مودبه وو او ويل يې: "چې په مناسب وخت به اجازه ورکړي. چې نواب صېب وويني" که څه هم بهوپال په ۱۹۴۹ کې له هند سره يو ځای شوی و خو تر ‎۱۹٩۰‏ پورې ځینو نوابانو خپل رسمي حثيت هم هغسې ساتلی و. دوی څه خاص امتیازات نه لرل او تش په نوم پاتې وو. زیاتره یې د خپلو مځکو او باغونو په آمدن ژوند تېراوه. په بله ورځ عابدې او د هغې خور ته اجازه ورکړل شوه چې خپل پلار نواب حمیدالله خان وویني عابدې دولس کاله خپل پلار نه وو لیدلی او په وروستي ځل خپل پلار ورته په یو سخت ليک کې خبرتيا ورکړې وه چې دا د بهوپال په مځکو او جایداد کې هېڅ برخه نه لري بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎-١٢١ -‏ دا هه ووستی نواب ‏اوس د هغه سترګې کمزورې شوې وې او کله چې يې د خپلې لور غر واورېدو نو له خوشالۍ يې غېره پرانیستله او عابده يې تر غاړې وته. څو ورځې وروسته د ۰ کال پر ۴ فروري نواب حمید الله خان له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې ‏د هغه د جنازې د مراسمو لپاره عابدې هلې ځلې وکړې او غوښتل يې چې پلار یې په پوره سرکاري درناوي سره خاورو ته وسپارل شي او د بهوپال د يوويشتو توپو سلامي ورته وکړي. دې ته اطلاع ورکړل شوه چې اوس په بهوپال کې توپې نشته. دلته بيا د عابدې سرټمبګي کار وکړو هغې فیصله وکړه چې مقصد د بارودو د ډز نه دی. په څه ستړو یې ‎١٢‏ د بارودو ګولې تيار رې کړې او د جناز زې پر وخت يې وار په وار خلاصولې. د نواب حمید الله مړی يې د بهوپال په شاهي جنډۍ بېرغ کې خاورو ته وسپارلو ‏د عابدې کورنۍ اوس پر هغې فشار راوړ چې دا دې پاتې شي او د پلار ميراث دې سمبال کړي. د هغې ميرې افتاب بېګم هم ورته په ټینګار وویل خو عابدې اوس په بهوپال کې ځان پردی احساساوه. په ۰م کال کې دا یو واري بیا د خپلې ناروغې مور میمونه سلطان لیدو ته له پاکستانه هند ته ولاړه. په بمبۍ کې ورته وويل شو چې اوس به داپه پولیس تاڼه کې خپل نوم ليکي. ځکه چې دا د پاکستان اوسېدونکې ده دې هلته د اورګاډي د درېیمې درجې ټکټ واخیست او څلورویشت ساعته یې د نورو خلکو په شان سفر وکړ او په ګاډي کې نیمه ویښه نیمه ويده کله چې بهوپال ته ورسېده. دې ځان دومره په بدحال احساساوه چې خپل پېټی يې پر سر کېښوده او د ټيکسي موندلو په لټه کې شوه. دې فکر کاوه چې څوک به یې ونه پېژني او نه يې غوښتل چې څوک يې وپېژني. په دې وخت کې يو پولیس واله ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00065١ 661٨ -٧٢١ ‏ږوروستی نواب‎ ‏ددې لوري ته راغی او ورته یې ویل: "ته بیا حضور یې «بيا په بهوپال‎ ‏کې خورکۍ یا مورکۍ په مانا کارېږي. خو عابده سلطان ته به ټولو‎ ‏"بیا" ویل»‎ کله چې دې ورته ځان وروپېژندلو نو نور خلک ترې هم راټول شول او اخر په یو ټانګه ,ګاډي کې يې تر خپل منزل ورسوله هلته په شاهي ماڼۍ کې عابدې خپله مور او کشره ځور رابعه سلطان ډېر نااسوده ليدل. هر څه په زړېدو وو. باغونه یې شار او د لوبو ميدان له وښو او وحشي بوټو ډک وو.کله کله به یو چا سر ورته ښکاره کړو ځینې پخواني خدمتګاران لا پاتې وو. میمونه سلطان ډېر شاهي خویونه لرل او لکه د يوې صبرناکې مېرمنې هرڅه يې په خاموشي زغمل. خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په يوازيتوب تېرې شوې. د بهوپال د نوابۍ وروستۍ وارثې عابدې سلطان چې کله پاکستان ته کډه وکړه. نو په لومړيو څو کلونو کې يې ځان له نویو حالاتو سره برابرولو. په ۱۹۵۸ م کال کې دا په برازيل او وروسته په چیلي هېواد کې سفیره شوه. ددې د کورنۍ په درناوي د پاکستان هر حکومت ورته ارزښت ورکولو. د ‎۱۹٩۰‏ په لسیزه کې هغې د واکسن جنرال ايوب ځان پر ضد د مسلم ليګ له خوا په هغو انتخاباتو کې کمپاین وچلولو چې مشره يې د محمدعلي جناح خور فاطمه جناح وه. په عملي سیاست کې داپه لومړي ځل فعاله شوه. خو د دوی ګوند رايې ونه ګټلې او ورسره ددې سیاسي ژوند هم پای ته ورسېد کله چې ددې زوی شهريارخان د خارجه وزارت لخوا مسلکي ډیپلوماټ وټاکل شو او واده یې وکړ. نو عابدې ټولنيزو کارونو ته لاس واچولو. په خپل بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏وروستی نواب‎ -٨٨١ کور کې يې د ملير د غریبو او بې وزلو ماشومانو لپاره د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړې او تر مرګه په لیک لوست بوخته وه بهوېال . د هندوستان پښتانه 00011653 ۲ ۲ ۷ د بهوپال اوسنْي پښتانه -- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ی٢‏ باو ‎٢‏ وسني پښتانه په بهوپال کې هغه پښتانه چې د دوست محمد ځان په وخت کې ورغلي وو د استوګنې ځایونه یې نه لرل. زیاتره په کې مېشتي خېبل ووا و لکه چې د د پښتنو دود دی. په پردېس کې هر وخت چې يوه ډله ځان له ځای جوړکړي نو نورخپلوان هم ورپسې ځي. د بهوپال د ويالو او تالابونو په غاړه یو بوټی کېږي چې مېزرو ته ورته وايي او دې ته "یروو'' وايي دې لومړنیو پښتنو چې کله ځان ته جونګړې او کوډلې جوړولې نو د 'بروو'' بوټي به يې پرې کول او په چتونو به یې ‏غوړول. له همدې کبله ورته د هندوستان خلکو "برووکټ"'يا «بروو پرېکوونکي ويل په شلمه پېړۍ کې هم د دې پښتنو اولادونو د کرکټ| وهاکي لوبو کې نوم وګاټه او یو په کې منصورعلي خان چې د پټوډي نواب او د هند د کرکټ نامتو لوبغاړی و او بل د هاکي اتل اسلم شېرخان و کله چې دوست محمد خان په بهوپال کې ځای پر ځای شو. نو له ترا یې خپل خپلوان راوبلل. د ده وروڼه چې شېرمحمد . الف محمد . شاه محمد . مر احمد او عاقل نومېده. د عاقل نه علاوه نور ټول په بېلا بېلو جګړو کې ووژل شول. له دې وروسته په لومړۍ جوپه کې نژدې پنځوس تنه راغلل چې زياتره مېرازي خيل وو ورپسې مېشتي ځېل او فیروزخېل ټبرونه ورغلل له بهوپاله لرې د کوروايي نوابي دلېرخان جوړه کړې وه. چې فیروزخېل اورکزي وو دی په ‎٠۰‏ کې په کندهار ر کې زېږېدلی و أواله دوست محمد سره یو ځای په ډېرو جنګونو کې لکه د ښو ملګریو جنګېد ‏په ‎۱۷٩١‏ کې مغول پاچا فرځ سبرور له بهوېال سره نژدې ۳۰ پرګنې ورکړې تر دې وړاندې دلېرخان دلته ‎٧۷۱۳‏ کې يوه د خټو کلا جوړه کړې وه دا سیمه په ‎۳۲٣‏ مربع کیلومیټره غزېدلې ده او په ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 00011953 ۲ 9٧ د بهوپال اوسنی پښتانه ‎٣٠‏ ‎١‏ کې هلته دیارلس نیم زره خلک مېشت وو دلېرخان په ‎٠۷۲۰‏ ‏کې د جې پور د راجه تر قوماندې لاندې د کوټه په جنګ کې برخه واخيسته او هم په دې کال له حيد رآباد سره وجنګېده خو دوه کاله وروسته دوست محمدخان دی له خپلو زامنو سره یوځای يوې مېلمستيا ته بېراسيه ته وربللو او له خپل زوی سره يو ځای يې ووژلو دا معلومه نه ده چې له دوست محمدخان سره يې څه وخت او دلبرخان د مغول پاچا محمدشاه له خوا شاهی نشان او د امیرالدوله لقب اخیستی و او د پنځو زروعسکرو منصب دارو. دده مېرمن شاه درۍ بي بي د یوه بل سردارنصرالله خان خور وه. دده زوی عزت خان د پلار پر جاګیر وارث شو او څه وخت چې دوست محمد له مرهټه وو سره په جنګ اخته و. نو دی د پښتنو د دښمنۍ له کبله د خپل دښمن له دښمن یعنی مرهټو سره لاسونه یو کړل. په ‎٧۷٧۱‏ کال چې احمدشاه ابدالي پر هندوستان حمله وکړه او د پاني پت په ميدان کې د مرهټه وو او افغان پوځونه یو بل ته مخامخ شول. نو عزت خان د مرهټه وو په صف کې ولاړ و. هم په دې جنګ کې د ده خپل ماما د احمدشاه ابدالي په پوځ کې جنګېده. په سختې جګړې کې عزت خان ټپي شو او هم دغه ماما وپېژانده او د درملنې لپاره يې له مېدانه خپلې خیمې ته يووړ. کله چې يې ټپونه جوړشول. نو د احمدشاه ابدالي خدمت ته یې حاضر کړ. ده ورته د لقب او د جاګیر نه علاوه د يوې لویې جنګي ډلګۍ قومانده وسپارله. دی کوروايي ته د يوه معزز او مېړني په توګه بېرته ولاړ. خو لږه موده وروسته مړ شو مرهټه وو دده غداري هېره نه کړه او څه موده وروسته د عزت ځان زوی نواب حرمت خان د پلارځای ناستی شو. نو ډېر ژر د مرهټه وو بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه دیا رلس انځورونه خان کوروايي نواب سرور : 0 تا ښتانه بهوپال ‏ د هندوستان پښتا 00019653 ۲ 96 څوارلس انځورونه میمونه سلطان د خپلو لوڼو سره بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 000119653 ۲ 96 انځورونه پنځلس مفتی عبدالرزاق په منځ کې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 0001963 6 شپاړس انځورونه دز سفق 1 کاو په په ووکنګ کې د بریتانیا لومړی جومات بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011653١6 انځورونه اوولس بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00019653 6 اتلس انځورونه کشپ٠|پپينونل«--- ‎ -‏ دن٢دن٢‏ نن ما چوکۍ کې ناست دی لیکواله په اسلام نګر کې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه .»دای .د. ‎٣٠‏ داماسًاووو بلس پښتانه لاس ته ورغی او د پلار په بدل کي یې ونیولو او تر درې کاله د هغوی بندي و. په بندي ځانه کې شکنجه شو او ډېره بده وضعه ورسره وشوه مرهټو غوښتل چې دده خزانه او پرګنې ترې واخلي. اخر دی مجبوره شو او یو شمېر کلی يې مرهټه وو ته وسپارل. له دې علاوه ده درې لک ه روپۍ د خوشي کېدو په بدل کې ورته ومنلې له بنده له خلاصېدو سره سم هغه د نویو ملګریو په لټه کې شو او انګرېزانو ته يې مځ وار ړولو. ده داسې فکر کاوه چې انګرېزان به د مرهټه وو له ماتې وروسته هغه کلي بېرته و رته ورکړي. خو هغوی دغه مځکې په خپل واک کې وساتلې د حرمت خان دوه زامن مظفرخان او نجف ځان یو په بل پسې نوابان شول خو د دوا ړو له مړينې وروسته دوی نار رینه اولادونه نه لرل چې نواب شي په دې وخت کې د بسوده نواب په دې ګدۍ دعوا وکړه. خو اخر دا دعوا د نجف خان لمسي منورعلي خان وګټله. د منور مور د تجف خان لور وه. د منورخان هم زامن نه وو او دغسې دده له مړينې وروسته نوابي دده ورور يعقوب علي ځان ته ورکړل شوه يعقوب علي خان له خپلې کونډې ورېندارې عمرالنساء سره واده وکړ. ده یو زوی او يوه لور لرل. دی هم ددېرشو کالو په عمر مړ شو. نو دده ماشوم زوی سرورعلي ځان د څلوروکالو په عمر کې نواب اعلان شو. انګرېزانو د هغه د سرپرست په توګه یوه شورا وټاکله چې مشره يې د سرورعلي ځان مور عمرالنساء وه. دا د "سرکاراما" په نامه پېژندل کېده او د بهوپال د نوابې سلطان جهان ملګرې وه. نو د هغې خبره به یې ډېره منله. هغې د واکمنې په توګه په کوروايي کې د غریبو خلکو لپار ره ادارې جوړې کړې يوه کلیوال بانک به کروندګرو ته د تخم د وېشلو او بې له سوده پورونه ورکول چې مځکې وکري. د هوپال ‏ د هندوستان پښتانه س-ښت- 090165 0 6666 د بهوپال اوسني پښتانه ‎۱٣٣۰‏ ‏سلطان جهان په وینا نواب سرورعلي خان او دده خويندې د نوې زمانې تعليم او زده کړو لپاره ښوونځيو او کالجونو ته واستول شول په خپله سرورخان د اندور په ډالي کالج او بيا د اجمیر په مایو کالج کې د زده کړو لپاره ولېږل شو. په ‎٢١٩١‏ کې سرورخان د لندن په سینډ هرسټ کې پوځي زده کړو لپاره ولاړ او په ‎۱۹۲١‏ کې نواب ‎٥‏ په ‎۱۹۲٩١‏ کي ده د بهوپال له شهزادګۍ عابده سلطان سره واده وکړ. د نکاح نامې یو شرط دا و چې د سرورخان مشر زوی به دبهوپال نواب وي په ۱۹۳۴ کې د ده زوی شهريارخان وزیږېد خو دا څرګنده وه چې عابده سلطان او نواب سرورعلې خان يو ځای ژوند نشو کولای. دوی بيل شول او څه موده وروسته سرورخان دويم او بيا درېیم واده وکړ له درېیمې ښځې دده زوی ظفرعلي خان د ده له مړینې وروسته نواب شو نواب سرورعلي خان د هندوان نو له ټيټې طبقې سره ډېره خواخوږي او زړه سوی لاره اوپه خپل حکومت کې يې دوی ته ډېره ونډه ورکړې وه دکوروايي په ولسي جرګه کې یې ددې طبقې ډېر خلک راوستل ده د زور ودونو او جهېز پر ضد هم ډېرې هلې ځلې وکړې دی په ‎٩۹۸١‏ کې مړشو کله چې عابده سلطان له سرورعلي ځانه بېله شوه. نو هغه ته یې وويل چې بل واده دې وکړي. نواب سرور د "وای" د نواب له لور عايشه سره واده وکړ دوی درې اولادونه لرل چې قيصر زمان. ظفرعلي خان او منورعلي ځان نومېدل قیصرزمان اوس په بهوپال کې یو شخصي ښوونځی پرانیستی دی او لور يې د شهريارخان په دويم زوی علي واده ده او په لاهور کې ژوند تېروي : و8 - و ‎٣‏ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ی٢‏ ريت ‎۳٣٣ 7۰-‏ د بهو پالا وسني پښتانه د دلیرخان يو بل زوی محمداحسن الله ځان د بسوده نومي ځای نواب وټاکل شو. د نواب حرمت ځان یو بل زوی نجف خان هم د خپل ورور له مړينې وروسته نواب شو . خو ده صوفي طبعیت درلود او د قادریه طریقې منونکی و زيات وخت به يې په عبادت کې تېرولو دده مېرمن لاډلي بېګم د محمدګړ د نواب احمدقلي خان لور وه د نجف درې زامن په ماشومتوب کې مړه شول او چې دی مړ شو . نو دده خور کرامت الزماني بېګم نوابه شوه او د بسوده دا دواړه نوايۍ یعنی کوروايي او بسوده یو ځای شول. د میمونه سلطان دویمه ځور ساجده سلطان د پټوډي په نواب افتځارعلي خان واده شوه چې د پښتنو يوه بله نوابی وه. دی د هند د کرکټ لوبغاړی و. د ساجده سلطان زوی منصورعلي خان هم د پلار په شان د کرکټ لوبه غوره کړه او يو وخت کې د هند ستوری و ده د هندي فلمونو له بنګالۍ اداکارې شرمیلا ټېګور سره واده وکړ. د منصورعلي خان در اولادونه دي چې دوه یې اوس د هند د بالي ووډ په فلمونو کې د سیف علي خان او سوها علي ځان په نامه پېژندل کېږي : د ده یوه لور چې سباعلي خان نومېږي اوس په بهوپال کې د هغو لسګونو زيارتونو او جوماتونو متولي ټاکل شوې ده چې په تېرو دریو سوو کلونو کې پښتنو جوړکړي وو. د ''اوقاف شاهي'' په نوم اداره په بهوپال کې ټول مذهبي ځايونه اداره کوي. له دې علاوه سکندر بېګم چې په مکه کې د حاجيانو لپاره کوم رباطونه «وړيا اوسېدو ځایونه» جوړکړي وو دا د هغې مسولیت هم په غاړه لري د دې خبرې څه مخالفت هم کېږي. ځکه چې د ساجده سلطان کورنۍ له بهوپاله وتلې ګڼل کېږي او ځينې خلک په دې باور دي چې اوس د نوابانو او دراجه ګانو دور ختم شوی دی لکه چې د بهوپال نورې بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ..--- - 00011953 ۲ 9٧ د بهوپال اوسنی پښتانه .۰ ۱۳۵۰- څانګې ,شعبې د حکومت له خوا اداره کېږي. په کار ده چې د نوابې کورنۍ اوقاف هم له حکومت سره وي. په دې اړه راته شهريارخان د یوه ډیپلوماټ ځواب راکړ اوهغه دا چې "څه چې په هندوستان کې پاتې دي هغه په ما پورې اړه نه لري زما مور بې له هغې هم د پلار په مېراث چې دعوا کړې وه ورته هېڅ تر لاسه نشول. زه خپل ښه ژوند لرم. ‎٠‏ د اورکزو یوه بله کورنۍ د جلال خېلو وه چې له دوست محمد ځانه ډېر وړاندې د لوهاري په سیمه کې اوسېدل دا سيمه د هند د اترپردېش ولايت سهارن پور ولسوالۍ «ضلعې؛ ته نژدې ده. چې د دیوبند مدرسه په کې ده د سردار جلال خان څو پښتونه د مځکه والو په توګه د لوهاري خواوشا مېشت وو. د سردارجلال خان د پلارنوم میرحضر خان و او د دولسمې پېړۍ په نیمايي کې د مغول پاچا اورنګزېب پر وخت د دې سیمې مځکه وال و. جلال خان ته دده د خدمتونو په بدل کې منصب ورکړی شو ىو او دی د "بهیم'" نومې ولسوالۍ تاڼه دار و. د جلال آباد د د نوابۍ بنسټ هم ده اېښی و. دی په ‎٧۷٧۷‏ کې مړ شو او هم هلته په جلال آباد کې ښخ شو د جلال خان له کړوسیو يو احمدعلي ځان و چې د دولس کلونو په عمر کې د بهوپال نوابې سکندربېګم د خپلې کونډې مور او وړې خور سره خپلې ماڼۍ کې وساتل. وروسته احمدعلي له سلطان بېګم سره واده وکړ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه ‎٠٠. . 00٥6 (0 67‏ ‎۳٣٣٠۰‏ د بهويال اوستي پښتانه ‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ یوولسم څپرکی پبښټهياري بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 000119653 ۲ ۷ ۳۸۰ پټهاري دا سیمه هم بهوپال ته نژدې ده او په ۷۸ مربع کیلومیټره غزېدلې ده. دلته د بارکزیو د قبيلې خلکو خپله نوابي جوړه کړه ښايي د ۴ راهیسې په کې پښتانه مځکه وال وو او په ‎٨۸٨١‏ کې نواب حیدرمحمدخان واکمن و وروسته دده زوی عبدالکريم او لمسی عبدالرحيم خان نوابان وو. د هند تر وېش پورې «(۱۹۴۷, عبدالغني او دده زوی ابوبکر غني دلته نوابان وو. بيا وروستی نواب آاصف محمدخان په ‎۱٧٩۰‏ کې له دې ځایه کډه وکړه او بمبۍ ته ولاړ د هند او پاکستان تر وېش وروسته د بهوپال ډېرو پښتنو په تېره بيا هغه چې د اورکزيو يا درانيانو له ټبره وو پاکستان ته کډه وکړه. دوی زیاتره په کراچۍ کې ژوند کاوه. د امراولدوله «دسلطان جهان خاوند, کړوسی انورکمال د پاکستان له خوا په بنګله دېش او بیا په مصر کې سفیر پاتې شو د دوست محمدخان د کورنۍ دوه نور مهم غړي غضنفر محمدخان او اسلم محمدخان د پاکستان په پوځ کې د ډګرمن چوکۍ ته ورسېدل. د امرالدوله لمسۍ منورجهان د جوناګړ نواب ته واده شوه. د مېمونه سلطان خورزه شهزادګۍ فرحت سلطان د پاکستان د هوايي ځواک مشر «ابیرمارشل نورخان ته واده شوه. د بهو پال په پوځ کې به تل پښتانه زیات وو او د نوابۍ د ساتنې په لاره کې دغو پښتنو ډېر لوی رول لوبولی دی. د مېمونه سلطان ورور سلطان عزیز خان ته به له پېښوره ځینې خلک راتلل او ده به ورته کار روزګار ورکاوه. : په دوی کې ډېر خلک چې ژوند يې ښه شو تر اوسه په بهوپال کې اوسېږٍي. دوی به د واده لپاره جینکۍ او هلکان د پښتنو په کورونو بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه 00065١ 661٨ پټهاري ‎-٨٩٣١‏ ‏کې لټول. خو لکه چې په نورو ځایونو کې هم کېږي. له لومړي کول نه دویم ته ژبه کډه نه کوي او په تېره بيا چې په چاپېريال کې پښتو نه وي. دوی پښتو له لاسه ورکړې ده. د نوابې کورنۍ زياترو خلکو خپلې ماڼۍ یا په کرایه ورکړې اویا یې هوټلونه ترې جوړکړي دي د عابدې سلطان کشره خور رابعه اوس هم په بهوپال کې ده او پخپل کور کې یې یو ښوونځی جوړ کړی دی نور يا په بمبۍ او يا هم په ډيلي کې اوسېږي. ځینو پخوانيو پوځيانو یا ښار او کلیو کې مځکې اخيستې دي کورونه یې جوړ کړي او هم هلته اوسېږي په داسې کورنیو کې يو څه پښتو پاتې ده او د هغې علت دا دی چې دوی په پاکستان کې د خپلو خپلوانو سره را رابطه لري! و کله چې د هند او پاکستان تر منځ پولې پرانستې وي. . نو دوی د یوه بل کره تګ راتګ هم کوي. نوې واده شوې مېرمنې له ځانه سره پښتو راوړي او دغسې ژبه یو څه تازه شي نور رې په اردو کې د پښتو ټکي راګډوي. يو ځای د ډوډۍ پر وخت ښځو په خپلو کې خبرې کولې.لکه اینې.مړې. مړاء خو چپ شه. زه. ځه مې تر غوږو شول. د بهوپال يو اغېزمن شخصیت مفتي عبدالرزاق نومېږي. دده کورنۍ نژدې سل کاله پخوا د صوبه سرحد «پښتونخوا له مردانه هند ته تللې وه. ده هم هلته ديني زده کړې کړي دي. دده یوه زوی د مدهيه پردېش له یوې حوضې «حلقې نه د لوک سبها رپارلمان غړی دی. د بهوپال په ښار کې د ده يوه لويه مدرسه ده او دلته له څلورو سوو زیات ماشومان د ديني زده کړو لپاره ورځي خو دا مدرسه د سپین ږیرو پښتنو لپاره د راټولېدو یو مرکز هم دی. د مدرسې د انتظام لپاره څه ناڅه ‎٠۰‏ کسان کار کوي. په دوی کې د مفتي صېب د کورغړي هم شامل دي. ده راته وویل: ''مور هره ورځ دوه نیمو سوو بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 1 00011953 ۲ 9٧ ‏پټهاري‎ ٢۸۴۴۰۰ خلکو ته دوه وخته ډوډۍ ورکوو ' ډوډۍ ځوړونکي زياتره هغه ماشومان وو چې د َِۀ- گۀ-ۀگۀ-گ- - په مدرسه کې دننه یو دالان کې ښځې ناستې وې دوی وریجې او نوره غله پاکوله. د مفتي صېب یو زوم هره ورځ د د پخولو لپاره غوښه او ترکاري په خپله راوړله. له ښاره شل کیلومیټره لويديځ لوري ته په یو کلي کې مفتي عبدالرزاق یوه مدرسه جوړه کړې وه او هم هلته يې يوه ورځ د خپلې کورنۍ غړي او ځینې نور خلک مېلمانه کړل. هر چا ته يې د صېحبت بلنه ورکړې وه د ښځو لپاره د مدرسې په دويم پوړ کې يوه برنډه غوره شوې وه. د مفتي صېب لور راته وویل: موږ دې ډوډۍ ته 'وړه مړۍ 'وايو. بیا د چېلۍ «اوزې د غوښې لویې لویې ټوټې چې په یوه غټ دېګ کې پخې شوې وې راوړل شوې. په ښوروا کې پاستي «چپاتي» واړه شو په غټو غټو خانکونو کې یې دا ډوډۍ راوړه او موږ په ډلو کې کښېناستو او ومو خوړله. د ښاریو څو ښځې ناارامې وې دوی په لاسونو ډوډۍ نشوی خوړلای او قاشوغې یې غوښتې په بهوپال کې د دوست محمدخان کلا چې فتح ګړ نومېږي اوس هم شته. خو ددې له یوه دېوال سره سرې وړې جنډۍ رپېدلې او دا ددې نښه وه چې هندو مذهبي سخت ګیرو دلته د رام د مندر کېدو دعوه لري د دوست محمدغان د استوګنې ځای ډېر ساده و ددې کوټې او دالانونه هم هغسې دي لکه چې په تیرا کې د ځینو خانانو کورونه وي د نوابې کورنۍ هغه ښکلې ماڼۍ چې صدر منزل. موتي محل او تاج نومېږي اوس په کې هوټلونه جوړ دي. د بهوپال د نامتو جهيل رتالاب خواوشا ټولې ودانۍ اوس د سېلانيانو لپاره په کرایه ورکول کېږي بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه - 090165 0 6666 ٨۴۱ ‏پټهاري‎ د دوست محمدخان د کور په برنډه کې د تېرو سلو کلونو تصویرونه ځوړند وو په دوی کې د وروستي نواب حميدالله ځان او دده د مشرې لور عابدې سلطان عکسونه ډېر وو عابدې له ماشومتوبه پوځي لباس اغوستلو او په اس به یې ډېره سپرلي کوله. مو سره مل ِِ بونیر یو پښتون طالع زرخان چې دعوا يې کوله دی له سلو کلو زیات عمر لري او د بهوپال په پوځ کې عسکر پاتې شوی و. د عابده سلطان یو عکس ته یې ګوته ونیوله او ویې ویل: "مور چې کله پوځي پرېډ کاوه او نواب حمیدالله خان به کتنې ته راتلو نو عابده سلطان به ورسره مله وه" د رای سین ولسوالۍ د بهوپال له ښاره ‎٠٢‏ کلوميټره د لويديځ پر خوا ده. د یوې غونډۍ له پاسه د رای سين د مشهورې کلا کنډوالې له سړکه ښکارېدې. دا کلا په شپاړسمه پېړۍ کې شبرشاه سوري له یوې محاصرې وروسته نیولې وه. دوه سوه کاله وروسته هم دغه کلا .دوست محمدخان نيولې وه. ددې غونډۍ په شاوخوا کليو کې د پښتنو مېنې دي. په دوی کې يو څو نومونه داسې دي: سیلوائي. اوچيره. باوليه خان دېره. نښتره. دهنورا . بهولايي -0 څارنپور او داسې نور... په باولیه کې محمدایوب او د هغه وروڼه په خپل هغه لوی کور کې ژوند کوي چې د ده پلار پنځوس کاله پخوا جوړکړی واو تقریبا د ټول کلي مځکې د دوی خپلې دي. دده د پلارنوم شمس احمد و او دی له سواته بهوپال ته تللی و. هغه وخت په ځان دېره «کهنډېر» کې دوه نور پښتانه وروڼه د عابدحسین او ماجد حسین په نومونو اوسېدل. دوی به د بهوپال د ځنګلونو لرګي پرېکول. چارتراش به یې ترې جوړول» او د کورونو او فرنیچر جوړولو لپاره به یې پر خلکو پلورل. شمس احمد بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ۸۴۲- پټهاري هغه وخت د دوی دا لرګي په يوه ټرک کې د هند بېلابېلو برخو ته رسول. د لارۍ ټرک, چلولو کار ده پخوا هم کاوه خو اوس یې په کې ډېره ګټه وکړه. وروسته ده هم د لرګیو کار پیل کړ او په باولیه کې یې مځکه واخيستله د شمس دوه مېرمنې وې. یوه عايشه بي بي نومېده چې ما ورسره په باوليه کې ولیدل او زما له تګه يو کال وروسته وفات شوه. دویمه خوشاله بی بی ده. تردې دمه چې زه دا لیکنه کوم لا ژوندۍ ده خوشاله بي بي د ایوب احمد مور ده او په وړوکي عمر کې له سواته راواده شوه او د بهوپال په دې وړوکي کلي کې يې ژوند پیل کړ. په باوليه کې د ټیلیفون او د برېښنا اسانتیاو ې شته خو د کلي سړک پوځ نه دی. زما په پوښتنه ايوب احمد راته وویل: دا کلی همدغسې ښه دی. مور سړک نه غواړو. اوس د کروندې لپاره دوی ټرېکټراو سره کاروي او تېرکال يوازې د غنم حاصل رپالېن يې دوه زره کیلوګرامه و. د غنمو سربېره دوی چڼې او دال.او په لږٍه مځکه ترکاري هم کري. دوی بزګران هم لري چې زیاترهههندوان دي. د دوی مېرمنې هم د کور په کارونو کې بوختې وي. هر یوه خدمتګار ته دوی څلورسوه روپی تنخواه ورکوي. په واده ښادۍ کې ورته نوې جامې او پیزار اخلي. د پښتنو له هر کور سره جوخته یوه حجره ضرور جوړه وي. سړي ماښام په حجره کې راټولېږي او څراغ لالټین په رڼا کې کیسې کوي. يا راډيو اوري. د دې کلي پښتانه په اسلامي اصولو سخت ولاړ دي. کله چې یې ښځې د یوه بل کور ته ځي نو پړوني یې پر سروي. خو چې له بهوپال ښاره بهر وځي نو بیا چادري برقعې اغوندي. ځینو سپین ږیرو د نوابۍ وخت په ښه بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 090165 0 6666 پټهاري ۱۴۳ ټکو کې ياداووخو د کلي ځوانانو يې په هغه اړه هېڅ معلومات نه لرل. داسې ځوانان هم شته چې په پښتو خبرې کوي او په دې وياړي چې دوی پښتانه دي او نور بيا د اسلامیت او د مسلمانۍ او د مسلمانانو د یووالي په خبره ټینګ دي. په بهوپال کې د د کونړ اوسېدونکي يوه وکيل وحيدخان د صدیق حسن ذکر په ښه ټکیو کې وکړ. صدیق حسن د شاهجهان بېګم دویم خاوند و او د انګرېزانو پر ضد يې تبلیغ کاوه وحیدخان په دې نظر و چې صدیق حسن یو لوستی سړ یو او د اسلام د دین لپاره يې له یوه لوی قدرت سره ډغره وهله. که څه هم په اوسني هند کې مسلمانان خپل ځان ډېر ترګوا: ښ لاندې احساسوي. خو په بهوپال کې پښتانه د پېژندګلو لپاره د خپلې ژبې یا کلتور پر ځای تر اسلامي چتر لاندې خپل ځان زیات خوندي ګڼي په بهوپال کې زياتره پښتانه اوس د ځايي خلکو غوندې ژ ژوند تېروي. دوی خپله ژبه‌هېره کړې ده. د نوي کول ځوانان اردو وايي خو لوستلای یې نه شي ځکه چې په هند کې رسمي لیکنې په ګورمکهي رسم الخط باندې کېږي. له پښتنو پرته «علاوه چې دلته نور مسلمانان ژوند کوي په کړو وړو کې يې ډېر توپیر نشته د هندوستان له وېشه وروسته هغه هندو مهاجر چې د پاکستان له سند سوبې «ایالت» نه ورغلي وو. د دوی ګڼ شمېر په بهوپال کې ځای کړل ځینې پښتانه په دې خبره په تشویش کې دي چې په پاکستان او افغانستان کې د دوی د قام خلک په ترهګرۍ بدنامېږي. دوی هلته د امریکا او اروپايي ځواکونو په شتوالي هم خواشیني وو په بهوپال کې ورته د یوه لږکي «اقلیت» په توګه ژوند ګران نه دی خو کله کله د شش هال د هندوستان پښتانه ‎۱۴۳٣۴ ۰-‏ 7 0001165 پټهاري ‏خپلو مشرانو د وختونو او د هغه دور یادونه ضرورکوي. چې په دې ‏خاوره یې حکومت کړی و ‏د دوست محمد روزنامجه ‏د سلطان جهان د نوابۍ پر وخت هرکال د اختر پر موقع د کورنۍ ټول غړي به په لوی تالار کې راټول شول او هغه وخت به د دوست محمدخان روزنامچه د هغه د اوسپنې له لویې پېټۍ راوابستل شوه او ټولو به لکه د تبرک ولیدله. بيا به یې هم هغسې سنبال کښېوده. پر دې موقع به یې د حضرت محمدصلی الله عليه وسلم وېښته مبارک هم لیدو چې ورته ترکي سلطان ډالی کړی و. عابدې سلطان په خپله دا دواړه شيان کال پر کال لیدل. : ‏د دوست محمد روزنامچه د هغه ديوان «وزیر بیجي رام ورته په فارسي کې لیکلې وه. د نواب حميدالله د مړينې وروسته لکه چې د هغه نور شيان ورک شول د دې روزنامچې درک هم ونه لګېد. ‏کله چې شهريارخان د بهوپال د تاریخ ليکلو لپاره له خپلوانو سره ‏رابطه وکړه. نو دا روزنامچه له هېچا سره نه وه. په ‎۱۹٩۲‏ م کال کې د هندوستان يوه اردو مجله "شعله حښات''ددې روزنامچې ژباړه په قسطونو کې چاپ کړه. عابده سلطان وايي: دا د اصل متن ژباړه ده ‏شهريار خان راته وویل چې ده د مجلې له چلونکيو سره هم رابطه وکړه. خو دوی خبر نه وو چې اصل روزنامچه له چا سره وه ان تر دې چې د هند په مليأ رشیف کې هم نشته خو مهمه خبره داده چې د دې روزنامچې له مخې د قدسیې بېګم د زمانې راهیسې د بهوپال تاریخ لیکل شوی دی. شاهجهان بېګم په خپله هم د بهوپال د تاريخ د لیکلو پر وخت له دې روزنامچې څخه پېښې لیکلي دي ‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ اخځليکونه ۱۴۵۰ اخځليکونه ‎.١‏ د بهوپال بېګمات. شهریارخان ‏۲ د باغي شهزادګۍ يادونه. عابده سلطان ۰۵ ۰ م کال اکسفورډ یونیورسيټي پریس کراچي. ‏۳. د هندوستان طلايي کتاب. سر روپر لیت برج ۰ ‏۴ انسايکلوپېډیا ابشیاټيک. ‎۱٧۷١‏ اېډورډ بال فور کوزمو خپرندویه ټولنه ‏۵. په بهوپال. ډیلي او لندن کې د د نوایې کورنۍ او نورو پښتنو او غېرپښتنو سره مرکې ‎٧0‏ .مسلمانې ښځې .اصلاحات او شاهي سانواله ا 2 ) د بهوپال نواب سلطان جهان بېګم.. سیوبان لومبرت-شاهي اېشیايي ټولنه هرلي روټ لاج ‎٠۰۰٢‏ ‏او لویدیځ «مجله» ‏بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ‏شجره نولس‎ ‏د۰۰۰ټتتسییسسس‎ سسس))سسسسسس--٠‎ د بهوپال نوابان نواب يار محمد غان ۴۳-۱۷۲۸ فیض محمد خان (مامله بايي) ‎۷٧۷-۱۷۴۴‏ ‏عيات محمد خان ۱۸۰۷-۱۷۷۷ غوث محمد خان ۱۸۰۷ وزیر محمد غان ۱۶-۱۸۰۷ نذر محمد غان ۱۹-۱۸۱۶ قدسیه بېکم ‎۳۷-٨٨٨١‏ جپهانگیر محمد غان ۴۴-۱۸۳۷ سکندر بېکم ۶۸-۱۸۴۴ شاه جېان بېکم ۱۹۰۱-۱۸۶۸ سلطان جېان بېم ۲۶-۱۹۰۱ حميد الله خغان ۶۰-۱۹۲۶ 0 بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ : 1 ددوست محمد اولادونه -(ارمعهد (واب) ‏ اا ځ) فاضل محمدډ بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه 00011953 ۲ 9٧ ۳م مب ۰۰م هد 00011953 ۲ 9٧ : جلال ابادي کورن ۍ(لوهاري) سردار جلال غان محمد يارغان د لاور علي غان ابغان علي غان عسن غلي خان منصور غان محمد غعلي خان ! احمد علي (دنواب سلطان جېان خاوند چندابي دوه لوڼه يي د نواب سلطان جپان په دوو مشرانو زامنو واده شوې سمست د نن ومهم ېم ېټ ٢۰م‏ مھ موم مظفر غان (نواب) --- 00011953 ۲ 9٧ ووه موم مب ۰٠م‏ مھ 00011953 ۲ 9٧ د میمونه سلطان کورنۍ احمد شاه ابدالي ‎١‏ ‏تیمور شاه سمیم وم موم ېټ ‎٠۰٢‏ وف ۱م وسا؛ ی امل مه لخځليکونه سسسسسگد-س-0٨٥ستپ٧پ-۴س‏ مننه ددې کتاب په جوړولو کې ما سره ډېرو خلکو او ادارو مرسته کړې ده. د بي بي سي د اوناسیس نومې بورس چې د هند د سفر لگښت يې پوره کړ. په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د ژبې او ادبياتو استاد عبدالخالق رشید. هم ددې پوهنتون پروفيسر اخلاق احمد انصاري. د بهوپال مفتی عبدالرزاق. وکيل عبدالوحید. محمد ايوب او په تېره بيا د نوابې کورنۍ شهریارخان چې د ارشیف درک یې راکړو د کتاب په ټایپ کې محمد قاسم ځان مندوخېل» په کمپوز کې هېندارې- کتاب خپرولو صندوق او د پښتۍ په ډیزاین کې ميرویس میاخېل ډېر زیار ایستلی دی. زه د دوی ټولو د مرستې تې او لارښوونې مننه کوم. بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -. ِ ٠ ‏د د د‎ : ٨ ٢ : 3 ‏دا | )ایا-0 يك بو په‎ ‏ز) : رر‎ #1 ٧ ‏سی ړَ آَ‎ 01 : و هورلا پچ : ‏سر سر هگ ث و0‎ ٣ ‏پس‎ 087 0-4 سیا څدسټته ‎7١‏ 0١م‏ با 5 - 1177 "هه فزز ان 1 ‎٢‏ دن سو د٢‏ سح ِ 3 80007 ۵5 #۸ مت د 113 0 لن 7 63 ات و0 01216 کو 3# 5 ۳ ۳ ښ لی | 1 ضر 2 ّ: ۱ و 1 ۸ ۸ 1 1:١ :