text
stringlengths 0
136
|
---|
زما ژوند او جد وجهد |
کانګرس خدايي خدمتګار د شرمښانو خولو ته وغورځول نو |
دا به د صوبه سرحد سره غداري وي.» |
مونږ د ورکنګ کمېټۍ د دغه غونډې نه پس واپس ځپلې |
صوبې ته راغلو. حکومت ته مو ويل چې چونکه کانګرس |
تقسیم هند منلی دی. نو په داسې حالاتو کې دلته د ریفرنډم |
ضرورت نشته» ولې چې د دې په ذریعه به دلته په خلکو کې |
يوه د دښمنۍ او تربګنۍ فضا پيدا شي. چونکه وايسرای دا |
خبره ونه منله. د دې وجې نه مونږ بيا د صوبې جرګه را وبلله او |
دا حالت مو ټول دهغه جرګې په وړاندې کېښودل. د صوبې |
جرګې فېصله وکړه چې که سرکار دلته خامخا ریفرنډم کوي نو |
بيا په کار دي چې پښتنو له پوره حق ځوداراديت ورکړي او د |
هندوستان او د پاکستان نه علاوه د پښتنو نه په خپلې ازادې |
صوبې پښتونستان باندې هم ووټ واخلي. |
خو چې کله پیرنګيانو د دې مطالبې د منلو نه انکار وکړو |
او د ازاد پښتونستان مطالبه يې په ریفرنډم کې شامله نه کړه. |
نو بياجرګې دا فېصله وکړه چې چونکه کانګرس تقسیم هند |
منلی دی نو د دې وجې نه دلته ریفرنډم ته هېڅ ضرورت پاتې |
نه شو او که حکومت ځامخا ريفرنډم کوي نو مونږ به په هغې |
کې حصه نه اخلو. |
د کانگرس اومونټ بیټن سازش: |
اصله خبره دا وه چې دا لويه واقعه چې څنګه وشوه هم |
دغسې کېدونکې وه. ولې چې د دې دپاره د پخوا نه تيارۍ |
شوې وې هغه وخت چې مونټ بيټن د تقسیم د اعلاننه |
یه |
۳۳٣٨ - تت تی تت |
زما ژوند او جد و جهد |
مخکې د سرحد په دوره راغلی و په سرحد کې دفعه (۱۴۴ء |
لګېدلې وه او په جلسو پابندي وه. د صوبه سرحد ګورتر |
سراولف کيرو و. چې زمونږ سخت مځالف و او د مسلم لیګ |
لوی حامي و. هغه په لارډ مونټ بيټن د اثر اچولو دپاره د |
سرحدي قبایلو نه په ډېر زيات شمیر کې د پولټېکل اېجنټ |
ټولو خپلو ملکانو په ذريعه خلک را جمع کړل. لارډ مونټ |
بیټن ته يې يوه لويه تماشه جوړه کړه. او د تللو په وخت کې یې |
لارډ مونټ بيټن ته دا وويل: چې دې پښتنو له داسې سزا |
ورکول په کار دي چې د دوی بچي يې ياد ولري. ولې چې په |
هندوستان کې لس کروړه مسلمانان وو. هغوی زمونږ مخالفت |
ونه کړو او دوی زمونږ مخالفت کې د کانګرس سره ملګري |
شول. لارډ مونټ بيټن دا ټولې خبرې په زړه کې واچولې او |
ډيلي ته روان شو. هلته ځو پټېل د هندوستان تقسیم |
غوښتو. او ده دا غوښتل چې پښتنو ته سزا ورکړي او د مسلم |
ليګ ته يې په حواله کړي. د دې دواړو اتفاق په دې وشو چې |
کانګرس غوښتل چې بنګال او پنجاب دې تقسیم شي او لارډ |
مونټ بيټن غوښتل چې سرحد کې دې ریفرنډم وشي. نو لارډ |
مونټ بيټن دوی ته دا وويل چې زه ستاسو دا خبره منم؛ او |
پنجاب او بنګال به درته تقسیم کړم ځو د دې په بدله کې تاسو |
زما دا ومنئ چې په صوبه سرحد کې دې ریفرنډم وشي» نو |
کانګرس په صوبه سرحد کې ريفرنډم ومنلو او مونټ بیټن ور |
ته پنجاب او بنګال تقسیم کړل او د دوی دواړو سودا زمونږ په |
سروشوه مونږ خدايي خدمتګارو څومره خواري وکړه چې |
هندو او مسلمان سره نزدې شي او زه که په کور کې وم. که په |
-۷-ھهضتبتبت ګت نن تت |
زما ژوند او جد و جهد |
صوبه سرحد کې وم» که په هندوستان کې ما د دې دپاره ډېر |
کوشش کړی دی چې د هندو او مسلمان تر مېنځه مينه. |
محبت. اتحاد او اتفاق پيداکړم اونفرت او دښمني ترې لرې |
کړم.دا کار تر ډېره حده پورې وشو مګر د تقسیم نه پس تاسو |
وګورئ چې اوس څه حال دی؟ هغه مونږ چې څه کړي وو هغه په |
سیند لاهو کړی شو په پاکستان کې په هندوانو او سکهانو |
څه تېر شول. او په هندوستان کې په مسلمانانو څه تېرېږي؟ |
داسې نفرت او دومره نفاق پيدا شو چې د اصلاح اميد يې هم |
له مېنځه لاړ او ډېرې لانجې ترې را پيدا شوې. |
کانګرس ځو د پیرنګيانو سره د شپېتوکالو راسې د ازادۍ |
اخيستلو دپاره په جدوجهد لګيا و. خو انګرېزانو ورته پوره |
ازادي څه چې نيمګړې ازادې هم نه ورکوله. مګر کله چې |
پښتانه ورسره په دغه جنګ کې ملګري شول او پښتنو په |
کيسه ځوانۍ. ټکر؛اتمانزو. کوهاټ.هاتي ځېلو او ميرویس |
کې قربانۍ ورکړې اودغه شان زمونږ د قبایلي علاقې غیرتي |
پښتنو دې پښتنو سره د هندوستان د ازادۍ په لاره کې |
غزاګگانې وکړې. د انګرېزانو توپونو او ټېنکونو ته يې ځپلې |
سینې ډال کړې او د دوی مځې ته لکه د غر ودرېدل نو د |
انګرېزانو هله د هندوستان ازادۍ ته غاړه کښېښوده. مونږ خو |
د کانګرس سره په دې وعده د ازادۍ په جنګ کې ملګري |
شوي وو. چې وطن به په ګډه ازادوو او د پردۍ غلامۍ نه به |
ځانونه خلاصوو. مګر چې وخت راغی نو بيا مونږ سره د شوو |
ښسسسهی بپ 01 |
زما ژونداو جد و جهد : |
وعدو هېڅ خيال ونه ساتلی شو زمونږ نه زمونږ د مستقبل په |
هکله هېڅ پوښتنه ونه شوه بلکې د پاکستان اوهندوستان د |
يو ځای کېدو ريفرنډم را باندې په زور راو تپلی شو او زمونږ |
په سر دغه لويه سودا وشوه. قربانۍ مونږ ورکړې. وینې |
زمونږ تویې شوې. مالونه. جایدادونه زمونږ تباه شول او ګټه |
يې نورو ته ورسېده.د کانګرس مشرانو ځو به په ټولو معاملو |
کې زما نه تپوس کولو. زما د سلا مشورې نه بغير به يې هېڅ |
نه کول. مګر په دې لويه اهمه مسئله کې زما سره مشوره څه |