text
stringlengths
0
136
00165 ٩۳0٨666
زما ژوند او جد و جهد
ساتلی و. ولې چې يو داسې ریاست چې اقتدار يې د مسلم
ليګ په لاس کې وي د برتانوي اثر په حلقه کې زيات پاتې
کېدی شي.
د ورګنگک کمېټۍ اجلاس:
بيا په دغه تاريخ په دې نوي حال باندې د غور کولو دپاره د
کانګرس د ورکنګ کمېټۍ غونډه وشوه. سردار پټېل او راج
ګوپال اچاريه ځو له پخوا نه د تقسیم طرفدار او د کیبنټ مشن
مخالف وو. مګر په غونډه کې چې ګاندهي جي هم د تقسیم
طرفداري وکړه. نو مونږ ټول حيران پاتې شو بله مسئله په
سرحد کې د ریفرنډم مسئله وه دا مسئله هم د لارډمونټ بيټن
په منصوبه کې راغلې وه په دغه خبره هم ډېر بحث مباحئه
وشوه.او دلايل پېش شول. سردارپټېل او راج ګوپال اچاريه
دلته هم په ورکنګ کمېټۍ ډېر زور واچولو او اخر ورکتنګ
کمېټۍ دا خبره هم ومنله او د ملک د تقسیم او صوبه سرحد
کې د ریفرنډم خبره دواړه ومنلی شوې.
زه حيران شوم چې دوی دا ټولې فېصلې کړې وې نو دا ما
سره یې بيا جرګې او میټنګونه ولې کول؟.
په دې وخت کې ما ورکنګ کمېټۍ ته يو اپيل وړاندې کړو
او دا مې ورته وويل چې مونږ همېشه د کانګرس ملګرتيا کړې
ده او لاس مو ورکړی دی اوس که کانګرس مونږ يوازې
پرېږدي او له مونږ سره امداد ونه کړي.نو په صوبه سرحد به د
دې ډېر ځراب اثر پرېوځي که کانګرس خدايي خدمتګار د
شرمښانو خولې ته همداسې پرېږدي نو دا به د صوبه سرحد
۷ ھخؤؤ دزن :0
۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت
زما ژوند او جد وجهد
سره غداري وي. د ګاندهي جي په زړه باندې د دې اپيل زيات
اثر وشو او ويې ويل چې زه به د مونټ بيټن سره په دې مسئله
خبرې وکړم.
په سبا له زه او ګاندهي جي وايسرای لارډ مونټ بیټن ته
ورغلو هغه سره مو خبرې وکړې هغه په دې کې د جناح صاحب
شرکت هم ضروري وګڼلو. څه وخت چې جناح صاحب ګاندهي
جي او زه يو ځای شو. نو جناح صاحب وويل چې دی زما
مسلمان ورور دی زه ده سره ځان له خبره کوم» نو ما ګاندهي
جي ته وويل چې د ده داسې خوښه ده. نو که ستا اجازه وي. نو
زه به ورسره ځان له خبرې وکړم. هغه ما ته وويل ډېر ښه. جناح
صاحب ما ته وويل چې تاسو ته به پراونشل اټانوميصوبايي
خودمختاري درکوو. خو په دې څه عمل ونه شو. اصل کې ما
ته تر دغه وخته پورې دا معلومه نه وه. چې د مونټ بيسټن
کانګرس او مسلم لیګ تر منځه ټولې فېصلې شوې دي. دا
خوچې د مولانا ازاد صاحب کتاب. ازادي هند . ما ولوستو نو
زه د دې حقیقت نه خبر شوم؛ نو زه وايم چې عمل پرې څنګه
شوی وی ولې چې دا خبرې خوفېصله شوی وی. او لارډ مونټ
بیسټن ځو زمونږ په سر سوداګري کړې وه. نو هغه څنګه د
ګاندهي جي خبره منلی وی او جناح صاحب څنګه زما خبهره
منلی ویء هنها دا ده چې که د دې فېصلې نه وړاندې ګاندهي
جي زمونږ دا خبره کړې وی نو د منلو څه امکان یې وو.
په دې باره کې مولانا صاحب په خپل کتاب کې ليکي: « په
دې حالاتو د غور کولو دپاره د کانګرس ورکنګ کمېټۍ په
دريم جون اجلاس وشو د ټولو نه وړاندې په کې د صوبه سرحد
‎۳-۳٣٨‏ تت تی تت
زما ژونداو جد و جهد
د مستقبل په مسئله بحث شروع شو. د مونټ بيټن پلان صوبه
سرحد په ډېرو عجیبو مشکلاتو کې غورځولی و. عبدالغفار
ځان او د هغه پارټۍ تل د کانګرس ملګرتيا کړې وه او د لیګ
يې مخالفت کړی و. مسلم ليګ دوی ځپل د سردښمنان ګل د
مسلم ليګ د سخت مخالفت په موجودګۍ کې هم په دې صوبه
کې دوی د کانګرس حکومت په جوړولو کې کامياب شوي وو
او دا حکومت يې اوس هم بر سر اقتدارو د تقسیم په وجه
دوی او کانګرس دواړو ته یوتکليف ورکونکی حالت پيدا
شوي و. په اصل کې د تقسیم مطلب دا و چې دوی او د دوی
پارټۍ يعنې خدايي خدمتګار د مسلم ليګ رحم و کرم ته
پرېښودل شي.»
‏«مونږ پوهېدو چې په عبدالغفار ځان به د دې فېصلې
څنګه اثر شوی وي. داسې ښکارېده چې دغه وخت دوی ځپل
هوش او حواس بالکل بایللی و. څو دقیقې د ده د خولې نه يو
لفظ هم راونه وتو. بيا دوی ورکنګ کمېټې ته اپيل وکړو او
ورته يې ورياده کړه چې دوی تل د کانګرس ملګرتيا کړې ده
اواوس که کانګرس دوی يوازې پرېږدي نو په صوبه سرحد به
د دې ډېر خراب اثر پرېوځي. د دوی دښمنان به په دوی پورې
خاندي او د دوی دوستان به وايي چې تر څو کانګرس ته د
صوبه سرحد ضرورت و نو د خدايي خدمتګارو حمايت يې
کاوه. خو کله چې يې د مسلم ليګ سره د مصالحت خواهش
پيدا شو نو بيا يې د صوبه سرحد او د دوی د ليډرانو سره
مشوره قدرې هم ونه كړه او د تقسیم مخالفت يې پرېښود.
ان عبدالغفار خان څو ځلې دا خبره بيا بيا وکړه چې که چېرې
‏انا ۷۸۰
00165 ٩۳0٨666